Syndicate content

Disasters

له ټکنالوژۍ څخه ګټه اخیستنه په افغانستان کې د طبیعي پېښو خطرونه مهارولۍ شي

Julian Palma's picture
Also available in: English | دری
 Rumi Consultancy / World Bank
انځور: د رومی مشورتي شرکت / د نړیوال بانک

د ټوپک ‌ډز معمولاً ناوړه او غیرمنطقي کار ګڼل کېږي، خو د ګلدرې په ولسوالۍ کې چې له کابل ښار څخه تقریباً ۴۰ کیلومتره لرې دی، داسې نه ده. کله کله د ټوپک ډز هغه وګړي کوي، چې د غره په لوړو څوکو کې اوسېږي او له دې سره هغو خلکو ته چې د درې په لاندې برخو کې مېشت دي، خبرداری ورکوي، چې کېدای شي د ګلدرې په سین کې سېلاب راشي.

د ګلدرې وګړي د ګلدرې سین هم یو نعمت ګڼي او هم یو مصیبت. دغه سین د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو د معیشت او روزګار تر ټولو لویه منبع ده، ځکه چې د هغوی د اقتصاد شاو خوا ۷۵ سلنه پر کرنه ولاړ دی.

دا سین د دې خلکو سر او مال ته خطر هم بلل کیږي. د ۲۰۱۷ میلادي کال په مارچ میاشت کې، کله چې د غرونو واورې ویلې شوې، سخت سېلاب وبهېد او دوه ماشومان یې ووژل او هغه یوازینۍ لاره یې، چې دا ولسوالي له کابل سره نښلوي، ورانه کړه.

د غوره معلوماتو شریکول کولی شي د راستنېدونکو افغانانو ژوند ښه کړي

Shubham Chaudhuri's picture
Also available in: English | دری
A bus with returnees from Pakistan at the IOM Screening center on Turkham border in Nangarhar province
له پاکستان څخه یو بس چې افغان کډوال په کې لیږدول کیدل او په تورخم پوله کې  د کډوالو نړیوال سازمان په یوه مرکز کې د هغوی وضعیت څیړنې پرمهال. انځور له ایوا سوریر/ د کډوالۍ نړیوال سازمان

په افغانستان کې څلور لسیزې جګړې، تاوتریخوالي، ناامنۍ، د افغانستان بد سیاسي، اقتصادي او ټولنیز وضعیت له امله زیاتره کسان ګډوال شوي دي. داسې اټکل کېږي چې هر کال له ۱۰۰۰۰۰ ډېر افغانان له یو سیمې څخه بلې سیمې ته کډه کوي.

 له ۲۰۰۲ کال راهیسې شاوخوا ۵،۸ ميلیون افغان پناه غوښتونکي او څو ميلیونه هغه افغانان چې د پناه غوښتونکو اسناد او مدرکونه لري بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې له ۲۰۱۵ کال راهیسې له ۲ ميلیونه ډېر هغه افغان پناه غوښتونکي او کډوال چې اسناد یې نه لرل بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

له پاکستان څخه په ۲۰۱۶ کال کې د کډوالو بېرته راستنېدل د دغه بهیر مهمه برخه جوړوي؛ په دغه بهیر کې یوازې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له ۶۰۰۰۰۰ ډېر راستنېدونکي ثبت شوي و. دغه شمېرې ښيي چې ډېری راستنېدونکي په ښاري او اطرافي سیمو کې ځای پر ځای کېږي، ځکه دوی نه غواړي چې د بېکارۍ له ستونزو، اساسي خدمتونو ته د لاس رسي له لږو ستونزو سره مخ شي. باورکېږي، چې که دوی په دې سیمو کې ځای پر ځای نه شي ممکن د استوګنې په نورو سیمو کې ستونزې د دوی د راټولېدو مخه ونیسي او د بیا بېځایه کېدو لامل یې شي.

