Syndicate content

Private Sector Development

د عملي اقدامونو ترسره کول، د افغانان لپاره د یوې روښانه راتلونکې د تامین لپاره یوازنۍ لاره

Hartwig Schafer's picture
Also available in: English | دری
Today, over 8.5 million students attend school–over 40% of them girls
انځور: رومی شرکت/ نړیوال بانک

په ۲۰۰۱ زېږدیز کال کې د افغانستان په ښوونځیو کې د زده کوونکو د  شمیر یوازې یو میلیون تنو ته رسېډه، چې ټول یې هلکان و. خو نن ورځ د هېواد په ښوونځیو کې د زده کوونکو شمېر څه باندې ۸،۵ میلیون تنو ته لوړ شوی، چې له دې ډلې څخه ۴۰ سلنه یې نجونې دي.
 
آمنه چې د نهم ټولګي زده کوونکې ده، لکه ۳ میلیون نورې نجونې اوس دا وړتیا لري څو د افغانستان د خلکو په مرسته او د نړیوالې ټولنې په ملاتړ ښوونځي ته ولاړه شي.
 
نوموړې وایي: "د خپل ښوونځي په درسي چاپېریال کې د زیاتو پرمختګونو او بدلون شاهده یمه. په تدریسي چارو کې مثبت بدلون او د نوي درسي توکو په برابرولو سره، اوس موږ کولای شو، څو په غوره توګه خپلې زده کړې ترسره کړو." آمنه یوه له میلیونونو افغان نجونو څخه ده چې ژوند یې د پخوا په پرتله بدلون موندلی او په افغانستان کې د یوې سوکاله راتلونکې د رامینځته کېډو لپاره ډېره هیله منه ده.

وروسته له هغه چې په ۲۰۱۸ کال کې د سویلي آسیا د هېوادونو لپاره د نړیوال بانک د مرستیال په توګه مې په کار پېل وکړ، لومړنۍ کاري سفر مې افغانستان ته ترسره کړ. که څه هم چې افغانستان له زیاتو ستونزو سره مخامخ ده، خو پرمختګونه او لاسته راوړنې يې په بېلابېلو سکتورونو کې لکه، روغتیا، ښوونه او روزنه، د زیربناوو بیا رغول او له ټولو مهمه د ستونزو او خنډونو په وړاندې د افغانانو استقامت او ژمنتیا د ستایلو وړ دي.
 
افغانستان د اقتصادی ودې لپاره یو شمېر بالقوه ظرفیتونو، لکه د مخ په ودې هېوادنو په مینځ کې ستراتیژیک جغرافیايي موقیعت، د ځوان کاري ځواک شتون او پراخو طبیعي سرچینو ته لاسرسۍ څخه برخمن دي چې کیدای د دې هېواد د اوږد مهاله اقتصادي پراختیا او ودې لپاره کلیدي او اغېزمن عواملو ته بدل شي. له دغو ظرفیتونو څخه د غوره ګټه اخیستنې او د پراختیايي پروګرامونو په هراړخیز تطبیق سره به افغانستان دا ځواک ترلاسه کړي څو په چټکۍ سره اقتصادي وده  وکړي او د افغانانو په ژوند کې پراخ بدلون رامینځته  شي.

په افغانستان کې د تجارت او کار لا آسانېدل

Shubham Chaudhuri's picture
Also available in: English | دری
په افغانستان د سوداګری ښه ترسره کول
 

د تجارت او کار او کسب پر وړاندې د شته ستونزو سره سره، د افغانستان دولت د پانګه اچونې لپاره د شرایطو د آسانتیا په موخه پر ځینو اقداماتو باندې لاس پورې کړی.
 
