Syndicate content

بڼوالي د افغانستان په کلیو کې د پرمختګ او کارموندنې لار

World Bank Afghanistan's picture
Also available in: English | دری
افغانستان تر ۱۹۶۰کلونو پورې د سیمې د نورو هېوادنو په مینځ کې د کرنیزو محصولات په تیره بیا د وچو میوه جاتو یو تر ټولو ستر صادرونکۍ هیواد بلل کیدل. انځور:  نړیوال بانک

اوسمهال افغانستان د وزګارۍ له لوړې کچې اود کمزوری اقتصادی ودی د ستونزه سره مخامخ دی، چې د دې ستونزو ستر لاملونه د بهرنیو مرستو کمښت او نا امني ګڼل کیږي. که څه هم د بیلابیلو سکټورونو په ځانګړې توګه د کانونو او تولیدي صنایعو د ودې او پرمختګ لپاره هڅې شوي، خو پایلې یې کمزوري تر سترګو کیږي؛ ځکه کورني تولید کوونکي باید تر دې هم زیاتې هڅې او هلې ځلې وکړي، څو وتوانیږي، چې له هغو سیمه ییزو او نړیوالو لوبغاړو سره سیالۍ وکړي، کوم چې د افغانستان د جګړو او بې ثباتي په کلونو کې یې خپل صنعت او اقتصاد پیاوړی کړی دی.
 
 سربیره پر دې ستونزو د کرنې په سکټور کې په ځانګړې ډول د بڼوالي په برخه کې پانګونه توانیدلې، چې د افغان کروندګر او بڼوالانو لپاره د پام وړ پایلې ولري، ځکه د افغانستان اقلیمي شرایط د هغه کرنیزو محصولاتو د تولید لپاره برابر او مساعد دي، چې په کورني او سیمه ییزو بازارونو کې ورته ډیره تقاضا یا غوښتنې شتون لري.
 
د دې ادعا ښه بیلګه د لغمان ولایت د قرغه یي ولسوالۍ د محمد علي کس د کلي له اوسیدونکي ملا دراني څخه کولای شوو، ومومو. نوموړي په ۱۳۹۵ کال کې خپله کرونده د انګور د تاکونو په کینولو سره په تاکستان بدل کړ، چې په پایله کې یې عواید زیات او د هغه د تمې پر خلاف د زیاتو کاري فرصتونو د رامنځته کولو لامل شوو. ملا دراني وايي: " زما د انګورو بڼ له یوې خوا زما د عوایدو کچه د تېر په پرتله اتې ځلې زیات کړ او له بلې خوا؛ د دې پرځای چې زما د کورنۍ غړي ښار ته لاړ شي او د نورو لپاره کار وکړي، نن ټول په خپله ځمکه کې په بڼوالي کې بوخت دي. " هغه همدارنګه وايي:" د بڼوالي له لارې زه توانیدلی یم، چې د کلي نورو اوسیدونکو لپاره د حاصلاتو د ټولونې پر مهال موسومي کاري فرصتونه هم رامنځته کړم".
 
د ملا دراني په وینا، د نوموړي بریا په دې کې ده، چې د غوره انګورو ډولونه یې  دغله جاتو د کښت پر ځای غوره ګڼلي. " زما د ځمکې د انګورو د تاکونو حاصلات له دې امله زیات عواید لري، ځکه چې د هغو حاصلات هغه مهال رسیږي، چې په بازار کې نورې کورنۍ میوې موجودې نه وي، چې په پایله کې زما انګور په لوړه بیه پلورل کیږي. " ملا دراني د سږ کال د انګورو حاصلاتو د عوایدو کچې په اړه وايي: " سږ کال ما د انګورو له خرڅلاور څخه د ۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت عواید لرل، چې د بڼ پراخوالی یې شاوخوا ۲۰۰۰ متره مربع دی. "
 
نوموړي د انګورو د دې باغ په جوړولو کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت څخه د بڼوالي او مالدارۍ د ملي برنامې له لارې مالي او تخنیکي مرستې ترلاسه کړي دي. دا برنامه د افغانستان د بیارغونې د صندوق لخوا تمویل کیږي، چې موخه یې د ټاکل شویو ولسوالیو له کروندګرو سره مرسته ده، څو هغوی ته غوره تولیدي لارې ور وپیژندل شي.

