کله چې د پروژې د فعالیتونو د ارزونې لپاره سیمې ته ځو، وینو چې په کلیوالو سیمو کې مېرمنې له بېوزلۍ او تنګسې څخه سختې اغېزمنې شوې دي او د هغو چارو پر ارزښت سترګې پټېږي چې دوی یې په کورونو کې کوي.
دودونو او رواجونو د کلیوالو مېرمنو لپاره دا چاره سخته کړې ده چې دوی دې پور واخلي، تجارتي کار و بار پيل کړي او مالي معلومات ترلاسه کړي. دا هغه څه دي چې له مېرمنو سره د بودیجې په ترلاسه کولو او د پیسو په لګولو کې مرسته کوي.
خو بیا هم، هغه مېرمنې چې د ځوکمنولو له پروګرامونو څخه یې ګټه اخیستې ده او د اقتصادي فعالیتونو فرصت ورته برابر شوی دی، د خپلې ټولنې په ودې او پرمختګ کې یې مهمه ونډه اخیستې ده. دغو مېرمنو د کسب او کار کامیابه سیستمونه رامنځته کړي دي او د دې کار په نتیجه کې یې د کورنیو او په ټوله کې د خپلو کلیو په کچه کې یې فقر او بېوزلي راکمه کړې ده.
سره له دې چې د جنګ تر اوږدو کلونو وروسته، د کابل په ګډون د افغانستان په لویو ښارونو کې د پراختیا او توسعې بهیر روان دی خو ورسره هم مهاله د بېوزلۍ او بیکارۍ لمن هم پراخه شوې ده. په افغانستان کې د ژوندانه د وضعیت په اړه د هغې سروې موندنې چې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ترسره کړې ده، راښيي چې په افغانستان کې د بېوزلۍ کچه په ۲۰۱۲ کال کې ۳۸،۳ فیصده وه؛ خو په ۲۰۱۷ کې ۵۴،۵ فیصدو ته لوړه شوې ده.
د دې وضعیت عمده علت دا دی چې د کلیوالو سیمو اوسېدونکي په بازار کې د رقابت او سیالۍ په برخه کې له زیاتو خنډونو او ستونزو سره مخ دي. د افغانستان حکومت د یوه ملي پروګرام په چوکاټ کې د کلیوالو سیمو د پراختیا او توسعې لپاره داسې ګامونه اخیستي دي چې د احصایوي معلومات په مطابقت کې د هېواد په زیانمنو شویو سیمو کې چې بېوزلي په کې زیاته ده او اقتصادي وده یې په ټپه ولاړه ده، ضروري کارونه وشي.
د افغانستان حکومت د کلیوالو مېرمنو په منځ کې د مخ په زیاتېدونکې فقر او بېوزلۍ په ځواب کې، د ۲۰۱۸ په اکټوبر میاشت کې د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا پروژه پیل کړه. دا پروژه چې د کلیو د پراختیا او بیا رغاونې وزارت تر نظر لاندې عملي کېږي، یو ملي پروګرام دی چې په لومړي ګام کې له کلیوالو مېرمنو سره مرسته کوي چې د خپل منځي – مرستې په ډلو کې سره راټولې شي او وروسته بیا مالي خدمتونو ته لاسرسی پیدا کړي او واړه تجارتونه پیل کړي.
موږ په کلیوالو سیمو کې د هرې پروژې له پیلولو مخکې له ځان څخه پوښتنه کړې ده چې په کومه برخه کې باید پانګونه وکړو چې فقر او بېوزلي ورسره کمه شي. په سیمهییز اقتصاد کې د ښځو د ونډې زیاتول او د تولیدوونکو ښځو او سیمهییزو بازارونو تر منځ د ارتباط تأمینول د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا پروژې اصلي هدف دی. کلیوالې مېرمنې به د دې پروژې په ملاتړ د سپما او پور ګروپونه جوړې کړي چې له دوی سره د کسب او کار په پیلولو او نویو بازارونو ته په ورننوتلو کې مرسته وکړي.
دا پروژه به په ۷۶ ولسوالیو او ۵۰۰۰ کلیو کې، په ټول هېواد کې عملي شي. تمه کېږي چې د دې پروژې په مرسته به سوداګرې مېرمنې په خپلو کلیو کې د ګټور فرصتونه رامنځته کړي چې ګټه به یې تر نیم میلیون زیاتو کلیوالو اوسېدونکو ته ورسېږي.
دا پروژه به په ۷۶ ولسوالیو او ۵۰۰۰ کلیو کې، په ټول هېواد کې عملي شي
د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا پروژې د خپل کار له پیل څخه راهیسې تر ۲۵ زیاتو ولایتونو کې فعالیت کړی دی او د سیمې د چارواکو، د خلکو د استازو، د مېرمنو او د رسنیو له تاوده هرکلي سره مخ شوې ده. دغه پروژه په ټول هېواد کې د سپما او پور ورکولو د ۱۵۰۰ ګروپونو په تأسیسولو سره، د متشبثو مېرمنو په منځ کې د مالي مدیریت او تجارت، دفتر دارۍ او د پانګونې د پراختیا ظرفیت رامنځته او پیاوړی کوي.
