په افغانستان کې د ښځو د پیاوړتیا په موخه کوچني خو کوټلي ګامونه

This page in:

د مارچ اتمه، چې د ښځو نړیوالې ورځې سره برابره ده؛ زموږ لپاره هغه فرصت ده، چې په ټوله نړۍ کې د ښځو له لاسته راوړنو څخه نمانځنه وکړو او د جنسیتي مساواتو په برخه کې د ترلاسه شویو پرمختګونو او همدارنګه د هغه خنډونو په اړه، چې اوس هم اړتیا ده، څو د هغو د حل په موخه هلې ځلې وکړو، په هر اړخیز ډول وګورو او وڅیړو.

د ۲۰۱۹ زیږدیز کال د جولای میاشتې راهیسې، چې زه په کابل کې د نړیوال بانک د دفتر رئیس په توګه مې په کار پیل کړی، په بیلابیلو کچو کې مې د زیات شمېر افغان ښځو سره، لکه وزیرانې، د پارلمان غړې، د مدني ټولنې فعالانې، ډاکټرانې، سوداګرې ښځې، بزګرانې او ځوانانو سره کتلي دي.

په کتل شویو کسانو کې د بیلګې په ډول کولای شم، چې د مزار شریف ښار کې د افغانستان د ولسي ټړون د ملي پروګرام، د سیمې د پراختیايي شورا د ولایتي مدیرې فریبا شریف احمدي څخه یادونه وکړم. فریبا د مزار شریف ښار کې د کارته اسدي سیمې د پراختیايي شورا ولایتي مدیرې په توګه دنده لري، څو د دې سیمې خلکو ته لارښوونه او روزنه وکړي او دا څرګنده بیلګه ده، چې د جنسیتي مساواتو په پراختیا سره کولای شوو، څو د ټولنې پراختیا په برخه کې ګڼ شمېر لاسته راوړنې ولرو.

په خواشینۍ سره باید وویل شي، چې زیاتو ستونزو ته په کتو سره، چې افغان ښځې په ټولنه کې ورسره لاس او ګریوان دي؛ د فریبا او ورته نورو ښځو د بریالیتوب کیسه کولای شي، چې ځانګړې او د ګوتو په شمېر وګڼل شي. که څه هم ښځې د افغانستان د نفوس څه نا څه نیمه برخه جوړوي، خو په ډیرو سیاسي، اقتصادي، ټولنییزو او فرهنګي برخو کې د هغوی استازیتوب او ګډون احساسیدونکی نه دی . په وروستیو څو لسیزو کې د جګړې او تاوتریخوالي دوام، چې فرهنګي او سنتي ستونزې یې له ځانه سره لرلې، د دې لامل شوې، څو ښځې محرومه پاتې شي – دا په داسې حال کې ده، چې جنسیتي مساوات او د ښځو پیاوړتیا په برخه کې یې هم هڅې له سترو ستونزو سره مخ کړي دي.

 

که څه هم ښځې د افغانستان د نفوس څه نا څه نیمه برخه جوړوي، خو په ډیرو سیاسي، اقتصادي، ټولنییزو او فرهنګي برخو کې د هغوی استازیتوب او ګډون احساسیدونکی نه دی

موږ په نړیوال بانک ګروپ کې په دې باور یوو، چې هیڅ هېواد، ټولنه او اقتصاد نشي کولای، چې د ښځو، نارینه، نجونو او هلکانو د بشپړ او مساوي ګډون پرته، خپلو بالقوه وړتیاوو ته لاس ومومي  او د ۲۱ پیړۍ له ستونزو سره مبارزه د ټولنې ټولو غړیو په دوامداره ګډون او غړیتوب پورې اړوند ده. جنسیتي مساوات د نړیوال بانک د ګروپ د موخو، چې هماغه د پراخې بیوزلۍ او ټولنییزې هوساینې دوامداره پیاوړتیا ده، په محور کې ځای لري.

هغه څه، چې تر اوسه زه یې شاهده یم، دا ده، چې د پالیسیو او فعالیتونو پایلې، چې تر اوسه په افغانستان کې د ښځو د پیاوړتیا او جنسیتي مساواتو لپاره پلي شوي، مثبتې دي. اساسي قانون د ښځو مساوي حقونه تضمین کړي دي. د هرې ورځې په تېریدو سره یو زیات شمېر نجونې او ښځې په ښوونځیو او د لوړو زدکړو لپاره په پوهنتونونو کې نوم لیکنه کوي او د ښارونو په مرکزونو او ولایتونو کې په دولتي ادارو کې د ښځو ونډه د زیاتیدو په حال کې ده.

زه او په نړیوال بانک کې زما همکاران ویاړو، چې د ښځو د پیاوړتیا او د هغوی د پرمختګ او ټولنییزې هوساینې لپاره د فرصتونو رامنځته کولو په برخه کې کار کوو.د کلیوالي اقتصاد پراختیا پروګرام تر چتر لاندې د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا (WEE-RDP)،  د بڼوالي او مالداري ملي پروګرام (NHLP) او د اقراء پروګرام په څیر پروګرامونه دي، چې په متوازن او دوامداره ډول له ښځو سره د کوچنیو سوداګریو د پیل، د نویو مهارتونو زدکړه او د لومړنیو او منځنیو زدکړو په برخه کې په عادلانه ډول د هغوی لاسرسي لپاره مرسته کوي.

