Syndicate content

په کندهار ولایت کې د خلکو په ژوند باندې د ملي پیوستون د برنامې اغېز

Abdul Qayum Yousufzai's picture
Also available in: English | دری
د افغانستان د ملي پیوستون برنامه توانېدلې، چې د میلیونونو هغو افغانانو په ژوند کې ښه والی رامنځته کړي کوم، چې په کلیو او بانډو کې ژوند کوي. د دغې برنامې ځای ناستې د ولسي تړون برنامه بلل کیږې، چې هدف یې د حکومت او سیمه ییزو پرمختیايي شوراګانو ترمینځ یو ټولنیز تړون دی، ترڅو د دغو شوراګانو د ملاتړ له لارې اړمنو ټولنو ته په زیربنايي او ټولنیزو برخو کې د اساسي خدماتو لمن پراخه کړي. انځور: د رومي مشورتي شرکت/ نړیوال بانک
کلونه پخوا، نژدې ۱۵ کاله وړاندې مې یادېږي، چې د کندهار د ولسوالیو خلکو د دغه ولایت مرکز ته د خپلو کرنیزو توکو د لېږد په موخه له څارویو ګټه اخیسته. هغه مهال په کندهار کې لږ شمېر سړکونو شتون درلود،  د روغتیایي مرکزونو او ښونځیو شمېر خو د ګوتو په شمېر وو او په ټوله کې د دې ولایت ډېری اړینې زېربناوې د هغه مهال د پېښو په پایله کې زیانمنې شوې وې. بده لا دا چې د هغو افغانانو اقتصادي وضعیت، چې منځنۍ کچه عایدات یې درلوده هم هومره ښه نه وو. هغه فرصتونه، چې له کبله یې عایدات او نور د ژوند سهولتونه ترلاسه کېدای شوی ډېر لږ او یا هم له سره یې لا شتون نه درلود.

خو له ۲۰۰۳م کال راهیسې هرڅه بدل شول. اوس ګڼ شمېر پرمختیایي پروژې په کندهار ولایت کې بشپړې شوې او په ګڼو یې کار روان دي، خو له دې منځه د ملي پیوستون برنامه تر نورو ډېر پېژندل شوی، بریالی او اغېزمن بلل شوی ده. دا برنامه له ۲۰۰۳ نه تر ۲۰۱۶ کلونو پورې د کندهار ولایت له ټولټال ۱۷ ولسوالیو څخه په ۱۶ ولسوالیو کې پلی شوی، او کابو ۱۹۵۲ سیمه ییزې شوراګانې یې رامنځته کړي دي، چې پرمټ یې تر ۳۳۰۰ ډېرې پروژې بشپړې شوي دي.

په ټوله کې کندهاریان ځینو ځانګړو اوصولو ته ژمن دي او خورا دودیز خلک دي. کله، چې دا برنامه په کندهار کې پیل شوه، خلکو د پرمختیایي سیمه ییزو شوراګانو له جوړېدو سره، چې د کلي په کچه د ټاکنو له لارې باید رامنځته شوی وی، هومره علاقه ونه ښوده.

په ۲۰۰۵م کال کې مې د ملګرو ملتونو له دفتر سره د یوه انجنیر په توګه د ملي پیوستون برنامې د  همغږي کوونکي په توګه کار کاوه. په دې موده کې مې د کندهار ولایت ګڼو ولسوالیو ته سفرونه وکړل، چې یوه هم په کې د ارغنداب ولسوالۍ وه. زما جاج او انګېرنه دا وه، چې دوی د دې خبرې منلو ته چمتو نه وه، چې ښځې دې د نارینه و په څېر په پرېکړو او تصمیمونو کې برابرې برخې ولري.
د یادې ستونزې د هواري په موخه د ملي پیوستون سیمه ییز دفتر د عامه پوهاوې یو پروګرام پیل کړ، چې له مخې یې خلک دې ته وهڅول شول، څو د زېربناوو د پراختیا او مدیریت په برخه کې ګډې هلې ځلې وکړي. د عامه پوهاوې دغه پروګرامونو د ځینو کلیو خلک دې ته وهڅول، چې سیمه ییزې پرمختیایي شوراګانې رامنځته کړي او په دې قانع شول، چې له ښځو سره ګډ کار کول په کلیو او بانډو کې د دې پروژو چارې اسانوې. دا کار د دې لامل شوه، چې ځینې نور کلي هم په خپلو کړنو او لیدلوري کې بدلون راولي.
کرارکرار نور کلي او ولسوالۍ هم د سیمه ییزو پرمختیايي شوراګانو له جوړولو سره علاقه وښوده او د ملي پیوستون له برنامې سره یوځای شول. د ملي پیوستون برنامه د کندهار په هر کلي او ولسوالۍ کې په یوې مهمې پرمختیایي پروګرام بدل شو. تر ټولو مهمه خو دا چې دا برنامه په دې ولایت کې ډېر لري پراته کلي هم را ونغاړل، داسې کلي، چې استوګنو یې لا تذکره نه لرله خو د یادې برنامې له لارې له حکومتي ادارې سره یې اړیکې ټینګې شوې.
د کندهار د خلکو په ژوند باندې د ملي پيوستون د برنامې اغېزې دغې ویډیو کې ننداره کړئ
له ۲۰۰۳ څخه تر ۲۰۱۶ کاله پورې، د کندهار له ۱۷ ولسوالیو څخه په ۱۶ ولسوالیو کې د ملي پيوستون برنامه تطبیق شوي او ۱۹۵۲ سیمه ییزه پرمختیايي شورا ګانې یې جوړې کړي دي، چې د دغو شوراګانو له لارې څه باندې ۳۳۰۰ پروژې بشپړې شوي دي. د دغې برنامې مالي ملاتړ د نړیوال بانک ، د افغانستان د بیارغونې صندوق او یو شمېر نورو تمویل کوونکو بنسټونو لخوا ترسره شوي. د پرمختیايي برنامو په تطبیق کې د خلکو مشارکت ته د ملي پیوستون برنامې لومړیتوب ورکړی او په کلیوالي سیمو کې د تصمیم نیولو په چارو کې د خلکو ځواک او وړتیاوې تشویق او پیاوړې کړې دي. د ملي پيوستون برنامه بریالي شوه، چې د خلکو ترمنځ نږدې والی رامنځته کړي او په دې توګه یې په ټاکل شوي وخت د پرمختیايي پروژو تطبیق لپاره لاره هواره کړه.

