Syndicate content

February 2018

د افغانستان راتلونکی نقشه کول، هرځل یو سړک

Walker Bradley's picture
Also available in: English | دری
Mapping Afghanistan’s future, one road at a time
اوپن سټريټ مپ د جغرافيايي معلوماتو يوه وړيا منبع ده چې د کارپوهو نقشه اخيستونکو يوې ډلې رامنځته کړې او فعاله يې ساتي.  انځور: ټایمني/نړیوال بانک

د ۲۰۱۷ کال په مې مياشت کې نړیوال بانک په افغانستان د خپلو فعاليتونو د بيا پيل ۱۵ مه کليزه ونمانځله. دا په داسې حال کې ده چې د دغو ۱۵ کلو په اوږدو کې نړیوال بانک افغان دولت ته اړينې مرستې برابرې کړي او دولت يې افغانانو ته د عامه خدمتونو رسولو جوګه کړی. په دې بهير کې مو له دولت سره په ګډه د روغتيا، پوهنې او زېربناوو په برخو کې ګڼې شمېرې او معلومات راټول کړي.

سره له دې چې په بېلابېلو سکتورونو کې معلومات په خوره وره او ګډه وډه بڼه په عام ډول د لاسرسي وړ دي، خو دا معلومات لا دومره نه دي چې له افغانانو او پراختيايي ملګرو سره د پروژو په طرحه او پاليسي جوړولو کې، چې کليدي ونډه لري، مرسته وکړي. د بېلګي په ډول: موږ په داسې حال کې چې د واکسينو د تطبيق او د نویو زېږېدلو کوچنیانو شمېرې لرو، د هغو سړکونو په اړه چې صحي مرکزونو ته ورغلي معلومات نه لرو. همدا راز، موږ ښايي په ښوونځيو کې د زده کوونکو د حاضرۍ او د هغو زده کوونکو چې په ازموينو کې کاميابېږي د شمېرو په اړه معلومات ولرو، خو په دې اړه چې زده کوونکي په څومره وخت کې ښوونځي ته رسېږي، کافي معلومات نلرو.

دا بېلګې روښانوي چې څنګه دقیق لومړني معلومات او شمېرې را سره د صحي مرکزونو او خدماتو په غځولو کې مرسته کوي او يا څنګه ښوونې ته لاسرسی پياوړی کولای شو. د هر کيلومتر سړک نقشه اخيستنه موږ ته راښوولای شي چې کوچنيان تر ښوونځي څومره پلي ځي‌، او يا يو ناروغ په څومره وخت کې تر روغتونه رسېږي. بې له شکه چې لومړنیو معلوماتو او شمېرو ته څرګنده اړتيا ليدل کېږي، چې په رڼا کې يې اړوند چارواکي په هر پاټکي کې له دې ګټه واخلي.