د افغانستان په کلیوالو سیمو کې د خصوصی تشبثاتو او د کارموندنی د فرصتونو پیاوړتیا

This page in:
The Afghanistan Rural Enterprise Development Project has linked rural producers, inlcuding saffron farmers with markets to create businesses and provide employment opportunities to many Afghan women and men.
د افغانستان د کلیوالي صنایعو د پراختیا پروژه له ټولو کلیوالو تولید کوونکو، بالخصوص له هغو بزګرانو څخه چې د زعفرانو د کښټ او پروسس په برخه کې کار کوي، مالي  او تخنیکي ملاتړ برابروي. په دې توګه نه یوازې، چې بزګران به وتوانیږي څو خپل محصولات بازارونو ته عرضه کړي، بلکه خپله به کوچني تجارتونه او تشبثات پرانیزي او د ښځو او نارینه وو لپاره به د کارموندنې فرصتونه برابر شي. انځور: د افغانستان د کلیوالي صنایعو د پراختیا پروژه/ نړیوال بانک

د زعفرانو د کښت چارو کې د هرات ولایت د یوه بریالي متشبث نعیم سره وپیژنئ. په ۲۰۱۳ کال کې نعیم او څو نورو شریکانو یې وروسته له دې چې د کرني په څو ښونیزو برنامو، او کورنیو نندارتونونو کې ګډون وکړ نو د تابان په نامه د یوه سوداګریز شرکت په جوړولو یې پیل وکړ. نوموړی شرکت چې د زعفرانو د کښت، پروسس او خرڅلاو په برخه کې فعالیت کوي، په ډیر کم وخت کې وتوانید د زعفرانو د کیفیت په لوړولو سره  د خپل سوداګریز فعالیتونو شهرت د افغانستان تر پولو واړوي. اوس مهال په منځنۍ توګه دغه شرکت په کال کې ۱۲۰ ښخې د زعفرانو د فصلی چارو لپاره ګوماري، تر څو د دغه ارزښتناک بوټي  د حاصلاتو د راټولولو او پروسس چارې پر مخ بوزي .
 
د دغه پانګه اچونې د بریالیتوب کیسه د سپما او پورونو لپاره د کوچنیو نغدي ونډه اخیستنو  په وسیله د نعیم په شان دڅو نارینه وو او ښخو له خوا پیل شوه.
 
د ۲۰۱۰ کال نه را پدیخوا د افغانستان د کلیوالي صنایعو د پراختیا پروژې، کلیوال تولید کوونکي له بازار سره وصل کړل او همدارنګه د کلي سپما او پورونو د ګروپونو په واسطه یې  له کليوالي خلکو سره مرسته وکړه تر څو ورته کوچني تجارتونه جوړ او کوچني تشبثاتو ته وده ورکړي.

With small funds now available in their villages, rural residents take small loans to start their local micro-enterprises including in carpet weaving.
په کلیوالو سیمو کې د مالي ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره آسانتیاوې د دې لامل شوی، څو د هیواد د کلیوالو سیمو یو شمیر اوسیدونکي د کوچنیو پورونو په ترلاسه کولو سره یو شمیر کوچنیو سوداګریزو کړنو، لکه غالیو اوبدلو ته مخه کړي.  انځور: د افغانستان د کلیوالي صنایعو د پراختیا پروژه/ نړیوال بانک

د افغانستان د کلیوالو صنایعو د پراختیا پروژې هدف چې د کلیو د بیارغونی او پراختیا وزارت یوه مهمه برنامه ده، د کلیوالي سیمو د خلکو لپاره د کاري فرصتونو او د هغوی دعوایدو د ډیرول بلل کیږي. دغه پروګرام د نړیوالې پراختیا ادارې لخوا، چې د بیوزلو هیوادونو لپاره د نړیوال بانک تمویل کوونکې څانګه ده او د افغانستان د بیا رغونې صندوق په مالي ملاتړ پلي کیږي.
 
په تیرو څلورو کلونو کې کلیوالو په خپلو استوګنځایونو کې د سپما له ګروپونو کوچني پورونه اخیستې او توانیدلي دي څو د ۱۳۰۰ شاوخوا کي کوچني تشبثات پرې جوړ کړي . د دغه کوچنیو تشبثاتو تولیدات د افغانستان د کلیوالی صنایعو د پراختیا پروژې په مرسته د شاوخوا ۷،۹ میلیون ډالرو په ارزښت د هیواد په کورنیو بازارونو کې پلورل شوي دي. د افغانستان د کلیو د پراختیا وزارت له کوچنیو کلیوالي تشبثاتو او منځنیو پانګه اچونکو شرکتونو سره مرسته کوي.
 
