Syndicate content

January 2019

په افغانستان کې سوله او ثبات راوستل له درسي ټولګيو پیلېږي

Mohammad Ibrahim Shinwari's picture
Also available in: English | دری
Education is the bedrock for peace and a more resilient and self-sufficient Afghanistan
د پنجشیر ولایت د یوه ابتدایه ښونځۍ زده کونکې. د انځور امتیاز: د رومی شرکت/ نړیوال بانک

نن، د جنورۍ مياشتې ۲۴مه د پوهنې نړيواله ورځ ده. د سولې په راوستو او دوامداره پرمختیا کې د ښوونې او روزنې اساسي او رغنده رول ته د درناوي له پاره د ملګرو ملتونو سازمان د ۲۰۱۷ زېږديز کال په ډسمبر مياشت کې دغه ورځ [د جنورۍ ۲۴مه] د پوهنې د نړيوالې ورځې په نامه ونوموله او ټاکل شوې ده، چې تر دې وروسته به هر کال دا ورځ د پوهنې نړیوالې ورځې په نامه لمانځل کېږي.

د دغې نړيوالې ورځې له لمانځلو هدف نه یوازې دا دی، چې پوهنې ته، چې د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰زېږديز کال د دوامداره پراختیا مهم هدف بلل کېږي، پام راجلب شي، بلکي د بې وزلۍ پر کمښت، روغتيايي خدمتونو ته د لاسرسۍ پر زیاتوالی، د جنسیتي برابرۍ پر زیاتوالی  او عامولو، په ټولې نړۍ کې د سولې پر تامينولو او ټينګښت کې هم د ښوونې او روزنې اساسي په رول باندې ټينګار کوي.

له شک پرته زده کړه یوازينۍ لاره ده، چې په اوږدمهال کې د دوامدارې پرمختیا لپاره د اړتیا وړ بشري قوه تامينولی شي.

د پوهنې نړيوالې ورځې په نامه د یوې ورځې نومول، د نړيوالې ټولنې ټينګه اراده او ژمنه څرګندوي، چې تعلیم او زده کړې ته د ټولو خلکو د مساوي او باکیفیته لاسرسي په پار يې ملاتړ کوي.

د افغانستان د پوهنې وزارت د معين په توګه، خوښ یم چې نړيوالې ټولنې پوهنه د خپلې اجنډا په سر کې راوستې ده، ځکه ښوونه او روزنه د سولې او ثبات په ټينګښت کې رغنده رول لري.

په داسې یو حالت کې چې افغانستان د څو لسیزو راهیسې د جګړو له ګواښونو سره لاس او ګريوان دی، د دوامدارې سولې په راوستو او د ثبات په ټينګښت کې د ښوونې او روزنې پر رول تينګار کول حياتي موضوع بلل کېږي.