څنګه د افغانستان برېښنا شرکت ښځې ته ښه کاري فرصتونه برابروي

This page in:

د افغانستان برېښنا شرکت د ۲۰۱۸ کال په نومبر میاشت کې مسلکي تجربو ته د لاښه لاسرسي او د نویو مهارتونو(د انجینیرۍ څانګې په شمول) د ترلاسه کولو په موخه د هغو کسانو چې تازه فارغ شوي وي، په ځانګړې توګه د ښځو لپاره د کارزده کړې یو پروګرام جوړ کړ. د کارزده کړې دغه پروګرام مرسته وکړه چې په برېښنا شرکت کې له دوو کلونو څخه په لږه موده کې د ښځینه کارکونکو کچه ۱۶ سلنې لوړه شي.  

د کارزده کړې د دغو پروګرامونو له پیل څخه د برېښنا شرکت توانېدلی دی چې په خپلو اداري تشکیلاتو کې له ۱۴۱ څخه ډېر کارزده کړیالان ډېر کړي او همدا شان ښځینه کارکونکي د خپلو دایمي کارکونکو په توګه وګوماري.  د افغانستان په څېر یو هیواد کې چې د ښځینه اوسیدونکو د نالوستوب کچه یې لوړه وي، او په کاري ځواک کې د هغوی کچه ټیټه وي (داسي چې یوازي شاوخوا ۲۲ سلنه ښځې د ۷۳ سلنه نارینه‌وو په پرتله ددغه هیواد په کاري ځواک کې شاملې دې)، دا یوه د پام وړ لاسته راوړنه ده. د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ښځو د فعالیتونو په برخه کې د ټولنیزو ناخوالو، رواجونو او سختو محدودیتونو په پایله کې، افغان مېرمنې اوس هم په اقتصادي، ټولنیزو او سیاسي چارو کې فعاله ونډه نه لري.  

د افغانستان اسلامي جمهوریت ژمن دی چې په دولتي ادارو کې جنسیتي تشه لږه کړي او په دغه لار کې یې فعال ګامونه پورته کړي دي. ولسمشر غني ټولو دولتي ادارو ته امر کړی چې ښځې د مشرتوب یا رهبرۍ پر څوکیو وګوماري.

د افغانستان اسلامي جمهوریت ژمن دی چې په دولتي ادارو کې جنسیتي تشه لږه کړي او په دغه لار کې یې فعال ګامونه پورته کړي دي. ولسمشر غني ټولو دولتي ادارو ته امر کړی چې ښځې د مشرتوب یا رهبرۍ پر څوکیو وګوماري.

په افغانستان برېښنا شرکت کې د ښځینه کارکونکو شمېر په داسي حال کې لوړېږي چې دغه اداره د یو سازماني ملګري په توګه د سوېلي آسیا له شبکې (WePOWER) سره یوځای شوې ده.  WePOWER په ښځو پوري اړونده داسې یوه شبکه ده چې ښځې د سیمې په کچه د خدمتونو، د انرژۍ د تولید او انرژۍ د تنظیم د ادارو په برخه کې کارکولو ته هڅوي. د انجینیرۍ څانګې د ښځینه محصلانو پرګومارنه سربېره د افغانستان برېښنا شرکت د خپلو ښځینه کارکونکو لپاره لاډېرې د زده کړې دورې د هغوی د وړتیا د لوړتیا په موخه، او د هغو ښځو لپاره چې د تازه ننګونو یا چلنجونو په لټه کې وي، رامنځته کړي دي. د افغانستان برېښنا شرکت د پلان جوړونې او ظرفیت لوړولو پروژه، چې د نړیوال بانک او د افغانستان د بیارغونې صندوق له خوا یې مالي ملاتړ کېږي، د جنډر په برخه کې یې د برېښنا شرکت د فعالیتونو له ترسره کېدو سره مرسته کړې ده.