د تجارت د ترسراوي د وروستي کلني راپور پر اساس چې په۱۹۰ هیوادونو کې د تجارتي مقرراتو د مطالعی په موخه د نړیوال بانک لخوا چمتو کیږي، سږ کال افغانستان د یاد راپور په نړیواله درجه بندۍ کې له ۱۸۳ درجې څخه ۱۶۷ درجې ته پورته شوی دی. نو پدې اساس افغانستان د هغو هیوادونو په لړ کې راغلی کوم چې د سوداګری د ښه والي لپاره یې د پام وړ آسانتیاوې رامینځته کړې دي. دا لومړی ځل دی چې افغانستان په پنځو مقرراتي څانګو کې د اصلاحاتو له راوستو سره نه یوازې دا چې د کوچنیو او منځنیو پانګه اچونکو لپاره د کار او کسب چاپېریال ښه کړی، بلکه په لویو پریکړو کې د سهم لرونکو یا ونډوالو د ونډه اخیستنې د حقوقو تقویه کول او همدارنګه پورونو ته د لاسرسي په موخه د آسانتیاوو د برابرولو په برخه کې هم پرمختګ لیدل کیږي.
 
دې حقیقت ته په پام سره چې له نیمایي ډیر افغانان د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي، اړینه ده چې د افغانستان دولت د خصوصي پانګه اچونې بهیر چې د کاري فرصتونو د رامینځته کیدو  سبب کیږي، لا ګړندی او غښټلۍ کړي او د تشبثاتو د پراختیا په خاطر د کوچنیو او منځنیو خصوصي متشبثینو د ابتکارونو  لپاره لا ډیرې تشویقي او هڅوونکې زمینې برابرې کړي تر څو د هغوې د فعالیتونو  پراخیدل  د کاري فرصتونو په جوړولو کې اساسي ونډه ترسره کړي. 
 
د تجارت او پانګه اچونې په چاپېریال کې د اصلاحاتو د پلي کیدو په موخه باید اغیزناکه او دوامداره هلې ځلې وشي، چې له نیکه مرغه د افغانستان دولت په تیر کال کې د اصلاحي پروګرامونو په پلي کیدو کې پوره جدیت ښودلی دی. په تیر کال کې د دې اصلاحاتو د پلي کیدو په پایله کې د سوداګرو او پانګوالو پر وړاندې په لاندې برخو کې ځینې خنډونه او محدودیتونه را کم شوي دي:

څنګه په افغانستان کې د تیر یوه لسیزی د لاسته راوړنې او تللې فرصتونو څخه زدکړو

Shubham Chaudhuri's picture
Also available in: English | دری
څنګه په افغانستان کې د تیر یوه لسیزی د لاسته راوړنې او تللې فرصتونو څخه زدکړو


افغانستان په تېره یوه لسيزه کې د پرمختګونو شاهد و خو په ورته مهال د شاتګ ځيني موارد يې هم درلودل او فرصتونو يې هم له لاسه ورکړي دي.
 
په ټوله کې، کولاۍ شو د افغانستان ستر اقتصادي او امنیتی وضعیت له ۲۰۰۷ کال راهيسې پر دوو پړاوونو و ویشو:  ۲۰۱۴ کال کې د امنیتي مسوولیتونو له لېږد څخه وړاندې او وروسته، کله چې نړیوالو ځواکونو په افغانستان کې امنیتي مسوولیتونه افغان ځواکونو ته وسپارل.
 
د امنيتي مسوولیتونو له لېږد وړاندې پړاو کې د لوړې اقتصادي ودې شاهدان وو (۲۰۰۷ کال کې د يو کس ناخالص عاید ۶۳ سلنه وده وکړه) امنیتي وضعیت په نسبي ډول پایدار و. خو له ۲۰۱۴ کال نه راهيسې اقتصادي وده مخ پر ځوړ وه چې د دغه هېواد د وګړو د ودې له کچې څخه هم ټيټه ده او همداراز د هرې ورځې په تېرېدو امنيتي وضعیت ترینګلی کېږي.
 
له افغانستان څخه په زیاته کچه د بهرنيو نړیوالو ځواکونو وتل او ۲۰۱۲ کال کې په پوځي او ملکي برخو کې په دوامداره توګه د مرستو کمښت،  اقتصادي وضعیت له سخت حالت سره مخ کړ چې تر اوسه يې د ژغورولو لپاره هڅې روانې دي.
 
په ورته مهال، عامه سوکالي هم کولی شو چې پر دوو جلا برخو یې ډلبندي کړو.

