Syndicate content

Labor and Social Protection

څنګه په افغانستان کې د تیر یوه لسیزی د لاسته راوړنې او تللې فرصتونو څخه زدکړو

Shubham Chaudhuri's picture
Also available in: English | دری
څنګه په افغانستان کې د تیر یوه لسیزی د لاسته راوړنې او تللې فرصتونو څخه زدکړو


افغانستان په تېره یوه لسيزه کې د پرمختګونو شاهد و خو په ورته مهال د شاتګ ځيني موارد يې هم درلودل او فرصتونو يې هم له لاسه ورکړي دي.
 
په ټوله کې، کولاۍ شو د افغانستان ستر اقتصادي او امنیتی وضعیت له ۲۰۰۷ کال راهيسې پر دوو پړاوونو و ویشو:  ۲۰۱۴ کال کې د امنیتي مسوولیتونو له لېږد څخه وړاندې او وروسته، کله چې نړیوالو ځواکونو په افغانستان کې امنیتي مسوولیتونه افغان ځواکونو ته وسپارل.
 
د امنيتي مسوولیتونو له لېږد وړاندې پړاو کې د لوړې اقتصادي ودې شاهدان وو (۲۰۰۷ کال کې د يو کس ناخالص عاید ۶۳ سلنه وده وکړه) امنیتي وضعیت په نسبي ډول پایدار و. خو له ۲۰۱۴ کال نه راهيسې اقتصادي وده مخ پر ځوړ وه چې د دغه هېواد د وګړو د ودې له کچې څخه هم ټيټه ده او همداراز د هرې ورځې په تېرېدو امنيتي وضعیت ترینګلی کېږي.
 
له افغانستان څخه په زیاته کچه د بهرنيو نړیوالو ځواکونو وتل او ۲۰۱۲ کال کې په پوځي او ملکي برخو کې په دوامداره توګه د مرستو کمښت،  اقتصادي وضعیت له سخت حالت سره مخ کړ چې تر اوسه يې د ژغورولو لپاره هڅې روانې دي.
 
په ورته مهال، عامه سوکالي هم کولی شو چې پر دوو جلا برخو یې ډلبندي کړو.

د بې ځایه شویو افغانانو وضعیت څرنګه دی؟

Christina Wieser's picture
Also available in: English | دری
Afghans represent the world’s largest protracted refugee population
هېواد ته د بېرته راستنېدونکو افغان کډوالو کورنۍ په کابل کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ دفتر ته د نوم لیکنې په هدف مراجعه کوي. انځور: د رومي مشورتي شرکت/ نړیوال بانک

افغانان د نړۍ د کډوالو لویه برخه جوړوي، په داسې حال کې چې هغوی په ورته وخت کې د دې پيړۍ په ترڅ کې تر ټولو زیات شمیر کسان دي چې بیرته خپل ټاټوبي ته ستنیږي.

له ۲۰۰۲ څخه تر ۲۰۰۷ پورې شاوخوا ۷ میلیونه افغان کډوال بیرته خپل هیواد ته ستانه شوي چې د دې راستانه شویو افغانانو لویه برخه له ایران او پاکستان څخه ستانه شوي دي.

دم مهال، راستانه شوي کسان د دې هیواد د اټکل شوي نفوس شاوخوا یو پر پنځمه برخه جوړوي.

په ورته وخت کې، د ناامنیو پراخیدل او ورځ تر بلې د وسله والو شخړو زیاتوالی په افغانستان کې د کورني بې ځایه شویو د زیاتوالي لامل شوی دی.

اوسني ستونزمن حالات، د کورني بې ځایه شویو لویې برخې شته والی او په هیواد کې د راستانه شویو کډوالو لویه شمیره د دولتي چوپړتیاو د وړاندې کولو پر څرنګوالي زیات فشار وارد کړی او په ورته وخت کې یې د اقتصادي او کار موندنې فرصتونو د لاسرسۍ لپاره د کورني بې ځایه شویو او د ښارونو پاتې نفوس تر منځ د سیالۍ کچه زیاته کړې ده.

اوسمهال افغانان په فوق العاده ستونزمنو اقتصادي شرایطو کې ژوند کوي. د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کلونو شمیرې په ډاګه کوي چې د دې هیواد د نفوس له نیمایي زیاته برخه د بیوزلۍ کرښې لاندې اوسیږي او زیاته نوره برخه یې د بیوزلۍ د زیان لیدنې په درشل کې ده. په بیوزلو او زیان لیدونکو سیمو کې، له افغانانو څخه د ملاتړ په موخه اړتیا ده، څو د بشر غوښتنې او پراختیایي مرستو د چمتو کولو په برخه کې هر اړخیز تدابیر په پام کې ونیول شي.

له همدې کبله مسئولین او سیاست جوړوونکي تل له زیاتو پوښتنو سره مخامخ کیږي.