د یاد برنامې له سترو لاسته راوړنو یوه دا ده، چې په اقتصادي فعالیتونو کې یې د ښځو ونډه او ګډون پراخه کړ. سیمه ییزې پرمختیایي شوراګانې په دې وتوانېدلې، څو په پرمختیایي فعالیتونو کې یې د ښځو هلوځلو ته لار هواره کړي او پدې ترتیب وکولی شي، چې د خپلو کلیو په پراختیا کې مهمه رول ولوبوي.

زه له څلورو کلونو راهیسې په کندهار کې د کلیو پراختیا د ريیس په توګه دنده ترسره کوم. د ملي پیوستون د برنامې په هکله به مې  هره ورځ د ښځو په ګډون له شاوخوا ۴۰۰ کسانو مراجعینو سره لیده کاته کول. دوی ډېری د کندهار په بېلابېلو ولسوالیو کې د خپلې سیمې او کلیو د پراختیایي شورا غړي و، چې په خپلو سیمو کې به يې د لا ډېرو پروژو د پلي کېدو غوښتونه کوله. په ډېرو انکشافي شوراګانو کې ښځینه غړو هم شتون درلوده، چې نارینه و به یې خبرې په غور اورېدې.
کله چې د ارغنداب ولسوالۍ له ۲۰۰۳ کاله تر ۲۰۱۶ کاله پورې پرتله کړو نو په رښتیا سره، چې دېر بدلون او پرمختګ مو ترسترګو کېږي. په ۲۰۰۳ کال کې به مو په اسانۍ نشوی کولی، چې سړکونه، پلچکونه، ښوونځي او یا پلونه ووینو. کلیوالې سیمې له په هېڅ وجه له بازار سره نه وې نښتې او ځینې کلي خو ډېره ناامنه هم وو. هغه مهال ښځو نشوای کولی، چې د پرېکړو او تصمیم نیولو په بهیر کې ګډون وکړي. خو اوس موږ په سیمه ییزو پراختیایي شوراګانو کې ښځینه غړي لرو او د ارغنداب ولسوالۍ داسې هېڅ کلی پاته نه دی، چې د ملي پیوستون برنامه دې په کې نه یي پلی شوی.

د ارغنداب ولسوالۍ د میراب خوران کلي د پراختیایي شورا مشر ښاغلي صالح محمد دې سیمې ته زما د وروستي سفر په ترڅ کې راته وویل، چې: خوښ یم، چې د ملي پیوستون برنامه مو ومانه. موږ د همدې برنامې له مخې پلونه ورغول، چې کلي یې سره ونښول او اوس د کلیو د ټولو خلکو لپاره یې د تګ راتګ زمینه برابره کړه.

د افغانستان د دولت په نوښت اوس د ملي پیوستون د پروګرام ځای د ولسي تړون برنامې نیولی. د یاد پروګرام موخه د حکومت او سیمه ییزو پراختیایي شوراګانو ترمنځ یو ټولنیز قرارداد دی، څو د یادو شوراګانو د غښتلي کولو پر مټ د زېربنایي او ټولنیز اساسي خدماتو څخه اړمنې ټولنې برخمن شي.

د سرچینو له پلوه هغه واردمخه رامنځته شوي سیمه ییزې پراختیایي شوراګانې، چې ښځینه او نارینه غړي یې په تېرو دیارلسو کلونو کې د پروژو د پلي کولو په برخه کې پراخه تجربه لري تیار په واک کې لرو. موږ به د ولسي تړون برنامې لومړی پړاو د کندهار په درېوو ولسوالیو سپین بولدک، بخته پُل او پنجوایي کې پلي کړو. د یادې برنامې له مخې به هڅه وکړو، چې پروژې د کندهار په ټولو ولسوالیو کې په عادلانه توګه پلي شي، د حکومت او سیمه ییزو پراختیایي شوراګانو ترمنځ همغږي لا پراخه شي، ترڅو مو د فعالیتونو اغېز ترپخوا لا ښه شي.

Add new comment