د افغانستان سوکالي پر خلکو پانګونې سره تړلې ده

Shubham Chaudhuri's picture
Also available in: English | دری
Afghanistan’s prosperity rests on investing in its people
د بلخ ولایت په یو ښوونځی کې د زده کوونکو حضور. انځور: د رومي مشورتي شرکت/ نړیوال بانک

د نړيوال بانک ګروپ، پر خلکو د پانګونې څرنګوالي په تړاو نن خپل لومړنی راپور خپور کړ، دا نوی راپور په نړۍ کې د هر تن له وړتيا څخه په بشپړ ډول د استفادې پر بنسټ د پانګونې د نړيوالې ځانګړنې کچه ښيي.

پر وګړو د پانګونې ځانګړنى راپور(HCI)، پر وګړو د پانګونې پروژې يوه برخه ده چې د نړۍ په هر هېواد کې د نړيوال بانک ګروپ له لوري د پانګونې د اوږدمهالو پرمختګونو په اړه د خلکو پوهاوي او عامه ذهنيتونو روښانتيا لپاره ترسره کېږي.
د دې پروژې پر بنسټ به هر هېواد و هڅول شي، چې له شته سرچينو څخه ګټه واخلي او دا ګام  به پرخلکو د پانګونې  برخه کې مهم نقش ولوبوي.

د دې راپور د موندونو له مخې، افغانستان پر خپلو وګړو د پانګونې د ځانګړتيا له اړخه يوازې ۳۹ سلنې وړتيا ته رسېدلی دی، چې تر ۱۴ پورې د نيمه لوړو زده کړو تحصيلي درجه او تر ۶۰ کلونو پورې د ژوند کچه ښيي.

پر وګړو د پانګونې ځانګړتيا راپور له مخې، افغانستان په داسې موقعيت کې ځای لري، چې د دې هېواد اقتصادي وضعيت سره اړخ لګوي، دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان د نورو لږ عايد لرونکو هېوادونو په پرتله څه ناڅه لوړه درجه کې ځای لري.

د افغانستان په کلیوالو سیمو کې د خصوصی تشبثاتو او د کارموندنی د فرصتونو پیاوړتیا

Miki Terasawa's picture
Also available in: English | دری
The Afghanistan Rural Enterprise Development Project has linked rural producers, inlcuding saffron farmers with markets to create businesses and provide employment opportunities to many Afghan women and men.
د افغانستان د کلیوالي صنایعو د پراختیا پروژه له ټولو کلیوالو تولید کوونکو، بالخصوص له هغو بزګرانو څخه چې د زعفرانو د کښټ او پروسس په برخه کې کار کوي، مالي  او تخنیکي ملاتړ برابروي. په دې توګه نه یوازې، چې بزګران به وتوانیږي څو خپل محصولات بازارونو ته عرضه کړي، بلکه خپله به کوچني تجارتونه او تشبثات پرانیزي او د ښځو او نارینه وو لپاره به د کارموندنې فرصتونه برابر شي. انځور: د افغانستان د کلیوالي صنایعو د پراختیا پروژه/ نړیوال بانک

د زعفرانو د کښت چارو کې د هرات ولایت د یوه بریالي متشبث نعیم سره وپیژنئ. په ۲۰۱۳ کال کې نعیم او څو نورو شریکانو یې وروسته له دې چې د کرني په څو ښونیزو برنامو، او کورنیو نندارتونونو کې ګډون وکړ نو د تابان په نامه د یوه سوداګریز شرکت په جوړولو یې پیل وکړ. نوموړی شرکت چې د زعفرانو د کښت، پروسس او خرڅلاو په برخه کې فعالیت کوي، په ډیر کم وخت کې وتوانید د زعفرانو د کیفیت په لوړولو سره  د خپل سوداګریز فعالیتونو شهرت د افغانستان تر پولو واړوي. اوس مهال په منځنۍ توګه دغه شرکت په کال کې ۱۲۰ ښخې د زعفرانو د فصلی چارو لپاره ګوماري، تر څو د دغه ارزښتناک بوټي  د حاصلاتو د راټولولو او پروسس چارې پر مخ بوزي.
 
