د نړیوالو مرستو ادامه (د هغو مرستو په شمول چې د افغانستان د بیارغونې صندوق له خوا ترسره کېږي) د میلیونونو افغانانو د ښې راتلونکې د جوړولو او دهغو پرمختیایي لاستهراونو د ساتنې لپاره چې تر اوسه ترلاسه شوې حیاتي اهمیت لري. د لاسته راوړنو د ساتنې کمپاین د هغه پروژې لاسته راوړنې چې د افغانستان د بیارغونې صندوق له خوا ترسره شوې دي او یو سولهییز اوټول شمول افغانستان په د لاسرسي کې برخه اخیستې ده، بیانوي. www.worldbank.org/afghanistan/results
زهرا حسیني چې ۳۲ کاله عمر لري، د افغانستان په هرات ولایت کې د کليو د پراختیایي شورا د مرستیالې او غړې په توګه، په خپل کلي کې د خلکو پر یوې پیاوړې وکیلې او استازې بدله شوې ده.
د یوې ټاکل شوې استازې په توګه، نوموړې پر دې توانېدلې ده څو په خپل ځان کې د رهبرۍ ارزښت لرونکې وړتیاوې ډېرې کړي او پر ځان باور لا پیاوړی کړي. له دې سربېره نوموړې د خپل موقف او مقام په پام کې نیولو سره پر دې توانېدلې ده څو د خپل ځان لپاره فکري او اقتصادي ازادي ترلاسه کړي او تر څنګ یې د نورو مېرمنو انګېزه هم پیاوړې او را ویښه کړي.
د ولسي تړون ملي پروګرام د ملي پیوستون د هغه پروګرام ځایناستی دی، چې د ټولنې د اړتیاوو په پام کې نیولو سره د کلیو د پراختیایي شوراګانو له لارې د پراختیایي پروژو د عملي کولو په برخه کې مخکښ و. پراختیایي شوراګانې د پراختیایي پروژو د پلي کېدو په برخه کې د نظارت او شفافیت لوړې اغېزې رامنځته کوي چې په پای کې د مطلوبو او د خوښې وړ پایلو د لاسته راتلو لامل کېږي. د کلیو د پراختیایي شوراګانو نیمه برخه څوکۍ د مېرمنو لخوا ډکې شوې دي، چې هغوی ته ددې وړتیا ورکوي څو په اړینو تصمیم نیولو کې برخه واخلي او د خپلو نظریاتو د طرحې او وړاندې کولو واک او اختیار ولري.
په داسې حال کې چې په پراختیایي شوراګانو کې غړیتوب د سهمیه بندۍ پر بنسټ تنظیمېږي، خو بیا هم د فرعي کمېټو په ګډون د پراختیایي شوراګانو په فعالیتونو کې د مېرمنو غړیتوب په ټول افغانستان کې توپیر سره لري.
په ځینو هغه لرې پرتو سیمو کې چې پر مېرمنو باندې د نورو سیمو په پرتله ډېر قیودات او محدودیتونه وضع شوي (په ځانګړې توګه په هغه سیمو کې چې د طالب وسله والو تر نفوذ او کنټرول لاندې دي) په عامه او ټولنیزو مسایلو کې د مېرمنو رول او ګډون ډېر محدود او کمرنګه دی. د دولتي چارو د نظارت او پراختیایي تصمیم نیونو په برخه کې د مېرمنو د غړیتوب او ګډون د ګټو او لاسته راوړنو په اړه د نارینه وو ډاډمنول وخت نیوونکي دي او په لوړه کچه صبر او زغم ته اړتیا لري.
د کلیو په پراختیایي شوراګانو کې د مشرۍ او غړیتوب په کچه د مېرمنو ګډون د ولسي تړون د ملي پروګرام له موخو څخه دی.
خو په هغه سیمو کې چې یاد قیودات او محدودیتونه نشته، مېرمنې پر دې توانېدلې دي څو غوره کړنې او لاسته راوړنې ولري او د سیمه ییز حکومت (په ځانګړې توګه د روغتیا او فرعي ښوونیزو کمېتو) په چوکاټ کې د هغوی ګډون او غړیتوب په لوړه کچه ستایل شوی او د منلو وړ ګرځېدلی دی. د هغې سروې پر بنسټ چې په دې وروستیو کې د Care International موسسې لخوا ترسره شوې ده، پراختیایي شوراګانې او د هغوی اړوند فرعي کمېټې د افغان نارینه و لخوا د هغه رسمي او مشروع بنسټونو په توګه پېژندل شوې دي چې په مرسته یې کولای شي د افغان مېرمنو تر څنګ د حکومتولۍ د پراختیا لپاره په ګډه کار وکړي.
