د بڼوالي نوښت په بلخ ولایت کې د بزګرانو او بڼوالو د ژوندانه چارو او عوایدو د ودې لامل

This page in:
NHLP is working toward the overarching goal of promoting the adoption of improved production practices.
د بڼوالي او مالداري د ملي برنامې عمومي موخه دا ده، څو د هېواد بزګران او بڼوالان د کرنیزو محصولاتو د تولید عصري او پرمختللو کړنلارو سره اشنا کړي او په دې برخه کې د هغوی ملاتړ وکړي. انځور: د بڼوالۍ او مالدارۍ ملی برنامه/نړیوال بانک

زه خپله هره کاري ورځ له همکارانو او نورو کاري ملګرو سره د ګډو هڅو په موخه د همغږۍ رامنځته کولو لپاره پیلوم. له هغه ځایه، چې د بڼوالي او مالداري ملي برنامه د یوه غړي په توګه کار کوم، ډیر زیات راضي یم، ځکه د افغانستان د اقتصادي بنسټ د ودې او پیاوړتیا په برخه کې هلې ځلې کوم.

کله چې ما په ۲۰۰۹ زیږدیز کال کې د بڼوالي او مالدارۍ له ملي برنامې سره د عامه اړیکو د مسوول په توګه دنده پیل کړه، هغه مهال د شمال په ولایتونو کې د بزګرانو وضعیت دا وه، چې ډیری شمیر بزګران د بڼوالي، مالداري او د اوبو لګولو سیستم په برخو کي د معاصرو کړنلارو او له پرمختللي ټکنالوژۍ څخه د کارونې په اړه اړین معلومات نه درلودل. د کرنیزو تولیداتو او محصولاتو کچه د بزګرانو او بڼوالو له غوښتنې ډیر لږ وو او د محصولاتو کیفیت د هغوی لپاره یوه ستره ستونزه ګڼل کیده. د یوه کس په توګه، چې د کرنې په برخه کې مې زده کړې کړي او د افغانستان په شمال کې ژوند کوم، کله چې تیر وختونه را یادوم، چې بزګران په هیڅ ډول نه هڅول کیدل او نه تشویق کیدل، څو د بڼوالي په معاصرو تخنیکونو سمبال شي. دا په داسې حال کې ده، چې بزګرانو د خپل ژوندون لپاره نه ستړي کیدونکي هڅې کولې، خو عواید یې ډیر لږ وو.

د بزګرانو لپاره د پروژې پلي کولو د پیل پړاو ستونزمن وو، څو هغوی د بڼوالي او مالدارۍ ملي برنامې باندې باور وکړي، خو د وخت په تیریدو سره په تدریجي ډول دا ثابته شوه، چې هغه عصري تګلارې، چې بزګران او بڼوالان له هغه سره اشنا شول، ډیر زیات اقتصادي اغیزمنتیا او مولدیت لري. دا برنامه د بڼوالي او مالداري سنتي طریقو له منځه وړلو او پر ځای یې د معاصرو او ننۍ منل شویو معیارونو پر بنسټ د کړنلارو ځای پر ځای کولو باندې تمرکز کوي. د بیلابیلو میوو د نیالګیو کینولو سره د نویو بڼونو د جوړولو طرحه په داسې ډول پلي شوه، چې د هغه لپاره بازارموندنه ډیره ساده وه او په عین حال کې د هر ولایت له جغرافیايي موقعیت، اوبو او هوا له شرایطو سره ورته والی ولري.

Agriculture and Livestock in Afghanistan
د دې برنامې له لارې  تراوسه پورې په ۲۰۰۰ هکتاره ځمکه کې د میوه جاتو بڼونه جوړشوي او ۱۱۰۰ تنه متشبثې ښځو ته لازمی مرستې برابری شوي دي. دا برنامه د افغانستان د بیارغونې صندوق لخوا د ۱۹۰ ملیونه امریکايي ډالرو په مالي مرسته تمویلیږي. انځور: د بڼوالۍ او مالدارۍ ملی برنامه/نړیوال بانک

موږ د بڼوالي او مالداري د ملي برنامې له لارې د شمال ولایتونو په ځانګړې ډول د بلخ ولایت بزګرانو او بڼوالانو لپاره د اړینې مرستې برابر کوو. په بلخ ولایت کې د دې برنامې له لارې د بڼوالي او مالداري په برخو کې بیلابیل ۶۰ فعالیتونه ترسره شوي دي. د مثال په ډول، د دې پروګرام په مالي او تخنیکي ملاتړ په ۲۰۰۰ هکتاره ځمکه کې د میوه جاتو بڼونه، د اوبو لګولو په موخه د اوبو د شاوخوا ۱۵۰۰ د کوچنیو زیرمو جوړول او د دې ولایت ۱۱۰۰ تنه متشبثې ښځې وتوانیدلې، څو د چرګانو کوچني فارمونو جوړولو په موخه مرستې ترلاسه کړي.