د دغه پانګه اچونې د بریالیتوب کیسه د سپما او پورونو لپاره د کوچنیو نغدي ونډه اخیستنو  په وسیله د نعیم په شان دڅو نارینه وو او ښخو له خوا پیل شوه.
 
د ۲۰۱۰ کال نه را پدیخوا د افغانستان د کلیوالي صنایعو د پراختیا پروژې، کلیوال تولید کوونکي له بازار سره وصل کړل او همدارنګه د کلي سپما او پورونو د ګروپونو په واسطه یې  له کليوالي خلکو سره مرسته وکړه تر څو ورته کوچني تجارتونه جوړ او کوچني تشبثاتو ته وده ورکړي.

په افغانستان کې د فقر په هکله د وروستیو ارقامو او شمېرو خپراوی: د عملي او مخنیوونکو اقدامونو لپاره خبرتیا، نه د ناهیلۍ رامنځته کول

Shubham Chaudhuri's picture
Also available in: English | دری

د افغانستان د احصائيي مرکزي ادارې لخوا په افغانستان کې د ژوند د وضعیت د څېړنې سروې موندنې په دغه هېواد کې د شته واقعیتونو به هکله یو مشرح انځور څرګند کړی. ترلاسه شوي معلومات دا څرګندوي، چې د افغانانو له نیمایي څخه زیات نفوس د فقر د کرښې لاندې ژوند کوي، چې دا حالت د ۲۰۱۱ – ۲۰۱۲ زېږدیز کلونو[i] په پرتله د ټولنیزې- اقتصادي اوضاع په لا خرابېدلو دلالت کوي. د دغې سروې د تازه ارقامو او معلوماتو خپراوی په ډېر مناسب وخت کې ترسره کېږي، ځکه چې دا ارقام او اړونده تحلیلي ټولګه ېې د افغانستان د خلکو د هوساینې وضعیت وروسته له هغه چې په ۲۰۱۴ کال کې له نړیوالو ځواکونو څخه د افغانستان امنیتي ځواکونو ته امنیتي مسوولیتونو لېږد ترسره شو، په تفصیل سره څېړلۍ ده.
که څه هم د دغې سروې موندنې ناهیلۍ کوونکې دي، خو د حقیقت پربنسټ دي

دې حقیقت ته په پام سره، چې افغانستان په تېرو پنځو کلونو کې له زیاتو پېښو سره مخامخ شو او ډېرې لوړې او ژورې ېې تجربه کړې، نو ځکه په اوس وخت کې د فقر او بیوزلۍ د بې ساري زیاتوالي تمه هم کېدله. د فقر لوړه کچه د اقتصادي فعالیتونوله کمښت، د نفوس د زیاتوالي او د امنیتي وضعیت له خرابېدلو سره مستقیمه اړیکه لري. له بلې خوا د داسې یوې ټولنې جورښټ، چې اقتصادي بنسټونه ېې د اوږد مهاله جګړې او بحران له امله ویجاړې شوې وي او بشري ځواک او معیشتي برخې ېې د ټیکاو او امنیت د نه شتون له امله خورا زیانمنې شوي وي، پرته له کوم شک څخه، چې د فقر ټغر هم پکښې ډیر پراخ پاتې کېږي.

