د افغانستان په مالي مدیریت کې ښه والی او له تکنالوژۍ څخه ګټه اخیستنه په چارو کې د ړونتیا او د باور جوړونې لامل ګرځیدلې

This page in:
Many government civil servants are now using technology to improve transparency and credibility of government offices in Kandahar Province.
اوس مهال د دولت ډیری شمیر مُلکی کارکوونکي له تکنالوژۍ څخه په ګټه اخیستنې سره د خدمتونو په وړاندې کولو کې د ړونتیا د تامین او پر دولتي دفترونو د خلکو د ډاډ او باور په بیا ترلاسه کولو باندې توانیدلي دي. انځور: تایمنی فلم/ نړیوال بانک

د دولت په یو زیات شمیر دفترونو کې له تکنالوژۍ څخه ګټه اخیستنه اوس هم د یو معمول معیار او نورم په توګه نده ترویج شوی. خو په ورته مهال، د کندهار ولایت مستوفیت چې تر ډیره د یو نا امن ولایت په توګه یادیږي، په دغو وسایلو تجهیز شوی او اوسمهال د رامینځته شویو آسانتیاوو په پایله کې ړونتیا او د دولتي دفترونو پر خدماتو د باور کولو لړی یی پیاوړې کړې ده.

مالیه د هر هیواد د اقتصاد بنسټ بلل کیږي. له همدې کبله په مالي بنسټونو او ادارو کې د ړونیا تامین په پراختیايي چارو باندې د مالیه ورکوونکو او نړیوالو تمویل کوونکو لپاره د باور او ډاډ  په رامینځته کولو کې مهمه ونډه په غاړه لري. د دغې موضوع مهم والي ته په کتلو سره، موږ تصمیم ونیوه، چې افغانستان د مالي معلوماتو د مدیریت سیستم او د دولتي مالیاتو د واحده ادارې سیستم د مالیې وزارت تر مشري لاندې د مالي مدیریت د اصلاحاتو پروژې په ملاتړ، چې د افغانستان د بیارغونې صندوق لخوا تمویلیږي، رامینځته او تطبیق کړو. د یادولو وړ ده، چې د دولتي مالیاتو د واحده ادارې سیستم د افغانستان د بیارغونې صندوق د مشوقو پروګرام په ملاتړ تمویل شوی.

له ۲۰۰۷ زیږدیز کال راپدیخوا، کله چې موږ د افغانستان د مالي معلوماتو مدیریت له سیستم څخه په ګټه پورته کولو بریالي شولو، نو په دې وتوانیدلو، ترڅو د بودجې د مدیریت او تطبیق چارې، د مالیاتو راټولول او د تنخواوو ورکړه په ټاکل شوي وخت سره پلې کړو. د افغانستان د مالي معلوماتو مدیریت سیستم کې د مجهزو کمپیوتري آسانتیاوو له امله په یو وخت کې بیلابیل کسان په پراخه کچه کولی شي، چې مالي معلوماتو ته لاسرسۍ او د هغو ثبت په هر ځای کی او هر وخت کې پلي کړي. دا په داسې حال کې ده، چې د معلوماتو د پخواني ثبت سیستم له مخې چې په دودیزډول به په ژورنالونو کې لیکل کیدل، خورا ستونزمن و.

د افغانستان د مالي معلوماتو د مدیریت سیستم د بریالي تطبیق سره جوخت، موږ دې پایلې ته رسیدلي یو، څو په ۲۰۱۶ کال کې د مالیې وزارت د عوایدو څانګې په دفترونو کې د د دولتي مالیاتو د واحده ادارې سیستم رامینځته کړو. دغه سیستم وړاندې له دې هم په ښه توګه یې له موږ سره مرسته کړې وه. پخوا په اوراقو او ژورنالونو کې د معلوماتو د لیکو له امله به د مالیې وزارت د عوایدو څانګه له ناسمو ارقامو او معلوماتو سره مخامخ کیدله او دا به د راپورونو په چمتو کولو کې د ځنډ لامل هم کیده. یو وخت ماته را پیادیږي، چې موږ به اړ وو، چې د آرشیف په څانګه کې یو زیات شمیر ګډ وډ اوراق او اسنادونه د څو ساعتونو لپاره ولټوو، څو یو لړ ارقام او لومړني معلوماتو ته لاسرسي پيدا کړو او بالاخره وروسته له ډیرو هلو ځلو به مو وموندل. دغه د پلټنې عملیات به کله کله ډیر وخت دوام کاوه.

