په افغانستان کې د فقر په هکله د وروستیو ارقامو او شمېرو خپراوی: د عملي او مخنیوونکو اقدامونو لپاره خبرتیا، نه د ناهیلۍ رامنځته کول

This page in:

د افغانستان د احصائيي مرکزي ادارې لخوا په افغانستان کې د ژوند د وضعیت د څېړنې سروې موندنې په دغه هېواد کې د شته واقعیتونو به هکله یو مشرح انځور څرګند کړی. ترلاسه شوي معلومات دا څرګندوي، چې د افغانانو له نیمایي څخه زیات نفوس د فقر د کرښې لاندې ژوند کوي، چې دا حالت د ۲۰۱۱ – ۲۰۱۲ زېږدیز کلونو[i] په پرتله د ټولنیزې- اقتصادي اوضاع په لا خرابېدلو دلالت کوي. د دغې سروې د تازه ارقامو او معلوماتو خپراوی په ډېر مناسب وخت کې ترسره کېږي ، ځکه چې دا ارقام او اړونده تحلیلي ټولګه ېې د افغانستان د خلکو د هوساینې وضعیت وروسته له هغه چې په ۲۰۱۴ کال کې له نړیوالو ځواکونو څخه د افغانستان امنیتي ځواکونو ته امنیتي مسوولیتونو لېږد ترسره شو، په تفصیل سره څېړلۍ ده.
که څه هم د دغې سروې موندنې ناهیلۍ کوونکې دي، خو د حقیقت پربنسټ دي

دې حقیقت ته په پام سره، چې افغانستان په تېرو پنځو کلونو کې له زیاتو پېښو سره مخامخ شو او ډېرې لوړې او ژورې ېې تجربه کړې، نو ځکه په اوس وخت کې د فقر او بیوزلۍ د بې ساري زیاتوالي تمه هم کېدله. د فقر لوړه کچه د اقتصادي فعالیتونوله کمښت، د نفوس د زیاتوالي او د امنیتي وضعیت له خرابېدلو سره مستقیمه اړیکه لري. له بلې خوا د داسې یوې ټولنې جورښټ، چې اقتصادي بنسټونه ېې د اوږد مهاله جګړې او بحران له امله ویجاړې شوې وي او بشري ځواک او معیشتي برخې ېې د ټیکاو او امنیت د نه شتون له امله خورا زیانمنې شوي وي، پرته له کوم شک څخه، چې د فقر ټغر هم پکښې ډیر پراخ پاتې کېږي.

د ۲۰۱۲ زېږدیز کال په لومړیو کې د نړیوال ایتلاف د ځواکونو په تدریجي وتلو سره، او په ورته مهال د افغانستان د ملکي او پوځي څانګو د مالي مرستو کمېدل، د اقتصادي فعالیتونو او د خصوصي سکټور خدماتو لپاره د تقاضا کچه ېې په شدت سره زیانمنه کړې  ده. له ۲۰۱۴ کال وروسته د امنیتي وضعیت خورا خرابوالۍ د دې لامل شو، څو د پانګوالو او مستهلکینو باور په سیاسي اوضاع باندې را کم شي، او له دې امله یو ستر اقتصادي ټکان رامنځته شو. پرته له کوم شک څخه د افغانستان اقتصادي وده، چې له ۲۰۰۳ څخه تر ۲۰۱۲ کلونو پورې شاوخوا ۹،۴ سلنه وه، وروسته له هغه چېد ۲۰۱۳ تر ۲۰۱۶ کلونو په ترڅ کې امنیتي وضعیتخورا خراب شو، نو له امله ېې اقتصادي وده هم ۲،۱ سلنې ته را ټیته شوه. د نفوس د کچې د ۳سلنې، کلنۍ وده سره جوخت، د ناخالص کورني تولید په حساب د سرانه عاید کچه له ۲۰۱۲ کال راپدېخوا په دوام داره بڼه را ټيته شوې ده، څرنګه چې د ۲۰۱۲ کال په پرتله په ۲۰۱۶ کال کې د ۱۰۰ امریکايي دالرو په اندازه را ټیټه شوې ده. د یادونې وړ ده، چې حتي په هغو کلونو کې چې افغانستان یوه ښه اقتصادي وده لرله، د فقر او بېوزلۍ په کچه کې هراړخیز لږوالی رامنځته نه شو ، ځکه، چې د اقتصادي ودې محور د هېواد په بېوزلو سیمو کې د فقر په کموالي تمرکز نه درلود. پر دې سربېره، په وروستیو کلونو کې له اقتصادي ودې څخه د نفوس د کچې د ودې چټکوالی، د دې لامل شوی، څو د فقر لمن نوره هم پراخه شي.


