Syndicate content

November 2018

د عملي اقدامونو ترسره کول، د افغانان لپاره د یوې روښانه راتلونکې د تامین لپاره یوازنۍ لاره

Hartwig Schafer's picture
Also available in: English | دری
Today, over 8.5 million students attend school–over 40% of them girls
انځور: رومی شرکت/ نړیوال بانک

په ۲۰۰۱ زېږدیز کال کې د افغانستان په ښوونځیو کې د زده کوونکو د  شمیر یوازې یو میلیون تنو ته رسېډه، چې ټول یې هلکان و. خو نن ورځ د هېواد په ښوونځیو کې د زده کوونکو شمېر څه باندې ۸،۵ میلیون تنو ته لوړ شوی، چې له دې ډلې څخه ۴۰ سلنه یې نجونې دي.
 
آمنه چې د نهم ټولګي زده کوونکې ده، لکه ۳ میلیون نورې نجونې اوس دا وړتیا لري څو د افغانستان د خلکو په مرسته او د نړیوالې ټولنې په ملاتړ ښوونځي ته ولاړه شي.
 
نوموړې وایي: "د خپل ښوونځي په درسي چاپېریال کې د زیاتو پرمختګونو او بدلون شاهده یمه. په تدریسي چارو کې مثبت بدلون او د نوي درسي توکو په برابرولو سره، اوس موږ کولای شو، څو په غوره توګه خپلې زده کړې ترسره کړو." آمنه یوه له میلیونونو افغان نجونو څخه ده چې ژوند یې د پخوا په پرتله بدلون موندلی او په افغانستان کې د یوې سوکاله راتلونکې د رامینځته کېډو لپاره ډېره هیله منه ده.

وروسته له هغه چې په ۲۰۱۸ کال کې د سویلي آسیا د هېوادونو لپاره د نړیوال بانک د مرستیال په توګه مې په کار پېل وکړ، لومړنۍ کاري سفر مې افغانستان ته ترسره کړ. که څه هم چې افغانستان له زیاتو ستونزو سره مخامخ ده، خو پرمختګونه او لاسته راوړنې يې په بېلابېلو سکتورونو کې لکه، روغتیا، ښوونه او روزنه، د زیربناوو بیا رغول او له ټولو مهمه د ستونزو او خنډونو په وړاندې د افغانانو استقامت او ژمنتیا د ستایلو وړ دي.
 
افغانستان د اقتصادی ودې لپاره یو شمېر بالقوه ظرفیتونو، لکه د مخ په ودې هېوادنو په مینځ کې ستراتیژیک جغرافیايي موقیعت، د ځوان کاري ځواک شتون او پراخو طبیعي سرچینو ته لاسرسۍ څخه برخمن دي چې کیدای د دې هېواد د اوږد مهاله اقتصادي پراختیا او ودې لپاره کلیدي او اغېزمن عواملو ته بدل شي. له دغو ظرفیتونو څخه د غوره ګټه اخیستنې او د پراختیايي پروګرامونو په هراړخیز تطبیق سره به افغانستان دا ځواک ترلاسه کړي څو په چټکۍ سره اقتصادي وده  وکړي او د افغانانو په ژوند کې پراخ بدلون رامینځته  شي.

لوړو زده کړو ته د نجونو د لاسرسي زیاتېدل

Muzhgan Aslami's picture
Also available in: English | دری
Afghan students attending their class in Kabul University
د کابل په طبی پوهنتون کې په يوې درسې خونه  کې د محصلیونو حضور. انځور: رومی شرکت/ نړیوال بانک

د ښځو د حقونو د یوې فعالې په حیث چې د خپل عمر وروستي شپږ کلونه یې د مېرمنو د ځواکمنېدو په لاره کې تېر کړي دي، زما له پاره دا خورا مهمه ده چې لوړو زده کړو ته د افغان مېرمنو په لاسرسۍ ډاډه شم.
 
دا هغه څه دي چې د افغانستان د لوړو زده کړو وزرات په چوکاټ کې چې په افغانستان کې د لوړو زده کړو د تأمین او تنظیم اساسي دنده ور په غاړه ده، د لوړ زده کړو د پراختیا پروژې  سره په کار کولو کې ما ته انګېزه راکوي .
 
کله چې ما په ۲۰۱۶کال کې د جنډر د متخصصې په توګه د لوړو زده کړو له وزارت سره کار پیل کړ، عمدتاً هڅه مې دا وه چې ښځینه محصلین  له هغو ستونزو سره مخ نه شي چې زه پخپله په کابل پوهنتون کې د زده کړې په وخت کې ورسره مخ وم.
 
تر پوهنتون پورې د اوږدې لارې مزل، په پوهنتون کې د محصلو نجونو له پاره د اوسېدو د امکاناتو نه شتون، او په بهر کې د فوق لیسانس زده کړو د فرصتونو محدودیت، ځینې هغه ستونزې دي چې زما او زما د ملګرو په یاد دي. دا ټول هغه لاملونه وو، چې په پوهنتونونو کې د نجونو د کمرنګه حضور سبب شوي وو.
 
اوس چې د افغانستان د بیا رغونې صندوق په مالي مرسته، د ۲۰۱۵ – ۲۰۱۹ کلونو په اوږدو کې د لوړو زده کړو د پراختیا پروژې په چوکاټ کې، د لوړو زده کړو دوهم ملي ستراتیژیک پلان تطبیق شوی دی، اکثره هغه ننګونې، چې ما لیدلې وې، له منځه تللې دي.