څرنګه کولای شو په افغانستان کې د ښاري اوسیدو مخ پر زیاتیدونکی زیاتوالی په ښه توګه سره مدیریت کړو

This page in:
Image
د ښاروالۍ د پراختیا پروژی په مرستې، څه باندې یو میلیون افغانان (چې ۷۳ سلنه یی ښځي او ماشومان رانغاړي) د ۲۴۷ کیلومتره سړک له بیارغونې او جوړښت څخه په کابل ښار کې برخمن شوي دي. انځور د رومي شرکت/ نړیوال بانک

افغانستان د ښاري ژوند د یوه چټک لېږد له پړاو سره مخامخ دی. په داسې حال کې، چې د دغه هېواد د هغو وګړو برخه چې په ښارونو کې ژوند کوي، نسبتاْ ټيټ دی (په ۲۰۱۴ کال کې ۲۵،۸ سلنه و چې په ټوله سویلي اسیا کې بیا دا فیصدي۳۲،۶ ده)، خو بیا هم، د افغانستان د ښاري ژوند کچه د سیمې د هېوادونو په پرتله په لوړه کچه کې ده. د شته معلوماتو له مخې، په ښاري سیمو کې د وګړو وده په کلنی توګه ۵ سلنه زیاتوالی ښیې، چې دا شمېره د سیمې د هېوادونو تر منځنۍ کچې دوه برابره زیات دی.
 
په افغانستان کې د ښاري ژوند د لېږد بهیر له تاریخي اړخه د شخړو، ناامنیو او په پرله پسې توګه د امنیتي وضعیت د خرابوالي له کبله اغیزمن دی، چې دې کار په خپله د ښاري سیمو لپاره یوه اضافي ننګوونه رامنځته کړې ده. ښارونه هم د مخ پر زیاتیدونکو هغو کسانو له کوربه توب سره په مبارزه کې دي کوم، چې غواړي په یو امن ځای کې چې مناسبه سرپناه او غوره کاري فرصتونه ولري، ژوند وکړي. هغه کسان او کورنۍ، چې په دې وروستیو کې ښارونو ته راغلي دي په هغوی کې کورنۍ بېځایه شوي خلک، بیرته راستنیدونکي کډوال او همداشان هغه خلک شامل دي، چې په کلیو او بانډو کې یې له خپلو کرنیزو چارو لاس اخیستی او په ښاري سیمو کې د خدماتي شغلونو په لټه کې دي. دا کډوالي ښايې تر یوه بل نسل پورې ممکن دوام ومومي، چې تر ۲۰۶۰ ز کال پورې به، د افغانانو نیمايي وګړي په ښارونو کې ژوند ولري، دا په دې مانا ده، چې په راتلونکو ۴۰ کلونو کې به شاوخوا ۱۵ میلیونه کسان نور هم ښارونو ته را ستانه شي. [1]
 
په ورته وخت کې به افغانستان د کاري فرصتونو له پاره د تقاضا له زیاتیدونکي غوښتنې سره مخامخ وي، ځکه، چې د هېواد اوسني څه باندې نیمايي وګړي تر ۱۵ کلنی ټيټ عمر لرونکي تنکي ځوانان جوړوي؛ چې هغوی به هم په راتلونکو کلونو کې د کار بازار ته وردننه شي.
 
همدې شالید ته په کتو سره، افغانستان اړ دی، چې خپل د ښاري استوګنې لېږد داسې مدیریت کړي، تر څو وکولای شي کاري فرصتونه، استوګنځی او د غوره ژوندانه شرایط د خپلو اتباعو لپاره چمتو کړي. مهمو ننګوونو ته په کتو سره، د افغانستان حکومت په ۲۰۱۶ کال کې د ښاري لومړیتوب ملي پروګرام پیل کړ. په دغه پروګرام کې د پالیسۍ لارښوونه او ښاروالی د مدیریت نه په ملاتړ کې پانګه اچوونه، بنسټیزو خدمتونو ته د لاسرسي او د راتلونکو لسو کلونو لپاره د ښاري غوره اقتصادي شرایطو ښه والی شامل دي.