هغه د پام وړ بدلونونه چې د ښځینه کارکونکو په ګومارنه کې په برېښنا شرکت کې رامنځته شوي، د یاد شرکت د بشري سرچینو په څانګه کې د دوو ښځو له لوري یې مشرتوب کېږي. دغه دوې ښځې تل د برېښنا شرکت په استازیتوب له WePOWER شبکې سره په اړیکه کې وي. د افغانستان برېښنا شرکت د څو نورو دولتي ادارو ترڅنګ توانېدلی چې د خپلو ښځینه کارکونکو شمېر لوړولو په برخه کې ټاکل شوي هدف ته نږدې شي او په دغه برخه کې پرمختګونه ولري. یاد هدف د افغانستان برېښنا شرکت له خوا د ۲۰۱۹ کال په فبروري میاشت کې، او کله چې WePOWER شبکه پیل شوه، د یاد شرکت له لوري اعلان شو. WePOWER شبکه په هرو څلورو میاشتو کې د جنسیتي برابرۍ په برخه کې د چارو ښه والي، او د او د لاسته راوړنو او پرمختګونو د شریکولو په موخه د خپلو غړیو ادارو د کارونو څارنه کوي. 

د افغانستان برېښنا شرکت د کارزده کړې دورې

برېښنا شرکت په ۲۰۱۹ کال کې د ۱۰۰ تنو ښځینه محصیلانو او په ۲۰۲۰ کال کې د ۵۰ تنو محصلانو د کارزده کړې پروګرامونه جوړ کړل. په دغه برخه کې یاد شرکت وکولای شو چې په ۲۰۱۹ کال کې ۱۰۶ تنه ښځینه کارکونکي او په ۲۰۲۰ کال کې ۳۵ تنه ښځینه کارزده کړې وګوماري.  دغې ادارې په ۲۰۱۹ کال کې له ټاکل شوې موخې څخه ډېرې ښځینه کارزده کړې وګومارلې، خو په ۲۰۲۰ کال کې د کرونا ویروس د خپراوي له امله د کومارنې دغه شمېره ټیټه وه. د ښځینه کارزدکړیو له پروګرامونو څخه شاوخوا ټولټال ۱۴۱ تنې دغه ډول ښځې برخمنې شوې دې. په کابل او ولایتونو کې د کارزدکړیو شځو د شمېر د لوړوالي په موخه د برېښنا شرکت د هر ولایت لپاره په بېل بېل ډول د ښځینه کارزده کړیو د ګومارنې لپاره هدف ټاکلی دی. دغه موخې د دې لامل شوي چې (نه یوازي په کابل، بلکې په ولایتي دفترونو کې هم) برېښنا شرکت د کارزدکړې په پروګرامونو کې د ښځو حقونه په پام کې ونیسي. برېښنا شرکت خپل د کارزدکړې پروګرامونه په مسلکي او تخنیکي تعلیماتوانستیتوټ او کابل پولیتخنیک پوهنتون،  او همداشان د نورو پوهنتونو د کارموندنې په نندارتونونو کې وړاندي کړي.  

ټولټال ۱۴۱ تنې دغه ډول ښځې برخمنې شوې دې.

یو شمېر محصلان په بېلابېلو اداري او تخنیکي برخو کې له ۳ څخه تر ۶ میاشتنیو دورو په ترڅ کې غوره کړل شول. په دغه کارزدکړیالانو کې ښځینه محصلانې هم شاملې وې. هره ښځینه زده کړیاله د خپلو چارو او کارونو په ترځ کې د برېښنا شرکت د یو تن کارکونکي او همدا شان د پولیتخنیک د یو تن استاد له خوا څارل کېدې. د کارزدکړې د دورې تر بشپړاوي وروسته ځیني محصلان بیرته په پوهنتون کې خپلو زده کړو ته ستانه شول، او یو شمېر یې د برېښنا شرکت له لوري وګومارل شول، او یا یې په نورو ادارو کې ځانونو ته دندې وموندلې. له ۲۰۱۹ څخه تر ۲۰۲۰ کال پوري ۲۹ تنه هغه ښځینه کارزدکړي چې برېښنا شرکت ونشو ګومارلای، په یو شمېر نورو دولتي ادارو (لکه د مالیې وزارت)، نورو خدماتي برخو او یا خصوصي شرکتونو کې د هغو کاري تجربو پر بنسټ وګومارل شول چې په برېښنا شرکت کې یې د کارزدکړې په ترڅ کې ترلاسه کړې وې. په دې اړه یوه ښځینه کار زدکړیاله وايي: "په برېښنا شرکت کې زما د کارزدکړې تجربه ډېره ښه وه." هغه زیاتوي: "دا فرصت مې درلود چې له یو ټیم سره کار وکړم، تیوریانې په عمل کې پلې کړم، او ښې تجربې ترلاسه کړم، چې دا ټولو له ما سره زما د هغې دندې په موندنه کې ډېره مرسته وکړه چې ما یې هیله درلوده."

