Syndicate content

په افغانستان کې د ښوونې کړکیچ: آیا په رښتیا هم په دې هېواد کې د پوهنې وضعیت کړکیچن دی؟

Anahita Hosseini Matin's picture
Also available in: English | دری
Anahita Matin/ World Bank
د عبدالهادي داوي د لیسې د زده کوونکو انځور په داسې حال کې چې خپلو درسي خونو ته چمتو والۍ نیسي. انځور: اناهیتا متین / نړیوال بانک

د کابل ښار په زړه په دریم مکروریان کې د عبدالهادي داوي د هلکانو لیسه کړکیچن وضعیت لري. که څه هم په دې لیسه کې څه باندې ۳۰۰۰ هلکان په زده کړو بوخت دي، خو دا لیسه مناسب تشنابونه نه لري او یوازې په دې لیسه کې یو شمېر ګرځنده کانتینرونه شته، څو زده کونکي د اړتیا پر مهال ورنه ګټه واخلي. همدارنګه دې لیسې ته څيرمه د افغانستان د سترې محکمې ودانۍ ده، چې دا اداره  له امنیتي ګواښونو سره هم مخ ده، له دې ادارې ګاونډیتوب د زده کوونکو ښوونیزو ټولګیو ته زیات ګواښونه رامنځته کړي دي.

د نړیوال بانک د یوې سروي موندنې ښيي، چې د عبدالهادي داوي لیسه له ګڼ شمېر ستونزو لکه د ګټور ښوونیز سیستم له نشتون سره مخ ده. د دې لیسې په ښوونیزو ټولګیو کې د ګټور او اغیزمن ښوونیز سیستم نښې نښانې ډیر لږ لیدل کیږي. سربېره پر دې د دې لیسې د ښوونکو ښوونیزې کړنلارې او تخنیکي وړتیاوې هیڅ ډول نه دي ارزول شوي.

د تنکیو او ځوانانو لپاره د ښوونیزو آسانتیاوو پراختیا د افغانستان دولت له مهمو لومړیتوبونو ګڼل کیږي. له همدې امله، د افغانستان دولت زموږ نه وغوښتل، څو د پوهنې له زده کوونکو څخه د لومړنیو ښوونو له څرنګوالي او همدارنګه هغه ټول خنډونه او ستونزې، چې د با کیفیته ښوونیزې او پوهنیزې آسانتیاوو ته د لاسرسي په موخه ورسره مخ دي، وپیژنو او د هغه راپور چمتو کړو.

په پایله کې موږ وتوانیدو، چې د ۲۰۱۷ زیږدیز کال د اپریل په میاشت کې، د کابل ښار د ۳۲ لیسو او لومړنیو ښوونځيو څخه د سروي او ارزونې بهیر پلي کړو. زموږ د سروي  موندنې د خدمتونو د وړاندې کولو «SABER» په میتود ولاړې دي، چې دا ارزونې میکانیزم د افریقايي هېوادونو کې د خدمتونو وړاندې کولو نوښت له لارې پلي شوي.

زموږ د سروي د موندنو پر بنسټ به یو شمېر برخو کي ځانګړتیاوې رامنځته شي، چې پر بنسټ یې د زدکوونکو لپاره د ښوونیزو آسانتیاوو د پرمختګ څرنګوالی مشخص کیږي او پایله کې د پوهنې پالیسي جوړونکي له دې معلوماتو څخه په ګټې اخیستنې، کولای شي، څو د زده کوونکو او ښوونکو لپاره یو با کیفیته ښوونیز او پوهنیز چاپیریال رامنځته کړي او له دې برخه ډاډ ترلاسه کړي. دا ځانګړتیاوې یو شمېر معیارونه لري، چې پر بنسټ به یې په بیلابیلو سیمو او ښارونو کې د په پرتلیز ډول د زده کوونکو ښوونیزه کچه تحلیل او ارزونه وکړي.
 

انځورد: اناهیتا متین / نړیوال بانک 

د سروي موندنې په لاندې ډول خلاصه کیږي:

