د کوویډ-۱۹ په وړاندې د افغانستان د مبارزې پیاوړي کول

This page in:
?? ???? ????? ????? ?????? ????? ??? ?? ??? ?? ????? ??? ??? یک خانم افغان هنگام دریافت خدمات صحی در یکی از کلنیک های صحی

هغه مهال چې افغانستان د کووید-۱۹ لومړنۍ پېښه د روان کال په فبرورۍ کې په هرات ولایت کې ثبت کړه، حکومت پر نورو لومړیتوبونو، چې حکومت یې تر فشار لاندې نیولی و، تمرکز درلود لکه د یوه نوي حکومت پر ایجادولو او د طالبانو او د متحدو ایالتونو تر منځ د سولې د موافقتنامې پر پلې کولو باندې.

 کله چې په مارچ میاشت کې په ټول هرات کې د کووید-۱۹ د ناروغۍ پېښې مخ په زیاتېدو وې، هېواد د نویو پېښو په موندلو، آزمایلو، او تجرید کې له ډېرو ستونزو سره مخ و. سره له دې چې په ګڼ نفوسو مرکزونو کې قرنطین وضع شوی و، خو د دې ناروغۍ د مثبتو پېښو شمېر مخ په زیاتېدو و. د آګسټ په ۵ نېټه رسمي شمېرو په کووید-۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر څه باندې ۳۶۷۱۹ او د مړه شویو شمېر ۱۲۸۰ تنه ښودلي دي. خو دغه شمېرې ښايي واقعي وضعیت را ونه ښيي او په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر به تر دې په کراتو زیات وي.

د کوویډ-۱۹ ناروغۍ خپرېدل پر افغانستان باندې، چې ان د دې کړکېچ تر څرګندېدو له مخه پر سیاسي او امنیتي وضعیت باندې د بې باورۍ په وجه له سختو شرایطو سره مخ و، لا زیات فشار راوست.  اټکل کېږي چې د ۲۰۲۰ کال په اوږدو کې به د اقتصادي ودې کچه په چټکۍ سره راټیټه شي او د هېواد اکثره وګړي به ځکه د بېوزلۍ تر کرښې لاندې شي چې د کوویډ-۱۹ کړکېچ د کارموندنې پر وضعیت سختې ناوړه اغېزې کړې دي.

کړکېچ ته چټک ځواب

نړیوال بانک د افغانستان پر نازک صحي او اقتصادي سیستم باندې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ له ګواښونو خبر و، نو چټک لاس په کار شو او د اپرېل په ۲ نېټه یې د ۱۰۰ میلیونه امریکايي ډالرو بېړنۍ مالۍ مرسته برابره کړه چې له افغانستان سره د صحي نظام په چمتو کولو او پیاوړي کولو کې مرسته وکړي.

د نړیوال بانک په ملاتړ د کووید-۱۹ تشخیصیه لابراتوار کې د افغان ډاکټرانو د کار بهیر
د نړیوال بانک په ملاتړ د کووید-۱۹ تشخیصیه لابراتوار کې د افغان ډاکټرانو د کار بهیر

دې مرستې افغان حکومت ته دا توان ورکړ چې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ د پېښو په تشخیص او تجرید کې د صحي خدمتونو کمیت او کیفیت ښه کړي، او روغتونونه او نور روغتیايي مرکزونه په ضروري طبي وسایلو او تجهیزاتو سره اکمال کاندي.

د جون د میاشتې تر منځه پورې تر ۸۰ ټنه زیات طبي وسایل چې د صحي کارکوونکو لپاره شخصي حفاظتي جامې هم په کې وې، د دې مرستې د یوې برخې په توګه د یونیسف له خوا د هوا له لارې کابل ته ولېږدول شول. 

له ناسمو معلوماتو سره مبارزه

هغه مهال چې د کوویډ-۱۹ ناروغي په ټول هېواد کې خپره شوه، د دې ناروغۍ په اړه نا سم معلومات تر ناروغۍ لا چټک خپاره شول. ټولنیزې شبکې د ناروغۍ د مخنیوي په اړه د خبرتیاوو په خپرولو کې مهمه ونډه واخیسته خو د غلطو تصوراتو او بې بنسټه معلوماتو خپرول هم په کې توپاني وو. په کلیوالو سیمو کې ځینو وګړو د انټي بیوټیکونو په خوړولو پیل وکړ، حال دا چې د ښارونو په مرکزونو کې بیا به ناروغۍ ډېرو اخته ځوانانو له دې خبرې انکار کاوه چې اخته شوي دي – دا حالت ځکه رامنځته شوی و چې د خلکو په ذهن کې د دې ناروغۍ په اړه قبیح تصور ایجاد شوی و او همدارنګه خلک له تجرید کېدو څخه ډارېدل.