د دولت لخوا د امتیاز د ورکړې نوښتګره طرحه له دې امله له ځانګړي ارزښت څخه برخمنه ده چې د مېرمنو (اون نارینه و) نظریات او څارنه د روغتیایي او ښوونیزو اسانتیاوو د رامنځته کولو په برخه کې شته ستونزو ته ځواب وایي او خپلو خدمتونو وړاندې کولو ته لا پیاوړتیا او ښه والی ور په برخه کوي. د دولت لخوا د امتیاز د ورکړې طرحه داسې ترتیب شوې ده چې(د ځانګړو کاري شریکانو په ګډون) شوراګانو ته ددې وړتیا ورکوي څو د دولت لخوا وړاندې شوي خدمتونه له یوې ساده، خو سېستماتیکې تګلارې څخه په ګټې اخیستو و ارزوي او په اړه یې خپل نظریات وړاندې کړي. دغه طرحه کولای شي د خدمتونو د وړاندې کوونکو او له خدمتونو څخه د ګټې اخیستونکو تر منځ د خبرو اترو زمینه برابره کړي او د خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د لا ښه والي لامل شي.
د کلیو شوراګانې ډېر کله د کلیو په پراختیایي شوراګانو کې د ښځینه او نارینه استازو له ګډ کار کولو سره مخالفت څرګندوي. که څه هم د ولسي تړون ملي پروګرام (په هغه صورت کې چې د سیمې فرهنګي شرایط اجازه ورکړي) هڅه کوي څو ښځې او نارینه د خپلو سیمو لپاره د دولت لخوا د ځانګړو شوو مرستو په تړاو یو له بل سره په ګډه خبرې اترې وکړي، خو بیا هم مېرمنې ډېر کله له نارینه و څخه په بېل ځای کې د یادې موضوع په تړاو خپلې ناستې دایروي.
د کلیو په پراختیایي شوراګانو کې د مشرۍ او غړیتوب په کچه د مېرمنو ګډون د ولسي تړون د ملي پروګرام له موخو څخه دی. په دغه لړۍ کې د بریالیتوب لپاره، اړتیا ده تر څو دغه پروګرام ښځینه او نارینه وو ته د هغه پروژو د طرحې او پلي کېدو په برخه کې مساوي واک او اختیار ورکړي چې د هغوی ژوند او ټولنه تر اغېزې لاندې راولي.
اوسمهال په ډېری سیمو کې مېرمنې د کلیو د پراختیایي پلانونو په چمتو کولو، د ټولنیزو ارزونو په ترسره کولو او د روغتیایي او ښوونیزو فعالیتونو په څېر د دولتي خدمتونو په وړاندې کولو او نظارت کې فعاله ونډه لري. پر دې سربېره، مېرمنې د کلیو د پراختیایي شوراګانو د اړوند فعالیتونو لکه "د مېرمنو د انسجام نقشې" په برخه کې زده کړې ترلاسه کوي، چې دغه چاره کولای شي د مېرمنو شته خوځښتونو ته پاملرنه لا ډېره کړي او مېرمنو ته ددې وړتیا ورکړي څو د کلیو د پراختیایي او ګڼو نورو شوراګانو په ګډو ناستو کې فعال ګډون او خبرې اترې وکړي.
بله لاره د "نفوذ لرونکي لوښي" په نوم ده. دغه لاره د کورنیو عواید د هغوی له لګښتونو سره پرتله کوي او د ډېر لګښت لرونکو ودونو، ولور، فاتحې او ختمونو په څېر د احتمالي لګښتونو اندازه ټاکي. د «نفوذ لرونکي لوښي» تګلاره شوراګانو ته ددې موکه برابروي تر څو په دې اړه بحث او خبرې اترې وکړي چې څه ډول کولای شي بې ځایه لګښتونه په انفرادي او ټولیز ډول را کم کړي.
په ټول هېواد کې شاوخوا ۱۲۰۰۰ مېرمنې د کلیو د پراختیایي شوراګانو د رهبرۍ مسئولیت پر غاړه لري.
د کلیو د پراختیایي شوراګانو غړي په خپلو سیمو کې د سري رایې اچونې له لارې ټاکل کېږي. که څه هم د مېرمنو لپاره د څوکیو شمېر له مخکې څخه په پام کې نیول شوی دی، خو بیا هم اړینه ده چې مېرمنې د شوراګانو د رهبرۍ د ترلاسه کولو په موخه یو له بل سره سیالي وکړي. خو د سري رایې اچونې سېستم د تل لپاره شونی نه دی، په ځانګړې توګه په هغه سیمو کې چې د طالب وسله والو تر کنټرول لاندې دي. د رایې اچونې د پروګرام چلوونکي ډېر کله خپل زیاته اندازه وخت پر دې مصرفوي تر څو د سیمې مشران او نفوذ لرونکي خلک د شخصي ګټو له په پام کې نیولو پرته د رایې اچونې پر ارزښت پوه کړي. اوسمهال په ټول هېواد کې شاوخوا ۱۲۰۰۰ مېرمنې د کلیو د پراختیایي شوراګانو د رهبرۍ مسئولیت پر غاړه لري.