د ۲۰۱۲ زېږدیز کال په لومړیو کې د نړیوال ایتلاف د ځواکونو په تدریجي وتلو سره، او په ورته مهال د افغانستان د ملکي او پوځي څانګو د مالي مرستو کمېدل، د اقتصادي فعالیتونو او د خصوصي سکټور خدماتو لپاره د تقاضا کچه ېې په شدت سره زیانمنه کړې  ده. له ۲۰۱۴ کال وروسته د امنیتي وضعیت خورا خرابوالۍ د دې لامل شو، څو د پانګوالو او مستهلکینو باور په سیاسي اوضاع باندې را کم شي، او له دې امله یو ستر اقتصادي ټکان رامنځته شو. پرته له کوم شک څخه د افغانستان اقتصادي وده، چې له ۲۰۰۳ څخه تر ۲۰۱۲ کلونو پورې شاوخوا ۹،۴ سلنه وه، وروسته له هغه چېد ۲۰۱۳ تر ۲۰۱۶ کلونو په ترڅ کې امنیتي وضعیتخورا خراب شو، نو له امله ېې اقتصادي وده هم ۲،۱ سلنې ته را ټیته شوه. د نفوس د کچې د ۳سلنې، کلنۍ وده سره جوخت، د ناخالص کورني تولید په حساب د سرانه عاید کچه له ۲۰۱۲ کال راپدېخوا په دوام داره بڼه را ټيته شوې ده، څرنګه چې د ۲۰۱۲ کال په پرتله په ۲۰۱۶ کال کې د ۱۰۰ امریکايي دالرو په اندازه را ټیټه شوې ده. د یادونې وړ ده، چې حتي په هغو کلونو کې چې افغانستان یوه ښه اقتصادي وده لرله، د فقر او بېوزلۍ په کچه کې هراړخیز لږوالی رامنځته نه شو، ځکه، چې د اقتصادي ودې محور د هېواد په بېوزلو سیمو کې د فقر په کموالي تمرکز نه درلود. پر دې سربېره، په وروستیو کلونو کې له اقتصادي ودې څخه د نفوس د کچې د ودې چټکوالی، د دې لامل شوی، څو د فقر لمن نوره هم پراخه شي.

آیا د متشبثینو لپاره کوچنۍ مالي مرستې، زدکړې، سپارښتنې او هغوی ته سلا مشورې کولای شي، څو په افغانستان کې کاري فرصتونه رامنځته کړي؟

Pratap Sinha's picture
Also available in: English | دری
نوریه یوه له هغو متشبثو مېرمنو څخه چې د نتیجه برنامې په مرستې یې خپله د قالینو د اوبدولو دستګاه فعاله کړې، وايي: " د نتیجه برنامې په مرسته اوسمهال موږ وتوانېدلو، چې خپل د اړتیا وړ وسایل او اومه مواد وپیرو او وروسته له دې ځان ته غالۍ تولید کړو." عکاسي: د رومی مشورتي شرکت/ نړیوال بانک

څرنګه چې نړیوال هر کال د اګسټ میاشتې ۱۲مه نیټه د ځوانانو نړیوالې ورځې په توګه نمانځي، د افغانستان ډیری خلک، په ځانګړې توګه ځوان نسل هڅه کوي، څو د خپل ځان لپاره د ځلانده او بریالي راتلونکي په موخه غوره او مناسبه لارې وپلټي او ومومي. د ملګرو ملتونو د وګړیو صندوق د معلوماتو پر بنسټ، د افغانستان شاوخوا ۶۳ سلنه وګړي د ۲۵ کلنو څخه لږ عمر لري، چې دغه حالت د افغانستان وګړي د سن پر بنسټ د شیب لرونکي هرم (steep pyramid) جوړښت په بڼه انځور شوی او دا په چټکۍ سره په هېواد کې د ځوان نسل د زیاتیدو ښکارندوي کوي. دا په داسې حال کې ده، چې افغان ځوانان د روغتیا، ښوونې او روزنې، کاري فرصتونو او جنسیتي نا انډول په برخو کې له سختو ستونزو او خنډونو سره مخ دي.

د دې ستونزو د حل په موخه د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت د کلیوالو او دویمه درجه ښارونو هغه ځوان نسل، چې د زدکړو کچه یې ټیټه ده، د خپل وړیا مالي مرستو آزمایښتي پروګرام تر پوښښ لاندې نیولي. د یادولو وړ ده، چې د کمزوري اقتصادي ودې او ناڅرګند لیدلوري ته په کتو د دغه کوچني او بلاعوضه مالي مرستې موخه دا ده، څو هغه ځوانان، چې غواړي پانګونه وکړي یا هم د ځان لپاره کار وکړي، د هغوی لپاره په خصوصي سکتور کې کاري موقع برابره کړي او ملاتړ یې وکړي. دا برنامه د افغانستان د بیارغونې صندوق په مالي مرستې د نتیجه پروژې تر پوښښ لاندې پلي کیږي.

