د بېوزلۍ د ختمولو نړیواله ورځ: په افغانستان کې له بېوزله قشر نه د ملاتړ حیاتي فرصت

This page in:

د نړیوالو مرستو ادامه (د هغو مرستو په شمول چې د افغانستان د بیارغونې  صندوق له خوا ترسره کېږي) د میلیونونو افغانانو د ښې راتلونکې د جوړولو او دهغو پرمختیایي لاس‌ته‌راونو د ساتنې لپاره چې تر اوسه ترلاسه شوې حیاتي اهمیت لري. د لاسته راوړنو د ساتنې کمپاین د هغه پروژې لاسته راوړنې چې د افغانستان د بیارغونې صندوق  له خوا ترسره شوې دي او یو سوله‌ییز اوټول شمول افغانستان په د لاسرسي کې برخه اخیستې ده، بیانوي.  www.worldbank.org/afghanistan/results

د عبدالله۱ زوی مخکې د میاشتې شاوخوا ۲۶ ډالره عاید درلود، سره له دې چې دا ډېر لږ رقم دی خو بیا هم د ده له کورنۍ سره، چې په سختو شرایطو کې ده، یوه مرسته وه. د کووېډ-۱۹ د پراختیا د مخنیوي لپاره چې د قرنطین کوم محدودیتونه وضع شوي، ټول فعالیتونه یې درولي او د افغانستان اقتصاد یې سخت ځپلی دی، په دې وجه د سلګونو نورو کاریګرو غوندې ده هم خپل عاید له لاسه ورکړی. عبدالله چې ۶۵ کلن دی د زوی د مرستې د نشتوالي په وجه مجبور شوی چې د خپلو اړتیاوو د پوره کوو لپاره له خپلوانو مرسته وغواړي.

افغانستان د کووېډ-۱۹ د خپرېدا د منفي اغېزو په وجه له سردردوونکې بېوزلۍ او تنګلاسۍ سره مخ شوی دی. د نړیوال بانک د تحلیلونو وړاندوینه دا ده چې افغانستان کې د بېوزلۍ کچه چې۲۰۱۷ کې ۵۵ فیصده وه په ۲۰۲۰ کې به ۷۲ فیصدو ته لوړه شي.  عمده دلیل یې د عایداتو کموالی، د خوراکي توکو او د کورنیو لپاره د نورو اړینو موادو د بیو لوړوالی دی.

په۲۰۲۰ کال کې د بېوزلۍ د ختمولو د نړۍوالې ورځې د نمانځلو لپاره لږ دلایل شتون لري

د کرونا وایرس د خپرېدا په وجه د محدویتونو وضع کولو او د بازارونو او کسب او کار بندولو د افغانستان اقتصاد په ژوره توګه زیانمن کړ. د ناورین پیل کې د پولو بندښت وارداتو کې اختلال رامنځته کړ چې له امله یې د لومړنیو خوراکي توکو بیې خورا لوړې شوې. په همدې وخت کې د نړۍ د اقتصادي رکود په وجه هغه مالي مرستې هم کمې شوې چې بهرمېشتو افغانانو به افغانستان ته لېږلې. 

۱۵ میلیونه افغانان له هغو کورنیو دي چې تر نیمایي زیات عاید یې له غیر رسمي کارونو دی.

په ځانګړې توګه ډېرې هغه افغانې کورنۍ چې غیر رسمي کارونه یې کول؛ مثلاً د خوراکي توکو واړه کاروبارونه یې لرل، ساختماني کارونو کې یې ورځنۍ مزدورۍ کولې او یا پر کرنه بوختې وې د خطر په حالت کې دي. ۱۵ میلیونه افغانان له هغو کورنیو دي چې تر نیمایي زیات عاید یې له غیر رسمي کارونو دی.  له دغه شمېر نه یې ۳۰ فیصده ښارونو کې اوسېږي چې د قرنطین محدودیتونه په کې پلي شوي ول. دغه کورنۍ له دا ډول اقتصادي ټکانونو سره د مقابلې کم توان لري؛ او په غالب ګومان د مقابلې لپاره له منفي میکانیزمونه کار اخلي؛ مثلاً د ښوونې او روزنې اړوند لګښتونه کموي، د خوراک مصرف کموي او یا خپلې شتمنۍ خرڅوي. د اجتماعي ملاتړ کمی د بېوزلۍ حلقې ته د دوی د لوېدو خطر زیاتوي. 

له بېوزله قشر سره مرسته او د وضعیت د چټګ ښه‌والي لپاره تیاری

نړیوال بانک د کووېډ-۱۹ له منفي اغېز نه د افغانستان د بېوزله قشر د ساتنې بېړنۍ مرستې کړې دي. د دولت او په افغانستان کې د پرمختایي شریکانو په همکارۍ؛ نړیوال بانک او د افغانستان د بیا رغونې صندوق د کووېډ-۱۹ د بحران په وخت کې د افغانستان د خلکو د ملاتړ او د اوضاع د ژر ښه‌والي لپاره له مارچ میاشتې رادېخوا تر یو میلیارد ډوالرو ډېره مرسته کړې ده. 

