څنګه په افغانستان کې د تیر یوه لسیزی د لاسته راوړنې او تللې فرصتونو څخه زدکړو

|

This page in:

څنګه په افغانستان کې د تیر یوه لسیزی د لاسته راوړنې او تللې فرصتونو څخه زدکړو


افغانستان په تېره یوه لسيزه کې د پرمختګونو شاهد و خو په ورته مهال د شاتګ ځيني موارد يې هم درلودل او فرصتونو يې هم له لاسه ورکړي دي .
 
په ټوله کې، کولاۍ شو د افغانستان ستر اقتصادي او امنیتی وضعیت له ۲۰۰۷ کال راهيسې پر دوو پړاوونو و ویشو:  ۲۰۱۴ کال کې د امنیتي مسوولیتونو له لېږد څخه وړاندې او وروسته، کله چې نړیوالو ځواکونو په افغانستان کې امنیتي مسوولیتونه افغان ځواکونو ته وسپارل.
 
د امنيتي مسوولیتونو له لېږد وړاندې پړاو کې د لوړې اقتصادي ودې شاهدان وو (۲۰۰۷ کال کې د يو کس ناخالص عاید ۶۳ سلنه وده وکړه) امنیتي وضعیت په نسبي ډول پایدار و. خو له ۲۰۱۴ کال نه راهيسې اقتصادي وده مخ پر ځوړ وه چې د دغه هېواد د وګړو د ودې له کچې څخه هم ټيټه ده او همداراز د هرې ورځې په تېرېدو امنيتي وضعیت ترینګلی کېږي.
 
له افغانستان څخه په زیاته کچه د بهرنيو نړیوالو ځواکونو وتل او ۲۰۱۲ کال کې په پوځي او ملکي برخو کې په دوامداره توګه د مرستو کمښت،  اقتصادي وضعیت له سخت حالت سره مخ کړ چې تر اوسه يې د ژغورولو لپاره هڅې روانې دي .
 
په ورته مهال، عامه سوکالي هم کولی شو چې پر دوو جلا برخو یې ډلبندي کړو.

افغان ځواکونو ته د امنيتي مسوولیتونو له لېږد څخه وړاندې د لوړې اقتصادې ودې او نسبي پایدار امنيت سربېره، دا پړاو د بېوزلۍ کمولو لپاره یوه د لاسه وتلې موکه وه؛ دا ځکه چې دغه مرحله د بیوزلۍ د له منځه وړلو لپاره یوه ښه فرصت و او د ټولنې بېوزلو خلکو ونه توانېدې چې په ورته ډول د  دغه ودې څخه ګته پورته کړي.
 
د ځينو پرمختګونو تر څنګ په ځانګړې توګه د انساني پراختیا په برخه کې، د ګټورې بوختیا نه شتون په څېر ننګونې، نالوستي، د پوهې ټيټه کچه او د وګړو چټکې ودې لوړ فشارونه، په لويه کچه پر خپل ځای پاتې دي.
 
د عامه سوکالۍ وضعیت د ۲۰۰۷ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ  نور هم ترینګلی شو؛ ځکه رامنځته شوی پرمختګ د بېوزلو پرګنو په ګټه تمام نشو، د امنيتي مسوولیتونو له لېږد څخه وروسته افغانستان د بېوزلۍ لوړه کچه تجربه کړه، لکه چې په ۲۰۱۱ کال کې د بېوزلۍ کچه ۳۸ سلنه وه چې ۲۰۱۶ کال کې ۵۵ سلنې ته لوړه شوه، په ۲۰۱۶ کال کې شاوخوا ۱۶ میليونه افغانانو د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کاوه چې د ۲۰۱۱ کال په پرتله دا کچه پنځه ميليونه کسان لوړه دي.
 
ډېری افغانان له ودې نه ندي برخمن شوي
 
د کمزوري اقتصاد لرونکو ۸۰ سلنه وګړو سوکالي، چې د خدمتونو وړاندې کولو له ودې سره تړلې ده، په تېره يوه لسېزه کې په پرله پسې ډول د یو کس ناخالص کلنی عاید له کمېدو سره مخ دی. په کومو کلونو کې چې د اقتصادي وده کچه لوړه وه، یواځې شتمنو (د هېواد ۲۰ سلنه وګړي) چې په ښارونو او یا نورو سيمو کې ژوند کاوه،  په خپل سو کالۍ کې پر مختګ تجربه کړ .
 
