د نړیوالو مرستو ادامه (د هغو مرستو په شمول چې د افغانستان د بیارغونې صندوق له خوا ترسره کېږي) د میلیونونو افغانانو د ښې راتلونکې د جوړولو او دهغو پرمختیایي لاستهراونو د ساتنې لپاره چې تر اوسه ترلاسه شوې حیاتي اهمیت لري. د لاسته راوړنو د ساتنې کمپاین د هغه پروژې لاسته راوړنې چې د افغانستان د بیارغونې صندوق له خوا ترسره شوې دي او یو سولهییز اوټول شمول افغانستان په د لاسرسي کې برخه اخیستې ده، بیانوي. www.worldbank.org/afghanistan/results
تر دې روستیو پورې د افغانستان د ننګرهار ولایت د کامې ولسوالی ډاکټرانو د «لشمانیا» ناروغۍ د درملنې اړوند چې یو ډول پرازېټي ناروغي ده او د یو ډول ماشي د نېښ په واسطه انتقالېږي لږ معلومات لرل. ډاکټر محمد مشعل ستانکزی چې په ختیځ ولایت ننګرهار کې د یوه روغتون رییس دی په دې اړه وایي:"ښه خبر دا دی چې موږ اوس د دې ناروغۍ پر درملنه پوهېږو". ډاکټر ستانکزی هم د هغو زرګونو کسانو له ډلې دی چې د صحتمندۍ پروژه کې چې افغانستان کې د روغتیایي او تغذیوي کیفیت د لوړاوي په موخه کار کوي روزل شوی دی. دی اوس د سیمې د اوسیدونکو اغېزمنه درملنه کولی شي.
سلګونه کیلومتره هغه طرف محمدابراهیم محمدي په کابل کې د یوه ښوونځي مدیر ته ور په یادیږي چې د هغه ښوونځی تر بیارغونې د مخه څه ډول و: "همدا پنځه کاله دمخه زموږ شاګردانو په خیمو او یا ازاده هوا کې درس وایه، اوس موږ معیاري وداني او همدا ډول کافي تجهیرات لکه کمپیوټري لابراتوار او کتابتون په واک کې لرو". د ښوونځي د نوي تعمیر له برکته د زدهکړو او تدریس کیفیت لوړ شوی او زدهکوونکي په یوه بهتر ماحول کې علم ترلاسه کوي. دې کار د کورنیو توجه هم جلب کړې؛ هغوی اوس ډېر ماشومان (په ځانګړي ډول نجونې) ښوونځي کې شاملوي.
د نورو بېشمېره بېلګو له ډلې، دغه دوې بېلګې ښیي چې وروستیو دوو لسیزو کې افغانستان څومره پرمختګ کړی، د بشري پانګې وضعیت څومره لوړ شوې، دوی څومره روغتیایي امکانات لري او دوی ته څومره روزنیزې موقعې برابرې شوې دي.
. د هغو ولادتونو شمېر چې د روزل شویو کسانو په واسطه کېږي له ۱۴،۹ نه ۵۸،۸ فیصدو ته لوړ شوی
اوس وخت کې ډېر افغانان خپلو سیمو کې له روغتیاتي خدماتو برخهمن دي. د هغو ولادتونو شمېر چې د روزل شویو کسانو په واسطه کېږي له ۱۴،۹ نه ۵۸،۸ فیصدو ته لوړ شوی او د ۱۸ کاله مخکې په پرتله د میندو د مړینې کچه کمه شوې ده.
دغه پرمختګونه پرته د نړیوالې ټولنې له بې ساري ملاتړ او مرستو څخه چې یوه زیاته برخه یې د افغانستان د بیا رغونې صندوق له لارې چې د ۳۴ هیوادونو او نړیوالو سازمانونو په استازیتوب یی مشرۍ نړیوال بانک کوي ترسره کړي او د نړیوالې پراختیا ادارې لخوا، چې د نړۍ د بېوزلو هېوادونو لپاره د نړیوال بانک د مرسته کوونکې برخه بلل کېږي، ممکن نه ول.
افغاستان د بشري پانګې د شاخص کومه کچه کې دی؟
لکه څنګه چې د نړیوال بانک د بشري پانګې شاخص اړوند وروستي ګزارش کې راغلي چې افغانستان کې د ۱۸۰۰۰ښوونځیو له ډلې کابو نیم یې معیاري ودانۍ نه لري. سره له دې چې دغه هېواد کې د زدهکړو برخه کې پرېمانه پانګونه شوې خو لا هم ۳،۷ میلیونه ماشومان ښوونځي ته له تللو محروم دي.
یو بل ننګونکی مورد دا دی چې ښوونځیو کې شامل ماشومان سمه زدهکړه نه تر لاسه کوي او د دې ستونزې یوه برخه د ښوونکو د پوهې او مهارت کمي کې ده. د ۲۰۱۳ کال معلومات ښیي چې د افغانستان ۹۳ فیصده لس کلن ماشومان چې لومړنی ښوونځی بشپړوي نه شي کولی چې پر یوه ساده متن پوه شي او ویې لولي. دغه فیصدي د سویلي آسیا هېوادونو د منځني کچې (۵۹ فیصده) او له هغو هېوادونو چې افغانستان غوندې عواید لري (۹۱ فیصده) په پرتله لوړه ده.
