په افغانستان کې د تجارت او کار لا آسانېدل
د تجارت د ترسراوي د وروستي کلني راپور پر اساس چې په۱۹۰ هیوادونو کې د تجارتي مقرراتو د مطالعی په موخه د نړیوال بانک لخوا چمتو کیږي، سږ کال افغانستان د یاد راپور په نړیواله درجه بندۍ کې له ۱۸۳ درجې څخه ۱۶۷ درجې ته پورته شوی دی. نو پدې اساس افغانستان د هغو هیوادونو په لړ کې راغلی کوم چې د سوداګری د ښه والي لپاره یې د پام وړ آسانتیاوې رامینځته کړې دي. دا لومړی ځل دی چې افغانستان په پنځو مقرراتي څانګو کې د اصلاحاتو له راوستو سره نه یوازې دا چې د کوچنیو او منځنیو پانګه اچونکو لپاره د کار او کسب چاپېریال ښه کړی، بلکه په لویو پریکړو کې د سهم لرونکو یا ونډوالو د ونډه اخیستنې د حقوقو تقویه کول او همدارنګه پورونو ته د لاسرسي په موخه د آسانتیاوو د برابرولو په برخه کې هم پرمختګ لیدل کیږي.
دې حقیقت ته په پام سره چې له نیمایي ډیر افغانان د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي، اړینه ده چې د افغانستان دولت د خصوصي پانګه اچونې بهیر چې د کاري فرصتونو د رامینځته کیدو سبب کیږي، لا ګړندی او غښټلۍ کړي او د تشبثاتو د پراختیا په خاطر د کوچنیو او منځنیو خصوصي متشبثینو د ابتکارونو لپاره لا ډیرې تشویقي او هڅوونکې زمینې برابرې کړي تر څو د هغوې د فعالیتونو پراخیدل د کاري فرصتونو په جوړولو کې اساسي ونډه ترسره کړي.
، چې له نیکه مرغه د افغانستان دولت په تیر کال کې د اصلاحي پروګرامونو په پلي کیدو کې پوره جدیت ښودلی دی. په تیر کال کې د دې اصلاحاتو د پلي کیدو په پایله کې د سوداګرو او پانګوالو پر وړاندې په لاندې برخو کې ځینې خنډونه او محدودیتونه را کم شوي دي: