نن، د جنورۍ مياشتې ۲۴مه د پوهنې نړيواله ورځ ده. د سولې په راوستو او دوامداره پرمختیا کې د ښوونې او روزنې اساسي او رغنده رول ته د درناوي له پاره د ملګرو ملتونو سازمان د ۲۰۱۷ زېږديز کال په ډسمبر مياشت کې دغه ورځ [د جنورۍ ۲۴مه] د پوهنې د نړيوالې ورځې په نامه ونوموله او ټاکل شوې ده، چې تر دې وروسته به هر کال دا ورځ د پوهنې نړیوالې ورځې په نامه لمانځل کېږي.
د دغې نړيوالې ورځې له لمانځلو هدف نه یوازې دا دی، چې پوهنې ته، چې د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰زېږديز کال د دوامداره پراختیا مهم هدف بلل کېږي، پام راجلب شي، بلکي د بې وزلۍ پر کمښت، روغتيايي خدمتونو ته د لاسرسۍ پر زیاتوالی، د جنسیتي برابرۍ پر زیاتوالی او عامولو، په ټولې نړۍ کې د سولې پر تامينولو او ټينګښت کې هم د ښوونې او روزنې اساسي په رول باندې ټينګار کوي.
له شک پرته زده کړه یوازينۍ لاره ده، چې په اوږدمهال کې د دوامدارې پرمختیا لپاره د اړتیا وړ بشري قوه تامينولی شي .
د پوهنې نړيوالې ورځې په نامه د یوې ورځې نومول، د نړيوالې ټولنې ټينګه اراده او ژمنه څرګندوي، چې تعلیم او زده کړې ته د ټولو خلکو د مساوي او باکیفیته لاسرسي په پار يې ملاتړ کوي.
د افغانستان د پوهنې وزارت د معين په توګه، خوښ یم چې نړيوالې ټولنې پوهنه د خپلې اجنډا په سر کې راوستې ده، ځکه ښوونه او روزنه د سولې او ثبات په ټينګښت کې رغنده رول لري .
په داسې یو حالت کې چې افغانستان د څو لسیزو راهیسې د جګړو له ګواښونو سره لاس او ګريوان دی، د دوامدارې سولې په راوستو او د ثبات په ټينګښت کې د ښوونې او روزنې پر رول تينګار کول حياتي موضوع بلل کېږي.
زموږ لپاره پوهنه د یو سوله يیز، په ځان بسیا او پرمختللي افغانستان د بنسټ په مانا ده .
ښه مې په یاد دي، په وروستي ځل چې پکتيکا ته چې یو له کمتر پرمختللو ولایتونو څخه دی ،تللی وم؛ یو قومي مشر د ټولنې په پرمختګ کې د پوهنې د کلیدي رول په اړه راته وویل: ”موږ د اوبو لګولو کانالونو، برېښنا او روغتيايي خدمتونو ته اړتیا لرو؛ خو له تاسو څخه هیله کوو، چې لومړی د پوهنې او زده کړې نظام سمولو ته پاملرنه وکړئ، ځکه زموږ راتلونکي نسلونه یوازې د زده کړې له لارې خلکو ته سړکونه او پلونه جوړولی او غوره روغتيايي خدمتونه وړاندې کولی شي.“
که څه هم پوهنه د یوې غوره او روښانه راتلونکې درلودو لپاره حیاتي بلل کېږي؛ خو له بده مرغه اوس هم په افغانستان کې زیات شمېر ښوونځي تړلي دي او ماشومان د زده کړې له حق څخه بې برخه دي .
د یادولو وړ ده، چې په تېرو کلونو کې د ناامنۍ او جګړې د زیاتوالي له امله له زرو څخه زیات ښوونځي د ماشومانو پر مخ تړل شوې دي، چې زیات شمېر ماشومان د پوهې له زده کړې او ښوونځي ته له تللو څخه محروم شوي دي.
سربېره پر دې، ځينې نور خنډونه لکه د بوديجې کموالی، د ښوونځيو د ودانۍ نشتوالی، نامناسبه جغرافیه، د مسلکي ښوونکو کموالی او یو څه ناڅه فرهنګي او ټولنیزې ستونزې هغه څه دي، چې ښوونځي ته د ماشومانو د لاسرسۍ پر وړاندې خنډونه بلل کېږي.
