د افغانستان د انرژۍ سکتور د جنسیتي تساوي د هڅونې په موخه د دغه سکتور د پرمختیا لاره هواره کړې ده

This page in:
Image
د افغانستان بریښنا شرکت په دې وروستیو کې د دغې ادارې په سوداګریزو فعالیتونو کې د ښځو د مشارکت لپاره یو شمېر د ستایلو وړ کړنې ترسره کړي دي. انځور: د رومي مشورتي شرکت/ نړیوال بانک


د زور زیاتي د څو لسیزو دوام، ښکاره تبعیض او د افغانستان په ټولنیزو، کلتوري، سیاسي او اقتصادي فعالیتونوکې د ښځو پر ښکېلتیا د محدودیتونو په ګډون کلتوريز خنډونه د دې لامل ګرځیدلی، تر څو په دې هېواد کې د ښځو لپاره کاري فرصتونه کم او محدود کړل شي او په ټولو سیاسي، اقتصادي، کلتوري او ټولنیزو جوړښتونو کې د هغوی رول تر اغیز لاندې راوستل شي.
 
سره له دې چې افغانستان، په تیره څه باندې یوه لسیزه کې په خپل اساسي قانون کې د اتباعو د حقونو د تساوي د تسجیل په اړه یو لړ د پام وړ لاسته راوړنې لرلي دي او همداشان په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د ښځو او نجونو له ګډون څخه ملاتړ او مرسته تر لاسه شوې ده، خو بیا هم په دې هېواد کې جنسیتي تساوي ته پراخ لاسرسی، بنستیزو ټولنیزو بدلونونو ته اړتیا لري.
 
اوس د بدلون وخت دی او د افغانستان برېښنا شرکت، چې په هېواد کې د برېښنا د وړاندې کولو او وېشلو یوازینی ملي شرکت دی، د همدې امر د پلي کولو زمینه یې برابره کړې ده.
 
په دې شرکت کې له ټولټال ۷۰۰۰ فعال کارکوونکو څخه، نږدې ۲۱۸ یې ښځې دي، چې د هغوی هم زیاتره شمېر یې په ټيټو کچو کې په تیره بیا په ملاتړیزو برخو کې خپلې دندې پر مخ وړي. له نیکه مرغه، د نوي اجرائیوي مشر په ټاکل کېدو سره، د برېښنا د شرکت د رهبري هیأت په دغه اداره کې د جنسیتي تساوي هڅولو ته ژمن ده.
 
د پلان جوړونې او ظرفیت جوړونې د ملاتړ پروژه چې د افغانستان د بیارغونې د صندوق له خوا تمویلیږي، د برېښنا له شرکت سره د همدې ژمنې په پلي کولو کې مرسته کوي. د یادونې وړ ده، چې دغه صندوق د نړیوال بانک له خوا مدیریت کېږي. د پلان جوړونې او ظرفیت جوړونې د ملاتړ پروژه د همدې شرکت د کارکوونکو لپاره د جنسیتي مسایلو په اړه د خبراوي د بېلابېلو ناستو د جوړولو تر څنګ؛ د همدې شرکت د ښځینه کارکوونکو لپاره یې د تخصصي زده کړو زمینه هم برابره کړې ده. د افغانستان برېښنا شرکت له پوهنتونونو څخه د ښځینه فارغانو لپاره د کار د زده کړې د فرصتونو وړاندې کولو ته هم ژمن دی، تر څو په همدې ترتیب سره د هغوی لپاره متوازن شغلي فرصتونه برابر او د انرژی په سکټور کې د ښځو د ګډون کچه زیاتوالی ومومي.

 
د همدې موضوع په درک سره چې د افغانستان په اوسنۍ ټولنه کې زیاتره ښځینه کارکوونکي له نارینه وو سره د سیالۍ په ډګر کې پر خپل نفس له کم اعتماد سره مخ دي، خو د افغانستان د برېښنا شرکت په دغه اداره کې د ښځینه کارکوونکو لپاره نویو کاري فرصتونو ته د هغوی لاسرسی اسانه کړی او د دې شرکت په سوداګریزو فعالیتونو کې یې د ښځو د ګډون د زیاتوالي لپاره یو لړ اړین ګامونه پورته کړي دي.
 
