د ولسي تړون پروګرام په جلال آباد ښار کې څرنګه د مثبت بدلون لامل ګرزیدلی؟

|

This page in:

 
د جلال آباد ښار اوسیدونکې د پراختیایی شورا په یوه ناسته کې د خپل سیمې پراختیایی پروژو باندې د خبرې په حال: انځور: رومی شرکت/ نړیوال بانک

د ولسي تړون پروګرام د افغانستان د دولت یو ستر ملي پروګرام دی؛ چې د هېواد په کلیو او ښارونو کې خلکو ته د اساسي خدماتو لکه د ځښاک اوبه، د برېښنا انرژی او لومړنیو سړکونو ته لاسرسی د تر ټولو مهم هدف یې بلل کېږي.
 
کله چې د دغه پروګرام د پلي کېدو پروسه د ننګرهار ولایت مرکز، په جلال آباد ښار کې پیل شوه، خلک د هغو پراختیایي پروګرامونو په هکله معلومات نه درلودل کوم چې د ځایي اوسیدونکو له خوا رهبري کیدل او همدارنګه په ټولیزه توګه د سیمه ییزو ستونزو د حل او فصل له پاره کوم ځانګړی فرهنګ او تګلارې هم شتون نه درلود.
 
همدارنګه د دوی اړیکې له ښاروالي او نورو سیمه ییزو اداراتو سره هم په دې دلیل ضعیفې وې چې یادې ادارې خلکو ته د اساسي خدماتو په برابرولو کې پاتې راغلې وه.
 
په همدې اساس زه د ولسي تړون ملي پروګرام د عامه اړیکو د یو کارکوونکي په صفت دا ویلی شم چې په جلال آباد ښار کې خلکو د بېلابېلو ستونزو او همدارنګه عامه سوکالی ته د رسیدو په خاطر د دولت د نه ملاتړ له وجې، د ګډ کار کولو لپاره دومره علاقه نه درلوده.
 
په ۲۰۱۷ کال کې د ولسي تړون د ملي پروګرام له پیل کېدو مخکې په جلال آباد ښار کې د سیمه ییزو ستونزو د ګډ حل او فصل لپاره د خلکو تر مینځ هیڅ کومه منسجمه پراختیایي شورا شتون نه درلود ، تر څو خلک ورته د ژوند د چاپېریال د ستونزو د حل لپاره مراجعه وکړي.
 
د جلال آباد ښار د پنځمې ناحیې اوسېدونکی او د استقلال د پراختیایي شورا رئیس، شیر محمد پدې هکله ماته داسې وویل:" پخوا دا ډېره ستونزمنه وه چې څو کسان دلته د ټولنیزو ستونزو د حل او فصل په خاطر سره ټول کړو". هېڅ چا د یادو ستونزو د حل په هکله د مسئولیت احساس نه کاوه او ځایي اوسیدونکي هم  نه پوهېدل چې څرنګه ګډ بحث او ګډ کار د دوی  ستونزو ته؛ لکه د برېښنا نه شتون او د څښاک پاکو اوبه ته د لاسرسي لپاره د حل لاره پیدا کولۍ شي.

 
انځور: رومی شرکت/ نړیوال بانک

شیر محمد زیاتوي: " له هغه مهاله چې د ولسي ترون پروګرام له لارې د جلال آباد ښار په ناحیو کې پراختیایي سیمه ییزې شوراګانې جوړې شوې، نو په ښار او بېلابېلو ناحیو کې د پام وړ بدلونونه لیدل کیږي. اوس خلک په پراختیایي شوراګانو کې خپلې ستونزې لکه د سرکونو او د پیاده لارو پخول، د کانالونو بیا رغونه، د کثافاتو د دفع کولو مدیریت او داسې نورو ستونزو د حل لپاره په ګډه کار کوي." 
 
هغه زیاتوي؛ داستقلال پراختیایي شورا اوس د ټولیزو پریکړو د پلي کولو وس لري او دمګړئ پر پیاده لارو د تیګو فرشولو، او د فاضلابو کانالونو د بیارغونې او داسې نورو پراختیایي پروژو له پلي کېدو څخه نظارت کوي او د مربوطه ناحیې د اوسېدونکو ستونزو ته د مشورې او ګډ کار له لارې رسېدنه کوي. داسې ویلۍ شو چې یادې شوراګانې او کړنې یې د ظرفیت جوړونې د هغه پروګرامونو په پاېله کې رامینځ ته شوې چې د سیمې خلکو د بسیج او د هغوې د ظرفیت لوړونې په موخه د ولسي تړون ملي پروګرام په چوکاټ کې طرحه او تطبیق کېږي.
 
همدارنګه شیر محمد وایي چې ده او د پراختیایي شورا نورو غړو یې د ولسي تړون ملي پروګرام په چوکاټ کې د ظرفیت جوړونې د پروګرامونو له لارې داسې زده کړې ترلاسه کړې چې اوس دی د ټولنیزو پراختیایي پروګرامونو د طرح کولو او د پراختیایي شورا د عوایدو او لګښتونو د بیلانس جوړولو پوره وس لري.
 