د ۲۰۰۷ او ۲۰۱۱ کلونو ترمنځ، په ښارونو کې د هستوګنو افغانانو د بېوزلۍ کچه په اوسط ډول ۲ سلنه  شوه. همدارنګه هغو افغانانو ترمنځ چې د هېواد مرکزي، ختيځو او شمالي سيمو کې ژوند کاوه او د اقتصادي ودې له کلنو څخه ګټه  اخیستېل، د ۲۰۰۷ او ۲۰۱۱ کلونو ترمنځ د بېوزلۍ ګراف په اوسط ډول هر کال کې ۳ سلنه راټيټ شو.

Afghans kinds in central Daykundi Province
د دایکندی په مرکزی ولایت کې افغان ماشومان: د انځور کریډیټ: رومی / نړیوال بانک

د امنیتي مسوولیتونو له لېږد څخه وروسته، ټول افغانان که د ښه اقتصادي وضعیت خاوندان وو او یا د بد اقتصادی وضعیت، له زیاتو ستونزو سره مخ شول.
 
په ورته مهال، هغو کسانو چې د امنیتي مسوولیتونو له لېږد څخه وړاندې یې ښه عايد درلود، د ترلاسه شوې سوکالۍ په نسبت يې زیات زیانونه وګالل؛ ځکه نړيوال امنيت او نړيوالو مرستو سره تړلي فرصتونه د ۲۰۱۱ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ په توندۍ سره راټيټ شول.
په مشابه ډول، د امنيتي مسوولیتونو له لېږد څخه وروسته، په ښاري سيمو کې د فقر کچه ۱۰ سلنه لوړه شوه په داسې حال کې چې دا کچه په غيرښاري سيمو کې ۸ سلنه زياته شوه.
 
مرکزي، ختيځو او شمالي سيمو چې د اقتصادي ودې په دوران کې زياته ګټه ترلاسه کړې وه ، د اقتصادي ودې د کمښت پر مهال له ۱۰ سلنې بېوزلۍ سره مخ شول چې دا کچه په نورو سيمو کې ۶ سلنه وه .
 
ليدلوری: اقتصادي فعاليتونه باید پراختيا ومومي څو ټول ترې يو شان ګټه واخلي
 
د بېوزلۍ اوسنی وضعیت ښيي چې د اقتصاد رکود، د وګړو شمېر زیاتوالی او ناوړه امنيتي وضعیت هغه موارد دي چې اقتصاد او ټولنه يې کمزورې کړې ده چې انساني پانګه او د هغوی ژوند کې ثبات يې له منځه وړی دی.
 
تر ټولو ستره ننګونه په ټوليز ډول د اقتصادي ودې نه شتون دی، لکه څرنګه چې زيات شمېر افغانان له دې ودې محروم دي، داسې ښکاري چې په افغانستان کې تر اوسه له دې ودې یوازې ۲۰ سلنه بډايو وګړو ګټه پورته کړې ده ، د دې وګړو د لګښت کموالې او زیاتوالی د دوی له ناخالص کلني عاید سره تړلی دی.
 
د لومړي پړاو پر مهال،  په ابتدا کې وده د خدمتونو له وړاندې کولو څخه ترلاسه کېده او د کرنې سکتور د خورا ناپایدارې ودې (لومړی ګراف) کې ځانګړې کېده.

۱ ګراف:  د سکتور له مخې د سړي سر کلني ناخالص توليد کې ونډه اخيستل ۲۰۱۶- ۲۰۱۷

Contribution to GDP growth, by sector, 2007-16
سرچينه: د احصايي ملي اداره،  له ۲۰۰۷- ۲۰۰۸ او له ۲۰۱۱ تر ۲۰۱۲ کلونو پورې  د ملي حسابونو، د ګواښ ملي راپور او د  زيانمنېدو په اړه  د نړيوال بانک کارکوونکو د اټکلونو پر اساس معلومات او همداراز ۲۰۱۶ – ۲۰۱۷ کلونو کې د افغانانو د ژوند وضعيت په اړه سروې.

د ۲۰۰۷ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ  د اقتصادي خدمتونو پر بنسټ وده؛ د بېوزلو په ګټه نه وه، په دې دوره کې بېوزلي  د کلني کورني ناخالص تولید د هرې سلنې په برابر کې،  ۰،۲ سلنې ته لوړه شوه .

د امنيتي مسووليتونو له لېږد راهيسې چې هغه مهال د خدمتونو وړاندې کول د اقتصادي ودې یوازېنی لامل و، د ودې کچه هر کال يو سلنه راټيټه شوه، په داسې حال کې چې ډېری نورې اقتصادي برخې  په عملي ډول په ټپه  ولاړې وې.
 