کله چې ما، ۲۳ کلنه فریحه د کوچنیو وړیا مالي مرستو ترلاسه کولو لپاره د مرکې پر مهال ولیدله، د دولت لخوا یې هر ډول مالي ملاتړ ته د شک په سترګه کتل، خو د خپلې سینګارتون د راتلونکي او پرانیستلو په اړه یې ډاډ درلود. د فریحې دا هیله وروسته له هغه بشپړه شوه، چې د کوچنی وړیا مالي مرستې (۵۰۰ امریکایي ډالره) د ترلاسه کولو خبر یې ترلاسه کړ. فریحې، په لومړیو کې په یوه سینګارتون کې زدکوونکې وه او هلته یې اړین مهارتونه زده کړل. اوسمهال نوموړې له دې مالې مرستې څخه په خپل کسب او کار کې ګټه اخلي او اوسمهال هغه د خپل سینګارتون یوه شریکه ده او مشري یې هم کوي. هغه وايي: " ما د زده کوونکي په توګه په کافي اندازه عواید نه لرل، خو اوسمهال زه په دې کار کې شریکه یم. دا ښه کار دی او د پرمختګ په حال کې دی."

فریحه، د نتیجه پروژې د کوچنیو وړیا مالي مرستو د ګټه اخیستونکي په توګه؛ د لومړنیو مالي زدکړو، بازار موندنې او همدارنګه د کسب او کار او پانګونې لپاره د اړینو موضوع ګانو د زده کولو په موخه د تشبثاتو د پراختیا په ښوونیز پروګرام کې د یوې ښځې په توګه ګډون کړی وو. نوموړې همدارنګه له دې امله هم خوشحاله ښکاري، چې د ښوونیز پروګرام پر مهال یې د تشبث پیلولو په موخه انځوریز کتابونه ترلاسه کړي او عملي کارونو کې یې ګډون کړی او همدارنګه په دې برخه کې یې لومړني معلومات ترلاسه کړي دي.

فریحه د سلګونو ښځو په منځ کې هغه څوک ده، چې د نتیجه پروژې له لارې یې د مالي مرستو ترلاسه کولو لپاره غوره شوې او له دې لارې یې زدکړې کړي دي. تر اوسه له ۱۷۰۰۰ زره غوښتونکیو څخه شاوخوا ۲۵۰۰ کوچنیو سوداګرو د نتیجه پروژې له لارې کوچني بلاعوضه مالي مرستې ترلاسه کړي دي. د دې متشبثینو شاوخوا ۳۰ سلنه ښځې دي. د یادولو وړ ده، چې دا پروژه په کابل، ننګرهار او بلخ ولایتونو کې پلي شوې ده.
 

په افغانستان کې د لومړنیو معلوماتو او شمېرو د راټولولو په وخت کې ننګوونې او ستونزې مهار کیدلی شی

Tommaso Rooms's picture
Also available in: English | دری

د افغانستان په څیر یوه هېواد کې د سوداګرۍ او کسب او کار په اړه د هر اړخیزې څېړنې تر سره کول، پرته له شکه، چې له خنډونو او ستونزو سره مل وي. په اوسنیو شرایطو کې په کابل او د هېواد په څلورو نورو ولایتونو کې د سوداګریزو مقرراتو د پرتلیزې څېړنې او د هغوۍ د تنفیذ د ډول په اړه د لومړنیو معلوماتو را ټولول یو ډېر ستونزمن کار ګڼل کېږي. افغانستان ۴۰ کاله وړاندې، یعنې په ۱۹۷۹ ز کال کې د سوداګریزو مقرراتو په اړه څېړنه تر سره کړې وه، چې له هغه را وروسته د ناامنیو له کبله د داسې یوې څېړنې تر سره کول زیاتره ولایتونو ته د لاسرسي نه لرلو له کبله ناشوني وه.
 
