څوک ښوونځي ته ځي؟ ولايتي لنډيزونه موږ ته د لومړني ښوونځيو د حاضرۍ کچه په ډاګه کوي

This page in:
Student in a classroom in Afghanistan.
Students in a classroom in Bamyan Province. Photo Credit: Taimani Films/ World Bank

افغانستان له یو لړ ننګونو لکه بېوزلۍ، نه پرمختګ او نا امنۍ سره لاس او ګرېوان دی. دا د حیرانتیا خبره نه ده، چې تاوتریخوالي او جګړې د هېواد پر اقتصاد او د خلکو پر سوکالۍ ژوره اغېزه کړې ده خو افغانستان د پرمختيا هيله لري لکه تر ۲۰۳۰ پورې په لومړنيو ښوونځيو کې د جنسیت برابري.

د دې لپاره چې ډاډه شو افغانستان خپلو موخو ته رسېږي، مهمه دا ده د هېواد پر ټولنيز او اقتصادي پرمختګ پوه شو.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اقتصاد وزارت په همکارۍ او د مرکزي احصايې ادارې د اطلاعاتو پر اساس، نړیوال بانک په دې وروستيو کې د ولايتي لنډیزونو درېیمه ګڼه په پښتو او دري دواړو ژبو خپره کړې، چې په ټولنیزو او اقتصادي شاخصونو کې هر اړخیز پرمختګ (د زده کړو په ګډون هم په ملي او هم د ولايتونو په کچه) څرګندوي.

دا څه په ډاګه کوي؟ موږ وینو چې افغانستان د بشري انکشاف په برخه کې په زړه پورې پایلې لري؛ لکه ښوونه او روزنه، روغتيا، او اساسي خدمتونو ته لاسرسی، خو افغانان په ټولیزه توګه دغو پرمختګونو ته، چې په بېلابېلو ولايتونو کې ژوند کوي، مساوي لاسرسی نه لري. په حقیقت کې ټولنيزې او اقتصادي پایلې د افغاني کورنیو پر ژوند ژور اغېز لري.

لنډیزونه ښيي چې نجونې په ځانګړې توګه په لومړني ښوونځي کې د شاملېدو په وخت له ننګونو سره مخ کېږي خو په هغو ځایونو کې، چې هغوی ښوونځي ته ځي، زده کوونکي خوښ وي چې خپلو اهدافو ته رسېږي. د دریچه نور ښوونځي زده کوونکې مسعودې نبي وویل: ((د نجونو او هلکانو تر منځ توپير باید نه وي، زه نه ډارېږم، زه خوشحاله یم، چې ښوونځي ته راغلې يم، زه غواړم، چې یوه انجینره شم.))

له بده مرغه ټولې نجونې د مسعودې په شان ښوونځي ته د تګ فرصت نه لري، موږ په ښوونځي کې د هلکانو او نجونو تر منځ په حاضرۍ کې د لوی توپیر شاهد یو. په افغانستان کې د نجونو او هلکانو د حاضرۍ کچه، د لومړني ښوونځي د ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸ په پرتله په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ کې لوړه شوه خو د ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ په پرتله په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کې ټیټه شوه. په منځني ډول په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کې د هرو درېیو هلکانو په مقابل کې یوازې دوه افغان نجونې لومړني ښوونځي کې شاملې شوې. لا تر اوسه په لومړنيو ښوونځيو د جندر برابري نه ده رامنځته شوې، په داسې حال کې، چې ډېری نجونې له زده کړو بې برخې دي.

نو پوښتنه دا ده، چې موږ باید د نجونو د زده کړو په برخه کې په کومو ځایونو کې پانګونه وکړو، تر څو د جندر برابرۍ ته ورسېږو؟ د دې ځواب به يوازې په ملي کچه د اطلاعاتو په ورکولو سره کافي نه وي، موږ باید د افغانستان له ولايتونو څخه اطلاعات ولرو، څو وشو کولی په دې برخه کې پرمختګ اندازه کړو.

لنډیز، له ۲۰۰۷ کال راهیسې په هر ولايت کې پرمختګ ښيي، موږ ته اجازه راکوي، چې په لومړني ښوونځي کې د حاضرۍ توپیر له احتماله ارزونه وکړو.

په ډېری ولایتونو کې (۱۸ د ۳۴ څخه) کوم پرمختګ چې موږ له ۲۰۰۷ - ۲۰۰۸ څخه تر ۲۰۱۳ - ۲۰۱۴ کلونو پورې وليد، بسنه نه کوي، څو تر ۲۰۳۰ پورې په لومړنيو ښوونځيو د جنسیت توپیر له منځه یوسو.

که څه هم ځيني ولايتونو شته، چې موږ ته هيله راکوي؛ په دایکنډي او هرات ولایتونو کې د هلکانو په پرتله ډېرې نجونې په ۲۰۱۳- ۲۰۱۴ کلونو کې لومړني ښوونځيو کې شاملې شوې. سربېره پر دې  اووه ولايتونه به په راتلونکو پنځو کلونو کې د هغو د پرمختګ په اوسنۍ کچه به په لومړنیو ښوونځیو کې د جندر برابري ترلاسه کړي.

سرپل کې د ۲۰۰۷- ۲۰۰۸ په پرتله په ۲۰۱۳- ۲۰۱۴ کلونو کې په لومړني ښوونځيو کې د هلکانو د حاضرۍ په نسبت د نجونو په حاضرۍ کې فوق العاده پرمختګ راغی. سرپل کې به په دې کچه پرمختګ وکولی شي د یو کال په موده کې په لومړنیو ښوونځيو کې د جنسیت توپیر له منځه يوسي.

ه نورو ولايتونو کې موږ برعکس پرمختګ وینو؛ په کندهار کې په ۲۰۱۱- ۲۰۱۲  کې د نجونو او هلکانو د حاضرۍ نسبت له ۴۱ سلنه څخه ۶۴ ته پورته شو، خو په ۲۰۱۳- ۲۰۱۴ کې تر ۳۵ يورې راښکته شو. د پکتيکا ولايت په ۲۰۱۳- ۲۰۱۴ کې په افغانستان تر ټولو ټيټ نهه سلنه نسبت درلود.

نښه شوي پانګې اچونه د ماشومانو د زده کړو، په ځانګړي ډول د نجونو لپاره ضروري ده، څو ماشومان په ښوونځي کې ګډون وکړي. دا مهمه نه ده، چې دوی چېرې ژوند کوي. د جګړې په سیمو کې د هلکان او نجونو ښوونځيو ته د تګ نسبت رالوېږي. جګړه د کورنیو تشویق کموي، چې خپل ماشومان ښوونځيو ته واستوي، جګړه په ځانګړې توګه د نجونو لپاره د هلکانو په پرتله عایدات کموي. دا به تر اوږدې مودې اغېزه ولري او د ماشومانو روزنه، په ځانګړي ډول د نجونو لپاره جګړه ځپلو سیمو ته باید پالیسي جوړوونکي لومړی پاملرنه وکړي.

 

Image

 

.

Authors

Christina Wieser

Senior Economist, Poverty and Equity Global Practice, World Bank

Join the Conversation

The content of this field is kept private and will not be shown publicly
Remaining characters: 1000