د تخنیکي زده کړې کیفیت لرونکي پروګرامونه

برېښنا شرکت د خپلو کارکوونکو لپاره د زده کړو ډول ډول پروګرامونه وړاندي کوي. دغه پروګرامونه په ځانګړې توګه د ښځینه کارکونکو لپاره دي چې د زده کړو د اړتیاوو او مهارتونو د لوتیاوو د پلانونو پر بنسټ په کلنۍ توګه چمتو کېږي. 

هرکله چې برېښنا شرکت وغواړي چې متخصص زده کړه ورکوونکي ومومي، په افغانستان کې د انجینیرانو لپاره د تخنیکي زده کړو پروګرامونه تنظیموي (۲ شمېرې تصویر ته وګورئ). ددې ترڅنګ بیا هم ځیني د زده کړې پروګرامونه او سیمه یز سمینارونه په دبۍ، هند او نورو هیوادونو او سیمو کې چې د پېچلو موضوعاتو د زده کړو لپاره زده کړه ورکونکي پکې شته وي، پروګرامونه چمتو کېږي (۱ شمېرې تصویر ته وګورئ). د بېلګې په توګه د ۲۰۲۰ کال په جنوري میاشت کې یې ۲۰ تنه ښځینه انجینیرانې هندوستان ته ددې لپاره واستولې چې د یاد هیواد په پلازمېنه نوي ډهلی کې په (Tata Power DDL) د زده کړې مرکز کې د تقاضا د مدیریت او هغې ته د ځواب ویلو، د تجدید منونکو انرژیو، په محلي کچه د لګښت او مصرف د مدیریت او ورته برخو کې زده کړه ترلاسه کړي. د دغه پروګرام یوه ښځینه ګډونواله وايي: "د زده کړې په دغه نړیوال پروګرام کې ګډون یو ښه فرصت و، ترڅو خپله پوهه، تجربه او مهارتونه له نورو سره تبادله کړو." هغه همداشان زیاتوي: "دغه پروګرام له ما سره مرسته وکړه چې نوي تخنیکي مفهمونه زده کړم، خپل کاري بهیر ته ارتقاء ورکړم، او په کاري برخه کې هغو پرمختګونو ته لاسرسی ومومم چې تر هغه وړاندي ممکن نه ول."

په کاري لوړتیا او ښځینه کارکونکو په ساتلو پوري اړوند پروګرامونه

د افغانستان برېښنا شرکت د یو منظم پروګرام له لارې خپل داخلي بستونه اعلانوي، او دا کار ټولو کارکوونکو ته، د هغو ښځو په شمول چې غواړي کاري لوړتیا ومومي، د سیالۍ او پرمختګ فرصت رامنځته کوي. په دغه پروسه کې هغه شمېر ښځینه کارکوونکې هم شاملې دې چې د ترفیع او د مشرتوب څوکیو ته د رسېدو غوښتنه لري. دغه شرکت د خپلو کارکوونکو د کلنۍ ارزونې پروسه هم لري چې له دې لارې د کارکوونکو (د ښځینه کارکونوکو په شمول) د کلنيو معاشونو له لوړوالي سره مرسته کوي. د برېښنا شرکت خپلو ښځینه کارکوونکو ته زده کړه ورکوي او هغوی هڅوي چې د مشرتوب او تصمیم نیونې پر څوکیو کار کولو ته چمتو شي. دغه کړنه له برېښنا شرکت سره مرسته کوي چې د جنسیتي برابرۍ په برخه کې خپلو ژمنو ته د عمل جامه ورواغوندي.   

