آیا د متشبثینو لپاره کوچنۍ مالي مرستې، زدکړې، سپارښتنې او هغوی ته سلا مشورې کولای شي، څو په افغانستان کې کاري فرصتونه رامنځته کړي؟

This page in:
Image
نوریه یوه له هغو متشبثو مېرمنو څخه چې د نتیجه برنامې په مرستې یې خپله د قالینو د اوبدولو دستګاه فعاله کړې، وايي: " د نتیجه برنامې په مرسته اوسمهال موږ وتوانېدلو، چې خپل د اړتیا وړ وسایل او اومه مواد وپیرو او وروسته له دې ځان ته غالۍ تولید کړو." عکاسي: د رومی مشورتي شرکت/ نړیوال بانک

څرنګه چې نړیوال هر کال د اګسټ میاشتې ۱۲مه نیټه د ځوانانو نړیوالې ورځې په توګه نمانځي، د افغانستان ډیری خلک، په ځانګړې توګه ځوان نسل هڅه کوي، څو د خپل ځان لپاره د ځلانده او بریالي راتلونکي په موخه غوره او مناسبه لارې وپلټي او ومومي. د ملګرو ملتونو د وګړیو صندوق د معلوماتو پر بنسټ، د افغانستان شاوخوا ۶۳ سلنه وګړي د ۲۵ کلنو څخه لږ عمر لري، چې دغه حالت د افغانستان وګړي د سن پر بنسټ د شیب لرونکي هرم (steep pyramid) جوړښت په بڼه انځور شوی او دا په چټکۍ سره په هېواد کې د ځوان نسل د زیاتیدو ښکارندوي کوي. دا په داسې حال کې ده، چې افغان ځوانان د روغتیا، ښوونې او روزنې، کاري فرصتونو او جنسیتي نا انډول په برخو کې له سختو ستونزو او خنډونو سره مخ دي.

د دې ستونزو د حل په موخه د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت د کلیوالو او دویمه درجه ښارونو هغه ځوان نسل، چې د زدکړو کچه یې ټیټه ده، د خپل وړیا مالي مرستو آزمایښتي پروګرام تر پوښښ لاندې نیولي. د یادولو وړ ده، چې د کمزوري اقتصادي ودې او ناڅرګند لیدلوري ته په کتو د دغه کوچني او بلاعوضه مالي مرستې موخه دا ده، څو هغه ځوانان، چې غواړي پانګونه وکړي یا هم د ځان لپاره کار وکړي، د هغوی لپاره په خصوصي سکتور کې کاري موقع برابره کړي او ملاتړ یې وکړي. دا برنامه د افغانستان د بیارغونې صندوق په مالي مرستې د نتیجه پروژې تر پوښښ لاندې پلي کیږي.

کله چې ما، ۲۳ کلنه فریحه د کوچنیو وړیا مالي مرستو ترلاسه کولو لپاره د مرکې پر مهال ولیدله، د دولت لخوا یې هر ډول مالي ملاتړ ته د شک په سترګه کتل، خو د خپلې سینګارتون د راتلونکي او پرانیستلو په اړه یې ډاډ درلود. د فریحې دا هیله وروسته له هغه بشپړه شوه، چې د کوچنی وړیا مالي مرستې (۵۰۰ امریکایي ډالره) د ترلاسه کولو خبر یې ترلاسه کړ. فریحې، په لومړیو کې په یوه سینګارتون کې زدکوونکې وه او هلته یې اړین مهارتونه زده کړل. اوسمهال نوموړې له دې مالې مرستې څخه په خپل کسب او کار کې ګټه اخلي او اوسمهال هغه د خپل سینګارتون یوه شریکه ده او مشري یې هم کوي. هغه وايي: " ما د زده کوونکي په توګه په کافي اندازه عواید نه لرل، خو اوسمهال زه په دې کار کې شریکه یم. دا ښه کار دی او د پرمختګ په حال کې دی."

