Syndicate content

د افغانستان د خلکو له پاره زموږ ژمنه تلپاته ده

Annette Dixon's picture
Also available in: English | دری
له نړيوالې ټولنې سره د دولت پر ګډو هڅو سربېره  لا هم د افغانستان پراختيايي اړتياوې خورا زياتې دي. تصوير: رومي شرکت/نړيوال بانک

که څه هم په کابل ښار کې له هغه خونړي برید څخه، چې په ترڅ کې یې یو زیات شمېر افغانان مړه او ټپیان شول دوه اونۍ تیریږي، خو بیا هم دا ناوړه پېښه زما د خپګان او غم سبب ګرځي. له بده مرغه، چې په راوروستو اونیو کې هم د زیاترو زړه بوږنوونکو او ټکان ورکوونکو پیښو شاهدان وو. په داسې حال کې، چې لا تر اوسه پورې هم د همدې تراژیدۍ په غم کې یو، فکر کوم اوس هغه وخت رارسیدلی دی، تر څو د افغانانو تر څنګ ودریږو او یو ځل بیا په دې هېواد کې د سولې او سوکالي د راوستو لپاره خپله ژمنه نوي کړو.

د روان زیږدیز کال د جون په ۱۳مه نېټه، نړیوال بانک له افغانستان سره د څه باندې نیم میلیارد امریکايي ډالرو مالي مرستې اعلان وکړ، تر څو له هغو څخه له بېوزلی سره د مبارزې په دګر کې د دولت د هڅو، په دې هېواد کې د ټیکاو راوستلو لپاره د کاري فرصتونو د زیاتوالي، د ټولو افغانانو لپاره په تیره بیا د اقتصادي کړکېچ په وضعیت کې د بنسټیزو خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې په اغیزمنه توګه سره وکارول شي.

له ۲۰۰۱ میلادی کال را پدیخوا، د زیاتو ستونزو سره سره، افغانستان وکولای شول اوږد مزل ووهي او د پام وړ لاسته راوړنې ولري. د عمر منځنۍ کچه له ۴۴ کلنۍ څخه ۶۰ کلنۍ ته لوړه شوه، د ولادت په مهال د مور او مېندو د مړینې کچه څه باندې دری پر څلورمه برخه راښکته شوه او له ۲۰۰۱ میلادی کال سره په پرتله، چې هغه وخت کې هېڅ ګرځنده تلیفون نه و، اوس مهال په ټول هېواد کې د ګرځنده تلیفوني خدماتو ۱۸ میلیونه ګډون وال له دې خدماتو څخه ګټه اخلي.
خو بیا هم، په دغه هېواد کې پراختیايي اړتیاوې په پراخه کچه سره په خپل ځای پاتې دي. نږدې ۴۰ سلنه افغانان د بېوزلی د کرښې لاندې ژوند لري او شاوخوا ۷۰ سلنه د هېواد وګړي نالوستي دي. افغانستان اړتیا لري، ترڅو هغو ۴۰۰۰۰۰ افغانانو ته چې په کلنۍ توګه د کار بازار ته راځي، د کارموندنې زمینه برابره کړي. له دې سربیره، د دې هېواد ستونزې هغه مهال ډېرې شوي، چې نږدې ۵،۸ میلیونه کډوال بیرته هېواد ته راستانه شول او ۱،۲ میلیونه کورنۍ بېځایه شوي یو ځل بیا خپلو سیمو ته ستانه شول.

دا نوې مالي مرسته د دې باور پر بنسټ شوې ده، چې اقتصادي او ټولنیز پرمختګ کولای شي امنیتي ننګوونې له منځه یوسي. دغه مرستندویه کڅوړه د بېلابېلو برخو د ملاتړ په خاطر ده، چې هغه برخې عبارت دې له: د بیرته راستنیدونکو او کورنۍ بېځایه شویو وګړو د بنسټیزو اړتیاوو پوره کول، د خصوصي سکټور له خوا د رامنځته شویو فرصتونو له لارې د وړ او ناوسه کسانو لپاره د ګټې اخیستنې د زمینې برابرول، د پنځو سترو ښارونو د پراختیا پیاوړتیا، د برېښنا رسونې د شبکو پراختیا او ښه والی، د خوراکي توکو دخوندیتوب ښه والی او د کلیوالي سړکونو جوړول.