په افغانستان کې د فقر په هکله د وروستیو ارقامو او شمېرو خپراوی: د عملي او مخنیوونکو اقدامونو لپاره خبرتیا، نه د ناهیلۍ رامنځته کول

Shubham Chaudhuri's picture
Also available in: English | دری

د افغانستان د احصائيي مرکزي ادارې لخوا په افغانستان کې د ژوند د وضعیت د څېړنې سروې موندنې په دغه هېواد کې د شته واقعیتونو به هکله یو مشرح انځور څرګند کړی. ترلاسه شوي معلومات دا څرګندوي، چې د افغانانو له نیمایي څخه زیات نفوس د فقر د کرښې لاندې ژوند کوي، چې دا حالت د ۲۰۱۱ – ۲۰۱۲ زېږدیز کلونو[i] په پرتله د ټولنیزې- اقتصادي اوضاع په لا خرابېدلو دلالت کوي. د دغې سروې د تازه ارقامو او معلوماتو خپراوی په ډېر مناسب وخت کې ترسره کېږي، ځکه چې دا ارقام او اړونده تحلیلي ټولګه ېې د افغانستان د خلکو د هوساینې وضعیت وروسته له هغه چې په ۲۰۱۴ کال کې له نړیوالو ځواکونو څخه د افغانستان امنیتي ځواکونو ته امنیتي مسوولیتونو لېږد ترسره شو، په تفصیل سره څېړلۍ ده.
که څه هم د دغې سروې موندنې ناهیلۍ کوونکې دي، خو د حقیقت پربنسټ دي

دې حقیقت ته په پام سره، چې افغانستان په تېرو پنځو کلونو کې له زیاتو پېښو سره مخامخ شو او ډېرې لوړې او ژورې ېې تجربه کړې، نو ځکه په اوس وخت کې د فقر او بیوزلۍ د بې ساري زیاتوالي تمه هم کېدله. د فقر لوړه کچه د اقتصادي فعالیتونوله کمښت، د نفوس د زیاتوالي او د امنیتي وضعیت له خرابېدلو سره مستقیمه اړیکه لري. له بلې خوا د داسې یوې ټولنې جورښټ، چې اقتصادي بنسټونه ېې د اوږد مهاله جګړې او بحران له امله ویجاړې شوې وي او بشري ځواک او معیشتي برخې ېې د ټیکاو او امنیت د نه شتون له امله خورا زیانمنې شوي وي، پرته له کوم شک څخه، چې د فقر ټغر هم پکښې ډیر پراخ پاتې کېږي.

د ۲۰۱۲ زېږدیز کال په لومړیو کې د نړیوال ایتلاف د ځواکونو په تدریجي وتلو سره، او په ورته مهال د افغانستان د ملکي او پوځي څانګو د مالي مرستو کمېدل، د اقتصادي فعالیتونو او د خصوصي سکټور خدماتو لپاره د تقاضا کچه ېې په شدت سره زیانمنه کړې  ده. له ۲۰۱۴ کال وروسته د امنیتي وضعیت خورا خرابوالۍ د دې لامل شو، څو د پانګوالو او مستهلکینو باور په سیاسي اوضاع باندې را کم شي، او له دې امله یو ستر اقتصادي ټکان رامنځته شو. پرته له کوم شک څخه د افغانستان اقتصادي وده، چې له ۲۰۰۳ څخه تر ۲۰۱۲ کلونو پورې شاوخوا ۹،۴ سلنه وه، وروسته له هغه چېد ۲۰۱۳ تر ۲۰۱۶ کلونو په ترڅ کې امنیتي وضعیتخورا خراب شو، نو له امله ېې اقتصادي وده هم ۲،۱ سلنې ته را ټیته شوه. د نفوس د کچې د ۳سلنې، کلنۍ وده سره جوخت، د ناخالص کورني تولید په حساب د سرانه عاید کچه له ۲۰۱۲ کال راپدېخوا په دوام داره بڼه را ټيته شوې ده، څرنګه چې د ۲۰۱۲ کال په پرتله په ۲۰۱۶ کال کې د ۱۰۰ امریکايي دالرو په اندازه را ټیټه شوې ده. د یادونې وړ ده، چې حتي په هغو کلونو کې چې افغانستان یوه ښه اقتصادي وده لرله، د فقر او بېوزلۍ په کچه کې هراړخیز لږوالی رامنځته نه شو، ځکه، چې د اقتصادي ودې محور د هېواد په بېوزلو سیمو کې د فقر په کموالي تمرکز نه درلود. پر دې سربېره، په وروستیو کلونو کې له اقتصادي ودې څخه د نفوس د کچې د ودې چټکوالی، د دې لامل شوی، څو د فقر لمن نوره هم پراخه شي.