موږ د مالیه ورکوونکو لپاره د معلوماتو یو زیرمتون یا ديټابیس درلود، چې هر مالیه ورکوونکی به اړ و، ترڅو د خپلې مالیه د اړوند ثبت شمیرې په ښودلو سره په مربوطه ولایت کې خپله مالیه د دولت خزانې ته وسپاري، ځکه، چې هغه وخت زموږ ډیتابیس سراسري نوو. ټول ثبت شوي شرکتونه او انفرادي مالیه ورکوونکي به مجبور و، ترڅو د خپلو مالیاتي حسابونو د تصفیه لپاره خپل مالیاتي اظهار لیکونه په لیکنې بڼه ډک کړي، چې دغه وضعیت په خپل وار سره د فساد او بډې اخیستنې لپاره زمینه برابره کړې وه.

کله چې په کابل ښار کې مې دنده ترسره کوله، نو د دولتي مالیاتو د واحده ادارې سیستم په هکله مې هراړخیز معلومات ترلاسه کړل، او کله چې د ۲۰۱۷ کال د سپټامبر په میاشتې که زه د کندهار ولایت د مستوفي په توګه وګمارل شوم، هوډ مې وکړ، څو دغه تکنالوژی د کندهار ولایت ته هم انتقال کړم. بالاخره هغه وخت راغی چې موږ دغه سیستم د کندهار ولایت په مستوفیت کې کارکوونکو ته وپيژانده او له خپلو همکارانو سره مې غونډه جوړه کړه او د دغې تکنالوژۍ په هکله او د کندهار د مستوفیت ادارې د اړتیاوو په اړه مو هراړخیزه خبرې اترې وکړې. بیا مو د وخت د اړتیا سره سم د دغه سیستم په اړه د کندهار د ځايي کارکوونکو د مهارتونو د لوړلو لپاره مو د ظرفیت جوړونې یو شمیر پروګرامونه جوړ کړل.
 
اوسمهال د عوایدو راټول د یو اغیزمن او معیاري چوکاټ له مخې پر مخ وړل کیږي. د دغه سیستم په رامینځته کولو سره د مالیه ورکوونکو په مینځ کې د مالیاتو پروسې د ړونتیا په اړه د هغوی د باور او ډاډ احساس پیاوړی شوی. په همدې اړه د کندهار ولایت یو تن ملي سوداګر، چې حاجي محمد یونس مومند نومیږي، له ماسره د خبرو اترو په مهال وویل: " د عوایدو د برخې کړنې د پخوا په پرتله په ښه توګه وړاندې ځي. کندهار کې د دغه کمپیتوټري سیستم په انتقال سره زموږ د مالیاتو ورکړه په پوره ړونتیا او چټکه توګه سرته رسیږي او دا د دې لامل کیږي، چې موږ د حکومت له ځايي کارکوونکو او چارواکو سره د باور او ډاډ له مخې یوه اغیزمنه همکارۍ ولرو."

په پایله کې ویلۍ شو، چې د مالیاتو د واحد مدیریت سیستم په تطبیق او په کندهار ولایت کې د تکنالوژۍ څخه په ګټه اخیستنې سره، د مالیاتو او عوایدو راټولول خورا زیات ښه والی موندلی. د مثال په توګه، په ۲۰۱۶ کال کې، په کندهار ولایت کې د عوایدو راټولو لپاره ټاکل شوی هدف ۱،۲۳۰ میلیارده افغانۍ ( د ۱۴،۸ میلیون امریکايي ډالرو معادل) په ګوته شوی و، په داسې حال کې، چې تیرو ۱۰ کلونو کې د لومړي ځل لپاره موږ وتوانیدلو، چې ۱،۲۳۳ میلیارده افغانی، یعنی ۳ میلیونه زیات له ټاکل شوي هدف څخه مو راټولې کړې. ټاکل شوي هدف ته د رسیدلو سره سم، موږ هم له ګټې څخه برخمن شوو، څرنګه، چې دولت ډيره پاملرنه کندهار ولایت ته کړې ده. د مثال په توګه، دولت په کندهار ولایت کې د لمریزه انرژی د تولید لپاره ۱۰ میلیون امریکایی ډالر ځانګړي کړي، څو د بریښنا پياوړي سیستمونو رامینځته شي، چې دا په خپل وار سره په دغه ولایت کې د پراختیايي فرصتونو د هڅونې او خصوصي سکتور متشبثینو د تشویق لامل ګرځي.

په حقیقت کې، د مالیاتو د اداري سیستم پراختیا د افغانستان د اقتصادي راتلونکې لپاره د اغیزمنتیا او ړونتیا د رامینځته کولو زمینه برابره کړې.
 


Join the Conversation

The content of this field is kept private and will not be shown publicly
Remaining characters: 1000