شیر محمد اوس په دې ډیر خوښ دی چې دولت د پراختیایي پروګرامونو له لارې له خلکو سره د دوی په خپلو سیمو کې په مستقیمه توګه کار کوي. هغه وایي چې د دولت له لوري د پراختیایي پروګرامونو ترسره کول لکه د څښاک د اوبو برابرول، د فاضلابو د کانالونو بیارغونه او ښځو ته کارموندنې د دولت پر وړاندې د خلکو ډاډ او اعتماد لوړ کړی دی.
 
شیر محمد پر دې باور دی چې له خلکو سره د سیمه ییزو حکومتی ادارو مستقیم او ګډ کار، د خلکو ډاډ او اعتماد پر ولایتی ادارو او په مجموع کې پر مرکزي حکومت ډیروي. همدارنګه هغه زیاتوي چې د ولسي تړون ملي پروګرام په چوکاټ کې د پراختیایي پروژو په لګښتونو کې د خلکو ۲۵ سلنه ونډه، د خلکو او ولایتی ادارو تر مینځ د همکاری او ګډ کار احساس ډېر کړی دی.
 
یاد پروګرام د ۲۰۱۷ کال د اپرېل په میاشت کې د جلال آباد ښار د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې تر نظر لاندې خپل کار پیل کړ. دغه پروګرام اوس مهال له شپږو نه تر نهو ناحیو کې فعال دی او د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر تر میاشتې پورې یې ۱۲۸ پراختیایي شوراګانې د جلال آباد ښار په سطح جوړې کړې دي.  د یادونې وړ ده چې د یادو شوراګانو په جوړونه کې ښخو فعاله ونډه درلوده او  په ټولو شوراګانو کې ښځې د سکرتریت او یا هم معاونیت چارې پر مخ وړي.
 
اوس مهال په جلال آباد ښار کې ۵۰ شوراګانې پر پیاده لارو د تیګو فرش په برخه کې، د ښخو او نارینه وو لپاره د تفریحي پارکونو جوړولو، د سړکونو د غاړې څراغونو نصبولو او د ښځو لپاره د خیاطئ د زدکړې  ورکشاپونو  جوړولو په برخه کې کار او فعالیت کوي. پرته له شکه چې خلکو د ولسي تړون پروګرام څخه د خپل ژوندانه کچې د پراختیا او ښه والي لپاره لوړې هیلې او تمې لري.
 
د ښاروالۍ د بېلابېلو ناحیو له لوري د عامه پوهاوي د کمپاینونو له لارې اچونې وروسته، د خلکو توقعات له سیمه ییزو حکومتی ادارو څخه ډیر شوې او خلک اوس له ولایتی ادارو څخه د اغېزمنو او اړتیا وړ خدماتو د وړاندې کولو غوښتنه کوي.
 
اوس د ښاروالۍ او ښار په بېلابېلو ناحیو کې خلکو د خپلو اساسي او ښاري حقوقو په هکله د پام وړ معلومات تر لاسه کړي او پوهیږي چې د دوی مسئولیتونه څه دي او څرنګه سیمه ییزې ادارې حساب ورکونې ته اړ کړي.
 
کله چې خلک له کومې ستونزې سره مخ کېږي، سره راټولیږي او د خبرو اترو له لارې یې حل کوي او یا هم سمیه ییزو اداراتو ته ورځي. همدارنګه د سیمه ییزو شوراګانو له لارې د پراختیایي پروژو په پلي کولو کې د پام وړ روڼتیا را مینځ ته شوې ده.
 
د ولسي تړون ملی پروګرام له لارې د سیمه ییزو شوراګانو جوړیدنې د خلکو او حکومت تر مینځ واټن کم کړي. سیمه ییزو شوراګانو خلکو ته د پراختیایي پروژو د مالکیت احساس ورکړی او د حکومتولۍ په بیلابیلو برخو کې یې د هغوی ونډه تقویه کړې ده.
 
همدارنګه د خلکو ترمینځ د ګډ کار او همکارۍ احساس نه یوازې د پراختیایي پروژو په پلي کولو کې بلکه په نورو ټولنیزو چارو کې هم وده کړی ده. شیر محمد په دې هکله وایي:" زه هیله لرم چې د ولسي تړون پروګرام په ملاتړ او د خلکو د فعالې او مستقیمې ونډې په نتیجه کې خپل د ژوندانه چاپېریال د خپل فردي او ټولنېز ژوند له پاره په یو غوره او با کیفیته چاپېریال بدل کړو”.   
 
د افغانستان د ولسي تړون ملي پروګرام د افغانستان د اسلامي جمهوریت په مالي ملاتړ، د افغانستان د بیا رغونې صندوق ،چې مدیریت یې د ۳۴ مرستندویو هېوادونو په استازیتوب د نړیوال بانک په غاړه ده، او همدارنګه د نړیوال بانک ګروپ د نړیوالې پراختیا اداره چې بېوزله هیوادونو ته مالي مرستې برابروي، تمویلیږي.

Join the Conversation