۱. 
د ښوونې موده ؟

د دې سروې د موندنې او پایلې پر بنسټ، د افغانستان په دولتي ښوونځيو کې ښوونیز ساعت، په پسرلي کې ۴۵ دقیقې او په مني کې ۳۵ دقیقې دي. د څلورم ټولګیو زده کوونکي په منځني ډول هره ورځ ۳ ساعته او ۴۰ دقیقې په ښوونځيو کې تیروي. له هغه ځایه چې د لومړنیو، منځنیو او عالي لیسو زده کوونکي د ښوونیز ساعتونو ترمنځ ۲۰ دقیقې دمه لري، له دې امله زده کوونکي اړ دي، څو هره ورځ ۳ ساعته او ۲۰ دقیقې په بشپړ ډول په ښوونیزو ټولګیو کې په زده کړو تېر کړي. په افغانستان کې د لومړنیو ټولګیو ښوونیز ساعتونه تر ډیره په افریقايي هېوادونو لکه کینیا او موزمبیق په پرتله زیات ویل شوي. څنګه چې په ترتیب سره په کینیا کې د څلورم ټولګیو زده کوونکو لپاره ښوونیز ساعت ۲ ساعته او ۳۰ دقیقې او په موزمبیق کې د څلورم ټولګیو زده کوونکو لپاره یو ساعت او ۴۱ دقیقې په هره ورځ کې ټاکل شوی. که څه هم د دې هېوادونو په لومړنیو ښوونځیو کې ښوونیز ساعتونه لنډ دي، خو د بیلابیلو ټولګیو ترمنځ ښوونیز ساعتونو تناوب هم زیات دی.



د هغه سروی په پایله کې، چې د کابل ښار په ۳۲ ښوونځیوکې ترسره شوه، ۱۵ ښوونځۍ په درې ښوونیزو وختونو او ۱۶ ښوونځۍ په دوو ښوونیزو وختونو کې د لومړنیو، منځنیو او عالي ټولګیو زده کوونکو ته ښوونه ورکوي. دا د دې ښکارندوي کوي، چې په افغانستان کې یو شمېر ښوونځۍ د زده کوونکو د ښوونې لپاره لږ وخت ټاکلی دی.
 

۲. آیا ښوونکي په ټولګیو کې حاضر ول؟

په کابل ښار کې د یو شمېر ښوونځیو څخه زموږ د سروی او ارزونه پر مهال، د ۳۲۴ ښوونکو څخه ، چې سوبتیا یا هم نا سوبتیا لپاره ټاکل شوي وو، زموږ د ارزونې په ورځ کې د هغوی له ډلې څخه ۱۳ تنه یې ناسوب وو. یوازې د افغانستان وضعیت داسې نه دی، بلکې په ښوونځیو کې د ښوونکو ناسوبتیا موضوع په نورو هېوادونو کې، چې تر دې وړاندې زموږ لخوا څیړل شوي وو، راپور له ۲۳ – ۵۷ سلنه څرګندوي. لومړني معلومات د دې ښکارندوي کوي، چې په افغانستان کې د ښوونکو ناسوبتیا/ غیر حاضري له نیکه مرغه د نورو هېوادونو په پرتله، چې څیړنه یې شوې، په پراخه کچه او معمول نه دی. اړینه ده، چې د دې بهیر د تائید په موخه یو شمېر نور موارد هم په پام کې ونیول شي.



۳. آیا په افغانستان کې د زده کوونکو ناسوبتیا یوه ستونزه ګڼل کیږي؟په دې ورځ کې، چې موږ له ښوونځیو څخه لیدنه کوله، د زده کونکو ناسوبتیا له ۲ سلنې څخه تر ۳۵ سلنې پورې وو، چې دا معلومات د زده کوونکو د ګاونډیتوب او جنسیتي جوړښت پر بنسټ را ټول شول. غیر حاضري ډیری نارینه زده کوونکو پورې اړوند وه، څنګه چې دا ارقام په کابل ښار کې د ښځینه زده کوونکو په پرتله ۶۰ سلنه زیاتوالی ښيي. په ګڼ شمېر ښوونځيو کې مدیرانو او ښوونکو ویل، چې د نارینه زده کوونکو د غیرحاضرۍ ستر لامل دا دی، چې هغوی اړ دي، څو کار وکړي، پیسې وګټي او د خپلو کورنیو د ژوندانه اړتیاوې پوره کړي.

۴. په ښوونیزو ټولګیو کې له زده کوونکو سره د ښوونکو چلند څه ډول دی؟

د ښوونکو د ښوونیزو تګلارو په اړه او د ښوونې پر مهال د ښوونکو او زده کوونکو د چلند د ارزونې په موخه د کیفي معلوماتو او د اړینو اطلاعاتو ترلاسه کولو په موخه مو د ښوونیزې تګلارې د ارزونې له میتود څخه مو کار واخیست، څو په دې توګه د ښوونکو ښوونیز ساعت مو تر پوښښ لاندې راوست. په دې میکانیزم د لیکنو د ثبت له یوې شبکې څخه په کارونې هغه ټول فعالیتونه او ښوونیز توکي، چې یو ښوونکی یې د زده کوونکي لپاره په ښوونیز ساعت کې ترسره کوي، ثبتوي. څنګه چې په لاندې ګراف کې لیدل کیږي، د هغه ښوونکو ټولیزه سلنه، چې په علمي فعالیتونو کې بوخت نه دي یا هم وزګار دي (د مثال په ډول یا هم د ښوونیزو ټولګیو په اداره کولو کې بوخت دي یا هم ښوونیز فعالیتونه نه لري) د لاتینې امریکا او کارابین حوزې هېوادونو سره لکه: برازیل او هندوراس نیږدې ورته والی لري او له همدې کبله په دې شرایطو کې د زده کوونکو لپاره ښوونیزه موده کمه ده.



