کله چې خلک د افغانستان په اړه فکر کوي، څه یې چې په لومړۍ شیبه کې په ذهن کې ورګرځي، له بده مرغه هماغه د جنګ او ناامنۍ لسیزې دي.
د داسې واقعیت څخه هم نه شو انکار کولی چې افغانستان د دوامدارو تاوتریخوالي او ګډوډیو شاهد پاتې شوی دی او لا هم له زیاتو ننګونو او ستونزو سره مخ دی .
خو باید دا واقعیت درک کړو چې له ۲۰۰۱ زېږدیز کال را په دې خوا، افغانستان د یوې هوسا او پرمختللې ټولنې د رامنځته کولو په لاره کې لازم کارونه تر لاس لاندې نیولي دي.
هغو بدو تاریخي پېښوته په کتو سره چې موږ تل ورسره مخ یو، اکثره وختونه دا هېروو چې افغانستان ده پرمختګ په لور یوه اوږدهلارې څخه را تېر شوی دی.
پوره دوه میاشتې مخکې، یعنې د ۱۳۹۷ د تلې په ۲۸ مه نېته، تر څلور میلیونه زیاتو افغانانو د ولسي جرګې په ټاکنو کې برخه واخیسته او د خپلې خوښې کاندیدانو ته یې رایې ورکړې اومیلیونونه افغانان په تمه دي چې د ۱۳۹۸ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې ګډون وکړي.
د یادولو ده چې د افغانستان خلک په ۲۰۱۸ زېږدیز کال کې ده لومړي ځل لپاره طالبانو سره د کوچني اختر په ورځو کې درې ورځنی اوربند شاهدان وو چې ورپسې بیا د خلکو په ذهنونو کې د اوږد مهالې سولې د ټینګېدو هیلې زرغونې شوې.
د بامیان د والي په حیث زما په هدوفونو کې یو دا دی چې د خپل هېواد یو متفاوت انځور نړیوالو ته ښکاره کړم – داسې انځور چې دغه واقعیت ورته په ډاګه کړي چې: له سختو شرایطو سره سره بیا هم بریا او پرمختګ ممکن دي.
کیدای شي له هېواده د باندې اکثره خلک د بامیان په اړه څه نه وي اورېدلي. نه به یې د تاریخي لرغونتوب په اړه ډېر څه اورېدلي وي او نه په دې اړه چې دغه ولایت د افغانستان یو له خورا امنو ولایتونو څخه دی.
د بامیان وګړي د دې واقعیت له امله ویاړي چې موږ په تیرو ۱۷ کلونو کې د مرکزي حکومت په وړاندې د هېڅ ډول ناامنۍ، جنګ او مخالفت شاهدان نه یو.
په دې موده کې چې زه د بامیان والي پاتې شوی یم، د دې شاهد وم چې د دې ولایت وګړي د مدني ټولنو په جوړښتونو کې راغونډ شوي دي چې پرته له شکه دوی په دې ولایت کې په بریالیتوب سره د پراختیايي پروژو په عملي کېدو کې حیاتي نقش لرلی دی.
په دې درېو کلونو کې چې زه د والي په حیث په دې ولایت کې خدمت کوم، د حکومت اکثره پراختیايي پروژې په بامیان ولایت کې د افغانستان د بیارغونې صندوق له لارې چې د ۳۴ هېوادونو او نړیوالو تمویلوونکو سازمانونو په استازیتوب یې د مدیریت چاره د نړیوال بانک په غاړه ده، او همدرانګه د نړیوال بانک د نورو سرچینو له خوا تمویل شوي دي.
دغه پروژې ځینې حیاتي سکټورونه لکه: د کرنې د سکټور پراختیا او پایښت، معارف، د میرمنو ځواکمنول، وړو پورونو ته د لاسرسۍ آسانتیاوې ، د زیر بناوو جوړول او بیارغاونه، د روغتیايي خدمتونو عرضه کول، او نور ډګرونه یې تر پوښښ لاندې راوستي دي.
څنګه چې د بامیان ولایت ۸۰ سلنه اوسېدونکي خپل معیشت د کرنې په سکټور کې د کار او کسب له لارې تأمینوي، نو زراعت محوره پروژو تقریباً د ټولو نورو پراختیايي او اقتصادي پروژو د بریالي کیدو له پاره لاره هواره کړې ده او مرسته یې ورسره کړې ده.
دا څرګنده پدیده ده چې د روغتون جوړول به هله ګټور وګڼل شي چې خلک یې با کیفیته خدمتونو ته لاسرسی ولري، او په همدې ډول د یوه ښوونځي موجودیت هله اغېزمن وي چې زیات زده کوونکي په کې حاضر وي .
په همدې دلیل، د بزګرانو د عاید زیاتېدل او د دوی د ځان بسیاینې ملاتر مرسته کوي، څو هغوی په پراخه کچه روغتیايي خدماتو، ښوونځیو او د ښاروالۍ نورو خدمتونو ته لاسرسی پیدا کړي، دا ځکه چې په دې حالت کې وګړي کولی شي چې ځان ته خوندي ټرانسپورټ برابر کړي او همدارنګه درمل او خپلې نورې اړتیاوې وپېري چې دا بیا په خپل وار سره د دوی د ژوند د کچې په ښه کېدو کې مرسته کوي.
