د ښځو د حقونو د یوې فعالې په حیث چې د خپل عمر وروستي شپږ کلونه یې د مېرمنو د ځواکمنېدو په لاره کې تېر کړي دي، زما له پاره دا خورا مهمه ده چې لوړو زده کړو ته د افغان مېرمنو په لاسرسۍ ډاډه شم .
دا هغه څه دي چې د افغانستان د لوړو زده کړو وزرات په چوکاټ کې چې په افغانستان کې د لوړو زده کړو د تأمین او تنظیم اساسي دنده ور په غاړه ده، د لوړ زده کړو د پراختیا پروژې سره په کار کولو کې ما ته انګېزه راکوي .
کله چې ما په ۲۰۱۶کال کې د جنډر د متخصصې په توګه د لوړو زده کړو له وزارت سره کار پیل کړ، عمدتاً هڅه مې دا وه چې ښځینه محصلین له هغو ستونزو سره مخ نه شي چې زه پخپله په کابل پوهنتون کې د زده کړې په وخت کې ورسره مخ وم.
تر پوهنتون پورې د اوږدې لارې مزل، په پوهنتون کې د محصلو نجونو له پاره د اوسېدو د امکاناتو نه شتون، او په بهر کې د فوق لیسانس زده کړو د فرصتونو محدودیت، ځینې هغه ستونزې دي چې زما او زما د ملګرو په یاد دي. دا ټول هغه لاملونه وو، چې په پوهنتونونو کې د نجونو د کمرنګه حضور سبب شوي وو.
اوس چې د افغانستان د بیا رغونې صندوق په مالي مرسته، د ۲۰۱۵ – ۲۰۱۹ کلونو په اوږدو کې د لوړو زده کړو د پراختیا پروژې په چوکاټ کې، د لوړو زده کړو دوهم ملي ستراتیژیک پلان تطبیق شوی دی، اکثره هغه ننګونې، چې ما لیدلې وې، له منځه تللې دي.
د بریا له پاره د منابعو برابرول
د لوړو زده کړو د پراختیا پروژې د نوښتونو په پایله کې، محصلو نجونو د ۲۵ کوچنیو بسونو څخه په ګټه اخیستنې سره پوهنتون ته د تګ راتګ له خوندي ټرانسپورټ څخه برخمنې شوې دي . دغه خدمتونه تر اوسه پورې ۱۰۰۰ تنو نجونو محصلینو له پاره د هرات، جوزجان، کابل، کنړ او کندوز په څېر هغو ولایتونو کې وړاندې شوي دي، چې عامه ټرانسپورټ په کې نشته او یا هم د امنیتي اندېښنو له کبله خوندي او ډاډمن ټرانسپورټ ته اړتیا لري.
د کابل طبي پوهنتون د پنځم کال محصله حمیرا سادات وايي، چې د خوندي ټرانسپورټ خدمتونو د هغې او د هغې د ټولګیوالو په کامیابۍ کې مثبت اغیزه لرلای دی. د هغې په باور: "دا چې نجونې پوهېږي، چې لېږد رالېږد یې یوه داسې باوري بنسټ په غاړه اخیستي دي چې د نجونو ځورول، جنسیتي او مالی تبعیض نه شي زغملی، نو ځان خورا خوندي احساسوي ."
حمیرا وايي چې خوندي او وړیا ټرانسپورټ ورسره مرسته کړې ده، چې په وخت سره ټولګي ته او په روغتونونو کې عملي کار ته ورسېږي. هغه وايي:" پخوا به مجبوره وم، چې له مختلفو خصوصي ټرانسپورټي خدمتونو څخه استفاده وکړم او ټولګي یا روغتون ته د رسېدو له پاره له یوه تمځای څخه بل ته ولاړه شم. که به راباندې ناوخته شوه نو غیرحاضره به شوم، چې دغه ستونزه زما تحصیلي ژوند ته تاوان اړاوه. خو اوس دا ستونزه ځکه نه لرم، چې د لوړو زده کړو د پراختیا پروژې را ته بسونه چمتو کړي دي او زه ورنه ګټه اخلم."
د لوړو زده کړو د پراختیا په لومړیتوبونو کې دا هم وو چې د نجونو محصلینو له پاره د هستوګنې امکانات برابر کړي. په همدې خاطر یې په پنځو پوهنتونونو کې د معیاري لیلیو د جوړولو پروګرام پیل کړی دی، چې دوه یې د بامیان او کنړ په پوهنتونونو کې دي او تمه کیږي، چې د جوړولو چارې به یې کال ته بشپړې شي. د دې لیلیو په جوړولو سره به ۱۰۰۰ تنه محصلو نجونو د پوهنتون په ساحه کې له خوندي هستوګنځيو څخه برخمنې شي.
پر دې سربېره، دې پروژي له ۲۰ نورو دولتي پوهنتونونو د بیا رغونې سره د نجونو محصلانو له پاره مجهزو تشنابونو او د اوبو رسولو او حفظ الصحې د خدمتونه برابر کړې دي. دا هغه ننګونې دي، چې پخوا به نجونې ورسره مخ وې خو اوس له منځه تللې دي.
