په ډایکندي ولایت کې د صحت برنامې مثبتې اغېزې

This page in:

Image

که څه هم زه په ډایکندي ولایت کې د پروژو د مدیریت په برخه کې پراخه تجربه لرم، خو د عامې روغتیا وزارت له خوا په دې ولایت کې د صحت برنامې د تطبیق اغیز او پراخوالی په رښتیا هم ډېر الهام بښونکی دی – د بېلګې په توګه کولای شم په دغه ولایت کې د هغو ۳۹ روغتیايي مرکزونو یادونه وکړم کوم چې هلته لومړني روغتیايي خدمات وړاندې کوي، چې دا ټول په میاشتنۍ توګه د څه باندې ۷۷۰۰۰ ناروغانو درملنه او پالنه ېې ترسره کوله. د ۲۰۱۶ کال د اکټوبر په میاشت کې، دغو مرکزونو وکولای شول، تر څو د خپلو ناروغانو د زېږون ۶۱۵ پیښو ته رسیدنه وکړي، چې له دې ټولټال نویو زیږول شویو ماشومانو څخه څه باندې ۶۹ یې یوازې د تیمران په روغتیايي مرکز کې نړۍ ته سترګې راغړولې دي.
 
په حقیقت کې، کله چې د بحث محور د ښځو پر روغتیا باندې ولاړ وي، نو د صحت د زده کړې برنامه پر دې توانیدلی، تر څو په هر یوه دغه روغتیايي مرکز کې لږ تر لږه د یوې ښځینه روغتیايي کارکوونکې د شتون زمینه برابره کړي. دا کار تر یوه ځایه پورې د کلیو په کچه د ماشوم د زېږون د ماهرانو او روغتیايي نرس قابله ګانو د روزنیز پروګرام د بریالي پای ته رسیدو له کبله ممکن شوی ده، چې کولای شو له دغو روزنیزو او ښوونیزو پروګرامونو څخه په دې ولایت کې د کلیو په کچه د قابله ګانو  او د ټولنې په کچه د نرسانو د روغتیايي زده کړې په توګه یادونه وکړو. همداشان، دغه پروګرام د صحت د برنامې تر پوښښ لاندې ټولو سیمو کې، د کلیو په کچه یو لړ روغتیايي مرکزونه هم د سیمه ییزو شوراګانو په مرسته جوړ او پیاوړي کړل او د روغتیايي کارکوونکو د دندو پر صلاحیت او اعتبارلیکونو باندې یې څارنیز تدابیر او جدي څېړنه عملي کړه.
 
د صحت برنامه د عامې روغتیا وزارت یو له مهمو پروګرامونو څخه شمېرل کېږي، چې د هغې تمویل د بې وځله هېوادونو لپاره د نړیوال بانک د نړیوالې پرمختیايي ادارې له بودیجې او د افغانستان د بیارغونې صندوق لخوا د څو نورو نړیوالو تمویلوونکو ادارو په ګډ مشارکت تر سره کېږي. د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د عامې روغتیا وزارت له ۲۰۱۳ کال څخه د ۲۰۱۷ کال د جون تر میاشتې پورې د PU-AMI په نوم له یوې غیر دولتي ادارې سره تړون لاسلیک کړی وو، تر څو د ډایکندي په ولایت کې د وزارت له لوري د څرګندو شویو روغتیايي ملي موخو سره سم بنسټیز روغتیايي خدمات وړاندې کړي. په دغو موخو کې د مور او ماشوم د مړینې د پیښو راکمول او د ماشوم د روغتیا ښه والی او د معیاري تغذي په خاطر د تدابیرو نیول شامل وو. له همدې کبله، دغه برنامه روغتیايي خدماتو ته د لاسرسي د زیاتوالي، ظرفیت جوړونې، د همکارۍ او همغږۍ د پیاوړتیا، د څارنې او ارزونې د اطلاعاتو د کارونې دودوالي او د درملو د لېږد او ورته د لاسرسي په برخه کې د اسانتیاوو په رامنځته کولو باندې متمرکزه ده.

