په افغانستان کې مالي خدمتونو ته د لاسرسي د زیاتېدلو په لوري

This page in:

اوس مهال په افغانستان کې د واجد شرایط کسانو شاوخوا ۸۵ فیصده وګړي د دې هېواد په بانکونو یا نورو مالي بنسټونو کې بانکي حسابونه نه لري.  دا په کم عایده هېوادونو کې د بانکي حساب د نه درلودونکو وګړو تر اوسط کچې لوړه شمېره ښيي. حقیقت دا دی چې په افغانستان کې مالي خدمتونو ته د نه لاسرسۍ کچه د نړۍ تر هر هېواد زیاته ده.

د بانکونو د څانګو د شمېر محدودیت، د بانکوالۍ د خدمتونو لوړوالی، او داسې مالي خدمتونو ته نه لاسرسي چې د کم عایده کورنیو له اړتیاوو سره اړخ ولګوي، په افغانستان کې مالي خدمتونو ته د لاسرسۍ د کموالي عمده دلیلونه ګڼل کېږي. پر دې سربېره، امنیتي ننګونې، دیني او فرهنګي باورونه، د بانکوالۍ پر سکتور باندې نه باور، او د مالي سواد کموالی هم مالي خدمتونو ته د نه لاسرسۍ په لویو عواملو کې حساب دي. په دې منځ کې مېرمنې تر نارینه‌وو لا زیاتې له ستونزو سره مخامخې دي، لکه څنګه چې یوازې ۷ سلنه افغانې مېرمنې بانکي حسابونه لري حال دا چې دا کچه د نارینه‌وو لپاره ۲۳ سلنه ده.

د دې لپاره چې د دې ننګونو او خنډونو اساسي چاره شوې وي، د افغانستان بانک مالي خدماتو ته د لاسرسۍ لومړنۍ ملي ستراتيژي د ۲۰۱۹ کال په سپټمبر میاشت کې نهايي کړه. د دې ستراتیژۍ اغېزناکه تطبیق به مالي خدماتو ته د لاسرسۍ کچه زیاته کړي او د ملي اقتصاد د ودې او د عامه سوکالۍ د ښه‌ والي سبب به شي.

 

د دې ستراتیژۍ اغېزناکه تطبیق به مالي خدماتو ته د لاسرسۍ کچه زیاته کړي او د ملي اقتصاد د ودې او د عامه سوکالۍ د ښه‌ والي سبب به شي.

مالي خدماتو ته د لاسرسۍ ملي ستراتیژي یو له هغو څو نوښتونو څخه دی چې د افغانستان بانک د نړیوال بانک په تخنیکي ملاتړ پیل کړي دي. په لومړي سر کې مالي خدمتونو ته د لاسرسۍ ډیپارټمنټ د ۲۰۱۶ په جون میاشت کې د افغانستان بانک په تشکیل کې رامنځته شو. د دې څانګې اصلي وظیفې دا دي: الف) د داسې څېړنې ترسره کول چې مالي خدماتو ته د خلکو د لاسرسۍ په لاره کې شته خنډونو معلوم او په بانکونو کې مالي خدمتونو ته د خلکو او خصوصي متشبثینو د لاسرسۍ د کچې په اړه معلومات راټول کړي؛ ب) مالي خدمتونو ته د لاسرسۍ د طرحې د بهیر تنظیم او همغږي؛ ج) مالي خدمتونو ته د لاسرسۍ لپاره د آسانتیاوو په برابرولو کې د کاري شریکانو او اړوندو ادارو د ملاتړ راجلبول؛ او د) مالي خدمتونو ته د لاسرسۍ لپاره د یوې ملي ستراتیژۍ طرح، تنظیم او تطبیق.

دوهم، د افغانستان بانک مالي خدماتو ته د لاسرسۍ یوه کاري ډله رامنځته کړه چې مالي خدماتو ته د لاسرسۍ د پروګرام پر کاري پلان او پرمختګ بحث وکړي او مالي خدماتو ته د لاسرسۍ د زیاتېدو لپاره هلې ځلې سره همغږې کړي. د افغانستان بانک او د مالیې وزارت په ګډه سره مالي خدماتو ته د لاسرسۍ د کاري ډلې د رهبرۍ مسوولیت په غاړه لري او د افغانستان د خصوصي بانکونو ټولنه (ABA) او په افغانستان کې له پانګونې سره د مرستې او د وړو پورونو د ملاتړ اداره د دې ډلې غړې دي.

پر دې سربېره، د افغانستان بانک مالي خدماتو ته د لاسرسۍ پر پروګرام د کار کولو لپاره یوه ملي کمیټه جوړه کړه چې شاوخوا ۲۰ دولتي بنسټونه، د بانکوالۍ او مالي خدمتونو وړاندې کوونکي چې د موبایل په وسیله د مالي خدمتونو عرضه کوونکي هم په کې شامل دي، غیر دولتي مؤسسې، او نړۍوالې مؤسسې په کې د غړو په توګه شاملې دي. د دې کمیټې د جوړولو اصلي هدف مالي خدماتو ته د لاسرسۍ د ملي ستراتیژۍ په اړه مشورې او د دې ستراتیژۍ د تطبیق له پاره د ژمنې او تعهد حاصلول وو.

