ايا کولای شو په افغانستان کې د اروايي خپگان ستونزه کابو کړو؟

|

This page in:

انځور
انځور: رومي مشورتې شرکت/ نړیوال بانک

شکېبا دلاوري د کابل پوهنتون د کلینیکي ارواپوهنې او مشاورې څانګې د وروستي کال محصله ده. د يوې ښځينه محصلې په توګه شکېبا د خپلو همزولو په پرتله، چې ډېری يې پدې عمر کې ودېږي او خپلو لوړو زده کړو ته ادامه نه شي ورکولای، په اقليت کې راځي.

شکیبا هغه اروايي ننګونې څېړي چې د دې د نږدې دوستانو او خپلوانو په ګډون ډېری افغانان ورسره لاس او ګرېوان دي.

هغې په دې موده او د خپل ځوان ژوند په ټولو پړاوونو کې په خپل چاپېريال کې ډېر داسې کسان لیدلي دي چې له خپګان او نورو اروايي تشوشاتو کړېږي. د درې برخې افغان ځوانانو په څېر شکېبا هم د داخلي بېځايه کېدنې صدمه دوه ځل ليدلې— لومړی ځل په ۱۹۹۰ مو کلونو کې د کورنۍ جګړې پر مهال او بل ځل د طالبانو په واکمنۍ کې.

په هېواد کې روانه جګړه په ځوانانو کې پر ځان د نه باور کچه لوړه بيايي، چې ډېر ځله ځوانانو ويلي چې د خپلې مسلکي او شخصي‌ ودې لپاره کومه ښکاره لار نه ويني.

له دې ټولو ستونزو سره سره، ډېر افغان ځوانان د شکیبا په څېر په هغو برخو کې خپلې زده کړې پرمخ وړي چې نورو ته به يې د خدمت جوګه کړي.

د لوړو زده کړو د  پراختیا پروژه، چې د افغانستان د بيارغونې صندوق لخوا تمويلېږي، له دوی سره مرسته کوي.

د دې پروژې په مرسته، په پوهنتونونو کې د اروايي سلامشورو نمونه يې مرکزونه محصلانو او استادانو ته د مسلکي اروايي مرستو بېلابېل پروګرامونه وړاندې کوي.

 

مېرمنو او نجونو ته پدې مرکزونو کې ځانګړې پاملرنه کېږي چې په مرسته يې دوی له ورځنیو ننګونو او اندېښنو ډکو حالاتو سره مبارزه کوي.

د دې په څېر يو بل مرکز په ښوونې او روزنې پوهنتون کې، چېرې چې شاوخوا ۷۶۰۰ محصلان پر زده کړه بوخت دي، هم جوړ شوی.‌ د دې مرکز د سلامشورو پروتوکولونه، لارښودونه او مواد د امریکا د متحده ایالتونو د هنټر کالج له خوا د کابل پوهنتون د ارواپوهنې پوهنځي په نږدې همکارۍ چمتو شوي دي.


دا مرکز دمګړۍ ۱۰۰ محصلانو ته اروايي سلامشورې ورکوي او ۳۰۰ نور محصلان دې ډول مرستې ته منظر دي. دا حالت ښيي چې‌ محصلان مسلکي سلامشورو او اروايي—ټولنيزو مرستو ته خورا لوړه اړتيا لري. د اروايي سلامشورو مرکزونه جدي اړتياوو ته په ځواب ويلو کې مرسته کوي. په افغانستان کې اروايي صدمې ژورې او ډېرې عامې دي.

انځور
انځور: رومي مشورتې شرکت/ نړیوال بانک
انځور: رومي مشورتې شرکت/ نړیوال بانک

 

د افغانستان د اروايي روغتیا د ۲۰۱۸ کال سروې له مخې تر ۶۶ سلنه زیاتو افغانانو لږ تر لږه يوه رواني صدمه ليدلې.

تر ۷۷ سلنو زیاتو خلکو لږ تر لږه یو ځل داسې پېښه مشاهده کړې، او ۸۴ سلنو یې یا پخپله يوه رواني صدمه زغملې او يا يې مشاهده کړې.

د عامې روغتیا شمېرې ښيي چې د افغانستان د وګړو نیمايي برخه له اروايي خپګانه کړېږي، خو په ټول هېواد کې د اروايي ناروغيو یوازې ۳۰۰ ډاکټران شتون لري.

افغان دولت ژمن دی چې د اروايي سلامشورو مرکزونه ټولو دولتي پوهنتونونو ته وغځوي، او افغان ولسمشر د دې مرکزونو لپاره ۵۵ رسمي بستونه منظور کړي.

داسې پانګونې له هغو ځوانانو سره، چې له جګړو مستقيماً متضرر کېږي، مرسته کوي چې خپل ځانونه سنبال کړي او د دې مرکزونو له امکاناتو تر ټولو ډېره ګټه ترلاسه کړي.

شکېبا د اروايي‌ سلامشورو مرکز ګټور بولي‌ او له مسلکي چاپېرياله يې دومره اغېزمنه شوې چې اوس زيارباسي په راتلونکي کې د ارواپوهنې يوه کارپوهه شي.

د دې مرکز فزيکي جوړښت، کارکوونکو او خدمتونو ډېر مناسب دي او خلک ترې راضي دي.

دا مرکز د اروايي ناروغیو له هغو روغتونونو سره، چې محصلان ورته ډېر ځله د عملي زده کړې او مرستې لپاره ورځي، ډېر توپير لري. په افغانستان کې د رواني تشوشاتو او خپګان درملنه شرم ګڼل کېږي او لا هم يوه غټه ننګونه ده.

سر بېره پر دې، د ستاژرو په توګه د محصلانو کار پدې مرکزونو کې د نورو محصلانو لپاره د ډاډ فضا رامنځته کوي او د دې جوګه کوي يې چې په اسانۍ د مرستې غوښتنه وکړي.

شکېبا وايي: "ځوانان، په تېره بيا د پوهنتون محصلان، داسې فرصت او فضا ته اړتیا لري چې د خپلو ستونزو او کړواوونو په اړه پکې وغږېږي. دوی دا فرصت هم لري چې وپوهېږي تر دې ځایه رسېدل ورته څومره ستونزمن و. کله چې پدې پوه شي چې څه يې ترلاسه کړي دي، دوی به په لا زياته لېوالتيا خپل کار ته دوام ورکړي."

دغه بلاګ د اکتوبر پر لسمه يانې د رواني روغتیا نړيوالې ورځ سره هم مهاله خپرېږي. دا ورځ د نړۍ په ګوټ‌ ګوټ کې د اروايي روغتیا د ستونزو په اړه پوهای لوړوي او د اروايي روغتيا په ملاتړ هڅې تنظيموي.

Join the Conversation