 
د صحت برنامه د عامې روغتیا وزارت یو له فعالو پروګرامونو څخه دی، چې ټول تمرکز یې د هېواد په لرو پرتو سیمو کې روغتیايي مرکزونو ته د ناروغانو د لاسرسي آسانتیا دی. د بېلګې په توګه، د ډایکندي ولایت په کیتي ولسوالۍ کې یو روغتیايي کلینیک دی، چې د ولایت له مرکز څخه په موټر کې د ۹ ساعتو لاره ده، هلته د همدې کلینیک کاري وخت د سهار له ۸ بجو د غرمې تر ۱۲ بجو پورې و او زیاتره وختونه به چې د هغې ولسوالۍ له لرو پرتو سیمو څخه ناروغان ورته راتلل، نو د کلینیک دروازې به تړلې وي. خو د صحت د برنامې په مرسته، د همدې کلینیک کاري وختونه د سهار له ۸ بجو څخه پيلیږي او د مازدیګر تر ۴ بجو پورې دوام لري.
 
د دې ټولو لاسته راوړنو سره، یوازینۍ ستونزه، چې زموږ د پروژې ټيم نشو کولای هغې باندې برلاسي شي، هغه د هغې سیمې د اقلیمي شرایطو له کبله نامساعده چاپیریال وو، چې زیات شمېر ستونزې یې راولاړي کړي وی په تیره بیا د ژمي په فصل کې یې زموږ د فعالیتونو په وړاندې ستر خنډونه رامنځته کړي وو. کله چې د ژمي په موسم کې د واورو د اورېدو له کبله د تګ راتګ لارې بندېدلې، نو د ولسوالۍ مرکز او روغتیايي مرکزونو ته د ټولو کلیو د خلکو تګ راتګ له خنډ سره مخ کېده او د لارۍ او امبولانس موټرو د تګ راتګ امکان ډېر ستونزمن او هان ناشونی به وو.
 

Image
د صحت برنامې موخه تر پوښښ لاندې ساحو پراختیا، د خلکو، په ځانګړي ډول د بېوزلوهغو لپاره د روغتيايي خدمتونو وړاندې کول او د هغوی کیفیت لا ډېره وده ورکول دي. انځور: د رومي مشورتي شرکت/ نړیوال بانک


د دایکنډي ولایت په ځینو لرو پرتو ولسوالیو کې لکه اشترلي او میرامور کې، د ژمي موسم هان تر شپږو میاشتو پورې دوام کاوه. له همدې کبله، د PU-AMI دفتر د پروژې د قراردادي په توګه، تل هڅه کوله، څو د بنستیزو اړتیاوو لپاره کافي تدارکات لکه د ناروغانو لپاره خواړه، د خونو د ګرم ساتلو او جنراتورونو لپاره تیل او د سوند توکي د پسرلي او دوبي په میاشتو کې برابر کړي، تر څو د دې ولایت د ژمي په اوږد موسم کې یې د خپلو روغتیايي مرکزونو اړتیاووې رفع کړې. بیا هم، اړتیا وه تر څو د دغه ولایت په روغتیايي مرکزونو کې د اسانتیاوو او امکاناتو شتون په پر له پسې توګه خوندي ساتل شوي وی. د بېلګې په توګه، په ۲۰۱۶ کال کې، تر ټاکلي مودې مخکې د ژمي د ساړه موسم په رارسیدو سره، د PU-AMI دفتر د همدې روغتیايي مرکزونو د زېږون په خونو کې د هوا د مطلوبې درجې د ساتلو په خاطر تیل او نور د سوند توکي په خپل وخت سره هلته رسولي وو.
 
د روغتیايي مرکزونو د ژمني تدارکاتو د عملیاتو ترسره کولو لپاره د برنامې د ټولو ګډون کوونکو برخو پراخ ګډ کار ته اړتیا لیدل کېده، چې کېدلۍ شي د تدارکاتو، لوژستیک او مالي برخو ترمینځ نږدې همکارۍ په ډاګه شي. د چارو په سرته رسولو کې د ټولو برخو هڅې او بریالیتوب د ټیم د غړو لخوا ستایل کېده او دا تګلاره زما د خوښي لامل ګرځېدله او له همدې امله مې له خپلې دندې سره ډیره مینه درلوده.  موږ باید په دایکندي ولایت کې د ښو خدماتو له سرته رسولو څخه خلکو ته اطمینان ورکړو، له بېلابیلو همکارانو سره د ګډو موخو د ترلاسه کولو لپاره کار وکړو او خپلو د هڅو مستقیمه اغیزې د خلکو په ورځني ژوند باندې وګورو.

اړوند موضوعات:
د صحت برنامه: http://projects.worldbank.org/P129663/afghanistan-system-enhancement-health-action-transition-project?lang=en
د عامې روغتیا وزارت: www.moph.gov.af
د افغانستان د بیارغونې صندوق: www.artf.af 


Join the Conversation

The content of this field is kept private and will not be shown publicly
Remaining characters: 1000