د افغانستان کلیوالي ټولنې د انرژۍ له يوې سیمییزې پروژې ګټه پورته کوي

This page in:
CASA-CSP CASA-CSP

په پام کې ده چې په نږدې راتلونکې کې په افغانستان کې د انرژۍ يوه لویه پانګونه دایمي برېښنا ته د خلکو د لاسرسي کچه زیاته کړي او په دې هېواد کې د زرګونو کسانو د ژوند کیفیت ښه کړي. 

دغه پروژه چې له مرکزي اسیا نه جنوبي اسیا ته د برېښنا د لېږد پروژې یا (کاسا- ۱۰۰۰) په نوم یادېږي په منځنۍ اسیا کې د قرغېزستان او تاجکستان، افغانستان او په جنوبي اسیا کې د پاکستان تر منځ د برېښنا سوداګري پراخوي.

د دې پروژې معادله ساده ده: په قرغېزستان او تاجکستان کې د اوبو برېښنا تولید ورځ تر بلې زیاتېږي او بل پلو افغانستان او پاکستان د برېښنا له سخت کمي سره مخ دي.

سربېره پر دې چې کاسا—۱۰۰۰ پروژه په افغانستان او پاکستان کې د برېښنا زیاتې تقاضا ته ځواب ورکوي د څلورو هېوادونو د انرژۍ بازارونو په ادغام کې هم مهم رول لوبوي.

د دې پروژې تر څنګ د ۳۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د کاسا- ۱۰۰۰ د ټولنیز ملاتړ پروګرام مرسته کوي چې د برېښنا د لېږد په مسیر کې پرتې سیمې د برېښنا له انرژۍ او نورو خدمتونو برخمنې کړي.   

دغه پروژه په افغانستان کې له کلیوالي پراختیایي شوراګانو سره په همغږۍ د انرژۍ د اوسنۍ شبکې د پراختیا، څښاک اوبو ته د لاسرسي د ښه ‌والي، د روغتیا ساتنې اسانتیاوو رامنځته کولو، د نښلوونکو لارو د رغولو او د اوبو لګولو سېسټمونو د جوړولو غوندې نوښتونو او ځانګړو پروګرامونو ملاتړ کوي.

دغه پروژه په افغانستان کې له کلیوالي پراختیایي شوراګانو سره په همغږۍ د انرژۍ د اوسنۍ شبکې د پراختیا، څښاک اوبو ته د لاسرسي د ښه ‌والي، د روغتیا ساتنې اسانتیاوو رامنځته کولو، د نښلوونکو لارو د رغولو او د اوبو لګولو سېسټمونو د جوړولو غوندې نوښتونو او ځانګړو پروګرامونو ملاتړ کوي.

سیمییزې اړتیاوې پوره کول

د لغمان ولایت د ملک کلا کلی یو له هغو زرګونو سیمو دی چې د دې پروژې د مرستو ترلاسه کولو شرایط یې پوره کړي دي.

د ملک کلي خلک هم د افغانستان د ډېرو نورو کلیوالي سیمو هغو غوندې د خپل ژوند اړتیاوې له کرنې او کروندګرۍ پوره کوي.  د دې سیمې د اوسېدونکو په کرکیله کې د اوبو رسونې یو باوري سېسټم حیاتي اهمیت لري، خو د دې کلي په زاړه کانال کې زیاته شګه او خټه د روانو اوبو زیاته برخه جذبوي. لرو پرتو سیمو ته د اوبو د سمې رسونې لپاره لازمه وه چې دغه کانال ترمیم شي او تل یې کانکرېټ او پاک شي.  

د کاسا- ۱۰۰۰ د ټولنیز ملاتړ پروګرام شا و خوا ۲،۵ میلیونه افغانۍ (شا و خوا ۳۳۰۰۰ ډالر) دغه کلي ته بېلې کړي چې د دغه کلي د اوسېدونکو پر ۳۲۰۰۰۰ افغانیو (د ۴۱۴۴ ‌‌ډالرو معادل) موجودې مرستې سربېره یې د دغه کانال پر بیا رغونه ولګوي. 

Image
CASA-CSP
په لغمان ولایت کې د ملک کلا کلي د اوبو لګونې کانال انځور چې د کاسا – ۱۰۰۰ د ټولنیز ملاتړ پروګرام په مرسته بیارغول شوی.

د کانال د بیا رغونې پرېکړه د سیمې د اوسېدونکو په مشوره د کليوالي پراختیایي شورا په چوکاټ کې د دې سیمې اوسېدونکو د اړتیاوو د پوره کولو په منظور شوې ده.

