Syndicate content

د شته ستونزو سربېره؛ آیا په افغانستان کې د سوکاله راتلونکي رامنځته کېدل امکان لري؟

Christina Wieser's picture
Also available in: English | دری
 Rumi Consultancy/ World Bank
د وروستۍ رپوټ پر بنسټ، یوازې څه باندې نیمایي په شرایطو برابر ماشومان لومړني ښوونځي ته ځي، چې البته ډیرۍ شمیر یی هلکان دي.  انځور: د رومي مشورتي شرکت/ نړیوال بانک

په بې ساري ډول افغانستان سره د نړیوالو مرستو کولو ته په کتو، د ۲۰۰۷ – ۲۰۰۸ کلونو او بیا په ۲۰۱۱- ۲۰۱۲ زیږدیز کلونو پر مهال د سواد کچه، په ښوونځیو کې د زدکوونکو شمولیت یا نوم لیکنه او بنسټیزو خدمتونو ته لاسرسی په هر اړخیز او پراخ ډول بدلون موندلی. خو د پرمختګونو سره سره، د نړیوال بانک وروستی راپور، چې  د "په افغانستان کې د فقر او بیوزلۍ د حالت تحلیلي رپوټ: له خطر سره مخامخ پرمختګ"، تر سرلیک لاندې بشپړ شو؛ د دې ښکارندوي کوي، چې په ۲۰۱۱ – ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳-۲۰۱۴ کلونو ترمنځ د مرستو کمښت او د نا امنیو زیاتېدل، په افغانستان کې د پرمختګ او ودې مسیر یې پڅ کړی دی، څرنګه، چې د پوهنې او د مور او ماشوم د مړینې کچې په اړه، د اندیښنې وړ راپور وړاندې شوی دی.

په دې ځای کې هڅه کیږي، څو په افغانستان کې په څو وروستیو کلونو کې د یو شمېر ځانګړتیاوو ته په کتو د پرمختګ څرنګوالی وڅیړو.
 

د پوهنې برخه:

که څه هم په تیره یوه لسیزه کې د پام وړ پرمختګونه شوي، خو اوس هم د سویلي آسیا هیوادونو په پرتله د افغانستان ښوونیز معیارونه ډیر ټیټ ګڼل کیږي. د نورو لږ پرمختللي هېوادونو په پرتله، په دې هېواد کې ښوونیزو اسانتیاوو ته د لاسرسي اوسط په ډیر ماتېدونکي وضعیت او په بې ساري توګه وروسته پاتې دی. په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کلونو کې یوازې ۲۰،۳ سلنه هغه افغانې نجوني او ښځې، چې عمر یې تر ۱۵ کلونو زیات وو؛ باسواده وې، په داسې حال کې، چې له ۱۸ کلونو د زیات عمر لرونکو افغانانو د د زده کړو د کلونو منځنۍ کچه ۲،۸ سلنه وه او د لومړنیو ښوونځیو زده کوونکو ۳۷ سلنه په دې توانیدل، څو په منځنیو ښوونځیو کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په لومړنیو ښوونځیو کې د زده کوونکو د ګډون کچه هم د ۲۰۱۱ – ۲۰۱۲ کلونو په پرتله، چې ۵۵،۸ سلنه وه، په ۲۰۱۳ – ۲۰۱۴ کلونو کې ۵۴،۴ سلنې ته را ټیټه شوه. که څه هم د دواړو ډلو یعنې هلکانو او نجونو د ناسوبتیا/ غیر حاضرِ کچه را ټیټه شوې وه، خو سربیره پر دې، په کلنۍ ډول په لومړنیو ښوونځیو کې د نجونو د ګډون د ټیټیدو کچه ۲،۲ سلنه ثبت شوې وه، په داسې حال کې، چې د هلکانو د غیرحاضري کچه یوازې ۰،۶ سلنه ثبت شوې ده. ( لاندې انځور ته مراجعه وکړئ). په ښوونځيو کې د غیرحاضري ټیټې کچې ته په کتو، د افغانستان په کلیو او بانډو کې د نجونو او هلکانو ښوونیز معکوس وضعیت لري او دا په خپل وار د زده کوونکو لپاره د ارزښتناکو ښوونیزو کلونو له لاسه ورکول دي او افغانستان به د څو دوامداره کلونو لپاره د هغه د خطرناکو پایلو سره مخ وي.
 