له راستنېدونکو او هغه سیمو څخه ملاتړ، چې راستنېدونکي په کې مېشت کېږي، د اړونده حکومتي وزارتونو او نړیوالو موسسو تر منځ ډېرو نوښتونو او همکاریو ته اړتیا لري. په همدې خاطر نن نړیوال بانک او د کډوالو نړیوال سازمان ( DSA ) د شریکو معلوماتو یو هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د افغانستان ښوونځي معياري او قوی ودانيو ته اړتيا لري

Julian Palma's picture
Also available in: English | دری
 Rumi Consultancy/ World Bank
د هرات ولایت په یوه لمړنی ښوونځي کې یو ښوونکي د لوبې وسایلو په واسطه د زده کونکو څخه د اعدادو پوښتنه کوي. عکس: د رومی مشورتي شرکت / د نړیوال بانک

په افغانستان کې تحصیلي او ښوونیزو آسانتیاوو ته لاسرسۍ په تېرو اوولسو کلونو کې د پراختیايي پروګرامونو یو مهم مُحرک بلل کېږي. په ۲۰۰۱ زېږدیز کال کې، تقریباَ په عمومي توګه نجونې د دغه هېواد په ښوونیز او تحصیلي نظام کې ګډون نه درلود او فقط یو مېلیون هلکانو د دې هېواد په ۳۴۰۰ ښوونځېو کې نوم لیکنه کړې وه. خو په ۲۰۱۵ زېږدیز کال کې په ۱۶۴۰۰ ښوونځیو کې د اته میلیونو ماشومانو څخه زیات ګډون د دې لامل شو، څو د نوم لیکنې په بهیرکې ۹ ځله زیاتوالی رامنځته شي.

 که څه هم د پوهنې په برخه کې لاسته راوړنې خورا مثبتې ارزول کېږي، خو د افغانستان په ښوونځیو کې د ښوونیز چاپېریال کېفیت او مصؤنیت اوس هم ډاډمن نه بلل کېږي: لږ تر لږه نیمايي درسي خونې  په خورا ګڼه ګونه حالت کې د خېمو لاندې او یا هم په یو خورا ناسم چاپېریال کې په زده کړو بوخت دي.

د طبیعي پېښو له امله د افغانستان د زیانمن کېدنې اټکل، د ښوونځیو لپاره د نویو او خوندي ودانیو جوړول او د شته ودانیو تحکیم او بیارغونې لپاره زیاتېدونکې اړتیا لا پیاوړې کوي، ترڅو په دې توګه د زده کوونکو اوښوونکو د ژوند او سلامتیا په هراړخیزه توګه تامین شي.

فرضاً که د زده کړې په یوه ښوونیزه ورځ کې زلزلې وشې، شونې ده، چې په ښوونځیو کې د معیاري ودانیو او زېربناوو د نه شتون له امله ۵ مېلیونه زده کوونکي ژوند له ګواښ سره مخامخ شي. پخوا طبېعي پېښو او له هغې څخه د اړوندو خطرونو په هکله ډاډمنو معلوماتو او ارقامو ته لاسرسۍ ډیر محدود و، او له همدې امله د پیښود مشخص وخت او راتلونکي په هکله دقیق او ډاډمن  معلومات او ارقاموته ته لاسرسۍ یوه ستره ستونزه بلل کېدله.

په افغانستان کې د څو لسیزو جګړې له امله د معلوماتو او شمېرو راټولول یو پېچلۍ حالت ځان ته غوره کړی، څرنګه چې دغه وضعیت نه یوازې له طبیعي پېښو او خطرونو سره د دغه هېواد د تګلارې په وړاندې یو ستر خنډ بلل کېږي، بلکه د طبېعي پېښو د زیانونو په وړاندې د ځواب ورکوونکو ظرفیتونو په شمېر کې هم خورا زیات کموالی رامنځته کړی.

د احتمالي خطرونو په اړه اطلاعات کولای شي په افغانستان کې د اقلیمي افتونو پر وړاندې د انعطاف مننې لامل وګرځي

