په افغانستان کې تحصیلي او ښوونیزو آسانتیاوو ته لاسرسۍ په تېرو اوولسو کلونو کې د پراختیايي پروګرامونو یو مهم مُحرک بلل کېږي . په ۲۰۰۱ زېږدیز کال کې، تقریباَ په عمومي توګه نجونې د دغه هېواد په ښوونیز او تحصیلي نظام کې ګډون نه درلود او فقط یو مېلیون هلکانو د دې هېواد په ۳۴۰۰ ښوونځېو کې نوم لیکنه کړې وه. خو په ۲۰۱۵ زېږدیز کال کې په ۱۶۴۰۰ ښوونځیو کې د اته میلیونو ماشومانو څخه زیات ګډون د دې لامل شو، څو د نوم لیکنې په بهیرکې ۹ ځله زیاتوالی رامنځته شي.
که څه هم د پوهنې په برخه کې لاسته راوړنې خورا مثبتې ارزول کېږي، خو د افغانستان په ښوونځیو کې د ښوونیز چاپېریال کېفیت او مصؤنیت اوس هم ډاډمن نه بلل کېږي: لږ تر لږه نیمايي درسي خونې په خورا ګڼه ګونه حالت کې د خېمو لاندې او یا هم په یو خورا ناسم چاپېریال کې په زده کړو بوخت دي .
د طبیعي پېښو له امله د افغانستان د زیانمن کېدنې اټکل، د ښوونځیو لپاره د نویو او خوندي ودانیو جوړول او د شته ودانیو تحکیم او بیارغونې لپاره زیاتېدونکې اړتیا لا پیاوړې کوي، ترڅو په دې توګه د زده کوونکو اوښوونکو د ژوند او سلامتیا په هراړخیزه توګه تامین شي.
فرضاً که د زده کړې په یوه ښوونیزه ورځ کې زلزلې وشې، شونې ده، چې په ښوونځیو کې د معیاري ودانیو او زېربناوو د نه شتون له امله ۵ مېلیونه زده کوونکي ژوند له ګواښ سره مخامخ شي. پخوا طبېعي پېښو او له هغې څخه د اړوندو خطرونو په هکله ډاډمنو معلوماتو او ارقامو ته لاسرسۍ ډیر محدود و، او له همدې امله د پیښود مشخص وخت او راتلونکي په هکله دقیق او ډاډمن معلومات او ارقاموته ته لاسرسۍ یوه ستره ستونزه بلل کېدله.
په افغانستان کې د څو لسیزو جګړې له امله د معلوماتو او شمېرو راټولول یو پېچلۍ حالت ځان ته غوره کړی، څرنګه چې دغه وضعیت نه یوازې له طبیعي پېښو او خطرونو سره د دغه هېواد د تګلارې په وړاندې یو ستر خنډ بلل کېږي، بلکه د طبېعي پېښو د زیانونو په وړاندې د ځواب ورکوونکو ظرفیتونو په شمېر کې هم خورا زیات کموالی رامنځته کړی.
د دغو ټولو ناخوالو سربېره، اوس مهال د افغانستان دولت د افغانستان د پوهنې دریم ملي ستراتیژیک پلان په جوړلو سره توانېدلۍ، څو په یو پنځه کلن ستراتیژیک پلان کې د متمرکزو موخو په ځای ورکولو سره د ښه کیفیت لرونکو زده کړو او ښوونیزو آسانتیاوو ارزښت او همدا رنګه د خوندي ودانیو لپاره د ورځ تر بلې اړتیا وده او د ښوونځیو لپاره اړینې آسانتیاوې په یو منسجم کاري چوکات کې ګټه اخېستنې ته چمتو کړي.
د دغه پلان پربنسټ، تمه کېږي، چې د ۲۰۱۵ څخه تر ۲۰۳۰ کلونو په اوږدو کې، د ۲۰۰۰۰ نویو ښوونځیو په جوړلو سره د زده کوونکو د نوم لیکنې کچه ۱۰۰ سلنه زیاتوالی ترلاسه کړي. نړیوال بانک او نور پراختیايي همکاران، د افغانستان د بیارغونې صندوق له لارې هوډ لري، څو د افغانستان د دولت لپاره د اړتیا وړ مالي او تخنیکي مرستې برابرې کړي، څو پورته ذکر شوې موخې په انډولیزه او ډاډمنه توګه حصول کړي: دغو موخو ته لاسرسۍ کیدای شي، چې په اوس مهال او راتلونکې کې د دولت او نړیوال بانک لخوا د ملي پانګونو په دوام کې د خطر د شتون په یو لړ ملاحظاتو کې مشخص شي.
