Syndicate content

د بې ځایه شویو افغانانو وضعیت څرنګه دی؟

Christina Wieser's picture
Also available in: English | دری
Afghans represent the world’s largest protracted refugee population
هېواد ته د بېرته راستنېدونکو افغان کډوالو کورنۍ په کابل کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ دفتر ته د نوم لیکنې په هدف مراجعه کوي. انځور: د رومي مشورتي شرکت/ نړیوال بانک

افغانان د نړۍ د کډوالو لویه برخه جوړوي، په داسې حال کې چې هغوی په ورته وخت کې د دې پيړۍ په ترڅ کې تر ټولو زیات شمیر کسان دي چې بیرته خپل ټاټوبي ته ستنیږي.

له ۲۰۰۲ څخه تر ۲۰۰۷ پورې شاوخوا ۷ میلیونه افغان کډوال بیرته خپل هیواد ته ستانه شوي چې د دې راستانه شویو افغانانو لویه برخه له ایران او پاکستان څخه ستانه شوي دي.

دم مهال، راستانه شوي کسان د دې هیواد د اټکل شوي نفوس شاوخوا یو پر پنځمه برخه جوړوي.

په ورته وخت کې، د ناامنیو پراخیدل او ورځ تر بلې د وسله والو شخړو زیاتوالی په افغانستان کې د کورني بې ځایه شویو د زیاتوالي لامل شوی دی.

اوسني ستونزمن حالات، د کورني بې ځایه شویو لویې برخې شته والی او په هیواد کې د راستانه شویو کډوالو لویه شمیره د دولتي چوپړتیاو د وړاندې کولو پر څرنګوالي زیات فشار وارد کړی او په ورته وخت کې یې د اقتصادي او کار موندنې فرصتونو د لاسرسۍ لپاره د کورني بې ځایه شویو او د ښارونو پاتې نفوس تر منځ د سیالۍ کچه زیاته کړې ده.

اوسمهال افغانان په فوق العاده ستونزمنو اقتصادي شرایطو کې ژوند کوي. د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کلونو شمیرې په ډاګه کوي چې د دې هیواد د نفوس له نیمایي زیاته برخه د بیوزلۍ کرښې لاندې اوسیږي او زیاته نوره برخه یې د بیوزلۍ د زیان لیدنې په درشل کې ده. په بیوزلو او زیان لیدونکو سیمو کې، له افغانانو څخه د ملاتړ په موخه اړتیا ده، څو د بشر غوښتنې او پراختیایي مرستو د چمتو کولو په برخه کې هر اړخیز تدابیر په پام کې ونیول شي.

له همدې کبله مسئولین او سیاست جوړوونکي تل له زیاتو پوښتنو سره مخامخ کیږي.

لومړنۍ پوښتنه دا ده چې څوک کورني بې ځایه شوي شمیرل کیږي، او د ژوندانه شرایطو، د زیان لیدنې کچې او فرصتونو له نظره کوم عمده توپیره د هغوی او نورو افغانانو تر منځ شته، چې هیڅکله له خپل میشت ځای څخه بې ځایه شوي نه دي؟ هغه څوک چې ۱۵ کاله مخکې کډوال نومول کیده خو ۱۰ کاله مخکې هیواد ته ستون شوی وي، آیا هغه او هغه څوک چې یوه میاشت مخکې بیرته هیواد ته ستون شوی، په یو ډول عودت کوونکي ګڼل کیږي؟

دویمه پوښتنه دا ده چې کورني بې ځایه شوي او راستانه شوي کسان په کوم ځای کې میشت کیږي، او آیا هغوی کولای شي په خپلو لنډمهالو میشت ځایونو کې خپل ژوند ته دوام ورکړي؟ آیا اړتیا ده، چې هغوی ته په ښارونو کې امکانات چمتو شي او یا ښه به دا وي چې هغوی ته د اوسیدو په اصلي میشت ځایونو کې د هیواد په کلیو کې د ژوندانه آسانتیاوې چمتو شي؟

دغو پوښتنو ته د ځواب ورکولو په موخه، نړیوال بانک د کورني بې ځایه شویو، عودت کوونکو (هغه کډوال چې د ۲۰۰۲ تر ۲۰۱۴ تر منځ افغانستان ته ستانه شوي دي) د ټولنیز- اقتصادي وضعیت په هکله نوی رپوټ چمتو کړی دی، چې په ترڅ کې یې د کورنیو د ملي سروې له لارې د کوربه سیمو د وضعیت څرنګوالي مقایسوي شننه تر سره شوې ده[i].

د افغانستان د ټولنیز او اقتصادي وضعیت له څیړنې څخه لاسته راغلې پایلې په ډاګه کوي چې په ۲۰۱۴ کې له نړیوالو ځواکونو څخه د افغانستان ملي او امنیتي ځواکونو ته د امنیتي مسئولیتونو د لیږد له پړاو څخه مخکې، چې ورسره په پوځي او ملکي مرستو کې کموالی راغی، په اقتصادي فعالیتونو کې هم فوق العاده کموالی راغی.