په پایله کې د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ د سړي سر کلني ناخالص توليد یوه سلنه کمښت له ځان سره ۶ سلنه بېوزلي درلوده. په ټوليز ډول په تېره لسېزه کې په اوسط ډول، له هرې سلنې ودې سره په هماغه کچه بېوزلي هم تړلې وه (دویم ګراف)
 
که د غير عادلانه ودې دغه بهير دوام ومومي په راتلونکې کې به د اقتصاد وده د بېوزلۍ د کمښت لامل ونه  ګرځي.

۲ ګراف: د بېوزلۍ بهير او د سړي سر ناخالص توليد ۲۰۱۶ – ۲۰۱۷

 Trends in poverty and GDP per capita, 2007-16
سرچينه: د احصايي ملي اداره،  له ۲۰۰۷- ۲۰۰۸ او له ۲۰۱۱ تر ۲۰۱۲ کلونو پورې  د ملي حسابونو، د ګواښ ملي راپور او د  زيانمنېدو په اړه  د نړيوال بانک کارکوونکو د اټکلونو پر اساس معلومات او همداراز ۲۰۱۶ – ۲۰۱۷ کلونو کې د افغانانو د ژوند وضعيت په اړه سروې.

په راتلونکې کې د مناسبو پلانونو په پام کې نيولو لپاره موږ نه يوازې بايد اقتصادي محرکو ته وده ورکړو، بلکه بايد له داسې لارو چارو استفاده وکړو چې دا وده نوره هم عادلانه  انډول کړي، دا په دې معنا چې بايد هغو برخو کې پانګونه وشي، چې په ټول هېواد کې کاري فرصتونه او عوايدو ته لار هواره کړي په ځانګړې توګه بېوزلو افغانانو ته فرصت ورکړل شي.
 
نو ځکه په دې برخه کې ټينګې ژمنې ته اړتيا ده، څو د بېوزله وګړو د لګښت کچه چې ۵۰ سلنه ده د لوړ اقتصاد لرونکو وګړو په نسبت د پاليسيو پر مټ لوړې کچې ته ورسوو څو دغه وضعيت ته د بېوزلو وګړو په ګټه  بدلون ورکړو.
 
په ټولو پروګرامونو کې پراختيايي هڅې بايد پر ۵۰ سلنه وګړو چې ټيټ اقتصاد لري، متمرکزې شي، څو يو جلا ګام پورته شي او په ښارونو او خصوصي سکتور کې پانګونه وشي .
 
افغانستان د ځوان نسل له اړخه د نړۍ د نوملړ په سر کې ځای لري او د دغه هېواد نږدې دوه پر درې برخه وګړي له ۲۵ کلونو نه ټيټ عمر او د نفوسو نيمايي برخه يې له ۱۵ کلونو لږ عمر لري. افغانان ځوانان پوښل شوي ظرفيتونه لري او کولی شي چې يوه ستره انساني پانګه رامنځته کړي او د سمې استفادې په صورت کې به د هېواد د ودې او نيکمرغۍ سبب شي.
 
له شک پرته د  کار په بازار کې د زيات شمېر افغانانو ګډون کولی شي افغانستان با ثباته او متوازن هېواد باندې بدل کړي.

اوس مهال د هېواد ۴۸ سلنه بېوزله پرګنې او د هېواد ټول ۴۲ سلنه وګړي د کرنې  په برخه کې په کار بوخت دي.
 
د کرنې سکتور بايد پرمختګ وکړي، څو اقتصاد بيا ورغول شي، کاري فرصتونه رامنځته شي او په پای کې د خوړو نه خونديتوب ستونزه هواره شي .
 
د کرنې په سکتور کې د پرمختګ لپاره اړتيا ده څو د اصلاح شوو تخمونو زياتوالي او د حاصلاتو زياتوالي په برخو کې اوبيز غنم، بڼوالي، د مالدارۍ توليداتو زياتوالي او له مارکېټ سره د کروندګرو د اړيکو جوړولو  په برخه کې پانګونه وشي.
 
د امنيتي وضعيت ښه والی او له نړيوالې ټولنې سره د افغان دولت همکاري تلپاتي ودې ته لار هواروي، په نړيوالو مرستو تکيه راکموي چې په دې سره د افغانستان له ستراتيژيک موقعيت او طبيعي منابعو څخه ګټې اخيستنې ته لار هواروي .
 
په افغانستان کې د امنيت او سولې ټينګښت لپاره لومړی شرط د سياسي پروسو سوله ييز لېږد ګڼل کېږي او په دغه هېواد کې د سوکالۍ او نېکمرغۍ پر  لوري يو حرکت دی.

Authors

Shubham Chaudhuri

Country Director for Afghanistan

Join the Conversation