د افغانستان راتلونکی نقشه کول، هرځل یو سړک

This page in:
Afg-openingstreetmapping-08feb2018-1
اوپن سټريټ مپ د جغرافيايي معلوماتو يوه وړيا منبع ده چې د کارپوهو نقشه اخيستونکو يوې ډلې رامنځته کړې او فعاله يې ساتي.  انځور: ټایمني/نړیوال بانک

د ۲۰۱۷ کال په مې مياشت کې نړیوال بانک په افغانستان د خپلو فعاليتونو د بيا پيل ۱۵ مه کليزه ونمانځله. دا په داسې حال کې ده چې د دغو ۱۵ کلو په اوږدو کې نړیوال بانک افغان دولت ته اړينې مرستې برابرې کړي او دولت يې افغانانو ته د عامه خدمتونو رسولو جوګه کړی. په دې بهير کې مو له دولت سره په ګډه د روغتيا، پوهنې او زېربناوو په برخو کې ګڼې شمېرې او معلومات راټول کړي.

سره له دې چې په بېلابېلو سکتورونو کې معلومات په خوره وره او ګډه وډه بڼه په عام ډول د لاسرسي وړ دي، خو دا معلومات لا دومره نه دي چې له افغانانو او پراختيايي ملګرو سره د پروژو په طرحه او پاليسي جوړولو کې، چې کليدي ونډه لري، مرسته وکړي. د بېلګي په ډول: موږ په داسې حال کې چې د واکسينو د تطبيق او د نویو زېږېدلو کوچنیانو شمېرې لرو، د هغو سړکونو په اړه چې صحي مرکزونو ته ورغلي معلومات نه لرو. همدا راز، موږ ښايي په ښوونځيو کې د زده کوونکو د حاضرۍ او د هغو زده کوونکو چې په ازموينو کې کاميابېږي د شمېرو په اړه معلومات ولرو، خو په دې اړه چې زده کوونکي په څومره وخت کې ښوونځي ته رسېږي، کافي معلومات نلرو.

دا بېلګې روښانوي چې څنګه دقیق لومړني معلومات او شمېرې را سره د صحي مرکزونو او خدماتو په غځولو کې مرسته کوي او يا څنګه ښوونې ته لاسرسی پياوړی کولای شو. د هر کيلومتر سړک نقشه اخيستنه موږ ته راښوولای شي چې کوچنيان تر ښوونځي څومره پلي ځي‌، او يا يو ناروغ په څومره وخت کې تر روغتونه رسېږي.  بې له شکه چې لومړنیو معلوماتو او شمېرو ته څرګنده اړتيا ليدل کېږي، چې په رڼا کې يې اړوند چارواکي په هر پاټکي کې له دې ګټه واخلي.

په دې وروستيو کې، د کليو پراختيا او بيارغونې وزارت او د ټولګټو وزارت د اوپن سټريټ مپ په نامه يوه وړيا سافت وير ته مخه کړې، چې په مرسته يې د سپوږمکۍ (سټلايټ) له لارې باکيفيته تصويرونو او شمېرو ته لاسرسی ومومي. دا تصويرونه د پراختيايي فعاليتونو په غځولو او د سړکونو د ساتنې په برخو کې مستقيمه مرسته کوي.

د سړکونو د ساتنې او سمې پلانونې لپاره باید د سړکونو شبکې په اړه کره شمېرې په اسانۍ وموندلای شو. دا شمېرې د ۲۲۰۰ کيلومتره نوي سړک، ۳۰۰۰ متره جوړو شويو پلونو او ۶۰۰۰ کیلومتره موجود سړک، چې د نړیوال بانک او د افغانستان د بيارغونې صندوق په مرسته يې ساتنه کېږي، د غځونې او ساتنې د پلانولو په برخه کې کليدي اهميت لري.