اوس مهال د ۶۷ فیصده هلکانو په پرتله ، یوازې ۴۸ فیصده نجونې ښوونځي ته ځي
همدا ډول افغانستان د جنسیتي فاصلې د کمولو برخه کې (په ځانګړي ډول د ښونې او روزنې او روغتیایي) برخو کې ډېر وروسته پاتې دی. اوس مهال د ۶۷ فیصده هلکانو په پرتله ، یوازې ۴۸ فیصده نجونې ښوونځي ته ځي. سربېره پر دې چې د روغتیایي خدماتو اړوند برخو کې ښکاره پرمختګونه شوي، د نویو زېږېدلو او تر پنځه کاله کمعمره ماشومانو د مرګ کچه ټیټه شوې ده، خو اوس هم افغانستان کې د روغتیایي خدماتو د وړاندې کولو کچه د نورو کم عایده هېوادونو په نسبت په ډېر بد وضعیت کې ده. دغه حالت د دې څرګندونه کوي چې افغانستان لا هم اړ دی چې روغتیایي خدماتو ته د لاسرسي (په ځانګړي ډول د ښځو) برخې زیاتوالي ته لا ډېر پام وکړي.
په مجموع کې یوه ماشوم چې افغانستان کې زېږي د لویېدو په مهال به ۴۰ فیصده مثمره واقع کیږي. یعنی د هغه د موثریت کچه به له هغه حالته که کولی یې شولی چې اساسي ښونې او روزنې او روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی ولري ۶۰ فیصده کمه ده .
د بشري پانګې د تشې پېژندنه
افغانستان اړ دی چې د اساسي زده کړو او روغتیایي خدماتو پوښښ او کیفیت لوړ کړي او د دې اطمینان د حاصلولو لپاره هڅې ګړندۍ کړي چې د بشري پانګې په برخه کې لاسته راوړنې د دې لامل شي څو هر کال نېږدې ۴۰۰۰۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
دې موخې ته د رسېدو لپاره باید افغانستان د بودجې د مصرف برخه کې د شفافیت په زیاتېدو، د ښوونکو په استخدام او د معارف سکتور کې د وړتیا پر اساس ګومارنو سره خپله حکومتولې تقویه کړي. همدا ډول افغانستان اړ دی چې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو کې د شفافیت زیاتولو سره ټولو افغانانو ته د روغتیایي څارنې خدماتو د وړاندې کولو د اطمینان لپاره د عامې روغتیا وزارت ظرفیت لوړ کړي. پر دې سربېره اړتیا ده چې دغه هېواد د دغو حیاتي عامه خدماتو د وړاندې کولو اړوند اطلاعات او معلومات په اغېرمن او کافي ډول د هېواد ګوټ ګوټ ته ورسوي.
اوس افغانستان کال کې سړي پر سر ۶ ډالره پر روغتیا مصرفوي، په داسې حال کې چې دغه هېواد غواړي د ځان بسیاینې په لور حرکت وکړي، نو لازمه ده چې د افغانستان دولت د روغتیا برخه کې په پراخه کچه له داخلي منابعو او د ټولو هېوادوالو د ګټې اخیستو لپاره استفاده وکړي.
همدا ډول د ښځو د پیاوړتیا لپاره داسې پالیسیو نه کار واخیستل شي چې وکولی شي افغانستان کې جنسیتي تشه کمه کړي. د بېلګې په ډول افغان دولت باید په ډېر شمېر کې ښځې معلمې وروزي او وګوماري چې په دې سره ښوونځیو کې د نجونو حضور تشویق کړي.
اقتصادي پرمختیا او د هېواد ټولنیز جوړښت کې د ځوانانو د رول د ډېرېدو لپاره پکار ده چې هراړخیز پروګرامونه جوړ شي. د دغه ډول پروګرامونو په مرسته د افغانستان ځوان نسل کولی شي چې د تحصیلاتو تر بشپړېدو وروسته په اسانۍ سره دنده ترلاسه کړي او د ټولنې په زیان فعالیتونو کې ګډون نه یې راوګرځوي. د لرې پرتو سیمو ځوانان کولی شي چې د (ازاد کار) د ملاتړ له پروګرامونو برخهمن شي. ښارونو کې تخنیکي او کمپیوټري مهارتونه ځوانانو سره د ګټور کار پیدا کولو برخه کې مرسته کولی شي.
د افغانستان پرمختګ په ځانګړي ډول د روغتیا او زدهکړو سکټور کې د نړیوالو مرستو رول حیاتي دی. په داسې حال کې چې افغانستان اوس هم په نړیوالو مرستو زیاته تکیه کوي، په دې هېواد کې د بشري پانګې د وضعیت لوړونه چې د میلیونونو افغانانو ښه راتلونکې ورپورې تړلې ده د دغو مرستو ادامې (د هغو مرستو په شمول چې د افغانستان د بیارغونې صندوق له خوا ترسره کېږي) ته اړتیا لري.
Join the Conversation