که څه هم په ۲۰۱۸ کال کې له ۲۰۰ څخه تر ۳۰۰ شاوخوا ښوونځي بیرته خلاص شوې؛ خو پاتې ښوونځي تر اوسه هم بند دي او دروازې يې د پورتنيو لاملونو په خاطر د ماشومانو پر مخ تړلي پاته دي.
د افغانستان اسلامي جمهوریت د پوهنې وزارت د خپلو پرمختيايي شریکانو لکه نړیوال بانک، د افغانستان د بیارغونې صندوق او د پوهنې د پراختيا لپاره د نړیوال مشارکت په مالي ملاتړ، پوهنې ته د ماشومانو لاسرسی د خپل کار په لومړيتوب کې راوستی دی.
دغه هدف ته د رسیدو لپاره، پوهنې وزارت په پام کې لري چې په راتلونکو پنځه کلونو کې ۲۷۰۰ ښوونځي د اقراء پروژې له لارې، د ولسي تړون د ملي پروګرام په همکارۍ جوړ کړي او ښوونکو ته د لا ډېرو او ښو مسلکي زده کړو زمینه برابره کړي.
د اقراء پروژې یو بنسټیز هدف دا دی، چې د ښوونيز نصاب د اصلاح او د هيواد اوسېدونکو ته د ښې حکومتولۍ په چوکاټ کې د غوره تعلیمي خدمتونو د وړاندې کولو له لارې روزنیز چاپېریال ته د نجونو لاسرسی زیات شي .
په افغانستان کې د پوهنې له پراختيا څخه د خلکو ملاتړ زیات شوی دی. همدارنګه د پوهنې وزارت له ابتکاري پرواګرامونو او موډلونو په تېره بیا د مدني ټولنو له ابتکاري طرحو څخه ملاتړ کوي. د بېلګې په توګه، موږ اوسمهال نجونو ته د داسې ښوونځيو په جوړولو بوخت یو چې هر ښوونځی به يې له هر ولايت څخه دوه یا درې نجونې جذب کړي او دغو نجونو ته د ښځينه استادانو لخوا د لوړو او باکیفیته زده کړو زمینه برابره کړو.
دغه طرحه په پیل کې له یو شمېر مخالفتونو سره هم مخ وه. د بېلګې په توګه، په غزني ولایت کې یو ديني عالم په پیل کې له دغې طرحې په باب شکمن و او غوښتل یې ورسره مخالفت وکړي؛ خو کله چې يې دغه ښوونځي له نږدې ولیدل نظر يې بدل شو او ان حاضر شو چې دوه لورګانې يې په دغه ښوونځي کې شاملې کړي.
په پوهنیز نظام کې اصلاحات په دې مانا دي، چې ماشومان له ښو امکاناتو لکه کتاب، قرطاسیه او مسلکي ښوونکو څخه برخمن دي .
ټول افغانان په تېره بیا ميندې او پلرونه د هيواد په ګوټ ګوټ کې زموږ قوي متحدین کېدای شي، چې ځوان نسل او خپل ماشومان تشویق او ملاتړ يې وکړي ترڅو د زده کړې له لارې یوه ښه او روښانه راتلونکي ولرو.
د پوهنې نظام تقویه او پراختيا زده کوونکو ته دا فرصت برابرولی شي، چې ضروري مهارتونه زده کړي ترڅو په راتلونکي کې د ستونزو او ګواښونو پر وړاندې په ارامۍ او منطقي برخورد وکړي.
لکه څنګه چې زموږ تېرو نسلونو په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټينګښت لپاره مبارزه کړې ده، اوس د افغانستان د نوې نسل مسوليت دی، چې هيواد د سولې او دوامداره پرمختګ لورې ته رهبري کړي .
په پای کې باید ووایم، چې یوازې د پوهنې د یوه قوي سیسټم په جوړولو سره، چې یو پیاوړی بنسټ ولري، کولی شو چې ژمن او وطنپال رهبران وروزو، چې د هيواد د ثبات او پرمختګ سبب وګرځي .
Join the Conversation