له کوویډ- ۱۹ ناروغۍ څخه د افغانانو په ژغورنه کې د نړیوالو مرستو ونډه

This page in:
Afghan medical doctors serving COVID-19 patients Afghan medical doctors serving COVID-19 patients

د کوویډ-۱۹ ویروس په وړاندې د مبارزې په برخه کې د خدماتو د تقاضا لوړوالی یو له عمده موانعو څخه دی چې د افغانستان کمزوری روغتیایي سېسټم یې له ستونزه سره مخ کړی.

تر هغې وروسته  چې کرونا ویروس تېره اپرېل میاشت په افغانستان کې خپور شو، د افغانستان د عامې روغتیا وزارت یې د مهارولو لپاره ځینې اقدامات ترسره کړل او وتوانېد چې له کوویډ- ۱۹ سره د بېړنۍ مقابلې او د روغتیایي سېسټم د چمتو کولو لپاره دنړیوال بانک ۱۰۰،۴ میلیونه امریکایي ډالره وړیا مالي مرسته تر لاسه کړي او عملي کار یې پیل کړي.

د ویروس د مخنیوي او وقایې لپاره لومړني تدابیر پلي شول؛پر هوایي او ځمکنيو سفرونو بندیز ولګېد، د هېواد په کچه قرنطین پیل شو خو له دې سره سره بیا هم په افغانستان کې پر کویډ-۱۹ د اخته کسانو شمېر لوړ شو.

موندنې او د عامې روغتیا وزارت مالومات ښیي چې د روان کال فرورۍ کې لومړنۍ پېښه هرات کې ثبت شوه، بیا د هېواد په کچه د اګسټ تر ۲۲مې نېټې پورې د کوویډ۱۹ شاوخوا ۳۷۹۵۳ مثبتې او ۱۳۸۵ د مړینې پېښې ثبت شوې دي. پلازمېنې کابل تر ټولو ډېر زیان لیدلی؛یوازې دلته ۱۴۳۷۱مثبت کیسونه او۴۵۶ د مړینې پېښې راپور شوې دي.

د دې پروژې په چوکاټ کې تر اوسه۸۶۳ مېټریک ټنه د شخصي محافظت تجهیزات کابل ته انتقال شوي دي.

افغان دولت د نړیوال بانک په مرسته توانېدلی چې په ویروس د ککړو ناروغانو سره مرسته وکړي، د بېړنیو خدماتو روغتیایي کاروکوونکو ساتنې ته پام وکړي او همدارنګه د ملي ازمایښتي او معالجوي مرکزونو ملاتړ وکړي. 

افغانستان کې له کوویډ- ۱۹ سره د بېړنۍ مقابلې او د روغتیایي سېسټم د چمتو کولو پروژه د څو دولتي او نړېوالو بنسټونو په همکارۍ د تطبیق په حال کې ده. د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق(یونیسېف) د دې پروژې په چوکاټ کې د روان کال په جون کې یو لړ بېړني روغتیایي تجهیزات افغان دولت ته تحویل کړي دي. دغو تجهیزاتو کې د روغتونونو د ساتنې لپاره د یو ځل مصرفي لوازمو په شمول د اکسرې وسایل، اړتیا وړ لابراتواري مواد او د شخصي محافظت ۱۵۰۰۰۰ بستې په کې شاملې دي چې دا بستې تر شپږو میاشتو د زیات وخت لپاره د ۶۸۰۰ هغو روغتیایي کارکوونکود ساتنې لپاره کفایت کوي چې کوېد-۱۹ سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دي. د دې پروژې په چوکاټ کې تر اوسه۸۶۳ مېټریک ټنه د شخصي محافظت تجهیزات کابل ته انتقال شوي دي. 

دغه تجهیزات روغتیایي کارکوونکي- چې پر کووېډ- ۱۹ د ککړېدو جدي خطر سره مخ دي- پر دې توانوي چې پر کوید۱۹ ویروس د لسو زرو ککړو ناروغانو تشخیص او څارنه وکړي. همدا ډول دې پروژې د هېواد په کچه د ۱۳۰۰ په حدودو کې د ځانګړې څارنې بسترونه تیار کړي دي. 