حقایق او مهم ټکي – اړتیاوې، ستونزې، د زده کړې وړ درسونه او ترلاسه شوې تجربې:
د شاوخوا ۲۰۰۰۰ نویو ښوونځیو تخمیني کموالی (۲۰۱۵ – ۲۰۳۰) تشخیص شوی، چې د زده کوونکو د مخ په ودې تقاضا لپاره د ځواب ویلو په موخه، جدي اړتیا لیدل کېږي، ترڅو دغه ودانیزه چارې پېل شي.
- په افغانستان کې د ۱۶۴۰۰ ټولیز شمېر ښوونځیو څخه، ډیری شمېر یې یوازې یوه ودانۍ لري، چې د زلزلې او نورو طبېعي خطرونو په وړاندې یې د زیانمتیا کچه خورا زیاته ده . شاوخوا ۹۰ سلنه موجود ښوونځي د اړوندو اوسېدونکو لخوا د غیرې مسلکي کارګرانو په ګمارلو او کمزوري ودانیز مدیریت سره جوړ شوي دي.
- د ښوونځیو د جوړښټ لپاره د مناسب ځای ټاکنه تر ډیره اندازه پرته د چاپېریال د شرایطو د محاسبې څخه ترسره شوې، چې دا په خپل وار سره د دې لامل شوی، څو ډېر شمېر ښوونځي په خورا زیانمنېدونکو سیمو کې ودان شي.
- د ودانیزو چارو کیفیت یوه مهمه موضوع بلل کېږي: په خورا پراخه توګه د ودانیو انجنیري طرحې د مسلکي متخصصینو لخوا ودانیزو قراردادیانو ته ندي تشرېح شوي، او له همدې امله ده، چې په ظاهري بڼه لکه څرنګه، چې تمه کېږي په عملي ډګر کې دغه طرحې ندي تطبیق شوي.
- په همدې توګه، د یو شمېر امنیتي ملحوظاتو له کبله په ښوونځېو کې د زېربناوو په اړه د معلوماتو او شمېرو تحلیل او همدارنګه د ودانیزو چارو کارګرانو لپاره د انجنیرانو لخوا د ښوونیزو پروګرامونو د تطبیق په هکله ستونزې موجودې دي.
- که څه هم ګڼ شمېر ښوونځي شتون لري، چې اړوندې ودانۍ ېې له جدي زیانمنتیا څخه برخمنې دي، خو داسې کره شواهد او اسناد په واک کې نشته څو دا په ډاګه کړي، چې په افغانستان کې د ښوونځیو د عصري جوړونې تګلاره موجوده ده.
راتلونکي اقدامونه: نړیوال بانک له نورو پراختیايي همکارانو سره په ګډې همغږۍ هوډ لري، څو د افغانستان له دولت څخه د دغې ستونزې د بنسټیز حل لپاره هراړخیزه ملاتړ ترسره کړي. په ۲۰۱۷ کال کې د خطر د مشخصاتو د څو اړخیزه خطرونو یوه جامع ارزونه بشپړه شوه. په هېواد کې روان کړکېچن حالت ته په کتلو سره د دغې ارزونې موندنې له ژور ارزښټ څخه برخمنې دي او په پراخه کچه یې په افغانستان کې د احتمالي او بالقوه طبېعي خطرونو په اړه د معلوماتو په مستند جوړښت او عامه پوهاوي کې ونډه درلودلې ده.
سربېره په دې، د خوندي ښوونځیو لپاره د نړیوال پروګرام او د طبیعې خطرونو د کموالي او د زیانونو د جبران لپاره د نړیوالې آسانتیا ادارې په ملاتړ او د طبېعي پېښو په وړاندې د چمتوالي د ملي ادارې او د پوهنې وزارت په همغږی، نړیوال بانک اوس مهال په یو جامع تحلیلي راپور کار کوي، چې پر بنسټ یې نه یوازې د پوهنې سکټور اړوند د طبېعې خطرونو د احتمالي رامنځته کېدلو څرنګوالی څېړل کېږي، بلکه په دغه راپور کې به د (نویو) خوندي ودانیو او همدارنګه د شته ښوونځیو لپاره د بشپړېدونکو طرحو (که چېرې شتون ولري) په هکله سپارښتنې او اغېزمن لارښوونه وړاندې شي، څو په دې توګه د ژوند لپاره حداقل استندردونه چمتو او ګټه اخیستنې ته وړاندې شي.
Join the Conversation