له ټکنالوژۍ څخه ګټه اخیستنه په افغانستان کې د طبیعي پېښو خطرونه مهارولۍ شي

This page in:
 Rumi Consultancy / World Bank
انځور: د رومی مشورتي شرکت / د نړیوال بانک

د ټوپک ‌ډز معمولاً ناوړه او غیرمنطقي کار ګڼل کېږي، خو د ګلدرې په ولسوالۍ کې چې له کابل ښار څخه تقریباً ۴۰ کیلومتره لرې دی، داسې نه ده. کله کله د ټوپک ډز هغه وګړي کوي، چې د غره په لوړو څوکو کې اوسېږي او له دې سره هغو خلکو ته چې د درې په لاندې برخو کې مېشت دي، خبرداری ورکوي، چې کېدای شي د ګلدرې په سین کې سېلاب راشي.

د ګلدرې وګړي د ګلدرې سین هم یو نعمت ګڼي او هم یو مصیبت . دغه سین د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو د معیشت او روزګار تر ټولو لویه منبع ده، ځکه چې د هغوی د اقتصاد شاو خوا ۷۵ سلنه پر کرنه ولاړ دی .

دا سین د دې خلکو سر او مال ته خطر هم بلل کیږي. د ۲۰۱۷ میلادي کال په مارچ میاشت کې، کله چې د غرونو واورې ویلې شوې، سخت سېلاب وبهېد او دوه ماشومان یې ووژل او هغه یوازینۍ لاره یې، چې دا ولسوالي له کابل سره نښلوي، ورانه کړه.

Guldara road infrastructure and identified hazard area
انځور ۱: د ګلدرې د سړک زیربنا او هغه سیمې چې تر خطر لاندې دي

ګلدرې ته یو لنډ سفر دا راښيي چې ناامنۍ او جګړو د دې ولسوالۍ اکثرزیربناګانې لکه د اوبو لګولو سیستم، خوړونه او ناوې یې ویجاړې کړې دي . د دې ولسوالۍ خلک وايي هېڅ داسې خبروونکۍ سیستم نشته چې خلک وار له مخې له طبیعي پېښو څخه خبر کړي او همدارنګه د بېړنیو مرستو او خدمتونو له پاره هېڅ پروګرام نشته [۱]. خو بیا هم یو مثبت ټکی چې موږ په دې سفر کې وموند، هغه دا دی چې د ښځو په ګډون عام خلک، د خطرونو د پېژندلو او د طبیعي پېښو د خطرونو د مخنیوي په برخه کې د ټکنالوژۍ د استعمال سخت ملاتړ کوي.

د دغو هڅو د ملاتړ له پاره، د نړیوال بانک کاري ډله د افغانانو او نړیوالو همکارانو یو ګډ کنسرسیوم [۲] له مجرب پرسونل سره د خطرونو د ارزونې څو سروې ګانې وکړې، چې د سیمې د لومړنیو خطرونو په اړه مشرح معلومات راټول کاندي. په دې سروې کې له ټکنالوژۍ او د ټولنیزو اطلاعاتو له وسایلو څخه ګټه اخیستل شوې وه، مثلاً: ټولنیزې شبکې، ټیلفوني مرکې، ډله‌ییز بحثونه چې د سیمو د پراختیايي شورا له غړو سره مباحثه هم په کې شامله وه. دغه کړنلاره د موبایل د دوو اپلیکېشنونو «OpenCamera» او «MyTracks» په استفادې سره، د کلیوالو سیمو د ګواښوونکو خطرونو په پېژندلو سره بشپړه شوه.

دا کار په مشورتي بڼه تر سره شوه. په دې کار کې د سیمې خلکو په ګډه سره خطرونه او د ګلدرې د ولسوالۍ زیان منونکي ځایونه په نښه کړل. وروسته بیا دغه معلومات په نقشه کې ولیکل شول (دوهم انځور ته مراجعه وکړۍ). دغه نقشه د یوې خلاصې سرچینې
د جغرافیايي معلوماتو سیستم   (GIS) په کارولو سره رامنځته شوه. په دې نقشه کې د هغو بالقوه خطرونو چې د دې سیمې وګړي ورسره مخ دي، لنډیز راغلی دی. اوس د سیمې خلک د دې نقشې له مخې د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو تدابیر پېژندلی او وړاندیز کولۍ شي. دغه تدابیر د مشخصو طبیعي پېښو د خطرونو د راکمولو له پاره طرحه شوي دي  ( لومړي جدول وګورئ).