Mapping Afghanistan’s future, one road at a time
د کابل منظره له فضا څخه. انځور: نندنی کرشنان/نړیوال بانک

اوپن سټريټ مپ د جغرافيايي معلوماتو يوه وړيا منبع ده چې د کارپوهو نقشه اخيستونکو يوې ډلې رامنځته کړې او فعاله يې ساتي.  راټول شوي معلومات به نه يوازې له کليو بيارغونې او پراختيا وزارت، چې د درېمې درجې سړکونو جوړولو او ساتنې مسووليت لري، او د ټولګټو وزارت، چې د دویمې درجې سړکونو جوړولو او ساتنې مسووليت لري، سره د هغو سړکونو چې دغو وزارتونو جوړ کړي، په ثبت او نومونه کې مرسته وکړي، بلکې نورو پراختيايي ادارو ته به هم دقیقې شمېرې او معلومات په لاس ورکړي. همدا راز به په راتلونکي کې له دې شمېرو او معلوماتو نړیوال بانک، وزارتونه او نور پراختيايي‌ ملګرې د خپلو راتلونکو پروژو په طرحه او پلانولو کې ګټه واخلي.

دا چې لومړنيو شمېرو او معلوماتو ته لاسرسی خورا زيات مهم دی، موږ له افغانستان دولت سره له نږدې کار کوو، چې په کابل کې د پرانیستې سرچينې د جغرافيايي شمېرو په اړه روزنيز کورسونه جوړ کړي، چې ګډونوال د سړکونو، ځمکې (د بېلګې په ډول سوداګريزې، د اوسېدلو او صنعي ساحو) او د ختيز ننګرهار ولايت په ۱۱۲ کیلومتر مربع ساحه کې پرتو ځايونو په ډېجیټالي کولو کې بریالی شول.

د روزنيزو کورسونو دوه دورې په کابل کې د ۲۰۱۷ کال په ستمبر او نومبر مياشتو کې ترسره شوې. له ۹ وزارتونو، ۳ پراختيايي ادارو، يوې ښاروالۍ، يوه پوهنتون او نړیوال بانک څخه ۳۱ ګډونوالو په دې کورسونو کې برخه واخيسته. د دغو روزنيزو کورسونو په بهیر کې، ګډونوالو د هغو محلاتو موقعيتونه چې تر هغې مخکې يې نقشه نه وه اخيستل شوې، وموندل او په نښه يې کړل، د سړکونو مسير يې وموند او بېلابېل سړکونه یې له موجودو شبکو سره ونښلول،‌ او دا ټول معلومات يې په اوپن سټريټ مپ کې ورځای کړل.  

د سړک د مسير موندلو لپاره بايد د سپوږمکۍ تصويرونه په ځير وکتل شي او هغه ټکي چې د سړکونو ټوټې سره نښلوي بايد په نښه شي. دا کار د انټرنټ د لټونګر يا د يوه خپلواک سافټ وير په مرسته ترسره کېږي. که لارې کږې وږې وي، دغه ټکي کېدی شي له يوه بله د څو مترو په شاوخوا کې لرې وي، خو که سړک مستقيم وي نو امکان لري د دې ټکو ترمنځ فاصله سلګونه متره وي. نورې ځانګړنې لکه:‌ آیا سړک قير شوی دی که نه، کرېړ پرې اچول شوی او يا دا چې خاره ځمکه ده، هم ثبتېږي. تر هغې وروسته چې يو کارن معلومات داخل يا نوي کړي، سرور ته پورته (اپلوډ) کېږي او څو دقیقې وروسته، دا معلومات په ټوله نړۍ کې د هر چا لپاره د لاسرسي وړ ګرځي.

نړيوال بانک پلان لرې، چې په راتلونکي روزنيز کورس کې محصلانو ته ډيجيټالي کولو روزنه ورکړي. په پام کې ده چې پدې روزنه کې د وزارتونو کارکوونکي د ناظرانو او تاييدونکو په توګه له محصلانو سره کار وکړي. هيله لرو، چې د افغانانو له استعداده په ټوليزه توګه ګټه پورته کړو، او د انتقال وړو مهارتونو د دوې پر مټ، محلي پوهه په خورا کم لګښت پورته بوزو.

موږ د راتلونکي روزنيز کورس د جوړېدو په تمه يو.

 

Authors

Christina Wieser

Senior Economist, Poverty and Equity Global Practice, World Bank

Join the Conversation

The content of this field is kept private and will not be shown publicly
Remaining characters: 1000