۵. آیا د ښوونځیو ښوونکي د ښوونې له ګټورو مهارتونو څخه برخمن دي؟

د څلورمو ټولګیو زده کوونکي او هغه ښوونکي، چې له ۳ څخه ۶ ټولګیو پورې ښوونه کوي؛ په ریاضي او ژبو (دري/پښتو) مضمونونو کې و ارزول شول. سربېره پر دې په څلورمو ټولګیو کې د ریاضي او دري او پښتو ژبو په مضمونونو کې د ښوونکو د واک لرلو څرنګوالی و ارزول شو، د پیداګوژي علم پر بنسټ د هغوی ښوونیز مهارتونه هم وارزول شول. د ښوونکو د آزموینې په دې پړاو کې، د زده کوونکو ناسمو پوښتونو ته د ښوونکو سم ځواب ویل هم شامل وو.



په ټولیز ډول، ۷۹ سلنه ښوونکي په دې وتوانیدل، چې د درې رقمي اعدادو د جمعې عملیه ترسره کړي، په داسې حال کې، چې یوازې ۲۸ سلنه زده کوونکي په دې توانیدل، څو په بشپړ ډول دا عملیه ترسره کړي. د ښوونیزو خدمتونو د وړاندې کوونکو هېوادونو  «SDI Countries» منځنۍ ځانګړنې پایله دا څرګندوي، چې ۵۴ سلنه زده کوونکي کولای شي، چې د درې رقمي اعدادو د جمعې عملیه ترسره کړي. کله چې د زده کړو موضوع د اسانې ریاضي عملیې حل وي. (لاندې ګراف وګورئ)، ۸۶ سلنه ښوونکي او ۱۲ سلنه زده کوونکي کولای شي، چې دې عملیې په اړه پوه شي او ورته د حل لاره ومومي.



اوس خپلې لومړۍ پوښتنې ته را ګرځو، آیا د افغانستان د پوهنې وضعیت په رښتیا هم کړکیچن دی؟

د هغه لږ شمېر زده کوونکو او ښوونکو د معلوماتو پر بنسټ، چې د سروی او ارزونې پر مهال مو د کابل ښار په یو شمېر ښوونځیو کې ولیدل، ویلای شوو، چې افغانستان لیواله دی، چې څو د نورې نړۍ په څیر ښوونیز کاروان سره یوځای شي. خو یوه خبره باید وویل شي، چې په دې هېواد کې ډیر ښوونکي اغیزمن تدریسي مهارتونه نه لري.

څرنګه چې د نړیوالې پراختیا په وروستي راپور کې ویل شوي، چې د افریقا په سویل کې د متن لوستلو په آزموینه کې د شپږم ټولګیو د ښوونکو منځني مهارت د شپږم ټولګیو د زده کونکو لوړ مهارت په پرتله ډیر کمزوری وو.

په افغانستان کې زموږ موندنې ورته وضعیت بیانوي. کله چې موږ د یوې لنډې کیسې متن د ښوونکو او زده کوونکو په واک کې ورکړ او له هغوی نه مو د کیسې اړوند پوښتنې وکړي، هم زده کوونکو او هم ښوونکو په یوه وخت کې په دې و نه توانیدل، څو په سم ډول د کیسې متن باندې پوه شي او هغه تحلیل کړي. دا د دې ښکارندوي کوي، چې ښوونکي ان د لومړنۍ کچې مهارتونه نه لري، څو په دې وتوانیږي، چې په ټولګیو کې ښوونه وکړي.

کله مو چې د افغانستان په ۲۰ ولایتونو کې په ۲۰۰ ښوونځیو کې خپله سروی بشپړه کړه، په دې به وتوانیږو، څو په دې هېواد کې د ښوونځيو د بیلابیلو ستونزو اړخونو په اړه بشپړ معلومات او شننې وړاندې کړو. موږ په دې هیله یوو، څو د دې سروې ارقام او معلومات او زموږ د راپور شننه او ارزونه وکولای شي، چې د پوهنې نظام او د افغان زده کوونکو لپاره د ښوونیزو مهارتونو وده کې رول ترسره کړي او په عین حال کې د دې هېواد د ښوونځیو د ښوونکو او استادانو د ښوونیزو مهارتونو په پیاوړتیا او د اړینو منابعو موندلو کې په اغیزناکه او پراخه ډول چمتو شي.
 

Add new comment