 Authors’ calculation based on NRVA 2007-08, NRVA 2011-12, and ALCS 2013-14
د جنسیت او د اوسیدلو ځای پر بنسټ، په لومړنیو ښوونځیو کې د زده کوونکو حضور. سرچینه: د ۲۰۰۷ – ۲۰۰۸ او ۲۰۱۱ – ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ د (د ګواښونو او زیان لیدنې ملي ارزونې) او د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کلونو ترمنځ د ( په افغانستان کې د ژوند د وضعیت سروې) د موندنو پر بنسټ د لیکوالانو وړاندوینه (محاسبه)

د روغتیا برخه:

د افغانستان په یو شمېر لیري پرتو سیمو کې د پرمختګ د پڅتوب له امله، د دې هېواد په کلیو کې د ولادت/ زیږون پر مهال د میندو روغتیايي وضعیت د اندیښنې وړ او له ګواښ سره مخ دي. که څه هم په وروستیو کلونو کې، لومړنیو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی د مور او ماشوم مړینه یې په بې ساري ډول را ټیټه کړې او د زیږون پر مهال د میندو روغتیايي وضعیت ښه شوی او همدارنګه د ۲۰۰۷ – ۲۰۰۸ او ۲۰۱۳ – ۲۰۱۴ کلونو کې د هغو ښځو سلنه دوه برابره شوې، چې له زیږون وړاندې یې روغتیايي سپارښتنې ترلاسه کړي او همدارنګه د روغتیاپالانو په مرسته یې ماشوم زیږولی دی، خو سربېره پر دې هغه ښځې، چې د افغانستان په کلیو کې ژوند کوي، اوس هم روغتیايي څارنو ته د لاسرسي د کمښت له امله له ګواښ سره مخ دي. د یادولو وړده، چې د هغو ښځو لپاره، چې په ښارونو کې ژوند کوي، د هغو ښځو په پرتله، چې په کلیو کې ژوند کوي؛ د زیږون پر مهال ورته روغتیايي خدمتونه دوه چنده وي. د ښارونو او کلیو ترمنځ د معیاري روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې واټن زیات شوی، څرنګه، چې د ۲۰۱۱ – ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ په ښارونو او کلیو کې د ولادي روغتیايي خدمتونو او اسانتیاوو ته د لاسرسي کچه ۴۳،۵ سلنه وه، په داسې حال کې، چې د ۲۰۱۳ – ۲۰۱۴ کلونو کې دا ارقام ۴۵،۸ سلنې ته لوړ شول.

د لومړنیو روغتیايي خمتونو د پراختیا په پایله کې، اوسمهال د مور د روغتیا لپاره خدمتونو ته لاسرسۍ زیات شوی دی. که څه هم دغو خدمتونو ته لاسرسۍ زیات شوی، خو اړتیا لیدل کیږي، چې روغتیايي خدماتو ته په تیره بیا په کلیوالي سیمو کې لومړیتوب ورکړل شي. انځور: د رومي مشورتي شرکت/ نړیوال بانک

اساسی خدمتونو ته لاسرسی:

په ټول افغانستان کې په دوامداره توګه د څښاک اوبو او بریښنا ته لاسرسی په داسې حال کې ښه شوی، چې له یوې خوا امنیتي ستونزې ورځ تر بلې زیاتې شوي او له بلې خوا نړیوالې مرستې کمې شوې، چې دا په خپله یوه ستره لاسته راوړنه ګڼل کیږي. د هغه افغانانو کچه، چې د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی لري، په ۲۰۰۷-۲۰۰۸ کلونو کې له ۲۶،۶ سلنې څخه په ۲۰۱۳ – ۲۰۱۴ کلونو کې ۶۴،۸ سلنې ته لوړ شوی دی. همدارنګه د هېواد د ټولو وګړو شمېر، چې په ۲۰۰۷ – ۲۰۰۸ کلونو کې یې بریښنا لرله ۴۱،۶ سلنه وه، چې دا شمیرې په په ۲۰۱۳ – ۲۰۱۴ کلونو کې شاوخوا ۹۰ سلنه ته لوړه شوې ده. له دې سره سره، په دې هېواد کې زیربنا یا بنسټونو ته لاسرسي په برخه کې، د ښارونو د اوسیدونکو او د کلیو د اوسیدونکو ترمنځ واټن په بشپړ ډول نه دی را لنډ شوی.په ۲۰۱۳ – ۲۰۱۴ کلونو کې په ښارونو کې له هرو ۱۰ کورنیو څخه، اته کورنۍ د فاضلاب معیاري سیستم ته لاسرسی درلود، په داسې حال کې، چې د کلیو اوسیدونکو له لسو کورنیو څخه یوازې درې کورنۍ دغه روغتیايي اسانتیا ته لاسرسی درلود.

