ښه تغذي د افغانستان یو له لومړیتوبونو څخه

This page in:
Community based, preventative approaches to health care will improve stunting and wasting outcomes for Afghan children
د روغتیا پالنې په برخه کې د خلکو د اړتیاوو پر بنسټ د مخنیونکو تدابیرو نیول کولاۍ شي د ماشومانو د پڅې ودې او د هغوی د روغتیايي نیمګړتیاوو له امله ناوړه اغېزو کې ښه والۍ راولي. انځور: د رومي مشورتي شرکت/ نړیوال بانک

افغانستان شپېتم هېواد وو چې تېر کال د خوارځواکۍ د له منځه وړلو د نړیوال خوزښټ سره مل شو. د خلکو لپاره د یوې سوکاله او غوره راتلونکې د برابرولو لپاره دغه هېواد د دغه تصمیم په نیولو سره خپل پیاوړۍ هوډ کې څرګند کړ او دا پانګونه ېې خورا اړینه وبلله.
 
په دغه نړیوال خوخوزښټ کې د افغانستان ګډون په خورا حساس وخت کې ترسره شوی ده، ځکه له څلوېښت سلنې زیات افغان ماشومان اړینه وده نلري او په مزمنه خوارځواکۍ اخته دي او یا ټیټ قدونه لري .
 
په لږ عمر کې له ودې څخه پاتې کېدل د ماشومانو د ناکافي تکامل او ودې بېلګه بلل کېږي، چې د هېواد د اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره د هغوی د مشارکت ځواک راکموي.
 
له بلې خوا، هغه ماشوم، چې ښه تغذیه شوی وي، تحصیل او زده کړو ته زیاته لېوالتیا لري، او خپل درس ښه زده کوي، چې دا په خپل وار سره د ځوانۍ په مهال د هغه لپاره د زیات عاید د ترلاسه کولو زمینه برابروي. له همدې کبله دا احتمال، چې دغه شان ماشومان د ودې د پړاونو په بشپړولو او د تغذېې لپاره د وړ شرایطو پوره کولو سره له بېوزلي څخه وژغورل شي، زیاتېدونکی ده.[1]

په پایله کې دا جوته خبره ده، چې د ماشومانو د ودې په وړاندې د ستونزو کمښټ سره به افغانستان زیاتې ګټې ترلاسه کړي، چې دغې موخې ته رسېدل به په خپل وار سره د هېواد د اقتصادي ودې، د تولیداتو د زیاتوالي او د بشري ځواک له پراختیا سره مرسته کوي.
 
پر تغذي باندې د پانګه اچونې په موخه  د افغانستان له حکومت سره د مرستې لپاره، د تغذیې او غذايي مصؤنیت لپاره د سویلي آسیا سازمان، د عامې روغتیا وزارت، نړیوال بانکاو د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو د ملاتړ صندویق (یونسیف) له یو بل سره په ګډه همغږۍ هر اړخیزه توګه هڅې کوي، څو دا تشخیص کړی، چې څرنګه کولای شي ډېر شمېر ماشومان، ښځې او کورنۍ تر خپل پوښښ لاندې راولي او د اړینې تغذېې د برابرولو لپاره څرنګه اړین خدمات پلي کړي، ترڅو په ماشومانو کې دوینې د کمښت او لږې ودې کچه راکمه شي.
 
یو نوی راپور په افغانستان کې د تغذي په برخه کې د پانګونې نوی چوکاټ تر سرلیک لاندې به په ټول هېواد کې د روغتیايي معیارونو په ړنا کې داسې یو ملي پروګرام رامنځته او تعریف کړي چې پر بنسټ ېې د تغذي په برخه کې د خدماتو د پراختیا او زیاتوالي لپاره  قیمت، اغېزې او ګټې  مشخصې شي.

  په ځانګړې توګه، دغه څېړنه د تغذي اړوند هغه شمېر اړین خدمات مشخص کوي، چې د اغېزو لمن ېې په اعظمي توګه د یو شمېر ښځو او ماشومانو لپاره د اندازه نیونې وړ وي .
 
د ځينو فعالیتونو عملي کول د ځینو نورو په پرتله لږ څه آسانه وي.
 
مثلاً، د مور په شیدو باندې د ماشومانو تغذیه کول تر ټولو ارزان کار دی، چې د ماشومانو د کمزورې ودې په وړاندې ور څخه ګټه اخیستل کیدلۍ شي .

او د مېندو هڅونه دې ته که چېرې خپل ماشومان تر لومړیو شپږ میاشتو پورې یوازې په خپلو شیدو تغذیه کړي او وروسته بیا هغوی ته نور اضافي خوراکي مواد ورکړي، نو دا به ېې د ماشومانو لپاره د ژوند په حساسو کلونو کې خورا اغېزمن او ګټور تمام شي.
 
دغه ټول فواید به د ماشومانو د ژوندي پاتې کیدلو د چانس په زیاتوالي، د هغوی د دماغي ودې په ښه والي، او په ځوانۍ کې په مزمنو ناروغیو باندې د هغوی د اخته کېډنې په کموالي، په ټول عمر کې به له ماشومانو سره مرسته وکړي.
پر دې سربېره، دغه رېپوټ لاندې مهم ټکي په ډاګه کوي:
 
لومړی، دغه رېپوټ دا څرګندوي، چې د ښځو او ماشومانو لپاره د روغتیايي خدماتو د اساسي بستو پراختیا د افغانستان د حکومت په لومړیتوب کې ځای نیولۍ ده .
 