Julian Palma's picture
Also available in: English | دری
انځور: د رومي مشورتي شرکت/ نړیوال بانک
افغانستان د زلزلې، سیلاب، وچکالي، ځمک ښوئیدنې او برف کوچ په ګډون د خطرونو او طبیعي پيښو له اړخه ډېر زیانمنونکۍ هېواد دی. سربیره پر دې، د انساني فعالیتونو له کبله راولاړ شويو ګواښونو هم دا ستونزه پسې لویه کړې ده. د هغو هېوادونو په منځ کې، چې د عاید کچه یې ټيټه ده، افغانستان له هایټي وروسته د نړۍ هغه دویم هېواد دی، چې له ۱۹۸۰ څخه تر ۲۰۱۵ کال پورې یې د طبیعي پیښو له کبله زیات شمېر ملکي تلفات ورکړي دي. سره له دې هم، په وروستیو کلونو کې افغان حکومت د پیښو او د اقلیمي خطرناکو فاجعو اغیز او له هغو څخه د رامنځته شویو  امنیتي خطرونو په اړه ژور پوهې  تر لاسه کړی دی. د بېلګې په توګه، شدیده او پر له پسې وچکالي  د خوړو د نه خوندیتوب سبب ګرځیدلی، چې هر کال په منځنی کچه ۲۸۰ میلیون امریکايي ډالر د هېواد د کرڼې سکټور ته زیان  پیښوي. د امنیتي پیښو د اغیزو په پرتله، چې (۱۵ سلنه) دي، طبیعي پیښې او له اقلیمي واقعاتو څخه را پورته شوي زیانونه او تاوانونه د هېواد پر ۵۹ سلنه وګړو په تیره بیا په هغو سیمو کې چې د اقتصاد کچه یې ټیټه ده، زیاته اغیزه لري.

طبیعي خطراتو په اړه اطلاعاتو ته لاسرسی یو حیاتي امر ګڼل کېږي، په تیره بیا د افغانستان په شان زیانمنونکی هېواد کې چې له هرو پنځو وګړو څخه یې څلور کسه خپل ژوند د طبیعي سرچینو له مخې پر مخ وړي. د طبیعي پیښو پر وړاندې د انعطاف مننې  د وړتیا د پیاوړتیا لپاره، په افغانستان کې د طبیعي افاتو په اړه د اطلاعاتو د راټولوونې په اړه پانګه اچوونه ډېره اړینه ده تر، څو همدا اطلاعات بیا د پروګرامونو په طرح او پلي کېدلو کې وکارول شي. د افغان دولت د هلوځلو د ملاتړ لپاره، نړیوال بانک او دنړۍ د ناورین د کمښت او بیارغونې د آسانتیا اداره د طبیعي پیښو د څېړلو  په چارو کې د دولت له وزارت سره په نږدې همکارۍ، د خطر د ځانګړنو په اړه یوه بشپړه ارزونه چمتو کړه، چې موخه یې د سیلابونو ، وچکالیو، ځمک ښوئیدنې، برف کوچ او زلزلو په اړه د احتمالي او بالقوه خطرونو په اړه د اطلاعات مستند کول دي. د همدې ارزونې د موندنو پر عمده موضوع ګانو، میتودولوژي او متوقعه پایلو باندې په دې وروستیو کې د یوې ناستې په ترڅ کې د نړیوال بانک د ګروپ له استازو سره خبرې اترې وشوي. په دغه ناسته کې ځینې مهم ټکي په لاندې ډول مطرح شول: ي وو:
د خطر ځانګړنې او د افغانستان زیانمننې  څه شی ده؟
  • سیلابونه د افغانستان د تاریخ په اوږدو کې یو له مکرره طبیعي پیښو څخه دي، چې په منځنۍ توګه په کال کې ۵۴ میلیون امریکايي ډالر زیانونه رامنځته کوي؛ ستر ناڅاپه سیلابونه بیا له ۵۰۰ میلیون امریکايي ډالرو څخه پورته زیانونه رامنځته کولای شي.
  • له تاریخې اړخه، زلزلو زیاتره تلفات رامنځته کړي دي، چې له ۱۹۸۰ کال څخه را وروسته د ۱۰۰۰۰ خلکو د مړینې لامل شوی ده.
  • شاوخوا دری میلیونه وګړي د ځمکې  ښوئیدنې له ډېر لوړ خطر سره مخ دي.
  • له ۲۰۰۰ ز کال څخه تر اوسه پورې، شاوخوا  ۶،۵ میلیونه وګړي د وچکالۍ له لاسه په شدیده توګه سره زیانمن  شوي دي او شدیده وچکالي کولای شي د افغانستان کرڼیز سکټور ته د اټکل له مخې ۳ میلیارد امریکايي ډالر تاوان ورسوي او دا هېواد د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ کړي.
  • د اټکل له مخې ۱۰۰۰۰ کیلومتره سړک (د افغانستان د ټولو سړکونو ۱۵ سلنه) د برف کوچ له خطر سره مخ دي، چې په دې منځ کې مهمه لویه لاره لکه سالنګ هم شامل دی.