پر دې سربېره د دې پروژې په چوکاټ کې د نړیوال روغتیایي سازمان په همکارۍ د کوېډ-۱۹ د تشخیص ۲ نوي مرکزونه ایجاد شوي او ۷ نور لابراتوارونه چې له مخکې نه هېواد کې ول په پرمختللو وسایلو مجهز شوي دي.

د کووېډ- ۱۹ د چټکې خپرېدا په مخنیوي کې د عامه پوهاوي د سطحې لوړاوی حیاتي رول لري، دغې پروژې دې لړ کې د اپرېل او اګسټ میاشتو تر منځ د لس زره راډیویي، تلویزیوني او چاپي پیغامونو د خپرېدا مرسته کړې. دغه پیغامونه د کوید۱۹ د اعراضو او علایمو او د وقایې برخه کې دي.

د دې پروژې موخه دا ده چې د اویا فیصده ثبت شویو کېسونونتیجه ۴۸ ساعتونو او یا له دې کم وخت کې مالومه شي

د عامې روعتیا وزارت د یونیسېف او نړیوال روغتیایي سازمان د فعالیتونو د همغږۍ مسولیت په غاړه لري، نادولتي بنسټونه د عامه پوهاوي په برخه کې د کمپاین مسوول دي او درېیمګړي بنسوټونه د دې پروژې له تطبیقه نظارت کوي.

په لنډه موده کې د دې پروژې موخه دا ده چې د اویا فیصده ثبت شویو کېسونونتیجه ۴۸ ساعتونو او یا له دې کم وخت کې مالومه شي  او همدارنګه د عامه پوهاوي کچه تر ۵۰٪ لوړه شي. په دې مانا چې لږ تر لږه د هېواد نیمایي نفوس باید وکولی شي چې لږ تر لږه د کووېد-۱۹ درې اصلي علایم تشخیص کړي او پر دریو لومړنیو اقداماتو خبر وي.

Image
Afghanistan COVID-19 Emergency Response and Health Systems Preparedness (grant) Project.
په کوويډ-۱‍۹باندې د نورو ناروغانو د اخته کېدو د مخنیوي لپاره په یو روغتون کې افغان ډاکتران د وقایوي تګلارو د عملي‌ کولو په مهال

په منځنۍ موده کې د پروژې موخه د ۷۰ سلنې کوويډ-۱۹ باندې اخته ناروغانو تعقیب او څارنه، په ولایتي روغتونونو کې د نړیوال روغتیایي سازمان د معیارونو مطابق د کووېډ-۱۹ د کلینیکي معالجې په برخه کې د ۸۰ سلنې ډاکټرانو او نرسانو له روزنې څخه اطمینان او همدا ډول په ولایتي روغتونونو کې د ناروغانو د تجرید لپاره ۸۰ سلنه امکاناتو او تجهیزاتو ته لاسرسي ګڼل کېږي.

موږ او زموږ اکثریت همکاران چې په عامې روغتیا وزارت کې کار کوو هغه ډاکټران یو چې د ټول هېواد روغتونونو کې مو کار کړی. په همدې وجه مو په داسې حال کې چې د کووېد-۱۹ ویروس خپرېدا د پراختیا په حال کې ده ستونزې او ننګونې مو دقیقې درک کړې دي. موږ نه یوازې د ډاکټرانو په حیث بلکې د عامه خدمتګارانو په حیث غواړو چې د دې بحراني دورې په اږودو کې دې پدیدې سره - چې انساني ژوند ګواښوي - د مبارزې رهبري په غاړه واخلو.

له نړیوالې ټولنې سره په همکارۍ او له نړیوالو بنسټونو لکه نړیوال بانک نه د مالي مرستو په تر لاسه کولو سره هیله ‌من یوچې وتوانېږو د ډېرو خلکو ژوند وژغورو او پر دې سربېره وتوانېږو د افغانستان روغتیایي سېسټم چې میلیونونه افغانان پرې متکي دي تقویه کړو.

 


Join the Conversation

The content of this field is kept private and will not be shown publicly
Remaining characters: 1000