تمه ده، چې په افغانستان کې د وضعیت ښه کیدو سره به د پروژو پلي کیدلو لپاره غوره فرصت رامنځته شي. مخکینۍ تجربې موږ ته دا څرګندوي، چې په کلیوالو سیمو کې ډیری ښځې د کوچنیو سوداګریو د پیل او پراختیا ته لیواله دي، خو ډیری وختونه د سرچینو برابرولو په برخه کې د هغوی اړتیاوې نه دي بشپړې شوي. له همدې کبله د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا پروګرام، د زښته بېوزلو او زیان منونکو ښځو سره د مالي او تخنیکي ملاتړ د چمتو کولو په موخه پیل کړي او هغوی مالي منابعو ته لاسرسی ومومي. دا پروګرام په ټول افغانستان کې ۷۶ ولسوالیو کې پلی کیږي او تمه ده، چې د کلیو یو شمېر ښځې کوچني سوداګرۍ او کسب او کار پیل کړي، چې د کلیوالو خلکو لپاره به کاري زمینه هم برابره شي. تمه کیږي، چې د هېواد د کلیوالو سیمو څه باندې نیم میلیون خلک له دې پروګرام څخه ګټه واخلي.

په ورته حال کې د بڼوالي او مالداري ملي پروګرام د کرنې په برخه کې د ښوونیزو او زراعتي محصولاتو د روزلو او بڼوالي پروګرامونو له لارې زرګونه بزګرو ښځو لپاره، چې د هېواد په کلیو کې ژوند کوي، دا زمینه برابره کړې، څو هغوی کورني کوچني بڼونه او باغچې جوړې کړي. د دې پروګرام په مرسته، د کلیو زیات شمېر ښځې توانیدلي، څو کرنیز محصولات تولید او عواید ترلاسه او په دوامداره توګه باندې خپل ژوند سمبال کړي او په پایله کې په کور او سیمه کې غوره ټولنییز ځای ترلاسه کړي.

موږ په دې پوهیږو، چې زدکړې د افغان ښځو د پیاوړتیا په برخه کې ستر رول او ونډه لري؛ موږ د نړیوالو مرستندویه ټولنو او پراختیايي ملګرو سره هڅه کوو، څو د اقراء پروګرام له لارې په یو شمېر مشخصو ولایتونو کې لومړنیو او منځنیو زدکړو ته د نجونو لاسرسی زیات کړو. له بلې خوا د لوړو زدکړو د پراختیا پروګرام په دې لټه کې دی، څو هغه ټول لاملونه او ستونزې، چې د ښوونیزو بورسونو د ونډې پر بنسټ په دولتي پوهنتونونو کې د نجونو د لاسرسي مخنیوی کوي او همدارنګه زدکړیالانو ته د لیلیو په جوړولو او د خوندي ټرانسپورتي اسانتیاوو په رامنځته کولو کې مرستې وکړي.

د جنسیتي مساواتو او د ښځو پیاوړتیا په برخه کې زموږ ژمنې د ګوتو په شمېر پروژو پلي کولو سره نه محدوده کیږي.  موږ خپل ټول توان او هڅه کوو، څو زموږ ټول فعالیتونه او پراختیايي پروګرامونه، د جنسیتي مساواتو پیاوړتیا لپاره کار وکړي او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لومړیتوب لرونکو ملي پروګرامونو سره په بشپړ همغږۍ سره طرحه او تطبیق شي.

 

د جنسیتي مساواتو او د ښځو پیاوړتیا په برخه کې زموږ ژمنې د ګوتو په شمېر پروژو پلي کولو سره نه محدوده کیږي.

دا ټول د دې ښکارندوي کوي، چې موږ په دې هېواد کې د افغان ښځو د پیاوړتیا او جنسیتي مساواتو په برخه کې کوچني خو ټینګ ګامونه اوچت کوو.

په بیلابیلو سیاسي، اقتصادي او ټولنییزو برخو کې د افغان ښځو پیاوړتیا کولای شي، چې د یوې متوازنې ټولنې په پراختیا کې مثبتې اغیزې پریږدي او په اوږدمهال کې به په افغانستان کې د تل پاتې ودې او پرمختګ لامل شي.  په تېرو کلونو کې د لاسته راوړنو پیاوړتیا او دوام او د ښځو د پیاوړتیا په برخه کې زیاتې او پراخه هڅې د دې لامل کیدای شي، څو په دوام داره توګه په راتلونکو کلونو کې په افغانستان کې د ښځو له نړیوالې ورځې نمانځنه وکړو.

 


Authors

Henry G. Kerali

World Bank Country Director for Afghanistan

Join the Conversation

The content of this field is kept private and will not be shown publicly
Remaining characters: 1000