کله چې افغان کډوال خپل هېواد ته راستنیږي

Ede Ijjasz-Vasquez's picture
Also available in: English | دری
کله چې د جګړو او د هغو له کبله د خلکو د بېځایه کېدو په اړه خبرې کوو، نو زیاتره وختونه د هغو کډوالو په اړه فکر کوو، چې له خپل هېواد څخه وتلو ته اړ شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې هېواد ته د کډوالو د بیرته راستنیدو ستونزه هم په مساویانه او په همغه اندازه د اهمیت وړ ده.

افغانستان په سویلي اسیا کې یوازینی هېواد دی، چې له پاکستان او ایران څخه د زیات شمېر کډوالو د بیرته راستنیدو شاهد دی. د شته معلوماتو له مخې یوازې په ۲۰۱۶ ز کال کې، ۶۰۰۰۰۰ کډوال بیرته افغانستان ته راستانه شوي دي. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د دفتر د معلوماتو له مخې، د ۲۰۱۷ کال تر پایه پورې به ښايې له ۵۰۰۰۰۰ څخه تر ۷۰۰۰۰۰ پورې نور کډوال هم افغانستان ته راستانه شي. سربیره پر دې، لا هم د جګړو او ناکراریو له لاسه خلک د خپلو سیمو پریښودلو ته مجبوريږي. د ملګرو ملتونو د بشر پاله مرستو د همغږۍ د ادارې، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د دفتر او د کډوالو د نړیوالې ادارې د معلوماتو له مخې، د افغانستان له ۳۰ میلیون وګړو څخه له یوه نه تر دوو میلیونو پورې یې کورني بېځایه شوي وګړي دي.

اوس فکر وکړئ، چې د جګړو او ناکراریو له لاسه د بېځایه کېدو ستونزو به د بېځایه شویو پر کوربه سیمو او ښارونو باندې څومره فشار راوستی وي - په تیره بیا د لومړنیو خدماتو پر وړاندې کولو باندې لکه اوبه او سرپناه او د اشتغال او ټولنیز خوندیتوب په برخو کې.

 


په دغه ویډیو کې، د ټولنیزې پراختیا لوړپوړي کارپوه، جان میجي سنګ د افغانستان د ولسي تړون د برنامې او هغو نورو فعالیتونو له لارې، چې د نړیوال بانک له خوا تمویلیږي د سیمو پر کچه د راستنیدونکو پر وړاندې د پرتو ننګوونو او ستونزو  د نوښتګرانه حل او مرستې په اړه خبرې کړي دي.


په افغانستان کې د نړیوال بانک د بیا همکاریو د پیل د پنځلسمې کالیزې نمانځنه

Raouf Zia's picture
Also available in: English | دری




نړیوال بانک په افغانستان کې خپل فعالیتونه پر ۱۹۷۹ میلادی کال د پخواني شوروي اتحاد له یرغل څخه وروسته و ځندول. ددې ادارې فعالیتونه د ۲۰۰۲ میلادي کال د می په میاشت کې د افغانانو له ضروري اړتیاوو څخه د ملاتړ او ددې هېواد له دولت سره ددې هېواد اتباعوته د خدمتونو د برابرولو له پاره د پیاوړو او ځواب ویونکو بنسټونو د رامینځته کولو په منظور بیاپیل شول.

د می میاشت په کابل کې د نړیوال بانک د فعالیتونو د بیا پیل له نمانځنې سره سمون لري چې په ۲۰۰۲ کال کې وروسته له ډیر ځنډ څخه دفتر پرانیستل شو. د نړیوال بانک له ۱۵ لاسته راوړنو او مهمو فعالیتونو سره په تیرو ۱۵ کلونو کې آشنا شۍ.