په دې رپوټ کې وړاندې شوې پایلې ښيي، چې خپل هیواد ته د افغانانو د راستنیدو زیاته کچه لومړی په ۲۰۰۲ کې تر سره شوه، او بیا د دویم ځل لپاره د ۲۰۱۶- ۲۰۱۷ کلونو تر منځ په لویه کچه افغان کډوال له پاکستان څخه هیواد ته ستانه شول.
دا رپوټ په ډاګه کوي چې افغانان په ستونزمنو اقتصادي شرایطو کې او بشري او فزیکي سرچینو ته په محدودې لاسرسۍ له ژوند سره لاس او ګریوان دي. سربیره پر دې، په دې رپوټ کې جالب ټکی د راستانه شویو کډوالو، کورني بې ځایه شویو او کوربه سیمو تر منځ په ټولنیزو او اقتصادي پایلو کې د پام وړ توپیرونو شته والی دی.

زموږ د سترګو لیدلو حال د دې څرګندویي کوي چې په ۲۰۱۳-۲۰۱۴ کلونو کې افغانستان ته د راستانه شویو لویه شمیره په ښار کې میشت ډله جوړوله. د کډوالو شاوخوا نیمایي برخه چې له ۲۰۱۵ څخه مخکې هیواد ته ستنه شوې، په ښاري سیمو کې میشت شوې ده. دا په داسې حال کې ده چې دې سره په پرتله کې، کورني بې ځایه شوي او کوربه سیمې د دې نفوس یو پر څلورمې څخه کمه برخه جوړوي. هغه عوامل چې د دې لامل شوي، چې راستانه شوي کډوال په ښارونو کې واوسیږي او میشت شي، عمدتاً د ژوندانه د ټولنیز او اقتصادي شرایطو د پایلو په توپیر پورې تړاو لري، لکه: د زده کړو آسانتیاو ته لاسرسی، د مسکن آسانتیا او د کار بازار شرایط.

۱ انځور: د کورنیو سلنه د ۲۰۱۳-۲۰۱۴ کلونو تر منځ د کورني بې ځایه شویو نفوس د شمیرو پر بنسټ چې په ښاري او کلیوالو سیمو کې اوسیږي.

سرچینه: د لیکوالانو اټکلونه په افغانستان کې د ژوندانه وضعیت د سروې موندنو پر بنسټ، د ۲۰۱۳-۲۰۱۴ کلونو تر منځ

د روزنې او زده کړې د لاسرسۍ کچه او په دې برخه کې د چوپړتیاو وړاندې کول په رسمي ډول په ټولو ټولنیزو طبقاتو کې ټیټه وه (د افغانانو د نفوس له نیمایي څخه زیاته برخه رسمي زده کړو ته لاسرسی نه لري) او دا ځانګړنه د جنسیتي توپیر او د ښاري او کلیوال ژوند توپیرونه په ډاګه کوي.

یوازې ۳۵ سلنه افغانان لیک لوست کولای شي، او محدود شمیر يې کولای شي په کلیوالو سیمو کې ښوونځي ته ولاړ شي.

په ښاري سیمو کې د سواد کچه د کلیوالو سیمو په نسبت دوه برابره ښودل شوې ده.

د تمې خلاف، د هغو راستانه شویو د سواد کچه چې له ۲۰۱۵ مخکې افغانستان ته ستانه شوي، ۴۷ سلنه ښودل شوې ده، په داسې حال کې چې د کورني بې ځایه شویو د سواد کچه کمه یعنې ۳۶ سلنه او د کوربه ټولنو ۳۴ سلنه ښودل شوې ده. په همدې ترتیب، په رسمي ښوونځیو کې د راستانه شویو کډوالو د ماشومانو او تنکي ځوانانو حضور زیات دی او د زده کړې لوړه کچه په ډاګه کوي، په داسې ډول چې په ځینو روزنیزو بنسټونو کې ۵۵ سلنې شمیره ده. (۲ انځور)
 
۲ انځور: له ۲۰۱۵ څخه مخکې د راستانه شویو، کورني بې ځایه شویو او کوربه ټولنو تر منځ د سواد کچه او رسمي زده کړې ته د لاسرسۍ کچه، د هغوی د اوسیدو سیمو پر بنسټ
سرچینه: د لیکوالانو اټکلونه او محاسبه په افغانستان کې د ژوندانه وضعیت د سروې موندنو پر بنسټ، د ۲۰۱۳-۲۰۱۴ کلونو تر منځ
سره له دې چې په بیلابیلو پورته ذکر شویو سیمو کې د ټولو خلکو لپاره د کار بازار پایلې د قناعت وړ ګڼل شوې نه دي، سره له دې راستانه شویو کډوالو د کار موندنې فرصتونو په استخدام کې تر ټولو لوړ رقم خپل کړی دی، په داسې حال کې چې کورني بې ځایه شویو د استخدام په برخه کې تر ټولو لږ لاسرسی درلودلی دی.