انجینر شاه ‌خالد، چې د دغه کانال د بیا رغونې پروژې نظارت کوي، په دې اړه داسې وضاحت ورکوي: "د دغه ۷۵۰ متره کانال بیارغونه به تر پوښښ لاندې سیمو کې د کرنیزو محصولاتو په لوړاوي او همدارنکه د اوبو د جریان په ډېروالي کې مرسته وکړي. همدا ډول د دې پروژې په تطبیق سره به کانال ته نږدې سړک هم له سېلابونو خوندي شي. سربېره پر دې، د دې کانال بیا رغونه به په دغه سیمه کې د اوبو د سمې او اغېزمنې کارونې په برخه کې زیات اغېز ولري."

د کاسا- ۱۰۰۰ د ټولنیز ملاتړ پروګرام به له انجنیرانو سره تخنیکي مرستې وکړي او کلیوالو ته به د ډېرو ساختماني کارونو زمینه مساعده کړي.  دا په داسې حال کې ده چې په دې کلي او ګاونډيو سیمو کې د کووید-۱۹ ناروغۍ د خپرېدو له کبله کاري فرصتونه ډېر کم شوي او د بېکارۍ کچه لوړه شوې ده.

د ملک کلا د کلیوالي پراختیایي شورا غړی لعل‌محمد په دې اړه داسې وایي: "د دې سیمې اوسېدونکي ډېر بېوزله دي او د کووېډ-۱۹ وایرس خپرېدو تر پخوا لا بېوزله کړي." نوموړي زیاته کړه،: "د دې پروژې په مرسته زموږ د کلي پراختیايي شورا د بېکارۍ ستونزې او د ابو لګولو په برخه کې د دې سیمې د اوسېدونکو اړتیاوو ته مناسبه حللاره وموندلای شوه. اوس موږ ډاډه یو چې زموږ ځمکې د دې جوګه دي چې راتلونکو کلونو کې زموږ کورنیو او ماشومانو ته اړتیا وړ خواړه اماده کړي."

رسمي دولتي مقامات او د کلیوالي پراختیایي شوراګانو غړي تاییدوي چې د کلیوالي سیمو د ښه والي او پراختیا لپاره د کاسا-۱۰۰۰ پروژې د ټولنیز ملاتړ پروګرام ټولشمولې کړنلارې ډېرې اغېزمنې او ګټورې دي. 

د امنیتي ستونزو او کووېډ-۱۹ ناروغۍ پر خپرېدو سربېره د کاسا-۱۰۰۰ د ټولنیز ملاتړ پروګرام د کلیوالي سیمو د اړتیاوو د پوره کولو او پراختیایي موخو ته د دوی د رسېدو لپاره خپلو مالي او تخنیکي مرستو ته دوام ورکوي.

د ملک کلا کلي یو اوسېدونکی دیدار احمد په دې اړوند داسې وایي: "زموږ د کلي د اوبو لګولو کانال د بیا رغونې پرېکړه زموږ د ټولو کلیوالو د خوشالۍ سبب شوې ده. د کلي ځوانان د کلي د پراختیایي شورا له غړو سره یو ځای د کاسا-۱۰۰۰ د ټولنیز ملاتړ د پروګرام حمایت کوي."

د لغمان ولایت د بادپښ ولسوال وایي: "د سیمییزو او لویو پروژو تر سره کول نه یوازې زموږ د هېواد له اقتصادي پراختیا او سولې او ثبات راوستو سره مرسته کوي، بلکې د بنسټونو د پراختیا سبب هم کېږي، او زموږ د کلیوالي خلکو د ژوند سطحه کې مهم بدلونونه رامنځته کوي. زه مسوولو مقاماتو ته ډاډ ورکوم چې خلک د دوی په سیمو کې د پراختیایي پروژو د ترسره کولو تود هرکلی کوي او په بشپړ ډول د دې پروژو او نورو ټولو ملي پروژو ملاتړ کوي."

د امنیتي ستونزو او کووېډ-۱۹ ناروغۍ پر خپرېدو سربېره د کاسا-۱۰۰۰ د ټولنیز ملاتړ پروګرام د کلیوالي سیمو د اړتیاوو د پوره کولو او پراختیایي موخو ته د دوی د رسېدو لپاره خپلو مالي او تخنیکي مرستو ته دوام ورکوي. 

د کلیو پراختیا او بیا رغونې وزارت، مالیې وزارت او برېښنا شرکت په ګډه کار کوي چې افغانستان په سیمه کې د انرژۍ له یوې پیاوړې پروژې سره وتړي.د  کاسا-۱۰۰۰ پروژې مالي ملاتړ د نړیوالې پراختیا اداره کوي چې له خورا بېوزلو هېوادونو سره د نړیوال بانک د مرستو څانګه ده.  د افغانستان د بیارغونې صندوق، چې د ۳۴ نړیوالو مالي ملاتړو په استازۍ یې نړیوال بانک مدیریت کوي، د کاسا-۱۰۰۰ د ټولنیز ملاتړ پروګرام تمويلوي.   


Join the Conversation

The content of this field is kept private and will not be shown publicly
Remaining characters: 1000