د اوسنیو امنیتي ستونزو سره سره ، په ۲۰۱۷ کال کې په افغانستان کې د سوداګرۍ د تر سره کولو د وروستي رپوټ له چمتو کولو او خپرولو څخه زموږ تجربې د دې ښکارندوی دي، چې د لومړنیو شمېرو او معلوماتو راټولول یو ستونزمن کار، خو شونی ده. دغه معلومات او د هغه اړوند موندنې کولای شي د سوداګریزو مقرراتو د اصلاح او په کابل او نورو ولایتونو کې د خصوصي سکتور د پانګې اچونې د جذب لپاره د یوه وړ چاپیریال د رامنځته کولو لپاره پیاوړی بشپړ لارښود وبلل شي. د سوداګریزو مقرراتو د چاپیریال ښه والی د کوچنیو او منځنیو تشبثاتو د هڅوونې لپاره یو ستر هڅوونکۍ لامل بلل کېدای شي، چې د شغلي  فرصتونو او اقتصادي سوکالۍ د رامنځته کولو په برخه کې د هغوی له مبتکرانه عمل سره مرسته کوي.
 
په افغانستان کې د سوداګرۍ ترسره کول د ولایتونو په کچه لومړنی څېړنیز رپوټ دی ،چې دا ځل یې سوداګریز مقررات د کابل ښار برسیره، په بلخ، هرات، کندهار او ننګرهار کې هم تر څېړنې لاندې نیولي، چې په هغو کې د سوداګرۍ د تر سره کولو شاخصونه، چې عبارت دې له: د سوداګرۍ پیلول (د کار د جواز اخیستل)، د ودانیزو چارو د جواز اخیستل، د برېښنا د لین وېش او د ملکیت ثبت تر غور او څېړنې لاندې نیول کېږي.
 
مهم ټکي:
 
  • کابل د همدې څېړنې په دوو برخو کې مخکښ پیژندل شوی، چې هغه عبارت دې له: د سوداګرۍ پیلول او د برېښنا د لین اخیستل. په داسې حال کې، چې کندهار د ودانیزو چارو د جواز په اخیستلو او د ملکیتونو د ثبت په برخه کې لومړی مقام لري او د بلخ ولایت بیا په همدغو څلورو برخو کې په دویم ځای کې راځي.
  • په دغو پنځو ولایتونو کې د مقرراتو د تنظیم کیفیت او اغیزمنتیا خورا ډېر توپیر سره لري. د اصلاحاتو بهیر له پخوا نه په کابل کې پیل او تطبیق شوی دی، له همدې کبله د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د هغو په پراختیا سره به په همدې ولایتونو کې د سوداګرۍ د چاپیریال او د متشبثینو لپاره د پانګې اچونې د ښه والي سبب وګرځي.
  • د دې ټولو ښو کاري کړنلارو په تر لاس لاندې نیولو او د سوداګرۍ د مقرراتو په اصلاح سره، هیله کېږي، چې افغانستان د سوداګرۍ د ترسره کولو په نړیواله ډلبندی کې، ۱۱ پټې پورته ولاړ شي او ۱۷۲ ځایګی خپل کړي. 

په افغانستان کې د نړیوال بانک د بیا همکاریو د پیل د پنځلسمې کالیزې نمانځنه

Raouf Zia's picture
Also available in: English | دری




نړیوال بانک په افغانستان کې خپل فعالیتونه پر ۱۹۷۹ میلادی کال د پخواني شوروي اتحاد له یرغل څخه وروسته و ځندول. ددې ادارې فعالیتونه د ۲۰۰۲ میلادي کال د می په میاشت کې د افغانانو له ضروري اړتیاوو څخه د ملاتړ او ددې هېواد له دولت سره ددې هېواد اتباعوته د خدمتونو د برابرولو له پاره د پیاوړو او ځواب ویونکو بنسټونو د رامینځته کولو په منظور بیاپیل شول.

د می میاشت په کابل کې د نړیوال بانک د فعالیتونو د بیا پیل له نمانځنې سره سمون لري چې په ۲۰۰۲ کال کې وروسته له ډیر ځنډ څخه دفتر پرانیستل شو. د نړیوال بانک له ۱۵ لاسته راوړنو او مهمو فعالیتونو سره په تیرو ۱۵ کلونو کې آشنا شۍ.