روغتیایي ناورین ته د رسیدګۍ لپاره د افغانستان له روغتیایي سکټور سره پر بېړنیو مرستو سربېره موږ د زده‌کړو، کار موندنې، روغتیایي خدماتو ته د لاسرسي او د خصوصي سکټور او مالي بنسټونو د فعالیتونو ملاتړ کوو چې په پایله کې یې د خلکو د ژوند د ښه‌والي سبب شي.

دغه مالي مرسته په نوې سل میلیون ډالري مرسته کې شامل دي چې د غذایي مصؤنیت او کرنیزې سوداګرۍ د پیاوړتیا په موخه له کروندګرو او د غذایي تامین برخه کې له وړو او منځیو کاروبارویانو سره د ملاتړ له لارې کېږي.  

همدا ډول که اطمینان حاصل شو چې افغانستان د کووېډ-۱۹ له ناورین وروسته تر پخوا ښه عمل کوي، نو نړیوال بانک ۲۰۰ میلیونه ډالره مالي مرسته د اجتماعي حفاظت، په ځانګړي ډول له طبیعي پېښو سره د مبارزې د یو پیاوړي سېستم د جوړولو لپاره ترسره کوي.

زموږ ملاتړ همدلته پای ته نه رسي. نړیوال بانک هغه پروژې چې اوس مهال افغانستان کې تر تطبیق لاندې دي، د دې لپاره له سره کتلې دي چې وکولی شي د افغانانو لپاره د ژوند د غوره معیشت په برخه کې خپلې مرستې ډېرې کړي او د افغانستان له دولت سره د مالي فشارونو برخه کې مرسته وکړي.

افغانستان سره د نړۍوالې ټولنې د ملاتړ دوام یوه حیاتي اړتیا ده

له دغو مرستو سره سره، د افغانستان د وضعیت د بشپړ ښه‌والي په وړاندې اوس هم ډېرې ننګونې شته. د اوسني سخت اقتصادي حالت د دوام وړاندوینه کېږي. وایرس لا په بشپړ ډول له منځه تللی نه دی او د هوا په سړېدو سره وېره ده چې دویمه څپه یې پیل شي او په نتیجه کې به یو ځل بیا قرنطین عملي شي. دا به پر ډېرو خصوصي شرکتونو اغېز وکړي او د کاروبار کچه به خورا راټيټه کړي.

د روغتیایي خدماتو د پراختیا او چټکیا، ښوونې او روزنې، د زیربناوو غوره‌والي او د ټولنیزو شاخصونو په بېلابېلو برخو کې، چې د نړیوالو مرستو رول په کې بارز دی، افغانستان ښکاره پرمختګ کړی. 

په داسې سختو شرایطو کې افغانستان سره د نړۍوالې ټولنې د ملاتړ دوام لا مشخص نه دی. امنیتي برخه کې د مالي مرستو کموالی (وړاندوینه کېږي چې د دې برخې مرستې به راتلونکو کلونو کې کمې شي.) او د ۲۰۲۰ ورستیو کې د افغانستان د بیا رغونې صندوق سره د بین المللی ژمنو پای، د نړیوالو مرستو وضعیت په ابهام کې دی. دغه شکمن حالات پر اقتصاد منفي اغېز کوي او بېوزلي ورسره زیاتېږي. په دې دلیل خصوصي سکټور زړه نه ښه کوي چې د نوې پانګونې لپاره خطر ومني.  

په داسې حال کې چې افغانستان کې به د کووېډ-۱۹ د اغېزو بشپړ ختمول ننګوونکی وي، خو شته کلک شواهد دا ثابتوي چې د نړۍوالې ټولنې مرستې کولی شي چې د ژوند د شرایطو په ښه‌والي کې مهم رول ولري. له ۲۰۰۱ کال رادېخوا د روغتیایي خدماتو د پراختیا او چټکیا، ښوونې او روزنې، د زیربناوو غوره‌والي او د ټولنیزو شاخصونو په بېلابېلو برخو کې، چې د نړیوالو مرستو رول په کې بارز دی، افغانستان ښکاره پرمختګ کړی. 

د افغانستان د بیا رغونې صندوق د نړبوالې ټولنې او نړیوالو بنسټونو د مرستو په تنظیم سره د ظرفیتونو د لوړولو، د لا اغېزمن دولتي سېسټم د رامنځته کولو او د حکومتولۍ برخه کې د فساد له خطرونو د دقیق مدیریت نتیجو ته د رسېدو په برخه کې عمده رول لرلی دی.

د کووېډ-۱۹ ناورین د افغانستان په پراختیايي برخه کې د وروستیو کلونو د لاسته راوړنو د زیانمننې لوړه کچه څرګنده کړه. موږ هیله‌من یو چې له افغانستان څخه د نړیوالې ټولنې ملاتړ دوام وکړي. افغانستان تر بل هر وخت اوږد مهاله او ثابتو ژمنو ته اړتیا لري چې فقر او بېوزلی ختمه شي او مطلوب وضعیت رامنځته شي. 

 

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

نوم د هویت د ساتنې په هدف بدل شوی دی.*

 


Authors

Hartwig Schafer

Former Vice President, South Asia Region, World Bank

Join the Conversation

The content of this field is kept private and will not be shown publicly
Remaining characters: 1000