فریحه، د نتیجه پروژې د کوچنیو وړیا مالي مرستو د ګټه اخیستونکي په توګه؛ د لومړنیو مالي زدکړو، بازار موندنې او همدارنګه د کسب او کار او پانګونې لپاره د اړینو موضوع ګانو د زده کولو په موخه د تشبثاتو د پراختیا په ښوونیز پروګرام کې د یوې ښځې په توګه ګډون کړی وو. نوموړې همدارنګه له دې امله هم خوشحاله ښکاري، چې د ښوونیز پروګرام پر مهال یې د تشبث پیلولو په موخه انځوریز کتابونه ترلاسه کړي او عملي کارونو کې یې ګډون کړی او همدارنګه په دې برخه کې یې لومړني معلومات ترلاسه کړي دي.

فریحه د سلګونو ښځو په منځ کې هغه څوک ده، چې د نتیجه پروژې له لارې یې د مالي مرستو ترلاسه کولو لپاره غوره شوې او له دې لارې یې زدکړې کړي دي. تر اوسه له ۱۷۰۰۰ زره غوښتونکیو څخه شاوخوا ۲۵۰۰ کوچنیو سوداګرو د نتیجه پروژې له لارې کوچني بلاعوضه مالي مرستې ترلاسه کړي دي. د دې متشبثینو شاوخوا ۳۰ سلنه ښځې دي. د یادولو وړ ده، چې دا پروژه په کابل، ننګرهار او بلخ ولایتونو کې پلي شوې ده.
 

د متشبثو میرمنو لپاره د کوچنیو وړیا مالي مرستو لړۍ د یو نوي روښانه پیل ښکارندوی

د نتیجه پروژې د یوه غړي په توګه، د نړیوال بانک د اوږدمهاله ملاتړ په ملتیا؛ موږ باید د ولایتونو په کچه د ځوانانو د ملاتړ په موخه د سلا مشورو او د تشبثاتو اړوند د نورو اړینو لارښوونو او اړتیاوو پلټنه کړې وای. آیا سلا مشورې کولای شي، څو یوه ځوان ته د ګټور کسب او کار د پیل لامل شي؟ د افغانستان په څیر یوه هېواد کې، چې ماتېدونکی اقتصادي او ټولنییز حالت لري، د دې پوښتنې ځواب کیدای شي، چې څه نا څه پېچلئ او ستونزمن وي.

موږ فیصله وکړه، چې د دې پوښتنې ځواب په کابل ښار کې د ټاکل شویو کوچنیو متشبثینو سره د ذهني آزمایښت، سپارښتنو او سلا مشورو له لارې ترلاسه کړو. د یادولو وړ ده، چې د کوچنیو متشبثینو ډلو لپاره د وړیا مالي مرستو سربېره، د تشبثاتو د پراختیا په موخه ښوونیز پروګرامونه په لاره واچول شول او همدارنګه هغوی لپاره سپارښتنې وشوې او ورسره اړینې سلا مشورې وشوې. د تشبثاتو د پراختیا مخکښان اوسمهال د هغه متشبثینو ملاتړ کوي او ورته مشورې ورکوي، چې په تصادفي ډول ټاکل شوي او په کابل کې وړیا مالي مرستې یې ترلاسه کړي دي. د دې آزمایښتي برنامې له لارې به پر شواهدو ولاړې لاسته راوړنې، د کاري فرصتونو رامنځته کولو او د عوایدو د پایلو پر بنسټ به د وړیا مالي مرستو اغیزې وڅیړل شي. تمه کیږي، چې د دې پایلو څیړل او څارنه به په ۲۰۱۸ زیږدیز کال کې خپاره شي.

د لارښوونې او سلا مشورو خدمتونه د لارښوونکي ( مشوره ورکوونکي) او مشوره اخیستونکي (ګټه اخیستونکي) تر منځ د ځانګړو اړیکو رامنځته کول او پراختیا په دې موخه ولاړې دي، څوګټه اخیستونکي کس ته د لارښوونې او مشورې زمینه برابره شي او همدارنګه ورته د کسب او کار مهارتونه، پوهه او پوهاوي ولیږل شي. میرمن عالیه محمدي یوه ژمنه لارښوونکې او سلاکاره ده، چې د خپل سینګارتون مشري پر غاړه لري. میرمن عالیه د نتیجه پروژې ۵ تنه ګټه اخیستونکیو ته مشورې ورکوي. هغه وايي: " په لومړۍ غونډه کې، یو شمېر ګټه اخیستونکیو پر ځان کمزوری باور درلود، خو په دویمه غونډه کې، پر ځان د هغوی باور ډیر شوو، په اسانۍ سره یې خبرې کولې او په اسانۍ سره یې پر موضوع ګانو بحث کاوه ".