د هرې ورځې په تیریدو سره د بڼوالي او مالداري په ملي برنامه کې زموږ هڅې مثبتې پایلې ورکوي. بزګران او بڼوالان د دې برنامې له لارې توانیدلي، څو عصري کرنیزې کړنلارې زده کړي او توانیدلي، څو هغه په خپلو بڼونو او کرنه کې پلي کړي. د دې برنامې له پیلیدو وروسته، د بزګرانو او بڼوالانو هم د ښځینه او نارینه وو په ژوند کې د پام وړ بدلون رامنځته شوی، څنګه، چې د ډیرو کسانو معیشتي ملاتړ کیږي او هغوی هڅول کیږي، څو هغه محصولات وکري، چې په ځايي او نړیوالو بازارونو کې د پلورلو وړ وي. د بزګرانو ډیری محصولات په کورني بازارونو کې وړاندې کیږي او پلورل کیږي، په داسې حال کې، چې د هغوی ډیری محصولات نړیوالو بازارونو ته د صادرولو وړتیا هم لري. د تیر په پرتله اوس موږ کولای شوو، چې په بازارونو کې د بزګرانو او بڼوالانو محصولات لکه سبزيجات او بیلابیلې میوې وګورو، چې دا په خپله د بڼوالي او مالداري ملي برنامې د مثبتو پایلو ښکارنده بیلګه ګڼلای شوو. د خوشحالۍ خبره دا ده، چې اوسمهال د هیواد د یو شمیر نورو ولایتونو بزګران او بڼوالان دې ته لیواله شوي، څو د دې پروژې د فعالیتونو اړوند معلومات ترلاسه کړي او دا لیوالتیا د هر کال په تیریدو سره زیاتیږي.

اوسمهال بزګران او بڼوالان دې پایلې ته رسیدلي، چې د بڼوالي او مالداري ملي برنامه د هغوی پورې تړلی پروګرام دی او هر یو یې لیواله دی، څو عصري او په پرمختللو ټکنالوژیو سمبال طریقې او کړنلارې په ګډ ډول پلي کړي، نو په دې ډول کولای شوو ووایو، چې موږ د خلکو هر اړخیز ملاتړ ترلاسه کړی دی. په دې ملاتړ سره موږ وتوانیدلو، څو د دې برنامې فعالیتونه نورو ولایتونو ته هم وغځوو. کله چې موږ د هیواد شمال ولایتونو ته سفر کوو، په ډیرو سیمو او کرنیزو ځمکو کې د میوو نوي بڼونه، چې په پرمختللي او عصري ډول جوړ شوي او همدارنګه د کرنیزو محصولاتو کروندې او د ممیزو د وچولو لپاره نوې خونې، د اوبولګولو او مالداري نوي سیستمونه جوړ شوي او موږ هغه په څرګند ډول لیدلای شوو. په خواشینۍ سره د هیواد خراب امنیتي وضعیت کله نا کله د دې لامل کیږي، څو د بڼوالي او مالداري ملي برنامې کارکوونکي خپل کارونه ترسره نه کړي، خو کله چې امنیتي وضعیت په نسبي ډول ښه شي، موږ خپل سیمه ییز فعالیتونه بیا ځلې پیلوو. د بڼوالي او مالداري ملي برنامه د افغانستان د بیلابیلو سیمو په کلیو کې د بزګرانو، د هغوی کورنیو او په ولایتونو کې د میشتو ټولنو په ژوند کې د پام وړ بدلون راوستی دی او زه ویاړم، چې د دې هڅو یو کوچنۍ غړی یم.
 
د بڼوالي او مالداري ملي برنامه د کرنې، اوبولګولو او مالداري وزارت لخوا پلي کیږي. دا برنامه د افغانستان د بیارغونې صندوق لخوا د ۱۹۰ ملیونه امریکايي ډالرو په مالي مرسته تمویلیږي. د بڼوالي او مالداري د ملي برنامې عمومي موخه دا ده، څو د هېواد بزګران او بڼوالان د کرنیزو محصولاتو د تولید عصري او پرمختللو کړنلارو سره اشنا کړي او په دې برخه کې د هغوی ملاتړ وکړي، څو هغوی د دې برنامه د خدمتونو څخه برخمن شي او په دې برخه کې له پانګونې څخه ګټه واخلي. اوسمهال په ۳۱ ولایتونو کې شاوخوا ۳۰۰ ولسوالۍ د دې برنامې تر پوښښ لاندې راغلي او تمه کیږي، چې د وضعیت په ښه کېدو سره د دې برنامې فعالیتونه د هېواد نورو کلیو ته هم وغځول شي. د دې برنامې فعالیتونه د ۲۰۲۰ زیږدیز کال تر پایه دوام مومي.


Join the Conversation

The content of this field is kept private and will not be shown publicly
Remaining characters: 1000