ځینو پروژو لکه: د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژه، د ملي پیوستون پروګرام، د افغانستان د کرنیز تولید د عواملو پروژه، او د ولسي تړون ملي پروګرام دې ته لاره هواره کړې ده چې په کلیوالو سیمو کې د خلکو لاسرسۍ لومړنیو آسانتیاوو ته زیات شي او کرنه د ګټې ترلاسه کولو د یوې سرچینې په توګه په دې ولایت کې وغوړېږي. دغو پروژو دا کار بزګرانو ته د اوبو لګولو سرچینو ته د لاسرسي د ملاتړ او همدرانګه د نویو کرنیزو لارو چارو د ور زده کولو او بابولو له لارې ترسره کړی دی.
دغه پروژې پر دې سربېره چې د بامیان ولایت د کرنې د میکانیزه کولو او پراختیا له پاره یې اړوند وسایل او ابزار برابر کړي دي، د زیربناوو په بیارغونه لکه د شنو خونو د جوړولو په برخه کې هم لازمې مرستې برابرې کړې دي.
زما په باور دغه پروژې د نورو ټولنیزو ډګرونو باندې هم اغېزې پريښې. دغو پروژو خلکو لپاره د کارموندنې او معیشت له لارې په هوارولو سره په دې ولایت کې یې د بېوزلۍ کچه تر یوه بریده پورې راټیټه کړې ده .
د بېلګې په توګه، په بامیان ولایت کې اکثرې متشبثې او په کرنې بوختې مېرمنې د همدغو مرستو په پایله کې اوس مهال د وړو شنو خونو څښتنانې شوې دي او له دې نوي مهارت څخه چې زده کړی یې دی، خوښې دي، څنګه چې ډېرې یې وايي: "دغو پروژو له دوی سره مرسته کړې ده چې له کوره بهر دنده پیدا او کافي عاید ترلاسه کړي ."
د نړیوال بانک د تخمین پر بنسټ، دغه پروژې په بامیان کې کولی شي چې له یوې خوا د کورنیو د عاید مینځنئ کچه لوړه کړي او له بلې خوا د کار په سیمه ییز بازار کې د کار موندنې او اشتغال زمینه زیات کړي لکه چې اوس مهال په دې ولایت کې د کورنیو د ملي عاید منځنۍ کچه ۶۲ سلنې ته رسیدلې دي په داسې حال کې چې دغه رقم چې په ۲۰۱۳ کال کې کې ۵۵ سلنه وه.
نور خلک چې د مېوو او غله جاتو د لا زیات او لا ښه حاصل له درکه کافي عاید ترلاسه کړی دی، وايي:" زموږ د عاید په زیاتېدو سره زموږ ماشومان کولی شي مکتب ته لاړ شي او موږ کولی شو ورته کالي، کتاب او کتابچه له بازار څخه برابر کړو، ترڅو چې ښونځیو ته د تلو له پاره لا زیات وهڅېږي او خپلو زده کړو ته دوام ورکړي."
د کورنیو غښتلتوب د دوی د ماشومانو له پاره د لا غوره امکاناتو په برابرولو سره، په لومړنیو ښوونځیو کې زموږ د ولایت د ماشومانو د شمولیت کچه بهتره کړې ده. د نړیوال بانک د ولایت وار رېپوټ پر بنسټ چې په ۲۰۱۶ کې خپور شو، په بامیان ولایت کې د ۲۰۰۷ او ۲۰۱۳ کلونو په منځ کې په ښوونځیو کې د ماشومانو د شمولیت د شاخص کچه، ۱۳ سلنه لوړ شوی دی.
په عین وخت کې، په بامیان ولایت کې د کرنې سکتور پر پراختیا سربېره، د دې ولایت د اکثرو سیمو د اوسېدونکو د روغتیا کچه کې ښه والی راغلی ځکه چې چې د بڼوالۍ او مالدارۍ د ملي پروژې د موندنو پر بنسټ، د بامیان ولایت ډېر شمېر اوسېدونکو د مناسبې تغذۍ اړتیاوې په ښه زده کړې دي.
په بامیان ولایت کې د مالدارۍ او بڼوالۍ د ملي پروژې د اړیکو همغږې کوونکی وايي: "په دې ولایت کې د شبکورۍ ناروغۍ پېښې او د مغذي موادو له کمښټ څخه راپیدا کېډونکې نورې ناروغۍ په چټکۍ سره کمې شوې دي ځکه چې مېندوارې مېرمنې د غوره تغذۍ او د سبزیجاتو د مختلفو ډولونو د کرلو د ګټو په اړه روزنه ترلاسه کوي.د دې پروژو له تطبیق څخه د مطلوبې نتیجې او د خلکو په ژوند کې د اغېزمنتیاو په لیدو سره، موږ دې ته ژمن او چمتو یو چې له نړیوال بانک او د افغانستان د بیارغونې صندوق په همکارۍ او د نورو پراختیايي همکارانو په هڅولو سره په بامیان ولایت کې د لا ډېرو نورو پروژو د تطبیق زمینه برابره کړو.
د بامیان د والي په حیث له دې چې د بامیان د خلکو په ژوند کې مثبت بدلون او تحول راغلي دي، خورا زیات خوشحاله یم .
په داسې حال کې چې د نړیوالې ټولنې او د پراختیايي موسسو د مرستو له لارې د خلکو په ژوند کې پراخ بدلونونه راغلي دي، خو په واقعیت کې دغه بریالیتوبونه د بامیان په خلکو پورې اړه لري، ځکه چې هغوی د افغانستان د پرمختګ په لوري د پر له پسې ګامونو اخیستلو ته ژمن دي او د لا ښې راتلونکې د جوړولو په لاره کې ژمن دي.
Join the Conversation