Syndicate content

Add new comment

د افغانستان دولت څنګه د افغانانو لپاره ښه روغتيايي خدمتونه برابروي؟

World Bank Afghanistan's picture
Also available in: English | دری
A local woman has brought her eight-month-old son to the Baidari Hospital in eastern Jalalabad city for vaccination.
یوې میرمنې په جلال آباد ښار کې خپل ماشوم د واکسین په موخه د بیداري روغتون ته راوستۍ ده. انځور: د رومي مشورتي شرکت/ نړیوال بانک

په تېرو ۱۵ کلو کې، پر روانې ناامنۍ سربېره، افغانستان د خپلو خلکو،‌ په ځانګړي ډول ښځو او کوچنيانو، د روغتيا ښه کولو په برخه کې منظم پرمختګ کړی. روغتيايي خدمات له نادولتي موسسو سره د ګډو نوښتيزو هڅو په مرسته په لرې پرتو سيمو کې غريبو محلاتو ته غځېدلي دي.

پدې د پوهېدو لپاره چې څه شي د دغو روغتيايي لاسته راوړنو په برخه کې مرسته کړی، موږ په کابل کې د نړيوال بانک د روغتيا له مشر کارپوه، غلام دستګير سعيد، سره چې د تازه چاپ شوي، په افغانستان کې د روغتیایی خدمتونو د وړاندي کولو ښه والی د ناامني له شتون سره سره، په نامه راپور يو ليکوال هم دی، غږېدلي يو.

 

A woman visits a Comprehensive Health Center (CHC) in Tani district of southeastern Khost Province. The gynecology department of Dargai CHC receives an average of 50 patients per day and carries out three to four deliveries per 24 hours.
دغې میرمنې په خوست ولایت کې د ټني ولسوالۍ د جامع درګي روغتیايي مرکز ته مراجعه کړې. په منځنئ توګه  ۵۰  ناروغه میرمنې دغه مرکز ته په ورځنۍ بڼه د نسايي او زیږون څانګو ته مراجعه کوي او هره ورځ له ۳ څخه تر ۴ ولادتونه په دغه مرکز کې ترسره کیږي. انځور: د رومي مشورتي شرکت/ نړیوال بانک

پ: د افغانستان روغتيايي سکټور د ۲۰۰۳ کال په پرتله څنګه ارزیابی کوئ ؟

ځ: که موږ روغتيايي پايلو ته وګورو، په څرګنده لیدل کیږي چې د کوچني او مور د مړينې کچه د ۲۰۰۳ په پرتله ډېره راټيټه شوې. سربېره پر دې، د روغتيايي سکتور د پوښښ کليدي شاخصونه، لکه له زېږون دمخه پاملرنه، تر زېږون وروسته پاملرنه، د معافيت خدمتونه او ټول دا ډول خدمتونه خورا ډېر ښه شوي. که موږ روغتيايي مرکزونو ته وګورو، موږ په ۲۰۰۳ کال کې په ټول افغانستان کې يوازې ۵۰۰ مرکزونه لرل، خو اوس يې شمېر له ۲۵۰۰ څخه اوښتي دی. همدا راز په ۲۰۰۳ کال کې موږ ډېر شواهد او کافي شمېرې نه لرلې، څو پدې پوه شو چې په روغتيايي‌ سکټور کې څه پېښېږي. خو اوس د روغتيايي‌ معلوماتو پر سیستمونو د پانګونې په برکت او د بې پرې  او د خپلواکی دریمې مرجع د څارنې په مرسته، موږ د روغتيايي خدمتونو د پوښښ او کيفيت په اړه په ډېر څه پوهېږو.

پ: ستاسې وروستی راپور، پر ناامنۍ سربېره، د روغتيا په برخه کې ډېرې لاسته راوړنې ښيي. افغانستان څنګه دا اهداف او بریالیتوبونه لاسته راوړل؟

ځ: له ۲۰۰۲ کال مخکې، په لرې پرتو سیمو کې لومړني روغتيايي‌خدمات د نړيوالو نادولتي موسسو لخوا رسول کېدل، خو خواره واره وو او هېڅ همغږي يې نه لرله. ډېرې داسې سيمې وې چې هېڅ روغتيايي‌ پوښښ‌ يې نه درلود او داسې سیمې هم وې چې په عين وخت په کې دوه موسسو ورته روغتیايي خدمتونه وړاندې کول. خو له ۲۰۰۳ راهيسې نادولتي موسسو، چې له دولت سره قرارداد لري، په ټاکلو جغرافيايي ساحو کې د واضحو روغتیايي خدمتونو د اساسي ټولګې د رسولو مسووليت پر غاړه اخيستی، د روغتيايي خدماتو په رسولو کې مثبت بدلونونه رامنځته شوي.