 

نړیوال بانک پورتنیو موخو ته د لاسرسي لپاره، د افغانستان د ښاري سکټور په برخه کې خپله ونډه ډېره پراخه کړې ده. په ښاروالیو کې د شته وړتیاوو او سرچینو ښه والی په تیره بیا د لویو ولایتونو په مرکزونو کې؛ لومړنی مهم ګام ګڼل کېږي. په ۲۰۱۴ کال کې، د افغانستان د بیارغونې صندوق، چې د بانک له خوا یې مدیریت کېږي، د کابل ښاروالی د پراختیا برنامې له لارې د کابل ښار ته د ۱۱۰ میلیونه امریکايي ډالره وړیا مرسته وکړه، چې موخه یې د ښار په ځینو سیمو کې د خدمتونو د وړاندې کولو او د زیربنا د اصلاحاتو د تمویل او تطبیق لپاره (سړکونه، فاضله اوبو او اوبو رسونې په برخه کې) د ښاروالی د وړتیا ښه والی و. د کابل ښاروالی د پراختیايي برنامې له خدماتو څخه تر اوسه پورې څه باندې ۵۵۰،۰۰۰ کابل ښاریان په مستقیمه توګه برخمن شوي دي او ۱،۵ میلیون کاري ورځې یې رامنځته کړې دي، چې دا په خپله د ثابت کاري فرصتونه او د مهارتونو د پراختیا سبب ګرځیدلی دی.
 
همدې مواردو ته په کتو سره، نړیوال بانک، د جون د میاشتې په ۱۳مه نېټه د ښاري پراختیا د ملاتړیزې پروژې سره د مرستې په خاطر ۲۰ میلیون امریکايي ډالر وړیا مرسته تصویب کړه. دغه پروژه به د یوه هراړخیزه هدف د وړتیا لوړول او د پالیسي اړوند لارښوونه تر سره کړي، تر څو ډاډ تر لاسه شي، چې د هېواد د ښاري استوګنې د لېږد بهیر په متوازنه او پراخه توګه سره عملي شي. دغه پروژه د پالیسی د اجنډا د تر سره کولو لپاره د لارښوونې او وسایلو په وړاندې کولو سره، د ښار او کور جوړولو د وزارت ظرفیت پیاوړی کوي، چې په همدې ترتیب سره به له یوې خوا د ښاري پلان جوړونې د اصلاح او د ځمکې د مدیریت د تمرینونو سبب وګرځي او له بلې خوا به د مناسبو استوګنځایونو برابرولو کې چټکتیا رامنځته کړي، د ښاري بیاجوړونې او کلتوري میراثونو د ساتنې فرصتونه به وپيژندل شي او د ښاروالی ګانو د مالي چارو د پیاوړتیا سبب به وګرځي. همداشان، دغه پروژه به په پوهنتونونو کې د ښوونیز نصاب له لارې په افغانستان کې د ښاري پلان جوړونې د مسلک په پیاوړتیا سره مرسته وکړي او د ښاري ډیتابیز اصلي سیستمونه به رامنځته کړي.
 
همداشان، د نړیوال بانک د پروګرام شوي تعامل د یوې برخې په توګه، د ښاري پراختیا ملاتړیزه برنامه به د ښار او کور جوړولو له وزارت او د سیمه ییزو ارګانونو له خپلواکې ادارې سره یو ځای کار وکړي، تر څو په هېواد کې د اقتصادي سیمو له ودې سره مرسته او هر اړخیز ملاتړ رامنځته کړي. دغې موخې ته رسیدل به د هېواد په پنځو سترو ښارونو (هرات، جلال اباد، کندهار، خوست او مزارشریف) کې د خدماتو د وړاندې کولو د ښه والي او د پانګې اچوونې د پلان جوړونې له لارې تر لاسه شي.
 
د ښاري پراختیا د ملاتړیزې برنامې د فعالیتونو په ړنا کې په ښاروالیو کې د تخنیکي مرستو او د ظرفیت لوړولو پروګرامونو د تطبیق په پایله کې مدیریتي او تخصصي مهارتونه لوړ شوي او په دې توګه نړیوال بانک هوډ لري، چې د خپلې همکاری د بل پړاو په ترڅ کې د ښاروالی په جوړښت کې د زیربناو له پاره د مالي آسانتیاو د برابرولو په موخه د یو مشخص جوړښت له رامنځته کونې څخه ملاتړ وکړي.
 
که چېرې موږ دغه پروسه په اغېزمنه بڼه مدیریت او تطبیقی چارې مو پیل کړې، کولای شو په پوره ډاډ سره دا اعتراف وکړو، چې د دغو پروژو تطبیق به په راتلونکې کې په یو شمېر لویو ښارونو کې د ژوند شرایط د ټولو خلکو لپاره ښه کړي او د کارموندنې یو زیات شمېر فرصتونه به په متوازنه توګه ښاریانو ته برابر شي.

[1]   UN-HABITAT (۲۰۱۴)، د افغانستان راتلونکی ښاري ژوند

Join the Conversation

The content of this field is kept private and will not be shown publicly
Remaining characters: 1000