په ټولیز ډول، له مناسبې تنخواه سره ډاډمنو دندو ته لاسرسی د ټولو ټولنیزو ډلو په کچه ټیټ ښودل شوی دی، البته له لږ توپير سره چې راستانه شوي کډوال په نسبي ډول زیات امتیاز تر لاسه کوي (۳ انځور). له بلې خوا، تر ټولو زیات نامطمئن مشاغل د کورني بې ځایه شویو تر منځ ښودل شوي دي. شاوخوا هر کورنی بې ځایه شوی مجبور شوی چې په ورځنیو لنډمهالو کارونو لاس پورې کړي او یا هم د هغوی یو پر درېمه برخه له مزد پرته د کورني کارګر په توګه کار وکړي.

له مزد پرته د کورنۍ کارګر په درې واړو ټولنیزو ډلو (راستانه شویو، کورني بې ځایه شویو او کوربه ټولنو) کې تر ټولو مروج شغل ګڼل کیږي چې هر کارګر یې د کلیوالو سیمو په کرنیز او مالدارۍ سکتور کې کار کوي.
 
۳ انځور: د بې ځایه شوې ډلې د اشتغال څرنګوالی د ژوندانه د موقعیت او سیمې له نظره
سرچینه: له ۲۰۱۵ څخه مخکې د راستانه شویو، کورني بې ځایه شویو او کوربه ټولنو تر منځ د سواد کچه او رسمي زده کړې ته د لاسرسۍ کچه، د هغوی د اوسیدو سیمو پر بنسټ
په افغانستان کې د ژوندانه وضعیت سروې موندنې په ډاګه کوي چې د هیواد په سترو ښارونو کې د میشت کیدو کچې له زیاتیدو سره، راستانه شویو کډوالو بنسټیزو آسانتیاو او د اړتیا وړ چوپړتیاو ته زیات لاسرسی پيدا کړی دی.

د بیلګې په توګه، له ۶۰ سلنې زیات راستانه شوي کډوال چې له ۲۰۱۵ کال څخه مخکې هیواد ته ستانه شوي دي، روغتیایي چوپړتیاو او حفظ الصحې ته ښه لاسرسی موندلی دی، په داسې حال کې چې دوی سره په پرتله، ۵۰ سلنه کورني بې ځایه شوي او له ۴۰ سلنې کم کوربه ټولنې دغو چوپړتیاو ته لاسرسی درلود. په همدې ترتیب، شاوخوا ۸۲ سلنه راستانه شویو کډوالو د څښاک صحي اوبو ته لاسرسی درلود، په داسې حال کې چې یوازې ۵۰ سلنه کورني بې ځایه شویو او ۶۲ سلنه کوربه ټولنو د ژوندانه دغو اړتیاو ته لاسرسی درلود.

یو شاخص چې د مسکن مالکیت په برخه کې د راستانه شویو کډوالو ځای له کورني بې ځایه شویو او کوربه ټولنو څخه وروسته ښکاره کوي، هماغه د مسکن مالکیت په برخه کې د کوربه ټولنو او راستانه شویو کډوالو تر منځ د ۱۰ سلنې توپیر موجودیت ویل شوی دی.

په وروستیو کلونو کې د امنیتي وضعیت خرابیدل او د اقتصادي فعالیتونو کمیدل او په ورته وخت کې د زیات شمیر راستانه شویو کډوالو زیاتیدل او ښارونو ته د کورني بې ځایه شویو زیات شمیر راتګ، د افغانستان د دولتي ادارو لخوا د چوپړتیاو په وړاندې کولو زیات فشار راوستی دی.

د وضعیت خرابیدو نه یوازې کورني بې ځایه شوي بلکې ټول افغانان زیانمن کړي دي. دا رپوټ د کورني بې ځایه شویو او کوربه ټولنو لپاره د اړتیا وړ ټولنیزې او اقتصادي اړتیاو په وړاندې د شته توپیرونو په هکله زموږ پوهه زیاتوي او د اړوندو ادارو د پالیسیو په تدوین او اغیزمنو اجراآتو کې د هغو ننګونو د مدیریت په برخه کې مرسته کوي چې کورني بې ځایه شوي او راستانه شوي کډوال ورسره مخامخ دي او په دې توګه کولای شي له افغانستان دولت سره د بحراني عواملو په مهارولو کې د یوه سوکاله اقتصادي او سیاسی راتلونکې په برخه کې مرسته وکړي.

------
[i]  په افغانستان کې د ژوندانه وضعیت سروې په ۲۰۱۳-۲۰۱۴ کلونو کې. په پام کې ده چې په راتلونکې کې د دې سروې پایلې د ۲۰۱۶-۲۰۱۷ کلونو سروې د اوسنیو موندنو او شننو سره چې په دې وورستیو کې خپره شوې، د افغانانو د ژوندانه شرایطو بشپړ انځور وړاندې کړي.  

Add new comment