Syndicate content

د افغانستان د راتلونکي پر وړاندې درې ستر ګواښونه: د بې وزلۍ، نا امنۍ اوسستي اقتصادي پرمختګ زياتوالى

Silvia Redaelli's picture
Also available in: English | دری

دوه اوونۍ وړاندې يو ټانکر د نورو زرګونه موټرونو په کتار کې له ډېرو دولتي ودانيو په تېرېدو سره د زنبق څلورلارې له ګڼې ګوڼې ډکې سيمې ته ورسېد. ياد ټانکر د ښار په ګڼه ګوڼه سيمه کې، چې ١٥٠٠ کيلوګرامه چاودېدونکي توکي په کې ځاى پرځاى شوي وو، چاودنه وکړه. دا مهال د سهار ٨:٢٢ بجې وې، هغه وخت چې ډېرى کارکوونکي د خپلو دندو او زده کوونکي د ښوونځيو پر لوري روان وي. يادې درنې چاودنې د ١٥٠ هېوادوالو ژوند واخيست او سلګونه نور په کې ټپيان شول، دا د هغو زرګونو پېښو يوه ده، چې د افغانانو ژوند ترې اغېزمن شوى دى.

 په وروستيو کلونو کې دا ډول  د نا امنۍ پېښې په دوامداره توګه د زياتېدو په حال کې دي او لمن يې تقريباً د هېواد پر ډېرى سيمو غوړېدلې ده. دغه راز په ٢٠١٦ زېږديز کال کې د امنيتي پېښو او عامو وګړو د مرګ ژوبلې شمېره بې سارې وه. د سولې نړيوال بنسټ شمېرو له مخې، افغانستان په ٢٠١٦ کال کې له سوريې، سوېلي سوډان او عراق وروسته د نړۍ څلورم نا امنه هېواد بلل شوى دى. د نا امنۍ جغرافيې د پراخوالي له امله د بې ځايه شوو هېوادوالو شمېر لوړ شوى دى. د ملګرو ملتونو سازمان د وروستيو معلوماتو پر بنسټ؛ افغانستان کې يوازې په ٢٠١٦ زېږديز کال کې له ٦٧٠٠٠٠ زياتې کورنۍ له خپلو کورونو بې ځايه شوې دي.
د "افغانستان کې د بېوزلۍ وضعيت: پرمختګونه له خطر سره مخ دي" تر نامه لاندې د نړيوال بانک وروستى راپور ښيي، چې نا امني او تاوتريخوالى له شک پرته د افغانانو سولې او هوساينې ته ډېر زيانونه اړوي. د افغانانو د ټولنيز وضعيت سروې د معلوماتو پر بنسټ، په اټکلي ډول د افغانانو ١٧ سلنه کورنۍ په ٢٠١٣-٢٠١٤ او ١٥ سلنه يې په ٢٠١١-٢٠١٢ کلونو کې له امنيتي پېښو سره مخ شوې دي. دا شمېر له هغو شمېرو سره ډېر ورته والى لري، چې د ملګرو ملتونو سازمان د امنيتي برخې له لوري يې په اړه راپور ورکړل شوى و.

 نا امنيو او شخړو خلکو ته لا ډېر زيانونه اړولي او په ځانګړي ډول بيا هغه کورنۍ، چې په نا مساعدو سيمو کې ژوند کوي؛ له سختو امنيتي ستونزو سره مخ دي. د بېلګې په ډول هغه کورنۍ چې په نا امنه سيمو کې ژوند کوي، له نا امنيو سربېره له کرنيزو طبيعي او ساري ناروغيو شکايتونه کوي، په ٢٠١٣- ٢٠١٤ کلونو کې شا وخوا ٥٣ سلنه هغه کورنۍ چې په ډېرو نا امنه سيمو کې ژوند کوي، ډېرى کسانو يې د نا امنۍ اړونده پېښو په اړه راپور ورکړى، چې دغه شمېرې بيا په هغو سيمو کې ٤٣ سلنه ته رسيږي، چې لږ نا امنه دي. پر دې سربېره له ډېر شخړو او جنجالونو سره مخ کېدل، نا سمې تګلارې او ستراتېژۍ او محدوده انساني پانګونه- د ماشومانو لپاره د کافي تعذيې او ښوونې چارو چمتو کول په لوړه کچه هغه څه دي، چې د ټولنې بېوزله او ناداره قشر ورسره لاس او ګرېوان دى.