د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو د دې اساسي ټولګې په تعريفولو او له نادولتي موسسو سره د قرارداد په برخو کې کليدي رول لوبولی. په لومړيو کې د افغانستان دولت اړو چې د نړیوال نا دولتي موسسو سره د روغتیایی خدمتونو د وړاندې کولو په برخه قرارداد وکړی، خو اوس د وخت په تېرېدو، د محلي او نړیوال موسسو انډول بدلون موندلی، او اوس د روغتيايي خدمتونو ډېری رسوونکي ملي افغاني نادولتي موسسې دي. 

A doctor is examining a young child suffering from pneumonia in Dehadi District Hospital, northern Balkh Province
د بلخ ولایت د دهدادي ولسوالۍ په روغتون کې دغه ډاکتر دا کوچنی ماشوم، چې د سینه بغل له ناروغی څخه ځوریږي، معاینه کوي. انځور: د رومي مشورتي شرکت/ نړیوال بانک

پ: د ښځينه روغتيايي کارکوونکو د استخدام  په اړه که وغږېږې، او که ووايې چې د دې پروګرام په برياليتوب کې دوی څه ونډه لرلې؟

ځ: څرګنده ده، چې په افغانستان کې سترې ننګونې د مور او کوچني د روغتيا په برخه کې دي. په افغانستان کې په ځانګړې ډول په لرې پرتو سيمو کې خلک په ډېرو محافظه کارو ټولنو کې ژوند کوي چېرې، چې ښځې دې ته نه دي چمتو چې نارينه ډاکټر ته د معاينې لپاره ورشي.

د روغتيايي خدمتونو چمتو کولو او ورته د اسان لاسرسی لپاره دې ته اړتيا وه چې پر روزنې او د روغتيايي مرکزونو لپاره د ښځينه کارکوونکو پر ګومارنه درنه پانګونه وشي. په همدې موخه، د عامې روغتيا وزارت د پراختيايي ملګرو په مرسته، په محلاتو کې د قابلو پر روزنه پانګونه وکړه. دا د روغتيايي سکټور په يوه له ډېرو مهمو لاسته راوړنو کې راځي.
د ټولنې د قابلګۍ زده کړې پروګرام په مرسته ځوانو ښځينه زده کوونکو په خپلو ولايتونو کې نظري او عملي روزنه ترلاسه کړه او بيا لرې پرتو روغتيايي مرکزو نو ته ولېږل شوې، چې له زېږون وړاندې او وروسته پاملرنې، زېږونونه او د معافيت خدمتونه وړاندې کړي.

د نړيوال بانک او نورو پراختيايي شريکانو په مرسته، د عامې روغتيا وزارت د پلي کوونکو موسسو له لارې تر اوسه په هېواد کې له ۴۰۰۰ ډېرې محلي قابلې روزلي دي. د روغتيايي مرکزونو د خدمتونو او ظرفيت په برخه کې ستر مثبتو بدلونونه رامنځته شوي، دا د دې سبب شوي، چې د روغتيايي خدمتونو رسونه ښه شې او د خلکو د رضايت کچه هم لوړه شي.

پ: لطفا د دې برنامي یو بریالۍ تجربه له موږ سره شریکه کړئ؟

ځ: د دې پوښتنی په ځواب يوه ښه بېلګه يې زما د افغانستان په شمال ختيز بدخشان ولايت کې يو ليدنه کتنه ده. زموږ د يوې ساحوي ليدنې په بهیر کې، موږ غوښتل چې د قابلګۍ پروګرام له يو شمېر زده کوونکيو سره  وغږېږو، خو دغو ځوانو نجونو، چې د دې ولايت له لرې پرتو سيمو راغلې وې، شرمېدلې او له موږ سره يې د خبرو کولو جرئت نه درلود.

بيا یوازې نږدې يو کال وروسته، موږ بيا د قابلګۍ هماغې ټولګي ته ورغلو. موږ د دې ځوانو افغانو قابلو په ليدو حيران شو. دوی دا ځل له موږ سره د اميدوارۍ،‌ زېږون او د اميدوارۍ د مخنيوي په څېر موضوعاتو په اړه په ډېر په جرئت سره خبر کولې. موږ د سيمې له خلکو سره هم خبرې وکړې او دوی پدې پوهېدل چې د دوی له منځه خلک روزل شوي، ترڅو د دوی خدمت وکړي. د زده کړې دې پروګرام دا ډول ټولنې د زده کړې له اهميت نه خبرې کړي او همدا راز يې د ښځو جرئت لوړ بيولی، ځکه دوی اوس د خپلې ټولنې ښځو ته اړين خدمتونه رسوي.

