په افغانستان کې د لوږې او بې وزلۍ ستونزه څنګه کابو کړو؟

This page in:
???: ???? ????? ??? ???? / ???? ????? عکس: شرکت مشوره دهی رومی / بانک جهانی

حفيظه صمدي او  مشره خور يې فېروزه صمدي، چې کونډه ده، د کابل شمال ته په شل کېلومترۍ کې پرتې ګلدرې ولسوالۍ په يوه کلي کې اوسي.

کله به چې د دې دوو خويندو د خوراکي توکو مياشتنۍ زېرمه ختمېده، نه پوهېدې چې له چا او کوم ځايه د مرستې غوښتنه وکړي. خو له نېکمرغه کليوالي پراختيايي شورا دا کورنۍ وموندله او د دوی کور ته يې خوراکي توکي ور وړل.

دا وضعيت په ټول افغانستان کې د يوه عمومي حالت ښکارندويي‌کوي، او ګڼ شمېر کورنۍ د بېوزلۍ او لوږې په دايره کې ايسارې دي.

د بېوزلۍ نړېواله ورځ ټولو مسوولو بنسټونو ته دا فرصت برابروي چې په ټوله نړۍ کې د بېوزلۍ د له منځه وړلو په موخه خپلې هر اړخيزې هڅې همغږې کړي او د فېروزې په څېر د ميليونونو  بېوزلو او بې اسرې خلکو لپاره د غوره ژوند شرايط برابر کړي.

جدي اړتيا ده چې افغانستان له بې وزلۍ سره د مبارزې په موخه يو لړ بېړني اقدامات تر سره کړي.

په ګڼو برخو کې پر ودې سربېره افغانستان لا هم د نړۍ په خورا بېوزلو هېوادونو کې شمېرل کېږي، ځکه تر نيمايي زيات وګړي يې د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي. 

 

په ګڼو برخو کې پر ودې سربېره افغانستان لا هم د نړۍ په خورا بېوزلو هېوادونو کې شمېرل کېږي، ځکه تر نيمايي زيات وګړي يې د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.

ډېر کلونه کېږي چې افغانستان د بهرنيو لاسوهنو، کورنۍ جګړې، ګډوډويو او پراخو ناامنيو سره لاس او ګرېوال دی، او بې له شکه دا وضعيت د اقتصادي ودې پر بهير، د پراختيايي فرصتونو په کموالي او د بېوزلۍ د لمنې په غوړېدو ډېر اغېز لري.

په ۲۰۱۸ کال کې پېچلي سياسي وضعيت او د دوامدارۍ وچکالۍ اغېزو د افغانستان اقتصادي وده ۱.۸ سلنې ته راټېټه کړه، او د ژوند لومړنيو امکاناتو ته يې د خلکو لاسرسی نور هم خراب کړ.‌ د ۲۰۱۸ کال وچکالۍ په ۳۴ ولايتونو کې ۲۲ سلنه کرنيزو حاصلاتو ته زيان واړوه، چې له دې سره په کليوالي سيمو کې د لوږې او د خوراکي موادو د کمښت کچه لوړه شوه او خلک له خپلو سيمو بېځايه شو او کرنيز معيشت يې په ټپه ودرېده.‌

له وچکالۍ وړاندې هم لوږې په پراخه پيمانه شتون لره. د ۲۰۱۶ – ۲۰۱۷ کلونو په اوږدو کې شاوخوا  ۱۳ ميليونه افغانانو کافي لومړنيو غذايي توکو ته لاسرسی نلره.‌

د تېرې يوې لسيزې په اوږدو کې د هغو کورنيو سلنه چې د غذايي موادو د کمښت له ګواښ سره مخ دي، له ۲۸ څخه ۴۵ ته لوړه شوې ده.  دې زياتوالي د بېوزلۍ پر کچې پام وړ اغېز درلود. خوراکي توکو ته د نه لاسرسي زياتوالی او د ګټې د سرچينو کموالی سره نږدې اړيکه لري، چې د بېلابېلو عواملو لکه د اوبو کموالي، د اقليم بدلون او دوامداره جګړو ښکارندويي کوي. په خوړو کې د کالورۍ کموالی د خوړو د تنوع له کموالي سره يوځای وي. د بېوزله افغانانو د بدن د اړتيا وړ درې برخې کالوري يوازې له غله جاتو، په ځانګړې توګه له غنمو لاسته راځي.

