د عامه تدارکاتو سیسټم کې اصلاحات په افغانستان کې د روڼتیا د زیاتوالي لامل شوی دی

This page in:

کله چې محمد اشرف غني، د افغانستان اوسنی ولسمشر، په ۲۰۱۴ زېږدیز کال کې د افغانستان د جمهوري ریاست څوکی ترلاسه کړه، د نوموړي یو لومړیتوب د افغانستان د ملي تدارکاتو په سیسټم کې په دې موخه اصلاحات راوستل و، چې د قرادادونو په ورکولو کې له شفافیت او د دغه قراردادونو له سم مدیریت او روڼتیا څخه ډاډ تر لاسه شي.

د تدارکاتو له دودیز سیسټم څخه په یوه پرمختللي مارکيټ د دغه سیسټم د بدلولو په اړه د ولسمشر د نظر پلي کول، د پیاوړو ارګانونو جوړولو، متخصصینو او مهارت لرونکو کارکوونکي ته اړتیا درلوده، چې اوسمهال د درېیو پرمختللو اداري تشکیلاتو په چوکاټ کې رامنځ ته شوې دي: د افغانستان د ملي تدارکاتو اداره ، د ملي تدارکاتو کميټه او د ملي تدارکاتو انسټیټوټ.

د دې ادارو فعالیت د دې لامل شوی، چې افغانانو ته ډېرې ګټې ورسېږي، فساد کم شي، او لا ښې ودې او پراختيا ته يې زمینه برابره کړې ده. د بېلګې په توګه، د تدارکاتو په برخه کې د راغلو اصلاحاتو په پایله کې هغه افغان شرکتونه او نړیوال شرکتونه، چې افغان شریکان لري او يا په افغانستان کې دفتر ولري تر ۲۵ سلنه د قراردادونو په ورکړې کې ترجیح ورکول کېږي.  دا طریقه له کورني محصولاتو څخه د ګټې اخيستنې په موخه د دولتي ارګانونو د لا تشویقولو له پاره او همدارنګه د خصوصي سکټور د پیاوړتیا له پاره تر سره کېږي. پر دې سربېره، تدارکاتي پروسو ته د کوچنیو او د منځنۍ کچې شرکتونو داخلېدل اسانه شوی او د قرارداد ورکولو پروسې او مخکني شرطونه اسانه شوي دي.

د ملي تدارکاتو سیسټم د پیاوړتیا په موخه بنسټيز اصلاحات

د افغانستان د ملي تدارکاتو اداره او د ملي تدارکاتو کميسیون یو شمېر استراتیژیکې کړنلارې وړاندې کړې، د اصلاحات لومړیتوبونه يې ټاکلي او د ملي تدارکاتو پر بهیر نظارت کوي. د دې دواړو جوړښتونو موخه دا ده، چې د افغانستان له قوانینو او اصلاحي لومړيتوبونو سره د ټولو تدارکاتي بهیرونو (د اړتیاوو تشخص، غوښتنلیک، اړوند اسنادونه، د اعطا کولو او قرارداد شرایط) له مطابقت څخه ډاډ ترلاسه شي.

د افغانستان په تدارکاتو سیسټم کې د دولت له خوا د اصلاحاتو تطبیق مرسته کړې ده چې شاوخوا ۶۶ میلیارډ افغانۍ ( د ۸۶۸ میلیون امريکايي ډالرو معادل) د ملي تدارکاتو په قراردادونو کې سپما وشي

په دې اصلاحاتو کې منظمه همغږي، د اړتیاوو ارزونه، د تدارکاتو له ټولو بهیرونو څخه اغېزمن نظارت او ارزونه او د قراردادونو ورکول، شامل دي. په ټوله کې، د افغانستان په تدارکاتو سیسټم کې د دولت له خوا د اصلاحاتو تطبیق مرسته کړې ده چې شاوخوا ۶۶ میلیارډ افغانۍ ( د شاوخوا ۸۶۸ میلیون امريکايي ډالرو معادل) د ملي تدارکاتو په قراردادونو کې سپما وشي. 

په افغانستان کې د عامه تدارکاتو پروسه د خصوصي سکټور د تدارکاتو د ظرفیت او وړتیاوو په پرتله پراخه لمن لري. یوازې په ۲۰۲۰ زېږدیز کال کې به افغانستان ښايي شاوخوا ۲۱۴ میلیارډه افغانۍ ( د شاوخوا ۲.۷ میلیارډ ډالرو معادل)، چې د هیواد له کابو نیمايي بودیجه سره برابره ده، د ملي تدارکاتو له لوري په زرګونه قراردادونو کې ولګول شي. په دې منځ کې، د مناسبو وړتیاوو او مهارتونو د ترلاسه کولو په شرط، د تدارکاتو کارکوونکي مرسته کولی شي، چې د میلیونونه ډالرو سپما وکړي.

د تدارکاتو برخې  د کاري ځواک پیاوړي کول

له بنسټیزو ننګونو څخه یوه دا ده، چې په افغانستان کې د دولتي تدارکاتو د متخصصینو پوهه ابتدايي ده او د دې له پاره چې کار يې لا ډېر اغېزمن شي اړتیا ده، چې نوې وړتیاوې زده کړي.