Image

Image
له ۲۰۱۴ کاله وروسته د امنیتي وضعیت د خرابوالي له امله د نا امنو سیمو څخه د بې ځایه شوي خلکو د نفوس زیاتوالی د هغوی د زیان موندنې، او په دې توګه د کورني بې ځایه شویو وګړو د ګراف د ودې لامل ګرځيدلی . په ورته مهال، به ۲۰۱۶ کال کې له یو میلیون زیات کډوال، چې د جګړو له امله ګاونډیو هېوادونو ته مهاجر شوي وو، بېرته هېواد ته راستانه شول. د بې ځایه شویو وګړو د زیاتوالي ترڅنګ، هېواد ته د بېرته راستانه شویو کډوالو په ډله ییز راتګ سره ستونزې هم دوه برابرهزیاتې شوي دي، څرنګه، چې د دولت لخوا د عامه خدمتونو په وړاندې کولو ېې فشار زیات کړی او په ورته وخت د بې ځایه شویو وګړو او د هېواد د ټول نفوس ترمنځ اقتصادي فرصتونو ته د لاسرسي لپاره، په تېره بیا د کارموندنې په برخه کې د سیالی لمن پراخه شوې ده.

دغه حالت د یو مخ په ودې ټولنیز بحران ښکارندويي کوي، چې د خوراکي مصؤونیت د نه شتون د کچې زیاتوالي او د کار په بازار کې د فعالیتونو د کمښټ او رکود له امله رامنځته شوی. د فقر او بېوزلۍ د کچې د زیاتوالي یو مهم شاخص، په ۲۰۱۱ – ۲۰۱۲ کلونو کې له ۳۰ سلنې څخه ۴۵ سلنې ته په ۲۰۱۶ – ۲۰۱۷ کلونو کې د خوراکي مصؤونیت د نه شتون د کچې زیاتوالی بلل کیږي. له هر پنځه افغان لویانو څخه، څلور تنه ېې ( ۲۵ کلن او له هغه پورته) له هېڅ ډول تحصیلي فرصت څخه ندي برخمن شوي. یو په څلورمه برخه کاري ځواک وزګار دي، او د امنیتي ستونزو او ګواښونو له امله د کارموندنې ۸۰ سلنه برخه په خورا جدي توګه زیانمنونکې ده . افغانستان د ۱۵ کلونو څخه د ټیټ عمر لرونکي نیمايي نفوس په درلودلو سره، هرکال په خپل کاري بازار کې د زیات شمېر ځوانانو د حضور شاهد دی، چې له بده مرغه د پوهې او تحصیل له نعمت څخه هم بې برخې پاتې دي، او ځکه تر ډیره بریده هغوی ته د کار او بوختیا آسانتیاوې نشي برابریدلی. له هغه ځایه، چې د پوهنې او تحصیل په برخه کې د پرمختګ کچه له یو شمېر ستونزو او خنډونو سره مخ ده ، په همدې انډول سره له دغې ستونزې سره به مقابله کول به هم دوام ومومي.

یو فرصت چې پرې عمل به د هیلو یوه کړکۍ راپرانیزي

د دغې سروې موندنې د فقر په وړاندې د مبارزې لپاره یو شمېر وړاندیزونه او سپارښتنې چمتو کړي، چې د هغه پر بنسټ د نا هېلۍ په ځای، د یو شمېر عملي کړنو او مخنیوونکو اقدامونو د ترسره کولو لپاره هراړخیزه اړتیا رامنځته کېږي. سربېره پر دې چې له ۲۰۰۲ زېږدیز کال راپدیخوا افغانستان له یو زیات شمېر خنډونو او ستونزو سره مخ ده ، او د ۲۰۱۴کال کړکیچونه او نورې پيښې هم ورسره مل شوې،خو دغه هېواد دا وړتیا ترلاسه کړی، څو په زیات شمېر حیاتي برخو کې پرمختګ ترلاسه کړي. اوس هم یو زیات شمېر بالقوه فرصتونه او وړتیاوې شته، چې کیدای شي د دغه هېواد د وګړو لپاره د یوې سوکالې او هوسا راتلونکې زیری راوړي.