په ټولیز ډول دغه کوچنیو او منځنیو تشبثاتو په تیرو دوه کلونو کې د خپلو تولیداتو د خرڅلاو له لارې ۵۸،۶ میلیون ډالر لاسته راوړي او ځایي، ملی او نړیوالو بازارونو ته یې لار موندلې ده. دې ته په پام سره چې د افغانستان د کلیوالي صنایعو د پراختیا پروژي لخوا ۳۹،۹ میلیون ډالره د سپما او پور ورکولو له ګروپونو څخه د ملاتړ په موخه ځانګړي شوي ، څو کوچني او منځني تشبثات پری تشویق او وهڅول شي، د دغې پانګه اچونې له امله د تولیداتو د خرڅلاو او د یادې سوداګری د پانګې دوران ۱،۶ ملیون ډالر تر اصلي پانګې ډیرښت ښیي.
 
دغه پروژې په مټ تر اوسه د پنځه ولایتونو (بلخ، بامیان، هرات، ننګرهار او پروان) د کلیوالو سیمو د ۱۱۰۰۰۰ کسانو لپاره د کار زمینه برابره کړې ، چې له دې ډلې ۱۷ سلنه کوچنی او منځني تشبثات، چې پخوا د افغانستان د کلیوالي صنایعو د پراختیا پروژې له خوا رامنځته شوي او ملاتړ ېې شوی وو، په بریالیتوب سره خپلو سوداګریزو فعالیتونو ته وده ورکړې.
 
نعیم اوس هغه وخت یادوي، چې غوښتل یې د خپل کوچني تجارت د پیل لومړي ګامونه پورته کړي او د یوه کوچني متشبث په توګه خپل کار پیل کړي. هغه وایي "د افغانستان د کلیوالی صنایعو د پراختیا پروژې په ملاتړ نن زه د یوه ملي سوداګر ځای په هیواد کې لرم. یو وخت داسې و چې د خپلې کورنۍ د لومړنیو اړتیاوو د اخیستو وس مې نه درلود خو اوس مې د کلني عاید کچه تر ۴۰۰ سوه زرو افغانیو پورې لوړه شوې او یوه هیله مې پر خای شوې ده، چې په دې برخه کې د افغانستان د کلیوالي صنایعو د پراختیا پروژي څخه د زړه له کومې منندوی یم. "
 
د یادونې وړ ده چې د افغانستان د کلیوالي صنایعو د پراختیا پروژې د ښخو د اقتصادي پیاوړتیا او کارموندنې په برخه کې هم د پام وړ ګامونه اخیستي. دمګړی د سپما او د کلیو د پور ورکونې ۵۵ سلنه غړي ښخې دي او ۷۰ سلنه پورونه د ښځو له خوا په خپلو کلیو کې د کوچنیو سوداګریو او تشبثاتي فعالیتونو د پیل لپاره غوښتل کیږي. د مثال په توګه په هرات ولایت کې د زعفرانو د پروسس اتحادیې ۶۳ سلنه غړي، ښځې دي .

Afghanistan’s saffron was named the best saffron in the world for a third time.  The International Taste and Quality Institute Brussels, Belgium awarded the accolade after examining some 300 samples in 2016.
د افغانستان زعفران په پرله پسی توګه د درېم ځل لپاره د نړی د غوره زعفرانو په توګه وپیژندل شول. د بلجیم په شاهي هیواد کې د بروکسل د ذایقې او کیفیت د نړیوال انستیتوت په څیړنو کې، چې د زعفرانو په ۳۰۰ نمونو باندې ترسره شوی، د افغانستان د زعفرانو کیفیت تر ټولو غوره بلل شوی دی. انځور:د رومي مشورتي شرکت / نړیوال بانک

د افغانستان سیاسي او اقتصادي کړکیچن حالت ته په کتو سره، دا وړ کړنې په کلیو کې د ځايي اقتصاد د پیاوړتیا بالخصوص د ښځو د پیاوړتیا لپاره یو ارزښمن ګام ګڼل کیږي. د افغانستان د کلیوالي صنایعو د پراختیا پروژه په پنځه محورونو کې تخنیکي، ښوونیز او لوژستیکي ملاتړ برابروي :
 
۱. ټولنیز انسجام
نوموړې پروژه، کلیوال نارینه او ښځې د سپما او پور د وړو ګروپونو او اتحادیو په توګه منسجم کړي دي.  د ۱۰ تنو شاوخوا کې ښځې او یا نارینه پیسې راټولوي او سپما کوي يې او یوه وړه ټولنه جوړوي، چې د یادې ټولنې مسئولیت د همدې ګروپ یو نارینه یا ښخینه غړی پر غاړه اخلي. د دغه سپما صندوق څخه ګټه اخیستنه د اسلامي اصولو سره سم تر سره کیږي. دغه پروژه د پورونو د پلي کولو په برخه کې فعالیت نه کوي، بلکې داسې زمینه برابروي، تر څو د ټولنې او سپما ګروپونو غړي په خپل ابتکار سره یو کوچنۍ تشبث جوړ او د ځایي سرچینو څخه ګټه واخلي.
 