د نښتو او جګړو کچې زياتېدو، په داسې حال کې د افغانستان و ضعيت ته ډېر زيان اړولى، چې د ٢٠١٢ او ٢٠١٤ کلونه چې د "لېږد لړۍ" په نوم هم ياديږي؛ په دغه موده کې د ٢٠١٤ زېږديز کال ټاکنې او افغان ځواکونو ته په کې د امنيتي مسووليتونو د لېږد لړۍ هم ترسره شول، دغه راز د بهرنيو هېوادونو د مرستو کمښت، د بهرنيو ځواکونو وتل او سياسي بې ثباتي هغه لاملونه دي، چې پر اقتصادي پرمختګ يې ډېر اغېز پرېباسلى او دغه لړۍ يې ډېره پڅه کړې ده.
 راپورونه ښيي چې د افغانستان د اقتصادي مسايلو ستونزې لامل شوې چې د بېوزله او شتمن، ښاري او کليوالو سيمو، نارينه او ښځينه او هلکانو او نجونو ترمنځ ډېرې نا برابرۍ رامنځته شي، چې دا کار بيا د افغاني ټولنې د پاتې والي او ماتېدو لامل هم شوى دى. د ټولنې تر ټولو بېوزله قشر د نورو په پرتله زيات زيانمن شوى، دغه راز سستي اقتصادي پرمختګ له ٢٠١١-٢٠١٢ زېږديز کلونو راهيسې شا وخوا ١،٣ ميليون افغانان بېوزلۍ ته نور هم نږدې کړي، چې پر دې بنسټ، په ٢٠١١-٢٠١٢ کلونو کې د بېوزلۍ ٣٥،٨ سلنه کچه، په ٢٠١٣-٢٠١٤ کلونو کې ٣٩،١ سلنې ته لوړه شوې ده.

دا شمېر بيا هم د هغو افغانانو لوړ کچه په ګوته کوي، چې له بېوزلۍ سره مخ شوي دي. د ٢٠١١-٢٠١٢ او ٢٠١٣-٢٠١٤ کلونو ترمنځ په يوه کال کې د هرکس د منځني لګښت کچه، ١،٧ سلنې ته راټيټه شوې ده، خو دغه کمښت د افغانانو پر اقتصادي وضعيت ډېر اغېز درلود. په داسې حال کې، چې د هېواد د ٢٠ سلنه بېوزله خلکو لګښت په دغه موده کې له ٤،٢ سلنه کمښت سره مخ وو، دغه راز د ټولنې ٢٠ سلنه شتمنو او مالداره خلکو هم د خپلو لګښتونو ٢،٨ سلنه کچه راټيټه کړې ده.

 تر ټولو ډېر بېوزله افغانان هغه کم کسان وو، چې په روانو بحرانونو او کړکېچ کې يې مقاومت وکړ، ځکه دوى هم له بحران سره د مقابلې لپاره اړين وسايل نه درلودل او همدارنګه بحران هم تر ډېره په هغو لرې پرتو سيمو کې موجود و، چې خلکو په کې ژوند کاوه. په ښاري سيمو کې په ٢٠١١-٢٠١٢ او ٢٠١٣-٢٠١٤ کلونو کې بېوزلي څلور سلنه زياته شوې، چې دغه کچه له ٣٨،٣ سلنه ٤٣،٦ سلنې ته لوړه شوې ده. بلخوا په دغه موده کې له کليو څخه ښارونو ته د ډېرو هېوادوالو بې ځايه کېدو سربېره بيا هم ښاري سيمو کې د بېوزلۍ کچې کې کوم بدلون نه دى رامنځته شوى.

راپورونه ښيي چې افغانانو د سياسي او امنيتي مسووليتونو د لېږد له لړۍ د راپورته شوي بحران له امله ډېر زيانونه ليدلي. هغه پرمختګ، چې ان د لېږد له لړۍ وړاندې يوې موخې ته ورسيږي او د نا امنيو او شخړو دوام د دې لامل شوى، چې په افغانستان کې د پرمختګ او پراختيا کچه ټيټه او بېوزلي زياته شي.  که چېرې دا ډول نا برابري او بېوزلۍ ته پاملرنه ونه شي، په پايله کې يې ټولنيز انسجام او پرمختګ کمزورى او دغه راز به په هېواد کې د امنيت ټينګښت او پرمختګ له خطر سره مخ کړي. په اوسنيو شرايطو کې د نا اډولۍ او نا برابرۍ، د امنيت ښه والي او ټولنيز اقتصادي وضعيت غالب کېدل چې تر ټولو مهم ټکي دي، ډېر ستونزمن ښکاري.
پر دې سربېره په ٢٠١٦ زېږديز کال کې د افغانستان لپاره د بروکسل په نړيواله غونډه کې، چې په ترڅ کې يې مرسته کوونکو هېوادونو په راتلونکو څلورو کلونو کې له افغانستان سره د ١٥ ميليارده ډالرو مرستې ژمنه وکړه، څرګنده شوې چې په افغانستان کې د بېوزلۍ کچې د راټيټولو لپاره د تېر په پرتله پراخ او غوڅ ملاتړ او پرمختګ ته اړتيا ده.

Add new comment