۲۲ کلنه صغرا زاهدي، چې د کابل طبي پوهنتون د ستوماتولوژۍ د څلورم کال محصله ده، د نجونو له پاره په پوهنتون کې د هستوګنې د امکاناتو او همدارنګه د خوندي ټرانسپورټ د لرلو پر اهمیت ټینګار کوي.
صغرا چې د بلخ ولایت اصلي اوسېدونکې ده، وايي چې د اوسېدو مناسب ځای او خوندي ټرانسپورټ هغه موضوع ده، چې د نورو ولایتونو ټولې هغه نجونې چې غواړي په پوهنتونونو کې شاملې شي، ورته اندېښنه لري.
هغه دا خبره هم کوي چې: "هغه نجونې، چې له نورو ولایتونو څخه کابل ته راځي، د اوسېدو له پاره خوندي ځای ته اړتیا لري. همدارنګه ټرانسپورټ هم ورته ځکه مهم دی، چې په یوه نوي ښار کې څوک نه پوهېږي، چې کوم ټرانسپورټ خوندي دی. دغه ټرانسپورټي خدمتونه چې د لوړو زده کړو د پراختیا پروژې لخوا د نجونو له پاره برابر شوِ دي، خورا مهم دي او له موږ سره مرسته کوي، چې په پوهنتون کې ځانونه خوندي او په امن کې احساس کړو."
دغه خدمتونه او آسانتیاوې کافي نه ښکارېږي خو زه د داسې مېرمنې په توګه چې دغه ستونزې یې پخپله تجربه کړې دي، ویلای شم، چې دغه اصلاحات په پوهنتونونو کې د نجونو د وضعیت او شرایط په تقویه کولو کې اړین دي .
د مېرمنو له پاره د ودې او پرمختګ د فرصتونو برابرول
له بده مرغه زموږ په نړۍ کې د نابرابریو په وجه، ټول وګړي نه شي کولی، چې د زده کړې له پاره له خپل حق څخه استفاده وکړي.
دغه نابرابرۍ پر نجونو او مېرمنو تر نورو لا زیات اغېز پرېباسي. خو دلته، په افغانستان کې، زه او د لوړو زده کړو د پراختیا پروګرام نور کارکوونکي دا هوډ لرو، چې دا وضعیت بدل کړو.
د لوړو زده کړو د پراختیا پروګرام په ۲۰۱۸ کال کې د محرومو او بې وزلو محصلو نجونو (معلولو او خورا غریبو نجونو) له پاره سل تحصیلي بورسیې برابرې کړې، ترڅو هغوی وکولای شي په دولتي پوهنتونونو کې د لیسانس د دورې زده کړې ترسره کړي. تمه ده، چې په راتلونکې کلونو کې دا پروګرام لا زیات پراخ شي.
پر دې سربېره، د لوړو زده کړو وزارت د هغو بورسیو لږ تر لږه درېیمه برخه ښځینه استادانو ته ځانګړې شوي، چې موخه یې د ماسټرۍ پروګرام له لارې د پوهنتونونو د استادانو د علمي ظرفیت لوړول دي.
د لوړو زده کړو د پراختیا پروګرام په مالي مرسته، ۶۵ ښځینه استادان په بهر کې د خپلۍ ماسټرۍ دورې په بشپړولو لګیا دي او په ۲۰۱۸ کې به هم ۴۱ تنه نورې یې هم خپلې د ماسټرۍ زده کړې شروع کړي .
سره له دې چې زه هغه پرمختګونه باندې، چې د لوړو زده کړو د پراختیا پروژې د نوښتونو په نتیجه کې ترلاسه شوي دي ویاړم، خو زما په نظر، تر ټولو لویه لاس ته راوړنه یې زموږ هغه کاري شریکان دي، چې د خپلو موخو د ملاتړ له پاره مو د ګډ کار ډګر ته راوستي دي.
په دې کاري شریکانو کې یو یې د پکتیا پوهنتون دی، چې د ۱۰۰ ښځینه محصلینو په لرلو سره د هېواد په کچه د هغو پوهنتونونو په لړ کې و چې د نجونو شمولیت په کې تر ټولو کم و.
خو په ۲۰۱۸ کال کې دا وضعیت هله بدل شو، چې دې پوهنتون د ونډې د سیستم پر اساس، ۴۳۵ څوکۍ د نجونو محصلینو له پاره ځانګړې کړې.
همدرانګه، د لوړو زده کړو د پراختیا پروژې د هېواد نور پوهنتونونه هم هڅوي، چې په خپلو لسو لومړیتوب لرونکو پوهنځیو کې د نجونو له پاره جلا ونډه ورکړي، ترڅو په دې پوهنځیو کې د نجونو حضور زیات شي. دغه ګام همدارنګه لا ډېرې نجونې په کانکور آزموینه کې ګډون ته هڅوي.
د پکتیا پوهنتون په شان پوهنتونونو ته چې ګورم او لوړو زده کړو ته د نجونو د لاسرسي په ښه کېدلو کې د لارښود نقش په لرلو سره، احساس کوم، چې موږ واقعاً بدلون راولو .
Join the Conversation