که څه هم چې اقتصادي وده په خورا ټيته کچه کې ده، خو بیا هم  ۲۰۱۵ کال کې د پاملرنې وړ خوزښت رامنځته شوی . یو هراړخیز اقتصادي مدیریت ته په پام سره، له ۲۰۱۵ کال راپدېخوا په اقتصادي وده کې په نسبې توګه زیاتوالی رامنځته شوی او د پانګوالو او سوداګرو باور په تدریجي توګه مثبت لوري ته راغلی. که چېرې هراړخیزهاو غوره پالیسي ګانې تدوین شي او پربنسټ ېې پراختیايي پروګرامونه په سمه توګه پلې شي، افغانستان د خپلو زیاتو طبېعي سرچینو او خپل ستراتیژیک موقیعت له مخې کیدای شي، چې په راتلونکو کلونو کې د یوې چټکې اقتصادي ودې شاهد واوسي.

د دولت او مدني ټولنې ترمنځ د مشارکت او یو لړ اغېزمنو نوښتنونو او همغږیو په پایله کې او همدارنګه د افغانستان په زیانمنونکو ټولنو کې، خلکو ته د خدمتونو د وړاندې کولو هغه بنسټونه او سازمانونه، چې په لومړی کرښه کې د ژمنتیا او مېړانې له مخې فعالیت ترسره کوي، اوسمهال حتی د دغه هېواد د کلیو او بانډو به لرې پرتو سیمو کې هم د روغتیايي خدمتونو لمن د پراختیا په حال کې ده. له ۲۰۱۰ کال راپدېخوا، روغتیايي خدمتونو او ساتنو ته د افغانانو لاسرسۍ په دوام داره بڼه ښه شوئ ده. د ۵ کلونو څخه د لږ عمر لرونکو ماشومانو د مړینې کچه د ۲۰۰۳ – ۲۰۱۵ کلونو په ترڅ کې، له یو په درېم برخې څخه لږ څه زیاتې کچې ته لږوالی موندلۍ. د ماشومانو د قد ټیټوالي کچه، په کلنۍ توګه ۲ سلنه کمښت لرلۍ، چې د افغانستان په څېر د نورو هېوادونو په پرتله، د قد ټيټوالي د نړیوالې منځني انډول کلنۍ کچه یوازې ۱،۳ سلنه کمښټ په ډاګه کوي. دغه شان بریالیتوب کیدلۍ شي نورو برخو ته پراختیا ومومي.

ځوانان او ښځې په دغه هېواد کې د هیلو سرچینې او د یو مثبت لیدلوري استازي بلل کېږي . د یو لړ غوره مهارتونو او مناسبو فرصتونو په شتون کې، د افغانستان ځوانان د یو مثبت بدلون په رامنځته کولو کې، د اصلاحاتو په پلي کېدل، د یو شمېر نوښتونو په طرحه کولو، د خصوصي تشبثاتو په پراختیا، او اقتصادي ودې او ټولنیز پرمختګ ته د لاسرسي لپاره د فعالیتونو په مدیریت کې خپله هراړخیزه ونډه  ترسره کولای شي. له بلې خوا، د افغان مېرمنو اقتصادي پیاوړتیا هم د اقتصادي ودې د ترلاسه کولو په برخه کې یوه مهمه سرچینه او هڅوونکی لامل بلل کیدای شي . په همدې بڼه، که چېرې هېواد ته د بیرته راستانه کېدونکو کډوالو له مهارتونو او تجربو څخه ښه ګټه پورته شي، هغوی هم د افغانستان لپاره د یوې سوکالې راتلونکې په برخه کې د پام وړ ونډه لرلۍ شي.