 په افغانستان کې ښځینه انجینیرانې او تخنیکي کارکوونکې کلونه کلونه په کوچنیوالي د ودولو، د ماشومانو د لویولو د مسوولیت لرلو په څېر یو شمېر ستونزو هغوی له کار کولو څخه بې برخې کړې وې. که څه هم د برېښنا شرکت د تقاعدۍ معاش کم دی (یوازي ۴ سلنه)، خو بیا هم ډېری ښځې د تقاعد ترسن (۶۵ کلنۍ) پوري کار کوي. په هر حال، برېښنا شرکت د ښځینه کارکوونکو لپاره کاري چاپېریال لاښه کړی دی. دغه شرکت د خپلو ښځینه کارکوونکو لپاره د ولادت د درې میاشتنۍ رخصتي او اسانه کاري ساعتونو په شان آسانتیاوې په پام کې نیولي دي.  د ښځینه کارکونوکو لپاره د آسانتیا په موخه یاد شرکت په ۲۰۱۹ – ۲۰۲۰ کلونو کې په ۲ ولایتونو کې ۲ وړکتونونه جوړ کړي (۳ شمېرې تصویر ته وګورئ)، او همداشان یې په خپلو ټولو ولایتي دفترونو کې بېل ښځینه تشنابونه او په ۶ ولایتونو کې بېل ښځینه جوماتونه جوړ کړي دي (۴ شمېرې تصویر ته وګورئ). برېښنا شرکت د خپلو ښځینه کارکوونکو بریالیتوبونه او لاسته راوړنې په منظمه توګه خپروي او خپل بریالي کارکوونکي ستايي.

د افغانستان برېښنا شرکت د جنسیتي برابرۍ د ودې په موخه په خپلو دفترونو او د برېښنا انرژۍ د تولید په دستګاوو کې د پام وړ بدلونونه راوړي دي.  دغه شرکت په یو داسې بنسټ د بدلیدو په حال کې دی چې پکې ښځې په منظمه توګه په اداري جوړښتونو کې حضور لري، په ټولو کاري ناستو کې ګډون کوي، او هغوی هڅول کېږي چې خپل وړاندیزونه پلي کېدو لپاره وړاندي کړي.  

د افغانستان په برېښنا شرکت کې د WePOWER شبکې یو همږغی کوونکی افغان مېرمنې هڅوي چې خپلې هیلې عملي‌ کړي او د ستونزو له امله نا هیلې نشي. هغه وايي: "تاسو باید له خپلو هیلو لاس وانخلئ. تاسو خپلو هیلو ته رسېدای شئ. خو په هغه صورت کې چې پر خپلو خبرو او خپل ځان باور ولرئ." دا زموږ ټولو لپاره ښې خبرې او ښې لارښودنې دي.

له WePOWER شبکې سره مرسته د نړیوال بانک د سوېلي آسیا د جنډر او انرژۍ د برخې په مټ د انرژۍ د برخې د مدیریت د ملاتړ پروګرام، او د سوېلي آسیا د سیمه یزې سوداګرۍ د آسانتیا پروګرام  په مالي ملاتړ ترسره کېږي. د WePOWER د فعالیتونو په اړه لاډېر معلومات  د یادې شبکې په درې میاشتنۍ خپرونه کې د ګډون له لارې ترلاسه کړئ.


Authors

Yukari Shibuya

Senior Youth and Gender Specialist, South Asia Social Development

Join the Conversation

The content of this field is kept private and will not be shown publicly
Remaining characters: 1000