بامیان د پرمختګ او تحول په لوري

کله چې خلک د افغانستان په اړه فکر کوي، څه یې چې په لومړۍ شیبه کې په ذهن کې ورګرځي، له بده مرغه هماغه د جنګ او ناامنۍ لسیزې دي.
.
خو باید دا واقعیت درک کړو چې له ۲۰۰۱ زېږدیز کال را په دې خوا، افغانستان د یوې هوسا او پرمختللې ټولنې د رامنځته کولو په لاره کې لازم کارونه تر لاس لاندې نیولي دي.
هغو بدو تاریخي پېښوته په کتو سره چې موږ تل ورسره مخ یو، اکثره وختونه دا هېروو چې افغانستان ده پرمختګ په لور یوه اوږدهلارې څخه را تېر شوی دی.
پوره دوه میاشتې مخکې، یعنې د ۱۳۹۷ د تلې په ۲۸ مه نېته، تر څلور میلیونه زیاتو افغانانو د ولسي جرګې په ټاکنو کې برخه واخیسته او د خپلې خوښې کاندیدانو ته یې رایې ورکړې اومیلیونونه افغانان په تمه دي چې د ۱۳۹۸ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې ګډون وکړي.
د یادولو ده چې د افغانستان خلک په ۲۰۱۸ زېږدیز کال کې ده لومړي ځل لپاره طالبانو سره د کوچني اختر په ورځو کې درې ورځنی اوربند شاهدان وو چې ورپسې بیا د خلکو په ذهنونو کې د اوږد مهالې سولې د ټینګېدو هیلې زرغونې شوې.
– داسې انځور چې دغه واقعیت ورته په ډاګه کړي چې: له سختو شرایطو سره سره بیا هم بریا او پرمختګ ممکن دي.