As a result of awareness raising campaigns, many rural women like Guljan in Faizabad city of northwestern Badakhshan Province are now regularly going to health centers for consultation on various health issues.
د روغتیايي پوهاوي د کمپاینونو د زیاتوالي په پایله کې اوسمهال په کلیوالي سیمو کې زیات شمیر میرمنې، لکه ګل جان، چې د بدخشان ولایت د فیض آباد اوسیدونکې ده، په منظمه توګه روغتیايي مرکزونو ته د بیلابیلو روغتیايي مشورو په هکله مراجعه کوي. انځور: د رومي مشورتي شرکت/ نړیوال بانک

پ: ستاسې په نظرنور هېوادونه د افغانستان له کومو تجربو څخه ګټه اخيستلای شي؟

ځ: په عمومي ډول ویلی شو چې دولت په يوازې ځان هر څه نشي کولای، یعنې دا چې خدمتونه هم وړاندې کړي، او هم يې څارنه او مالي ملاتړ وکړي. دا به نه يوازې دا چې د دولت د ظرفيت بلکې په دولت کې دننه د ګټو د ټکر په اړه اندېښنې هم راپورته کړي. د دې لپاره ښه لار دا ده چې دندې د دولت او نادولتي موسسو ترمنځ د مالي امکاناتو په برابرولو او د خدمتونو په رسولو وويشل. دا درس به د ډېرو هېوادونو لپاره،‌ چې د پراختيا وضعيت يا امنيتی حالت يې په هره کچه کې وي، مهم وي. خو د هغو هېوادونو لپاره چې تاوتريخوالي او جګړې ځپلي، د افغانستان تجربې ثابته کړه چې پر ناامنۍ سربېره،‌ د ځينو ساده اساساتو په پام کې نيولو سره، پرمختګ ممکن دی.

د ډېرو مهمو اصولو له جملې يوه د روغتيايي‌ خدمتونو اساسي ټولګه او بسته ده،‌ په دغه بسته کې: الف) د روغتیایی اساسی خدمتونو د بستې څخه مشخصه پیژندنه؛ ب) نادولتی موسسوته د روغتیایی خدمتونو د وړاندې کولو په منظور د قراردادونو د عقد کولو له لارې د مدنی ټولني همکاری؛ ج) د څارنې او ارزیابي په برخه کې مدبرانه پانګه اچونه، چې کیدای شي د نورو هیوادونو د ټولنو په جوړښت کې هم تر اجرا لاندې ونیول شي.
 
پ: دا چې ناامني په تېرو څو کلونو کې ډېره شوې، له دې سره د عملي کار په ډګر کې کوم بدلونونه راغلي دي؟ اوس فعالیتونه څه ډول تحقق مومي؟

ځ: ناامني يوه ډیره ستره ننګونه ده. د قرارداد اوسنۍ بڼه د ناامنۍ په بهير کې بريالۍ ده. نادولتي موسسې د دوی د بې پرېتوب او د ټولنې په سطحه کار له امله، د يوه ولايت په هره برخه کې  دخپلو مسؤلیتونو په سرته رسولو بوخت او خدمات وړاندې کوي، او دا چې څوک کومه ساحه کنترولوي، د دوی په کار مستقيمه اغېزه نلري. نو ځکه دوی د ناامنيو په شتون کې د خدماتو په رسولو کې بريالي‌ دي. او یا په بله وینا دا سازمانونه کولی شي له ناامنۍ سره سره د اړتیا وړ خدمتونه د هیواد لري پرتو سیمو ته وړاندې کړی.

د بېلګې په ډول، د ۲۰۱۵ کال د کندز ښار د سقوط پر مهال، نادولتي موسسو د اساسي روغتيايي خدمتونو رسونه جاري وساتله. د قرارداد د دې انعطافي بڼې په مرسته، د روغتيا سکټور د دې سترې پېښې په ترڅ کې د نورو سکټورونو په پرتله، په کومو کې، چې خدمتونه د دولت لخوا وړاندې کېږي، ډېر لږ اغېزمن شو.

د درېيمې ډلې لخوا د نادولتي موسسو د کارونو ارزونه بايد جاري وساتل شي. د دوی لارې چارې باید نوښتيزې وي، چې د کارونو ترسرکول د ناامنۍ په شتون کې هم تايد کړای شي، او څنګه د ټکنالوژۍ په کارولو او له خلکو سره د مؤثرو اړيکو  په جوړولو، لرې پرتو او ګوښو سيمو ته لاسرسی تضمين کړي. نو دا زموږ پلانونه دي او موږ، د ناامنيو له ننګونو سره سره، هيله من يو، چې د روغتیایی خدمتونو وړاندی کولو دا ماډ‌ل (بڼه) په همدې ډول دوامداره کار ورکړي او اغیزناکه واقع شي.

اړينې سرچينې