Image
۱ شکل: د هېواد د نفوسو کچه چې د خوراکي توکو له کموالي (په خوړو کې د کافي کالورۍ کموالي) سره مخ دي، د میلیون په حساب – ۲۰۱۷ – ۲۰۱۶ زېږدیز کلونه
۱ شکل: د هېواد د نفوسو کچه چې د خوراکي توکو له کموالي (په خوړو کې د کافي کالورۍ کموالي) سره مخ دي، د میلیون په حساب – ۲۰۱۷ – ۲۰۱۶ زېږدیز کلونه

موسمي لوږه په افغانستان کې د غذایي ناخونديتوب په مهمو ځانګړنو کې راځي، او د ژمي په مياشتو کې دا کمښت نور هم ډېرېږي.

پر دې سربېره، هغه کورنۍ چې په لرې پرتو سيمو کې ژوند کوي د خوراکي توکو له کمښت سره ډېرې مخې دي. د افغانانو شاوخوا ۱۲ سلنه نفوس په هغو سیمو کې ژوند کوي چې سيمییزو بازارونو ته لږ لاسرسی لري. د دغو کورنيو نږدې نیمايي نفوس هغو خوراکي توکو ته لاسرسی نه لري چې مناسبه کالوري ولري، ۴۵ سلنه يې له هغو خوراکي منابعو ګټه اخلي چې پروټين نه لري او ۶۰ سلنه يې یو متنوع خوراکي رژيم نه لري.

دا چې د افغانانو ډېرې زياتې کورنۍ خپل خوراکي مواد پخپله توليدوي، خو کله که دا کورنۍ خپل غذايي توکي پخپله توليد نشي کړای او عايد لاسته رانوړلای شي، دا حالت دوی د غذايي‌ موادو د کمښت له ګواښ سره مخوي. نو دې ته په کتو، د کرنې له لارې د غذايي موادو توليدول د هغو کورنيو لپاره، چې د کاري زمينو د کموالي له امله په کرونده کې کار کوي او د خپل ژوند اړتياوې پوره کوي، یوه مناسبه لار ګڼل کېږي. داسې اټکل کېږي چې د لومړنيو خوراکي توکو لږ تر لږه څلورمه برخه اړتیا په شخصي کرنیزو ځمکو کې د کار کولو له لارې پوره کېږي.

بالاخره بې وزله کورنۍ په نامتناسبه توګه د خوراکي موادو د کیفيت او کميت په ټيټولو، او يا د خوړو چمتو کولو لپاره د خپلو اجناسو او ملکيت په خرڅولو تکيه کوي، او دا د بېړنيو پېښو (لکه وچکالۍ) پر وړاندې د دوی غذايي خونديتوب او مقاومت نور هم ټکنی کوي. شاوخوا ۶۵ سلنه افغانې کورنۍ له ناوړو طبيعي پېښو سره د نامناسبې مبارزې له امله ډېر زيان ويني.

 

شاوخوا ۶۵ سلنه افغانې کورنۍ له ناوړو طبيعي پېښو سره د نامناسبې مبارزې له امله ډېر زيان ويني.

Image
۲ شکل: د هغو افغانانو فیصدي چې له ناکافي خوراکي تنوع برخمن دي، ۲۰۱۷ – ۲۰۱۶
۲ شکل: د هغو افغانانو فیصدي چې له ناکافي خوراکي تنوع برخمن دي، ۲۰۱۷ – ۲۰۱۶

بالاخره بې وزله کورنۍ په نامتناسبه توګه د خوراکي موادو د کیفيت او کميت په ټيټولو، او يا د خوړو چمتو کولو لپاره د خپلو اجناسو او ملکيت په خرڅولو تکيه کوي، او دا د بېړنيو پېښو (لکه وچکالۍ) پر وړاندې د دوی غذايي خونديتوب او مقاومت نور هم ټکنی کوي. شاوخوا ۶۵ سلنه افغانې کورنۍ له ناوړو طبيعي پېښو سره د نامناسبې مبارزې له امله ډېر زيان ويني.