د افغان کډوالو او بې ځايه شوو د بېرته يو ځاى کولو کاري پلان

Shubham Chaudhuri's picture
Also available in: English | دری
 یوه بې ځایه شوې کورنۍ د کابل د یوې ناحیې په یو کندواله ودانۍ کې. انځور: رومي شرکت/ نړیوال بانک

څرنګه چې د جون ٢٠مه د کډوالو نړيواله ورځ نومول شوې، بايد په ياد ولرو، چې د کډوالو ناورين  يوازې په يوه هېواد کې د پرمختګ مخنيوى نه کوي، بلکې يو بل داسې بحران، چې د ودې په حال کې دى، په خپل هېواد کې د ګڼو نورو خلکو کورنۍ بې ځايه کېدنه ده، دغه خلک د کورنيو بې ځايه شوو په نامه يادېږي. د دغې ستونزې د حل په موخه د سترو سياسي او ټولنيزو فشارونو تر څنګ، دا موضوع د نړۍ په څو هېوادونو کې د ودې په حال کې ده.

په افغانستان کې نږدې ۱،۲ميليونه بې ځايه شوي وګړي شته، چې د امنيتي او طبيعي پېښو په سبب د کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي. شپږ ميليونه نور کډوال له ٢٠٠٢ زېږدیز کال راهيسې بېرته خپل هېواد ته راغلي، چې په پورتنۍ ياده شوې شمېره ور زيات شوي، کولى شو  ووايو، چې په هرو پنځو افغانانو کې يې يو راستنېدونکى دى. په ٢٠١٦ زېږدیز کال کې څه باندې ۶۲٠،٠٠٠ افغانان يوازې له پاکستان څخه افغانستان ته را ستانه شوي دي.  د بې ځايه شوو او راستنېدونکو دغه ستر هجوم د افغانستان پر ټولنه او اقتصاد ستر فشار راوړى او تر څنګ يې د هېواد سيمه ييز ثبات ته ستر خطر ګڼل کېږي.

کله چې په افغانستان کې د نړيوال بانک د مسوول په توګه وټاکل شوم، د بې ځايه شوو او بېرته را ستنو شوو ستونزو او د  دغوستونزو د افغان حکومت هڅو ستومانه او خپه کړم. د خپلو لومړيو کاري ورځو په ترڅ کې مې د ٢٠١٦ زېږدیز کال په نومبر کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري مرکز څخه ليدنه درلوده. دې مرکز د افغان بېرته راستنېدونکو لپاره د لومړي مرکز په توګه دنده اجرا کوله. په همدې مرکز کې د بېرته راستنو شوو لپاره نغدي، غير نغدي مرستې، د عامه پوهاوي او ساتونکي پروګرامونه تر سره کېدل. 

کرنه: د ځوانانو لپاره د غوره کاري فرصتونو رامنځته کول

Izabela Leao's picture
Also available in: English | دری

دوه دېرش کلنه پښتنه هغه بېوزله مېرمن ده، چې له خپل مېړه او پنځو نورو ماشومانو سره په هرات کې ژوند کوي. هغه د چرګانو ساتلو يو فارم لري. نوموړې د هغو کسانو له جملې څخه يوه مېرمن ده، چې د مالدارۍ او بڼوالۍ له ملي پروګرام برخمنه شوې ده، پرېکړه يې کړې وه، څو د فارم لرلو د روزنې کورس تعقيب کړي. هغه وايي: "زه پخوا ډېره بېوزلې وم، د داسې يو کس په څېر وم، چې له ستونزو سره د مخ کېدو وس مې نه لرله." پښتنې د خپلې روزنيزې دورې له پاى ته رسولو وروسته د هګيو شاوخوا ١٠٠ چرګوړي ترلاسه کړل او پر دې سربېره ورته د حيواناتو د واکسين امکانات او د تغذيې وسايل هم برابرشول. په پايله کې هغه په دې بريالۍ شوه، څو له دې جملې يې ٨٠ چرګوړي وروزي او اوسمهال له همدې لارې هره ورځ ٥٦٠ افغانۍ عايد ترلاسه کوي، چې د يادو پيسو له اندازې يې نيمې د خپلو چرګو لپاره د غذا پېرلو لپاره ساتي. 

په افغانستان کې د نړیوال بانک د بیا همکاریو د پیل د پنځلسمې کالیزې نمانځنه

Raouf Zia's picture
Also available in: English | دری




نړیوال بانک په افغانستان کې خپل فعالیتونه پر ۱۹۷۹ میلادی کال د پخواني شوروي اتحاد له یرغل څخه وروسته و ځندول. ددې ادارې فعالیتونه د ۲۰۰۲ میلادي کال د می په میاشت کې د افغانانو له ضروري اړتیاوو څخه د ملاتړ او ددې هېواد له دولت سره ددې هېواد اتباعوته د خدمتونو د برابرولو له پاره د پیاوړو او ځواب ویونکو بنسټونو د رامینځته کولو په منظور بیاپیل شول.

د می میاشت په کابل کې د نړیوال بانک د فعالیتونو د بیا پیل له نمانځنې سره سمون لري چې په ۲۰۰۲ کال کې وروسته له ډیر ځنډ څخه دفتر پرانیستل شو. د نړیوال بانک له ۱۵ لاسته راوړنو او مهمو فعالیتونو سره په تیرو ۱۵ کلونو کې آشنا شۍ.