۲. اقتصادي انسجام
د کلیو په کچه کوچنیو پورونو ته لاسرسي دا زمینه برابره کړې، تر څو ښځې او نارینه کوچني نقدي مبالغ د پس انداز او پور له صندوق څخه تر لاسه کړي او د کرنیزو محصولاتو، لبنیاتو، خوراکي توکو، لاسي صنایعو او غالی اوبدلو کوچنې تشبثات جوړ کړي. د افغانستان د کلیوالي صنایعو د پراختیا پروژه نه یوازې دا چې له کلیوالي متشبثینو سره د کوچنیو تشبثاتو د جوړنې په لومړیو پړاونو کې مرسته کوي، بلکه د دوی د تجارت او کاربار د ودې لپاره ښونیز یو شمیر پروګرامونه : د محاسبې، د بانکي خدماتو څخه ګټه اخیستنې، پلان جوړونې، رهبریت او اغیزمنې پانګه اجونې په برخه کې هم تخنیکي مرستې برابروي.
 
۳. د تشبثاتو سکتوري انسجام
د ولسوالیو او کلیو په کچه د کوچنیو تشبثاتو صنف بندي د متشبثینو د فعالیت او او تولیدي توکو د نوعیت تفکیک پر بنسټ او همدارنګه د دوی د بازارونو او محلي بالقوه اخیستونو کو سره د دوی سوداګریزو روابطو جوړول د افغانستان د کلیوالو صنایعو د پراختیا پروژې بله اساسي برخه جوړوي.
  
۴. د کوچنیو او منځنیو تشبثاتو ملاتړ او وده ورکونه
د افغانستان د کلیوالي صنایعو د پراختیا پروژه د ولسوالیو او ښارونو په کچه د کوچنیو او منځنیو تشبثاتو لپاره د اړتیا وړ ملاتړ برابروي . په خصوصي سکتور کې اوسني کړکیچن وضعیت ته په کتو، دغه پروژه د منځنیو او کوچنیو متشبثینو بالقوه ظرفیتونو د ودې لپاره د سوداګرۍ د ودې، د سوداګریزو غونډو تنظیم، تبلیغاتو او همدارنګه د متشبثینو لپاره په کورنیو او بهرنیو نندارتونونو کې د ګډون زمینه برابروي. اوس مهال د افغانستان د کلیوالي صنایعو د پراختیا پروژه په بیلابیلو ولایتونو لکه ننګرهار، هرات، بامیان، پروان او بلخ کې له ۵۴۴ کوچنيو او منځنیو تشبثاتو څخه ملاتړ کوي. یاد شمیرمتشبثین د دغې پروژې لخوا د ملاتړ شویو کوچنیو او منځنیو تشبثاتو ۱۷ سلنه جوړوي.
 
۵. د تولید او توزیع ارزښت د زنځير وده
د افغانستان د کلیوالي صنایعو د پراختیا پروژې د فعالیتونو د یوې برخې محور د افغانستان د کلیوالو صنایعو د تولیدا تو پر زنځیري ارزښت او د کلیوالو کوچنیو متشبثینو څخه د ولسوالیو او ښارونو په کچه د متشبثینو په اتحادیو،  پر ویشلو تمرکز کوي. د مثال په توګه په هرات ولایت کې دغه پروژې د زعفرانو ۱۳۴۵ بزګرانو ته له ۲۵۶ کوچنیو متشبثینو ته د سوداګریزو اړیکو د تامین او پراختیا زمینه برابره کړې ده .
 
د پیریدونکو او متشبثینو ترمینځ د سوداګریزو اړیکو دغه بهیر د ځايي بازارونو تر پولو اوښتې، هغه داسې، چې د کوچنیو او منځنیو متشبثینو خدماتو او تولیداتو غوښتنه د لویو قراردادیانو له خوا مخ پر ډیریدو ده او دمګړی سوداګرو له متشبثینو سره مستقیمه سوداګریزې اړیکې جوړې کړې دي. هغه متشبثینو، چې د افغانستان د کلیوالي صنایعو د پراختیا له پروژې څخه مالي او تخنیکي ملاتړ ترلاسه کړی اوس کولی شي، چې د بازار ودې، مارکیټ ته لاسرسي او د محصولاتو په کنترول او کیفیت کې فعاله ونډه ولري. دمګړی د سوداګریزو خدمتونو د ودې لپاره ۲۳ سلنه ملاتړ د کوچنیو او منځنیو تشبثاتو له خوا ترسره کیږي.
 
دغه لیکنه د نړیوال بانک اړوند د کار او کرنې د نړیوالو ګروپونو د خپرنیزه مطالبو یوه برخې ده چې د ستونزو د حل لپاره تجربې او موندنې پکښي راغونډې شوي دي.


Authors

Miki Terasawa

Rural Development Specialist

Abimbola Adubi

Senior Rural Development Specialist

Join the Conversation

The content of this field is kept private and will not be shown publicly
Remaining characters: 1000