.

 

Image
د نړیوال بانک د یوې پروژې کارکوونکې کلیوالو افغانانو ته د کوویډ-۱۹ په هکله معلومات ورکوي
د نړیوال بانک د یوې پروژې کارکوونکې کلیوالو افغانانو ته د کوویډ-۱۹ په هکله معلومات ورکوي

د عامې روغتیا وزارت د نړیوال بانک په همکارۍ، د نا سمو معلوماتو د خپرېدو د مهارولو لپاره د عامه پوهاوي کمپاین پلی کړ چې په ترڅ کې یې د دې ناروغۍ د مخنیوي، د ځاني قرنطین د هڅونې، ټولنیزې فاصلې، د ماسک د اغوستلو، په کراتو د لاسونو د مینځلو په اړه پیغامونه خپاره کړل او د دې ناروغۍ د نا اغېزناکې او مضرې درملنې د مخنیوي لپاره هم مشورې وړاندې شوې.

د اقتصاد پیاوړتیا

د کوویډ-۱۹ کړکېچ او ور څخه را ولاړ شویو مخنیونکو چارو د افغانستان پر اقتصاد چې وار له مخکې هم کمزوری او ټکنۍ و، ډېرې منفي اغېزې پرې ایستلې دي. په ښارونو کې ګرځ بندیزونه او د پولو بندوالی د دې سبب شول چې اقتصادي فعالیتونه سخت کمرنګه شي، د توکو د مصرفولو اندازه او تجارتي راکړه ورکړه راکمه شي، د وارداتو کچه ډېره ټیټه شي، د مالیاتي اداینې اندازه راکمه او صادرات هم کم شي. 

د دې لپاره چې افغانستان په دې سختو شرایطو کې د اصلاحاتو د پلي کولو سرعت هماغسې وساتي او د کورنیو عوایدو د کسر اندازه مدیریت کړي، نړیوال بانک په دوهم ګام کې د ۱۶۰ میلیون ډالرو وړیا مالي مرسته د روان میلادي کال په می میاشت کې تصویب کړه. دغه وړیا مالي مرسته د افغانستان د بیا رغونې صندوق له ۲۴۰ میلیونه ډالره بلا عوضې مرستې سره یو ځای، ۴۰۰ میلیونه ډالر کېږي چې نه یوازې د حکومت د مالي برخې لپاره د ځینو مهمو اصلاحاتو د تداوم لاره هواروي، بلکې د هغې له لارې د تجارت او کار و بار د چارو د تنظیم په برخه کې اصلاحاتو ته به هم دوام وکړي، خصوصي پانګونې به وهڅول شي، ټولنیز مشارکت به پراخ شي او د عامه خدمتونو د وړاندې کولو د اصلاحاتو ملاتړ به وشي.

دې ته په کتو سره چې تجارت او کار و بار د اقتصاد په وده کې حیاتي ونډه لري، نړیوال بانک د ۲۰۲۰ کال د جولای په لومړیو کې، د وړیا مالي مرستو بله بسته چې ارزښت یې ۲۰۰ میلیونه ډالره و، له خلکو او زیان منونکو خصوصي تشبثاتو سره د مرستې لپاره برابره کړه. دغه مالي بسته له حکومت سره مرسته کوي چې هغه پالیسۍ چې له چټکې اقتصادي بیا رغاونې سره مرسته کوي، پیاوړې کړي او اساسي زیربناوې لکه اوبه، برېښنا، او مخابرات فعاله وساتي.

دغه مالي بسته له حکومت سره مرسته کوي چې هغه پالیسۍ چې له چټکې اقتصادي بیا رغاونې سره مرسته کوي، پیاوړې کړي او اساسي زیربناوې لکه اوبه، برېښنا، او مخابرات فعاله وساتي.

Image
د کوويډ-۱۹ وبا د خپرېدو د مخنیوي لپاره د دولت لخوا اقدامونه د ډېر شمېر افغان کورنیو ژوند او د هېواد اقتصادي وضعیت ستونزمن کړی
د کوويډ-۱۹ وبا د خپرېدو د مخنیوي لپاره د دولت لخوا اقدامونه د ډېر شمېر افغان کورنیو ژوند او د هېواد اقتصادي وضعیت ستونزمن کړی

د بېوزلو کورنیو لاسنیوی

د کوویډ-۱۹ د خپرېدو کړکېچ تر ټولو ناوړه اغېزې د زیان منونکو او بېوزلو کورنیو پر وضعیت اغیز کړی ده. نړیوال بانک د افغان کورنیو پر ژوند باندې د کوویډ-۱۹ د کړکېچ د اقتصادي اغېزو د کمولو لپاره او همدارنګه د خوراکي موادو د عرضه کولو د حیاتي زنځیر د ملاتړ لپاره تازه نوې مالي مرسته تصویب کړې ده. 