په همدې ډول، په ۲۰۱۳-۲۰۱۴ کلونو کې په ښارونو کې له هرو لسو کورنیو څخه، نهه کورنۍ، د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی درلود، په داسې حال کې، چې دا وضعیت د کلیوالو لپاره بل ډول وو، په کلیو کې د هرو لسو کورنیو څخه، یوازې شپږو کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی درلود. له دې سره سره، د بريښنا انرژۍ ته د لاسرسي په برخه کې، په ښارونو او کلیو کې د اوسیدونکو افغانانو ترمنځ زیات توپیر نه ترسترګو کیږي. په ښارونو کې د بریښنا انرژي ته د اوسیدونکو لاسرسي په ۲۰۰۷ – ۲۰۰۸ کلونو کې ۹۰سلنه وو، چې دا ارقام په ۲۰۱۳ – ۲۰۱۴ کلونو کې ۹۹ سلنې ته لوړ شوو. له بلې خوا، په کلیو کې د بریښنا انرژۍ ته لاسرسی د ۲۰۰۷ – ۲۰۰۸ کلونو په پرتله، په ۲۰۱۳ – ۲۰۱۴ کلونو کې شاوخوا درې چنده زیات شوی دی، څنګه چې له ۳۰،۵ سلنې څخه ۸۶،۶ سلنې ته لوړ شوی، چې د لاسرسي د لوړوالي زیاته برخه، د لمریزې بریښنا څخه د کلیوالو ګټه اخیستلو پایله ده، چې له ۲۰۰۷ – ۲۰۰۸ کلونو راهیسې ورنه ګټه اخلي.

په افغانستان کې د امنیتي وضعیت خرابوالي سربېره، زموږ راپور د پالیسۍ په کچه یو شمېر وړاندیزونه وړاندې کوي، چې اوس هم په دې هېواد کې د اوسني وضعیت سره ورته دی. د نجونو د ښوونې پر وړاندې د خنډونو لیري کول، د افغانستان په کلیو کې د ژوند د شرایطو ښه والی، ډیر اړین ګڼل کیږي، څو د هغه پر بنسټ په دې سیمو کې د بې وزلۍ لمن را ټوله شي او د اقتصادي ودې لپاره شرایط برابر شي. په همدې حال کې اړینه ده، څو پوهنیزو او ښوونیزو بنسټونو، روغتیايي خدمتونو او د ژوند لومړنیو اړتیاوو ته لاسرسی هغوی ته باید د مهمو لومړیتوبونو څخه وګڼل شي، څو په دې ډول د بې برخو او زیانمنو کسانو د سیمو په عمومي وضعیت کې، د ټولنییزو رواجونو او پخوانیو فرهنګونو، په ځانګړې توګه د نجونو او بې وزلو په ژوند کې هر اړخیز بدلون رامنځته شي. جګړه او نا امني د دې لامل کیږي، څو د دولت لخوا په نا امنو سیمو کې ټولنیز خدماتو په برابرولو کې پاتې راشي. نو له دې امله اړتیا لیدل کیږي، څو له خراب امنیتي وضعیت سره د خدماتو وړاندې کولو طریقه ورته والی ولري، څو په دې ډول ډاډ ترلاسه شي، چې ټولو افغانانو ته پر ته له دې، چې په کوم ځای کې ژوند کوي، خدمتونه وړاندې کیږي.

Add new comment