په هېواد کې شته امکاناتو ته په کتو سره د عامې روغتیا وزارت لخوا به هڅه وشي، څو د تغذي د خدماتو د وړاندې کولو له لارې د هغه ماشومانو په شمېر کې په ډیر لږ لګښټ سره کموالۍ راولي، کوم چې سمه وده ېې نده کړې.
 
دې ته په پام سره چې د افغانستان په روغتیايي سیستم کې د پرمختګونو لمن زیاته پراخیږي، د ترلاسه کیدونکو موخو ټاکل اساساً د دې لامل ګرځي، څو اغیزې زیاتوالۍ ومومي او د ماشومانو پڅه وده کې کموالۍ رامنځته شي، په همدې توګه په ښځو کې د وینې د کموالۍ کچه رالږه شي او د هغو ماشومانو شمېر کې چې د مور په شیدو تغذیه شوي او هغه شمېر ماشومان چې په متممه خوراکي توکو تغذیه شوي وي، زیاتوالۍ رامنځته شي او د هغوی د ژوند ژغورلو لامل کیږي.

ثانیاً، دغه پانګونه کولاۍ شي، چې د خلکو د فعالانه ونډې اخیستنې لپاره فرصت برابر کړي او په دې توګه د پروګرام د اغېزو لمن د روغتیايي بنسټونو هاخوا ته هم وغځیږي .
 
ماشومان تر ډیره بریده هغه مهال روغتیايي مرکزونو ته راوړل کېږي، کله چې وار له مخه په خوارځواکۍ باندې اخته وي. د وقایوي تدابیرو په نیولو او کورنیو او سیمو ته د اړتیا وړ تغذي خدماتو لپاره نږدې لاسرسۍ د ماشومانو د ودې په وړاندې د ستونزو په مخنیوي او د هغوی د ودې په ښه والي کې به ستر رول ولوبوي.
 
د ټولنې مشارکت د نورو ورته تګلارو پربنسټ لکه د ماشومانو تغذي ته د پاملرنې نوښت یا د ژوند په لومړنیو کلونو کې پانګونه د ټولنې له پراختیا او د ماشومانو د ژوند له لومړنیو کلونو سره مستقیمه اړیکه لري.
 
که څه هم چې دغه لومړني ګامونه به په افغانستان لپاره یو اوږد مزل وي، خو دولت به خپل ټول ځواک وکاروي، څو د تغذي پروګرام پراختیا ته لاره هواره شي او دغه خدمات خلکو ته په ډیرو سیمو کې ورسوي. پر تغذیه باندې پانګونه نه یوازې، چې د غوره عاید لرونکو فعالیتونو په کتار کې شمېرل کیږي، بلکه په نورو سکټورنو کې هم د بریالیو پانګه اچونو لپاره زمینه برابروي.
 
د تغذیه او د تغذی د مناسبو شرایطو لپاره په افغانستان کې د زیامنونکو او اړمنو سیمو اړتیاوې، مخ په وده دي . په همدې دلیل په دې برخه کې پانګونه د راتلونکي بشري ځواک د پرمختګ لامل ګرځي او په ورته مهال د ټولو ماشومانو لپاره د یو شان او ورته فرصتونو په رامنځته کولو ونډه لري، چې په اوږد مهال کې به د هغوی هر یو تن د اقتصادي ودې او سوکالۍ په برخه کې مهم رول ولوبوي.

 
[1] ارتوریل ۲۰۱۰. په لږ او منځنۍ کچه عاید لرونکو هېوادونو کې د پنځه کلونو عمر لرونکو ماشومانو د یوې ارزونه پربنسټ، د ژوند په لومړیو دوه کلونو کې د وزن اخیستل خورا مهم دئ او له ښونځي څخه د فراغت په شاخص باندې مستقیمه اغیزه لري. د هادینوټ د ۲۰۰۸ کال ۱۴۰:۳۴۸-۵۴ شمیره د تغذي ژورنال. د ګواتیملا د ځوانانو ترمنځ د اقتصادي فعالیتونو د ودې په موخه د ماشوم توب په مهال د تغذي د پروګرامونو لپاره هڅې او کوښښونه ۳۷۱:۴۱۱-۱۶ هادینوت ج، ج ملاسوچ، ج ار بهرامن، ار ماتورل، پی میلگار، ای ار کیسومبنگ، ام رامز ضیا، ای دی استن، و کی ام یونت ۲۰۱۱. "په ژوند باندې د ماشوم توب په مهال د نا سمې ودې عواقب." ۱۰۷۳ تحلیي راپور. د غذايي توکو د پالیسۍ نړیوال انستیتوت، واشنګټن ډي سي.

Authors

Michelle Mehta

Nutrition Specialist, Health, Nutrition, and Population

Join the Conversation

The content of this field is kept private and will not be shown publicly
Remaining characters: 1000