د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامه وتوانېدل، چې له شاوخوا ۵۵۰۰۰ افغان کروندګرو او بڼوالو سره مرسته وکړي، ترڅو هغوی د میوو بڼونو په خپلو کروندو کې رامینځته کړي. د لغمان ولایت یو تن کروندګر ملا دراني، چې د دغې برنامې د ملاتړ په پایله کې د انګورو یو عصري بڼ جوړ کړی، اوسمهال تر ډیره کچه حاصلات ورڅخه ترلاسه کوي. انځور: نړیوال بانک
د افغانستان پراختیايي راپور چې په دې وروستیو کې د نړیوال بانک لخوا په ۲۰۱۷ زیږدیز کال کې خپور شو، په ۲۰۱۶ کال کې د افغانستان د کورني ناخالصو تولیداتو د ودې کچه یې ۲،۲ سلنه ثبت کړې ده. د کورني ناخالصو تولیداتو د ودې زیاتوالی تر ډیره بریده د کرنیزو محصولاتو د زیاتوالي له امله دی، چې د دې راپور پر بنسټ، په ۲۰۱۶ کال کې د کرنې په سکټور کې ۶ سلنه وده بې سارې وه، د کرنیرو محصولاتو  د دی  ودی  پیاوړی لامل د بڼوالي د د محصولاتو وده ګڼل کیږی. دا وده د ورستیو   پانګونو  او هڅو پایله ده، چې په دې برخه کې د بڼوالي او مالدارۍ د ملي برنامې ونډه د لمس او د پام وړ دی.
 
د ۱۹۶۰ زیږدیزې لسیزې تر پایه، افغانستان د کرنیزو او بڼوالي محصولاتو د صادرونکو هېوادونو له ډلې څخه ګڼل کېده، په ځانګړې توګه د افغانستان د وچې میوې صادرات د پام وړ وو. خو په دې هېواد کې د څو لسیزو نا امنیو او بې ثباتۍ له امله، د بڼوالي د محصولاتو تولید او صادرات تر هغه کچې را ټیټ شوي، چې اوسمهال افغانستان د هغه زیاتو میوو واردونکی هېواد دی، چې باید په افغانستان کې تولید شوي وای.
 
د بڼوالي او مالدارۍ د ملي برنامې له مهمو فعالیتونو څخه، په ټول هېواد کې بزګرانو او کروندګرو ته د بیلابیلو اصلاح شویو بڼوالي محصولاتو او روشونو پیژندنه ده. تر اوسه د ملا دراني په څیر ۵۵۰۰۰ بزګران  دنويو باغونه او تاکستانونه په جوړلوکی  د دې برنامې تر پوښښ لاندې راغلي، چی د یادو بڼونو څخه یې یو شمېر میوې هم تولیدوي. له هغه ځایه، چې نوي بڼونه د میوې تولید لپاره له دریو څخه تر شپږو کلونو ته اړتیا لري، هغه بڼونه، چې په ۲۰۱۳ زیږدیز کال کې جوړ شوي وو، اوسمهال د پام وړ حاصلات لري او تمه ده، چې په راتلونکو کلونو کې له یادو بڼونه څخه زیات حاصلات ترلاسه شي.
 
تمه ده، چې د بڼوالي په برخه کې کیدونکی  پانګونې په هېواد کې د ودې او کاري فرصتونو د زیاتوالي لامل شي. د بڼوالي او مالدارۍ د ملي برنامې له فعالیتونو څخه څه باندې ۴۰۰۰۰ تنه نارینه او ښځینه د بڼوالي او مالداري په برخو کې ګټه اخیستې ده، او دا برنامه د کرنې؛ اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت د بریالیو  عملیاتی  بیلګو  څخه په داسې حال کې ، چې جګړه او نا امني په افغانستان کې د اقتصادي کړنو په وړاندې یو ستر خنډ بلل کیږي، پیژندل کیږي.
 

Add new comment