د ۳۸۰ میلیون ډالرو نوې وړیا مالي مرسته چې په همدې اونۍ کې له کوویډ-۱۹ څخه د اغېزمن شویو افغان ټولنو او کورنیو سره د مرستې د پروژې د تمویل لپاره تصویب شوه، د دې لاره به هواره کړي چې د افغانستان په ټولو ولسوالیو او کلیو کې د کلیو د انکشافي شوراګانو له لارې د بېوزلو او مستحقو کورنیو لپاره د خوراکي او صحي موادو کڅوړې توزیع شي. تمه کېږي چې له دې پروژې څخه به په ټول افغانستان کې ۲.۹ میلیونه بېوزلې او غریبې کورنۍ برخمنې شي.

دا پروژه د یوې بلې موازې پروژې بشپړوونکې ده چې د ولسي تړون د ملي پروګرام– د حکومت تر ټولو لوی پراختیايي پروګرام - له لارې تنظیمېږي. دواړه پروژې په ګډه سره، په ټول هېواد کې ۹۰ سلنه غریبې او بېوزلې کورنۍ د «ملي دسترخوان» د پروګرام تر چتر لاندې رانغاړي چې په تخمیني ډول شا و خوا ۴.۱ میلیونه کورنۍ چې د عوایدو ورځنۍ اندازه یې ۲ ډالره یا تر هغه کمه ده، له دې پروګرام څخه به ګټمنې شي.

همدارنګه نړۍ وال بانک په روانه اونۍ کې، د ۱۰۰ میلیونه ډالرو بله وړیا مالي مرسته تصویب کړه چې له کرنې او د خوراکي موادو له تأمینولو سره د اضطراري مرستې په پروژې به ولګول شي چې په ترڅ کې به یې غذايي خوندیتوب بهتره شي، د کښت او زراعتي محصولاتو کچه به زیاته او د خوراکي موادو د عرضه کولو تجارتي زنځیر، په تېره بیا د غنمو د عرضه کولو چاره به تقویه شي.

د کوویډ-۱۹ د کړکېچ په ځواب کې، د نړیوال بانک د هڅو د یوې برخې په توګه، لا نورې مرستې د اوبو رسولو د خدمتونو د تقویې، او د حفظ الصحې د پیاوړتیا لپاره پلان او برابره شي

 

د افغانستان له خلکو سره د مرستې تداوم

د نړیوال بانک مرستې او ملاتړ په همدې ځای کې نه ختمېږي. موږ په افغانستان کې د خپلو روانو پروګرامونو او پروژو جوړښت ته بیا کتنه وکړه چې د افغان دولت لپاره اړینې سرچینې برابرې شي چې د هېواد بېړنۍ اړتیاوې پوره کاندي او مالي فشارونه مدیریت کړي. ټاکل شوې ده چې د کوویډ-۱۹ د کړکېچ په ځواب کې، د نړیوال بانک د هڅو د یوې برخې په توګه، لا نورې مرستې د اوبو رسولو د خدمتونو د تقویې، او د حفظ الصحې د پیاوړتیا لپاره پلان او برابره شي.  موږ همدارنګه د مالي امکاناتو او پورونو ته د لاسرسي د سیستمونو د تقویې لپاره هم کار کوو چې ډېرې وړې، وړې او متوسطې پانګونې پایېدوني مالي خدمتونو ته لاسرسی پیدا کړي او د موبایل پولي خدمتونه په ټول هېواد کې پراخ شي.

نړیوال بانک د افغانستان د یوه لوی پرمختیايي شریک په حیث، له کوویډ-۱۹ کړکېچ سره د مبارزې په لاره کې له دې هېواد سره په خپلو ژمنو ولاړ پاتې کېږي او د افغانستان د خلکو تر څنګ به ودرېږي چې په دې ټوله سخته او له ابهامه ډکه موده کې مقاوم پاتې شوي دي.

 

 

 


Authors

Henry G. Kerali

World Bank Country Director for Afghanistan

Join the Conversation

The content of this field is kept private and will not be shown publicly
Remaining characters: 1000