د افغانستان د برېښنا شرکت له چارواکو سره په خپله یوه وروستۍ لیدنه کې مې له میرمن نادیه عبیدي سره ولیدل، دغه پیاوړي او مستعده میرمن، چې له پوهنتون څخه فارغه شوې د همدې شرکت د بشري سرچینو په ریاست کې یې په تیرو اوو کلونو کې په بېلابېلو پوستونو کې دنده تر سره کړې ده. نوموړې په دې وروستیو کې د همدې شرکت د بشري سرچینو د ریاست پست ته ارتقاء کړې او په همدې ترتیب سره په همدې اداره کې لومړنۍ ښځینه کارکوونکې ده، چې د ریاست څوکۍ ته رسیدلې ده.
 
میرمن نادیې چې کله له ما سره د خپلې دندې د ترفیع په اړه خبرې کولې داسې یې وویل: "له نوې دندې خوند اخلم. په دغه پست کې مې داسې نوښتونه تر لاس لاندې نیولي دي، تر څو د استخدام په بهیر کې لا زیات روڼتوب رامنځته کړم." میرمن نادیه د افغانستان د برېښنا شرکت د رهبری له ملاتړ او مرستې څخه خوشاله ښکاري، خو د ولایتونو ته د تګ په مهال له ناامنیو او همداشان د رسمي او کورني ژوند تر منځ د تعادل ساتنې له ننګونو څخه ویره په زړه کې لري.
 
نرګس ظریف، د افغانستان د برېښنا شرکت په جوړښت کې یوه بله الګو ده چې هلته د هغې شتون په دې شرکت کې د ښځو د شتون د پیاوړتیا او د جنډر د تساوي په معنی ګڼل کېږي. نوموړې د ادارې او سوداګرۍ په برخه کې د خپلو زده کړو په پای ته رسولو سره، په اداري ریاست کې پوره شپږ کاله د امرې په توګه دنده تر سره کړې او په دې وروستیو کې د همدې شرکت په یوه مهم ریاست، یعنې د بهرنیو اړیکو په ریاست کې دنده تر سره کوي.
 
میرمن نرګس وايي: "زما په اند که چیرته ښځو ته زده کړې او روزنیز فرصتونه برابر شي، هغوی کولای شي خپل استعداد او مهارتونه راڅرګند کړي." نوموړي د افغانستان د برېښنا شرکت له رهبري څخه غواړي تر څو یو زیات شمېر ښځو ته هغسې ورته کاري فرصتونه برابر کړي کوم چې نارینه ورته لاسرسی لري.
 
په داسې حال کې چې د افغانستان د برېښنا په شرکت کې ښځینه کارکوونکو ته د کاري فرصتونو په رامنځته کولو سره د پام وړ پرمختګونه رامنځته شوي دي، خو بیا هم اړتیا ده، تر څو لا زیاتې هلې ځلې وشي، تر څو جنسیتي تساوي د انرژۍ په سکټور کې په بشپړه توګه رامنځته شي. ځای لري چې د نړیوال بانک ګروپ د نړیوالې پراختیا ادارې له ۶۰ میلیون امریکايي ډالرو وړیا مرستې څخه مننه وکړم کوم، چې د هرات د برېښنا رسوونې له پروژې سره یې کړې او په ډاډه ویلی شم، چې دا پروژه به د افغانستان د برېښنا د شرکت له هغو هلو ځلو سره، چې په لویدیځ ولایت، هرات کې یې لري، لا ډېره مرسته وکړي.
 
د ښځو پیاوړتیا د دې لپاره، چې وکولای شي د افغانستان په ټولنیزو او اقتصادي جوړښتونو کې خپل رول په ښه توګه تر سره کړي، تر لاسه کېدونکی دی. دا کار د ټولو شرکاوو او پرمختیايي همکارانو پرله پسې هلوځلو ته اړتیا لري، تر څو ډاډ تر لاسه شي، چې ټول سړي او ښځې ښوونې او رزونې، زده کړې او استخدام ته مساوي فرصتونه لري او په همدې ترتیب سره هغه تصامیم، چې نیول کېږي، د خلکو په ژوند کې بنسټیز بدلون رامنځته کوي او د هېواد پر عمومي وضعیت باندې پرمختیايي اغیزې ښندي.


Join the Conversation

The content of this field is kept private and will not be shown publicly
Remaining characters: 1000