Syndicate content

Climate Change

له ټکنالوژۍ څخه ګټه اخیستنه په افغانستان کې د طبیعي پېښو خطرونه مهارولۍ شي

Julian Palma's picture
Also available in: English | دری
 Rumi Consultancy / World Bank
انځور: د رومی مشورتي شرکت / د نړیوال بانک

د ټوپک ‌ډز معمولاً ناوړه او غیرمنطقي کار ګڼل کېږي، خو د ګلدرې په ولسوالۍ کې چې له کابل ښار څخه تقریباً ۴۰ کیلومتره لرې دی، داسې نه ده. کله کله د ټوپک ډز هغه وګړي کوي، چې د غره په لوړو څوکو کې اوسېږي او له دې سره هغو خلکو ته چې د درې په لاندې برخو کې مېشت دي، خبرداری ورکوي، چې کېدای شي د ګلدرې په سین کې سېلاب راشي.

د ګلدرې وګړي د ګلدرې سین هم یو نعمت ګڼي او هم یو مصیبت. دغه سین د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو د معیشت او روزګار تر ټولو لویه منبع ده، ځکه چې د هغوی د اقتصاد شاو خوا ۷۵ سلنه پر کرنه ولاړ دی.

دا سین د دې خلکو سر او مال ته خطر هم بلل کیږي. د ۲۰۱۷ میلادي کال په مارچ میاشت کې، کله چې د غرونو واورې ویلې شوې، سخت سېلاب وبهېد او دوه ماشومان یې ووژل او هغه یوازینۍ لاره یې، چې دا ولسوالي له کابل سره نښلوي، ورانه کړه.

د احتمالي خطرونو په اړه اطلاعات کولای شي په افغانستان کې د اقلیمي افتونو پر وړاندې د انعطاف مننې لامل وګرځي

Julian Palma's picture
Also available in: English | دری
انځور: د رومي مشورتي شرکت/ نړیوال بانک
افغانستان د زلزلې، سیلاب، وچکالي، ځمک ښوئیدنې او برف کوچ په ګډون د خطرونو او طبیعي پيښو له اړخه ډېر زیانمنونکۍ هېواد دی. سربیره پر دې، د انساني فعالیتونو له کبله راولاړ شويو ګواښونو هم دا ستونزه پسې لویه کړې ده. د هغو هېوادونو په منځ کې، چې د عاید کچه یې ټيټه ده، افغانستان له هایټي وروسته د نړۍ هغه دویم هېواد دی، چې له ۱۹۸۰ څخه تر ۲۰۱۵ کال پورې یې د طبیعي پیښو له کبله زیات شمېر ملکي تلفات ورکړي دي. سره له دې هم، په وروستیو کلونو کې افغان حکومت د پیښو او د اقلیمي خطرناکو فاجعو اغیز او له هغو څخه د رامنځته شویو  امنیتي خطرونو په اړه ژور پوهې  تر لاسه کړی دی. د بېلګې په توګه، شدیده او پر له پسې وچکالي  د خوړو د نه خوندیتوب سبب ګرځیدلی، چې هر کال په منځنی کچه ۲۸۰ میلیون امریکايي ډالر د هېواد د کرڼې سکټور ته زیان  پیښوي. د امنیتي پیښو د اغیزو په پرتله، چې (۱۵ سلنه) دي، طبیعي پیښې او له اقلیمي واقعاتو څخه را پورته شوي زیانونه او تاوانونه د هېواد پر ۵۹ سلنه وګړو په تیره بیا په هغو سیمو کې چې د اقتصاد کچه یې ټیټه ده، زیاته اغیزه لري.