زموږ ملاتړ او مرسته په دې خاطر ده، چې افغان دولت یو روښانه پرمختیايي لیدلوری لري او دا لیدلوری په دې هېواد کې د خدماتو د وړاندې کولو د اوږدو کلونو تجربو له مخې ولاړ دی: په روان کال کې، له افغانستان سره د مرستو او ملاتړ د بیرته پیلولو پنځلسمه کلیزه لمانځو، کوم چې ۲۳ کاله دا پروسه ځنډول شوې وه.
د ۲۰۰۲ میلادی کال د مۍ په میاشت کې د نړیوال بانک د دفتر په پرانیستلو سره، له افغان حکومت سره زموږ د ملاتړ او مرستې په پایله کې، نږدې ۱۲ میلیونه وګړو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی وموند،۱۱۰۰۰ کیلومتره کلیوالي سړکونه بیرته جوړ او ورغول شول او ۱۱۳۷ ښوونځي او شپږ د ښوونکې د روزنې مرکزونه جوړ شول.

دا لاسته راوړنې او داسې نور پرمختګونه، د دې ښکارندوی دي، چې د نړیوالي ټولنې په مرسته او د اصلاحاتو د پلي کولو له پاره د سیاسي عزم او ارادې په شتون کې، د افغانستان د وضعیت د ښه والي لپاره ستر بدلونونه شوني دي.
 
د همدې پرمختګونو تر څنګ، باید زیاتې نورې هڅې هم وشي. نړیوال بانک پنځه لومړیتوبونه په ګوته کړي دي چې د ټولو افغانانو لپاره د غوره ژوندانه د راوستلو فرصتونه مساعد کولای شي:

  • لومړی، د ملاتړ او مرستو زیاتوالی د اقتصادي ودې لامل ګرځي او د ناامنیو کچه را ټيټیږي. د افغانستان دولت دې هم په خپل وار سره دا یقیني کړي، تر څو ټولې عامه پانګې اچونې، د نړیوالو مرستو په ګډون، په احتیاط او په سمه توګه سره او د دې هېواد د پرمختیايي ستراتیژی له مخې په کار واچول شي.
  • دویم، د افغانستان پرمختیايي ستراتیژي دې د کرنې او بشري سرچینو په برخو کې پر پانګې اچونې باندې تمرکز ولري. د کرنيزو محصولاتو ښه والی، د عوایدو د کچې د ښه والي او کارموندنې تر ټولو اغیزمنه لاره ده. د پوهنې او روغتیا په سکټور کې پانګه اچوونه هم یو له حیاتي کارونو څخه شمېرل کېږي، ځکه دا کار ناشونی ده، چې اکثریت خلک نالوستي وي خو د هېواد ټولو سیمو ته پرمختیايي کارونه وغځوو، دا په دې معنی ده، چې لا اوس هم په میلیونونو ماشومان ښوونځي ته له تګ څخه محروم پاته دي.
  • درېم، د افغانستان د کانونو او انرژي د سکتور بالقوه رول باید تحقق ومومي. ځکه چې، دولت د نړیوالو مخ په کمېدونکو مرستو لپاره باید استخراجي صنایع د هغو ځای ناستي کړي، تر څو د عوایدو او صادراتو کچه خوندي کړي. دا عواید به هلته اغیزمن واوسي، چې په سمه توګه سره مدیریت کړل شي. په دې معنی، چې د استخراجي صنایعو قراردادونه باید رقابت ته واچول شي او د حکومت د بودیجې له لارې باید عواید په رڼه او شفافه  توګه سره مدیریت او له فساد سره د مبارزې اصول باید په جدیت سره تنفیذي بڼه خپله کړي.
  • څلورم، له ګاونډیو هېوادونو سره باید سیمه ییزې همکارۍ وهڅول شي. هغه بالقوه برخې، چې د عوایدو د زیاتوالي سبب ګرځي هغه عبارت دې له: د انرژۍ لېږد او سوداګري، د کرنیزو محصولاتو او استخراجي صنایعو صادرات او همداشان، د معلوماتي تکنالوژۍ د اتصال پروژې.
  • او بالاخره دا چې تمه نه کېږي په کم وخت کې په دولتي ادارو کې د ظرفیت د کمښت ستونزې او همداشان ناکرارۍ دې ډېر ژر پای ته ورسیږي. د دې ټولو ننګوونو او خطرونو سره سره، د افغانستان له پاره اړینه ده، تر څو د اقتصادي ودې په خاطر د خصوصي سکټور لپاره د پانګې اچونې زمینه برابره کړي. تګلارې او پروګرامونه داسې طراحي او تدوین کړي، تر څو د پانګې اچونې لپاره د خصوصي شرکتونو د هڅوونې او د ټولو افغانانو لپاره د کاري فرصتونو او اقتصادي پرمختګ له پاره زمینه برابره کړي.

په دغو ستونزمنو شرایطو کې، موږ مصمم یو، تر څو له دولت او نړیوالو همکارانو سره یو ځای، د افغانانو د غوره راتلونکې د جوړولو لپاره یوه بل ته لاسونه سره ورکړو.

Add new comment