د ولسي تړون د ملي پروګرام ښاري برخه یو څه په بېله بڼه عمل کوي. په ډېر نفوس لرونکو لویو ښارونو کې څلور یا پنځه ساحې یو له بل سره یو ځای کېږي او یوه «سیمه» تشکیلوي چې یوه لویه جغرافیه تر خپل پوښښ لاندې راولي. خلک خپل استازي پراختیایي شوراګانو ته ور پېژني او د پراختیایي شوراګانو غړي د سیمې د شوراګانو د غړو د ټاکلو لپاره رایه اچوي.
په څلورو لویو ښارونو کې د شوراګانو ښځینه غړې پر دې تواندېدلې دي تر څو د ۱،۷۶ میلیونه ډالرو په ارزښت د ښځو د چارو اړوند ۸۸ بنسټیزې پروژې پلې کړي چې لږ تر لږه ۵۰۰۰ مېرمنې له دغو پروژو څخه برخمنې کېږي. دغه فرعي پروژو د مېرمنو لپاره کاري فرصتونه رامنځته کړي او غوره اقتصادي بنسټونو او فرصتونو ته یې د خلکو د لاسرسي زمینه برابره کړې ده.
د سیمې د شوراګانو او د کلیو د پراختیایي شوراګانو ښځینه غړې پر دې توانېدلې دي تر څو د مېرمنو لپاره له خپلو ژمنو او مسئولیتونو څخه ډېر کار وکړي. هغوی په دې برخه کې ځینې د ارزښت وړ اقدامونه لکه د اولادونو د ودونو او همدارنګه د ختم او خیرات پر مهال د لګښتونو د کمولو په برخه کې د کورنیو هڅول، د حفظ الصحې د ساتنې په برخه کې د لازمو زده کړو ورکول، د نجونو لپاره د ټاکلو ښوونیزو پروګرامونو او نوښتونو پر لاره اچول، د واکسیناسیون د شرایطو لوړول، د بې وزله مېرمنو د ودونو د لګښت پوره کولو په موخه د مالي مرستو راټولول، د مېرمنو د حفاظت او ساتنې په موخه د ځانګړو ډلو رامنځته کول او مېرمنو ته د سواد او حرفې د زده کړې په برخه کې د ښونیزو مرکزونو او کورسونو رامنځته کول، بلل کېږي. اوسمهال په افغانستان کې د ښاري سیمو اړوند د کلیو په پراختیایي او سیمه ییزو شوراګانو کې له ۱۰۰۰ څخه زیاتې مېرمنې د رهبرۍ په برخه کې فعالیت کوي.
د ۲۰۱۹ کال په اکټوبر میاشت کې، د کلیو په پراختیایي شوراګانو کې هغه غړیتوب لرونکې مېرمنې چې د خپلو ټولنو او سیمو په استازیتوب یې د کلیو د پراختیایي شوراګانو په ملي مشورتي کنفرانس کې ګډون کړی وو، د افغانستان له جمهور رییس محمد اشرف غني او کابینې له غړو سره وکتل. له ۲۰۱۵ کال څخه تر ننه د کلیو د پراختیایي شوراګانو ټول مشورتي کنفرانسونه له لرې پرتو سیمو څخه د مېرمنو د پراخ ګډون او حضور شاهد وو چې دغه مېرمنې پر دې توانېدلې دي تر څو د دولت د رهبرۍ په سطحه له خپلو سیمو څخه استازیتوب وکړي او د خپلو سیمو د پراختیایي لومړیتوبونو په تړاو خپل غږ اوچت کړي.
په ښاري او لرې پرتو سیمو کې مېرمنو ته د نارینه وو تر څنګ د رهبرۍ او غړیتوب د اسانتیاوو په رامنځته کولو سره، په حقیقت کې موږ د افغانستان نیمې برخې نفوس ته اجازه ورکوو تر څو خپل غږ اوچت کړي. مېرمنو ته د خپلو سیمو په تړاو د تصمیم نیونې په پروسو کې د ګډون کولو حق ورکول، د افغانستان پر راتلونکي باندې یوه اړینه او د ارزښت وړ پانګونه ده. د دغه پراخه ګډون په پایله کې به د هېواد اوسېدونکي له لا ډېرې روغتیا څخه برخمن وي، د سواد کچه به لوړه شي او د نارینه وو او ښځو لپاره به اقتصادي فرصتونه لا زیات شي.
Join the Conversation