د وړو کار و بارونو او تجارت د پراختیا لپاره د فرصتونو برابرول
د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا پروژه، د بېلګې په ډول، په جنوب غرب زون کې پلان لري چې د هلمند، کندهار، نیمروز، اروزګان، او زابل ولایتونو د اتو ولسوالیو په ۷۳۱ کلیو کې کار وکړي. دغه پروژه به د سپما او پور ورکولو د انجمنونو په جوړېدو کې مرسته وکړي چې هر انجمن به یې د کلیو د سپما او پور ورکولو ګروپونه سره متحد او منسجم کړي. په ټوله کې ۵۴۸ میلیونه افغانۍ د دې انجمنونو لپاره د ابتدایي پانګې په حیث ځانګړې شوې دي چې یوازې په جنوب غرب زون کې به تر ۵۸۵۰۰ زیات کلیوال ورنه ګټه واخلي.
د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا پروژه به لومړی د کندهار ولایت په ډنډ او دامان ولسوالیو کې په کار پیل وکړي. حاجي عبدالله او شادي خان چې د ډنډ او دامان ولسوالیو ولسوالان دي، له دې پروژې څخه یې خپل ملاتړ اعلان کړی دی. دوی ویلي دي چې د بېوزلو کلیوالو زیاته برخه هغه مېرمنې دي چې د خپلو کورنیو لپاره د ډوډۍ ګټلو یوازیني کسان دي او هغوی کولی شي چې د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا پروژې عمده ګټه اخیستونکې وي.
د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا پروژه به په لومړي ګام کې، له دوو تجارتي بانکونو سره د همکارۍ تفاهم لیکونه امضا کړي چې په جنوب غرب زون کې د خوا و شا ۵۰۰۰ کلیوالو مېرمنو لپاره بانکي حسابونه پرانیزي. له دې سره به دا متشبثې ښځې وشي کولی چې د سپما او پور ورکولو ګروپونو سره یو ځای شي. دغه ګروپونه به د سپما او پور ورکولو د انجمن تر چتر لاندې متحد او منسجم شي او له دې پروګرام څخه به خپلې ابتدايي پانګې ترلاسه کړي.
هغه ښځینه متشبثین چې د بانکي حساب د پرانیستنې لپاره عریضه ورکوي، باید تذکره ولري خو دا چې اکثرې کلیوالې مېرمنې تذکرې نه لري نو د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا پروژه په پام کې لري چې له دې مېرمنو سره د تذکرې د اخیستلو لپاره د غوښتنلیک په برخه کې هم مرسته وکړي. موږ تمه لرو چې په دې زون کې به د تذکرې د اخیستلو لپاره د غوښتنې کچه خورا زیاته شي ځکه چې د تذکرې درلودل له ښځو سره مرسته کوي چې خپل کار و بار او تشبث ثبت او راجسټر کړي او د سپما او پور ورکولو له ډلو څخه پور وغواړي.
د یوه پیاوړي او پر ځان بسیا افغانستان ته د رسېدو لپاره د مېرمنو ځواکمنول په کار دي
موږ د کلیوالي صنایعو د پراختیا له پروژې چې د مېرمنو د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا تر پروژې مخکې یې فعالیت درلود، دا زده کړه چې هغو کلیوالو ښځو چې د دې پروژې د هدف شویو ډلو استازیتوب یې کاوه، هر وخت به یې د خصوصي تشبثونو او کار و بارونو ایجادولو ته لېوالتیا ښودله خو اغلباً به دا خبره له پامه غورځول کېدله چې هغوی منابعو ته اړتیا لري.
د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا پروژه به د افغانستان د کلیوالي صنایعو د پراختیا د پروژې بریاوې لا پیاوړې او لا پراخې کړي او کلیوالو مېرمنو ته چې تر هر چا زیاتې زیان منونکې دي، پام وکړي؛ ځکه چې موږ باور لرو چې د یوه پیاوړي او پر ځان بسیا افغانستان ته د رسېدو لپاره د مېرمنو ځواکمنول او هغوی ته د برابرې ودې او پراختیا د فرصت برابرول په کار دي.
د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا پروژه د افغانستان د بیا رغونې صندوق چې مدیریت یې د ۳۴ نړۍ والو تمویلوونکو په استازیتوب، د نړیوال بانک پر غاړه دی او د نړیوالې پراختیايي ادارې، د نړۍ له خورا بېوزلو هېوادونو سره د نړیوال بانک ګروپ د وړیا مرستو د برخې له خوا تمویلېږي.
Join the Conversation