که څه هم بشري مرستې په لنډ مهال کې سوکالي رامنځته کوي، خو د وخت په تېرېددو د غذايي خونديتوب په برخه کې اوږدمهالو تدابيرو ته اړتيا ده.  په افغانستان کې د لوږې او بې وزلۍ ستونزې ته د یوې پايدارې حل لارې موندلو په موخه، نړيوال بانک د افغانستان له جمهوري اسلامي دولت او بشري او پراختيايي همکارانو سره په ګډه کار کوي چې د غذايي مصوونيت د خبروونکي سيستم لپاره د اوبو د کمووالی په اساس يو موډل رامنځته کړي، او داسې مالي بستې طرحه کړي چې د معيشت د دوام سبب شي او د وچکالۍ له امله د رامنځته کېدونکو پېښو پر وړاندې د کليوالي ټولنو ځوابوينه پياوړي کړي.

په افغانستان کې پراختيايي فعاليتونه پر دې متمرکز دي چې پر خبروونکو سيستمونو او په مخکې له وخته تدابيرو پانګونه تر سره شي، چې پېښو ته سملاسي ځواب وويل شي او د ناوړو پېښو د رامنځته کېدو په صورت کې پر بشري مرستو تکيه کمه شي. په ټوله کې به د دې ازمايښتي مشارکت له لارې هڅه وشي چې د مالي سرچينو ځانګړي کولو  او د لګښتونو د تنظيم په بهير کې لازمه همغږي رامنځته شي،‌ او د موجودو سيستمونو په مرسته په افغانستان کې روانې هڅې نورې هم پياوړې شي.

Image
Poverty in Afghanistan

دا کړنلاره د افغان دولت په کليوالي پراختيايي پروګرامونو کې ليدلای شو،‌ چې د غذایی نه خونديتوب ستونزې کابو کول په کې د يوه لومړيتوب په ډول پېژندل شوي، او په دې برخه کې ډېرو بې وزلو او  زیانمونکو کلیوالي ټولنو ته د خوراکي مرستو برابرولو له لارې د لوږې له لاملونو سره د مبارزې په موخه اغېزمن کارونه تر سره شوي.

د بېلګې په توګه، د افغانستان د ولسي تړون ملي پروګرام په مرسته له ۲۰۱۷ کال راپدېخوا د هېواد په ۴۰۰۰ کلیو او  ۱۱۴ ولسوالیو کې ګڼ شمېر غذايي بانکونه جوړ شوي دي. د دې پروګرام هدف دا دی چې په کلیو او بانډو کې د کليوالو په ګډو هڅو د داخلي بېځايه شويو په ګډون اړ او خورا بېوزلي خلک په نښه شي او پرې لومړني‌ غذايي توکي‌ وويشل شي.

په دې برخه کې پر خورا زياتو هلو ځلو سربېره، اوس هم بېوزلي او لوږه د يوه ستر ګواښ په څېر د میلیونونو افغانانو ژوند ننګوي، او د دې ستونزې پر وړاندې مبارزه د نړیوالو همکارانو او د افغانستان دولت هراړخیزو او متمرکزو هڅو ته اړتیا لري.

مننه: د افغانستان له بېوزلۍ سره د مبارزې په څانګه کې له خپلو ټولو همکارانو  مننه کوم چې ما ته یې د دې ليکنې لپاره اړین معلومات او ارقام چمتو کړل.


Authors

Henry G. Kerali

World Bank Country Director for Afghanistan

Join the Conversation

The content of this field is kept private and will not be shown publicly
Remaining characters: 1000