لارښوونکي او سلاکاران د هغه نوم لړ پر بنسټ وټاکل شول، چې د کارګرانو د ټولنې لخوا چمتو شوی وو؛ د مثال په ډول: د افغانستان د کارګرانو د ټولنې مرکزي شورا، د افغانستان د ښځو او ماشومانو د پیوستون بنسټ او د FACT بنسټ. ټاکل شویو کسانو د پروژې او همدارنګه د لارښوونې او مشورې په اړه لومړني معلومات ترلاسه کړل. هر سلاکار (لارښوونکې) په حد اکثر ډول هغه شپږو ګټه اخیستونکیو او لږ تر لږه د یو ګټه اخیستونکي لپاره سلا مشورې ورکوي، چې په ورته سکټور کې کار کوي.

 د هڅونې په موخه، د لارښوونکیو او سلاکارانو د تګ او راتګ لګښت، د ګټه اخیستونکي له ځای څخه د لیدنې، ډوډۍ، چای او د ټلیفون لګښت په موخه یوه لږه اندازه مالي مرسته (جېب خرڅ) په پام کې نیول شوی او همدارنګه هغوی ته د باورلیک او ستاینلیک په شان د هڅونې غیر مالي یا معنوي لاملونه هم په پام کې نیول شوي دي. دا ټولې هڅې د دې لپاره شوي، څو د سلاکار او ګټه اخیستونکیو ترمنځ باور رامنځته شي. په داسې حال کې، چې مالي مرسته په څلورو میاشتو کې د لږ تر لږه (۱۰) لیدنو لپاره په پام کې نیول شوې؛ تمه کیږي، چې د سلاکار او ګټه اخیستونکیو ترمنځ د اړیکو جوړولو وروسته، دواړه خواووې به ځان د معیینو لیدنو او مالي مرستو پورې محدود نه کړي.

د ۲۰۱۷ زیږدیز کال په مې او جون میاشتو کې په کابل کې شاوخوا ۷۵ سلاکارانو، نږدې ۳۰۰ ګټه اخیستونکیو ته د مشورې خدمتونه وړاندې کړل. د سلاکار او ګټه اخیستونکیو ترمنځ د پروګرام دوام او یا هم پریښودلو او همدارنګه د هغه ګټو په برخه کې یو شمېر فرضیې او خنډونه شته دي. دا چې تر کومه کچې پورې دا طرحه د کسب او کار د پراختیا او ګټورتوب په برخه کې اغیزې لري، اړتیا ده، څو د دې پروګرام اغیزو په اړه څيړنه وشي، که څه هم لومړني شواهد د دې ښکارندوي کوي، چې کوچنیو مشتبثینو لپاره کوچني وړیا مالي مرستې، په ټولنه کې د یوه وګړي په توګه د هغوی ونډې او ګډون لپاره پر ځان د هغوی باور او هڅونې کچه په پراخ ډول لوړوي. تمه کیږي، چې د دې تجربو ترلاسه شوي پایلې به له ګټه اخیستونکیو سره د خبرو اترو او په افغانستان کې د ځوانانو اقتصادي پياوړتیا او ګډون په برخه کې د پالیسي جوړونکیو سره مرسته وکړي.

  تمه ده، چې د دې تجربې لاسته راوړنې به د اقتصادي وضعیت پیاوړتیا او د افغانستان ځوانانو ته چې د هېواد راتلونکی جوړوي، د ونډې ورکولو په برخه کې، د پالیسي جوړونکو او تصمیم نیونکو ترمنځ په لویو بحثونو کې وکارول شي. پر هغه پروګرامونو پانګونه، چې پر ځوانانو راڅرخي، لکه د نتیجه د مشوره ورکولو برنامه د افغانستان د اوږدمهاله پراختیا لپاره اړین ګڼل کیږي.
 


Join the Conversation

The content of this field is kept private and will not be shown publicly
Remaining characters: 1000