د اساسي خدماتو په وړاندې کولو کې د افغانستان د دولت په پیاوړتیاوو باندې باور او اعتماد -  بنسټیز روغتیايي خدمتونه، د زده کړو او لومړنیو مهارتونو آسانتیاوو ته لاسرسي، د څښلو د پاکو اوبو او روغتیا پالنې آسانتیاوو ته لاسرسۍ، ترانسپورت او حمل او نقل، قوانین/ مقررات او د خلکو لپاره عامه نظم، دا ټول هغه مهم موارد او بنسټیزه موضوع ګانې دي، چې کیدای شي افغانستان سره د اوږد مهاله سولې او په دغه هېواد کې له شته بالقوه فرصتونو څخه د ګټه اخستنې په برخه کې ګټور ثابت شي. او د یوې اوږد مهاله اقتصادي ودې پياوړتیا ته چې د فقر او بیوزلۍ په وړاندې د مبارزې یو بنسټیز لامل بلل کېږي، جدي اړتیا شته، ترڅو د پالیسي ګانو، پروګرامونو او د دولت د پانګونو محور د خصوصي سکټور د پانګونو لپاره د یو مناسب چاپېریال او غوره شرایطو په رامنځته کولو، د هغوی لخوا د کارموندنې او شغلي فرصتونو په برابرولو، د کوچني او متوسطوتشبثاتو هڅونه او تشویق او همدارنګه په هېواد کې د لویو پانګونو د پراختیا لپاره د آسانتیاوو په برابرولو باندې، متمرکز وي.

اړتیاوې خورا زیاتې دي، خو هغه څه چې باید ترسره شي، واضېح دي. هغه شمېر سترې ستونزې، چې په افغانستان کې د یو هراړخیز بدلون په وړاندې خنډ دي، هغه د افغانستان د دولت، د مدني ټولنو د سازمانونو، خصوصي سکټور او نړیوالو تمویل کوونکو ترمنځ د تفاهم او همغږۍ رامنځته کول دي، څو د هغې له مخې د ګډو سراسري موخو لپاره ګډ کار او هڅې ترسره شي، د چارو په ترسره کولو کې نظم او همغږي پياوړې شي او د اجراآتو په وخت باندې تمرکز وشي، د فعالیتونو له کیفیت څخه باور ترلاسه شي او همدارنګه د لګښټونو لپاره ارزښټ په پام کې ونیول شي. په افغانستان کې د ژوند وضعیت د څېړنې د سروې پاېلې، په حقیقت د یوې مهمې خبرتیا بڼه لري، څو پر بنسټ ېې موږ وهڅول شو، چې فرصتونه له لاسه ور نکړو .

[i] د فقر کرښه یو ملي نورم بلل کیږي، چې د ژوند د اړتیاوو لپاره د لومړنیو لګښټونو څه رنګوالی پکښې ارزول کېږي، په دې توګه دا لګښټ کیدای شي، چې د خوراکي توکو یوه بسته وي، چې د هر شخص لپاره په څلوریشتو ساعتونو کې ۲۱۰۰ کیلو کالوري انرژۍ تامین کړئ شي. همدارنګه دغه لګښټ د غیر خوراکي توکو د اړتیاوو برابرونکې، لکه د کور لګښټونه، کالي، تحصیل او ترانسپورت هم تر پوښښ لاندې راولي. د ۲۰۱۶ – ۲۰۱۷ کلونو په ترڅ کې، د هر شخص لپاره د افغانستان د فقر د کرښې معیار په میاشت کې ۲۰۶۴ افغانۍ وې، چې د اسعارو د تبادلې د ارزښټ له مخې په هره ورځ کې د ۱ امریکايي ډالر معادل بلل شوي. د ۲۰۱۱ – ۲۰۱۲ کلونو او د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کلونو په ترڅ کې د افغانستان د فقر د کرښې کچه له ۳۸،۳سلنې څخه ۵۴،۵ سلنې ته زیاتوالی موندلۍ ده.

Authors

Shubham Chaudhuri

Country Director for Nigeria

Join the Conversation

The content of this field is kept private and will not be shown publicly
Remaining characters: 1000