Guldara hazard map and proposed DRR measures
انځور ۲: د ګلدرې د طبیعي پېښو د خطرونو او د خطرونو د راکمولو نقشه

په دې څېړنه کې یوه جالبه موندنه دا وه چې د ټولنیز – اقتصادي وضعیت، فرهنګي ارزښتونو، او دود دستور په وجه، ښځې تر نرانو زیاتې له خطرناکو پېښو څخه اغېزمنې دې  نو دوی ځینې نورې اړتیاوې درلودې او د طبیعي پېښو د خطرونو د راکمولو له پاره یې لا ډېر لومړیتوبونه په ډاګه کړل. لاندې به ځینې هغه ګامونه وګورئ، چې د سیمې خلکو د خطرونو د راکمولو له پاره مطرح کړي دي او دلته د جنسیت پر اساس سره ډلبندي شوي دي:

  • د ښځو وړاندیزونه: د ښځو له پاره د وړو پورونو برابرول، ښځو ته د طبیعي پېښو د خطرونو د مدیریت په اړه روزنې، د پور ورکولو آسانتیاوې.
  • د نرانو وړاندیزونه: د اوبو وړه پروژه او د ځمکو د خړوبولو له پاره یوه ژوره څاه
  • هغه وړاندیزونه چې ښځو او نرانو په ګډه کړي وو: د سین له پاره استنادي دېوال، د خوندیتوب د تأمینولو له پاره د خوراکي توکو د زېرمه کولو سهولت، د زیاتېدونکې وچکالۍ د مقابلې له پاره د اوبو ذخیره او کانال.
 Combined community-proposed disaster risk mitigation measures in Guldara
جدول ۱: په ګلدره کې د طبیعي پیښو پر مهال د خطرنو مخ نیونکي ګامونه

د وګړو پورته وړاندیزونه په راتلونکي کې د مطلوبو پراختیايي امکاناتو په انتخابولو، او د ولسي تړون د ملي برنامې لاندې د زیربنايي پروژو د طرحې او تطبیق په چاره کې تر ټولو اساسي ټکي دي. د دې وړاندیزونو په عملي کولو سره به یوه هوسا او لا خوندي ګلدره جوړه شي . نړیوال بانک هم د دې ازمایښتي فعالیت په حوزه کې دوه نور ځایونه حمایه کړي دي او اوس له دې درې ځایونو سره کار کوي، چې د طبیعي پېښو د خطرونو د راکمولو مطلوب فعالیتونه درجه بندي او تطبیق کړي. له دې سره به په ټولنه کې د طبیعي پېښو د خطرونو د راکمولو لړۍ، چې په ۳ انځور کې ښودل شوې ده، بشپړه شي.

په ټولنه کې د طبیعي پېښو د خطرونو د راکمولو لړۍ د پروژو د طرحې، تمویل، تطبیق او څارنې له پاره، د ټولنې انتخاب، اشتغال او ګډون سره پیوندوي . په دې لړۍ کې هر پیوند غښتلی دی او باید چې په سیمو کې له تقاضا سره سم انعطاف رامنځته کړي. که د دې لړۍ ځینې فعالیتونه په هر پړاو کې ځنډول کېږي یا یې ګډوډېږي، ارزښت به محدودېږي. د افغانستان نازک وضعیت ته په کتو سره، د طبیعي پېښو د خطرونو د راکمولو کړنلاره چې د خلکو له خوا جوړه شوې ده، د افغان حکومت او د سیمو د پراختیايي شوراګانو ترمنځ اجتماعي تړون پیاوړی کوي، چې په تېره بیا په لرې پرتو سیمو کې نازک وضعیت په رغوونکي حالت بدل کاندي.

 A community-based DRM project involves eight different steps to deliver value
انځور ۳: ارزښت ته لاسرسی، د طبیعي پېښو د خطرونو د راکمولو وګړنیزه پروژه چې اته بېلابېل ګامونه لري

نړیوال بانک هغه فرصتونه کاروي چې شته ټکنالوژۍ برابر کړي دي، همدارنګه د طبیعي پېښو د خطرونو په راکمولو کې د مېرمنو د نقش په پام کې نیولو سره، د افغانستان د طبیعي پېښو سره د مبارزې له ادارې، نورو اړونده وزارتونو او پراختیايي شریکانو لکه د بشري مرستو د همغږۍ له پاره د ملګرو ملتونو دفتر، سره یو ځای دا ارزوي، چې څرنګه کولۍ شي په دې ازمایښتي پروژه کې آزمویل شوی کاري چوکاټ تقویه او لا زیات کړي او په ملي کچه یې وکاروي.
 

 

1. په بیړني حالت کې یوازینې خدمت چې لاسرسی ورته ممکن دی، پولیس ته لاسرسۍ دی. روغتیايي خدمتونه، اطفاییه، ژغورنه ډله، برېښنا او نور ډاډمن نه برېښي.
2. د کانسرسیوم نور شریکان دا دي: Champion Trades Training Center, Development Monitors, IST Research, and TBD Technology.
3. د هغو پروژو ډولونه چې د وضاحت او اختصار په لحاظ متحدالمال شوې دي. 


Authors

Julian Palma

Urban Development and Disaster Risk Management Specialist (Consultant), Social, Urban, Rural and Resilience Global Practice

Join the Conversation

The content of this field is kept private and will not be shown publicly
Remaining characters: 1000