د ملي تدارکاتو انستیتوت، چې د نړیوالو منل شوو طریقو او تخنیکونو روزنه ورکوي، د افغانستان د تدارکاتو برخې د متخصصینو د روزنې مسولیت لري. د ۲۰۱۶ زېږدیز کال په پیل کې، د تدارکاتو روزنیز مرکز، چې وروسته د ملي تدارکاتو انستیتوت يې ځای ناستی شو، د افغانستان په ګوټ ګوټ کې يې شاوخوا ۵۰۰۰ کسانو ته روزنه ورکړه  او له دې لارې يې وکړای شوای، چې د تدارکاتو په برخه کې يې د کورني متخصص استعدادونو یوه ډله جوړه کړي. په څلورو وروستیو کلونو کې د نړیوال بانک په مالي مرسته، د افغانستان دولت په دې بریالی شوی، چې د تدارکاتو له روزنیز مرکز څخه د ملي تدارکاتو انستیتوت ته د دې ارګان د ارتقاء په موخه لا ډېر ګامونه پورته کړي.

د ملي تدارکاتو انستیتوت د څارنې او ارزونې په یو نړیوال پېژندل شوې سیسټم کې، چې د (Kirkpatrick) ارزونې رونیز مدل پر بنسټ جوړ شوی دی، پانګونه کړې ده. د دغه سیستم د نظارت او ارزونې موندنې ښيي، هغه روزنې چې د ملي تدارکاتو انستیتوت له خوا ورکړل شوې د کورسونو د ګډونوال له خوا يې ستاینه شوې ده.

د ملي تدارکاتو انستیتوت ژمن دی، د دولتي کارکوونکو ۱۴۰۰ هغو کسانو ته چې په ملي او ولایتي کچه د ملي تدارکاتو مسولین دي، اړینه روزنه ورکړي

د ملي تدارکاتو انستیتوت همدارنګه له نورو دولتي ارګانونو سره د تدارکاتو برخې د کارکوونکو د استخدام د څرنګوالي او دا چې د هغوی سازماني جوړښت د هغوی له کار څخه ملاتړ کوي که نه، هم همکار دی. په تدارکاتو سیسټم کې د اصلاحاتو د یوې برخې په توګه، د ملي تدارکاتو انستیتوت ژمن دی، د دولتي کارکوونکو ۱۴۰۰ هغو کسانو ته چې په ملي او ولایتي کچه د ملي تدارکاتو مسولین دي، اړینه روزنه ورکړي  او هغوی په سمه او اغېزمنه توګه د ملي سرچینو له مصرف څخه د ډاډ ترلاسه کولو له پاره چمتو کړي.

د تدارکاتي پوهې پیاوړتیا او غښتلتیا د یوه رقابتي کاري چاپېریال په رامنځ ته کولو، له فساد څخه پاک او د دومدار اقتصاد ضمانت کوونکی، د عامه خدمتونو په وړاندې کولو کې ښه والی او د پراختيايي پلان په پلي کولو کې د دولت په وړتیاوو پر ټولیز باور اغېزمن رول لري.

له کوویډ – ۱۹ سره مبارزه

د کوویډ – ۱۹ وبا په خپرېدو سره، د تدارکاتو ټول روزنیز پروګرامونه په ټپه ودرېدل. خو سره له دې، د ملي تدارکاتو انستیتوت او د احصايې او مالوماتو ادارې له (Moodle) روزنیز مدیریتي سیسټم څخه په ګټې اخيستنې پرلیکه روزنیز پروګرامونه جوړ کړل. د ویډيويي لکچرونو له لارې، چې د ملي تدارکاتو انستیتوت د متخصصینو له خوا وړاندې کېږی، ګډونوال په کومه اضافي لګښت پرته خپلو روزنیزو پروګرامونو دوام ورکوی شي.

د ملي تدارکاتو انستیتوت د پرلیکه روزنیزو پروګرامونو یو ګډون کوونکی، نورالله نادري، په دې اړه وايي: ” ما تر دې مخکې په څو دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې زده کړه کړې وه؛ خو دا پروګرام یو پیاوړی پرلیکه پروګرام و، چې ما تر اوسه پکې برخه اخيستې وه. زه غواړم د دې پروګرام له ټولو استادانو او مدیریتي ټيم څخه د هغوی د هڅو او کوښښونو له پاره مننه وکړم“.

د ملي تدارکاتو انستیتوت د پرلیکه روزنیزو پروګرامونو یو بل ګډون کوونکی، مبارز ځدران وايي: ” موږ اوس باور لرو، چې په ملي تدارکاتو انستیتوت کې په روزنې ترلاسه کولو سره، د تدارکاتو برخې کارکوونکي کولی شي د قوانینو او مقرراتو په پلي کولو او نورو تدارکاتي پالیسي ګانو او پروسو کې اغېزمن رول تر سره کړي“.

د ملي تدارکاتو انستیتوت په پام کې لري، چې له حضوري کورسونو او نورو روزنیزو تخصصي پروګرامونو ترڅنګ دغه پرلیکه کورسونه ته د کوویډ – ۱۹ ویروس خطر تر ختمېدو وروسته هم دوام ورکړي.

د نړیوالو مرستو دوام، د هغو مرسته په ګډون چې د افغانستان د بیا رغونې صندوق له لارې کېږي، د میلیونونو افغانانو د ژوند چارو د ښه کولو له پاره ډېر زیات ارزښت لري.  د لاسته راوړنو پایښت او پراختیا د افغانانو پر ژوند باندې د افغانستان د بیا رغونې صندوق د مرستو مثبتې پایلې منعکس کوي، چې توانېدلی د عامه هوساينې او سولې ته د رسېدو په برخه کې افغانانو ته بنسټيز بدلون راولي.

 


Join the Conversation

The content of this field is kept private and will not be shown publicly
Remaining characters: 1000