طبیعي خطراتو په اړه اطلاعاتو ته لاسرسی یو حیاتي امر ګڼل کېږي، په تیره بیا د افغانستان په شان زیانمنونکی هېواد کې چې له هرو پنځو وګړو څخه یې څلور کسه خپل ژوند د طبیعي سرچینو له مخې پر مخ وړي. د طبیعي پیښو پر وړاندې د انعطاف مننې  د وړتیا د پیاوړتیا لپاره، په افغانستان کې د طبیعي افاتو په اړه د اطلاعاتو د راټولوونې په اړه پانګه اچوونه ډېره اړینه ده تر، څو همدا اطلاعات بیا د پروګرامونو په طرح او پلي کېدلو کې وکارول شي. د افغان دولت د هلوځلو د ملاتړ لپاره، نړیوال بانک او دنړۍ د ناورین د کمښت او بیارغونې د آسانتیا اداره د طبیعي پیښو د څېړلو  په چارو کې د دولت له وزارت سره په نږدې همکارۍ، د خطر د ځانګړنو په اړه یوه بشپړه ارزونه چمتو کړه، چې موخه یې د سیلابونو ، وچکالیو، ځمک ښوئیدنې، برف کوچ او زلزلو په اړه د احتمالي او بالقوه خطرونو په اړه د اطلاعات مستند کول دي. د همدې ارزونې د موندنو پر عمده موضوع ګانو، میتودولوژي او متوقعه پایلو باندې په دې وروستیو کې د یوې ناستې په ترڅ کې د نړیوال بانک د ګروپ له استازو سره خبرې اترې وشوي. په دغه ناسته کې ځینې مهم ټکي په لاندې ډول مطرح شول: ي وو:
د خطر ځانګړنې او د افغانستان زیانمننې  څه شی ده؟
  • سیلابونه د افغانستان د تاریخ په اوږدو کې یو له مکرره طبیعي پیښو څخه دي، چې په منځنۍ توګه په کال کې ۵۴ میلیون امریکايي ډالر زیانونه رامنځته کوي؛ ستر ناڅاپه سیلابونه بیا له ۵۰۰ میلیون امریکايي ډالرو څخه پورته زیانونه رامنځته کولای شي.
  • له تاریخې اړخه، زلزلو زیاتره تلفات رامنځته کړي دي، چې له ۱۹۸۰ کال څخه را وروسته د ۱۰۰۰۰ خلکو د مړینې لامل شوی ده.
  • شاوخوا دری میلیونه وګړي د ځمکې  ښوئیدنې له ډېر لوړ خطر سره مخ دي.
  • له ۲۰۰۰ ز کال څخه تر اوسه پورې، شاوخوا  ۶،۵ میلیونه وګړي د وچکالۍ له لاسه په شدیده توګه سره زیانمن  شوي دي او شدیده وچکالي کولای شي د افغانستان کرڼیز سکټور ته د اټکل له مخې ۳ میلیارد امریکايي ډالر تاوان ورسوي او دا هېواد د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ کړي.
  • د اټکل له مخې ۱۰۰۰۰ کیلومتره سړک (د افغانستان د ټولو سړکونو ۱۵ سلنه) د برف کوچ له خطر سره مخ دي، چې په دې منځ کې مهمه لویه لاره لکه سالنګ هم شامل دی.

په افغانستان کې د نړیوال بانک د بیا همکاریو د پیل د پنځلسمې کالیزې نمانځنه

Raouf Zia's picture
Also available in: English | دری




نړیوال بانک په افغانستان کې خپل فعالیتونه پر ۱۹۷۹ میلادی کال د پخواني شوروي اتحاد له یرغل څخه وروسته و ځندول. ددې ادارې فعالیتونه د ۲۰۰۲ میلادي کال د می په میاشت کې د افغانانو له ضروري اړتیاوو څخه د ملاتړ او ددې هېواد له دولت سره ددې هېواد اتباعوته د خدمتونو د برابرولو له پاره د پیاوړو او ځواب ویونکو بنسټونو د رامینځته کولو په منظور بیاپیل شول.

د می میاشت په کابل کې د نړیوال بانک د فعالیتونو د بیا پیل له نمانځنې سره سمون لري چې په ۲۰۰۲ کال کې وروسته له ډیر ځنډ څخه دفتر پرانیستل شو. د نړیوال بانک له ۱۵ لاسته راوړنو او مهمو فعالیتونو سره په تیرو ۱۵ کلونو کې آشنا شۍ.