 

مالي خدماتو ته د لاسرسۍ د ملي ستراتيژۍ کُلي هدف دا دی چې په راتلونکو څلورو کلونو کې په افغانستان کې بانکي او مالي خدمتونو ته د نه لاسرسۍ کچه ۱۵ فیصدو ته راکمه شي او مالي خدمتونو ته د ټولو افغانانو لاسرسي لا ښه شي.

مالي خدماتو ته د لاسرسۍ د ملي ستراتیژۍ په تطبیق سره تمه کېږي چې یوه مناسب، ټول شموله، او حساب ورکوونکي مالي سیستم ته د رسېدو لپاره یو سراسري لرلید رامنځته شي  چې د هغه پر اساس ټول نارینه او ټولې مېرمنې او همدارنګه واړه او متوسط متشبثین با کیفیته او داسې مالي خدمتونو ته مؤثره لاسرسي ولري او منظمه استفاده ورنه وکړي چې د مدیریت وړ وي، د دوی له اړتیاوو سره اړخ ولګوي او د اقتصادي هوساینې او سوکالۍ لپاره یې اغېزناک وي.

مالي خدمتونو ته د لاسرسۍ د ملي ستراتیژۍ اساسي ټاکل شوي هدفونه دا دي:

  • د مالي خدمتونو او بانکونو د څانګو او نماینده‌ګیو پراخېدل او تنوع او رسمي مالي خدمتونو ته د لاسرسۍ لپاره د نارینه‌وو او مېرمنو هڅول؛
  • د رسمي مالي مؤسسو له خوا عرضه کېدونکو مالي خدمتونو ته د وړو او متوسطو متشبثینو د لاسرسۍ زیاتېدل؛
  • مالي خدمتونو ته د کرنې د سکتور د لاسرسۍ ښه کېدل؛
  • د مالي خدمتونو د ګټه اخیستونکو د پیاوړتیا او تحفظ لپاره د یوه لوی چوکاټ رامنځته کول؛ او
  • ډیجیټلي مالي خدمتونو ته د لاسرسۍ د کچې ارتقا.

تمه کېږي چې مالي خدمتونو ته د لاسرسۍ د ملي ستراتیژۍ په مؤثر تطبیق سره به د راتلونکو پنځو کلونو په بهیر کې د هغو افغانانو فیصدي چې بانکي حسابونه لري، دوه چنده زیاته شي.  د دې لپاره چې د بانکي حساب د درلودونکو مېرمنو د شمېر اندازه زیاته شي، ځانګړې هلې ځلې به ترسره شي چې د دې ستراتیژۍ هدفونه ترلاسه شي. تمه کېږي چې تر ۲۰۲۴ میلادي کاله پورې به د واجد شرایط افغانانو ۲۷ سلنه په یوه بانک یا مالي مؤسسه کې بانکي حساب ولري.

 

تمه کېږي چې تر ۲۰۲۴ میلادي کاله پورې به د واجد شرایط افغانانو ۲۷ سلنه په یوه بانک یا مالي مؤسسه کې بانکي حساب ولري.

هغه هدف چې موږ ټاکلی دی، لوی هدف دی. د یوه همغږي کوونکي جوړښت د رامنځته کولو لپاره هر اړخیزې هلې ځلې ترسره شوې دي چې لومړی کاري شریکان وپېژندل او راټول شي او په ورپسې ګام کې د افغانستان بانک سره د مالي خدماتو د لاسرسۍ د ملي ستراتیژۍ په تطبیق کې مرسته وکړي او بالاخره د یوه اغېزناک کاري چوکاټ له لارې د مالي خدمتونو د لاسرسۍ د ملي ستراتیژۍ تطبیق وڅاري. دغه همغږي کوونکی جوړښت به دا برخې ولري: مالي خدماتو ته د لاسرسۍ د ملي ستراتیژۍ د همغږۍ شورا، مالي خدماتو ته د لاسرسۍ دارالانشأ، تخنیکي کمیټه، او کاري ډلې. مالي خدماتو ته د لاسرسۍ د ملي ستراتیژۍ د همغږۍ شورا په سر کې به د افغانستان بانک رییس وي او غړي به یې د افغانستان بانک، په افغانستان کې له پانګونې سره د مرستې او د وړو پورونو د ملاتړ اداره، او د مالیې وزارت په ګډون د اړوندو دولتي ادارو لوړ پوړي چارواکي وي. دغه شورا به رهبرۍ او مالي خدماتو ته د لاسرسۍ د ملي ستراتیژۍ د تطبیق لپاره د ټولو پالیسیو او ستراتیژيکو لارښوونو د وضع کولو مسوولیت په غاړه ولري. کاري ډلې له هغو کاري شریکانو څخه رغېږي چې په دولتي او خصوصي سکتور پورې اړه لري او نړۍوال شریکان به مالي خدماتو ته د لاسرسۍ د ملي ستراتیژۍ د تطبیق په برخه کې همکاري کوي.

مالي خدماتو ته لاسرسۍ د ملۍ ستراتیژۍ بریالی تطبیق د خصوصي او دولتي سکتور د اړوند کاري شریکانو تر منځ په مناسبې همغږۍ او همدارنګه د دې تګلارې د هر اړخیز تطبیق لپاره د هغوی په ژمنې او تعهد پورې سخت تړلی دی.

د افغانستان بانک د دې تګلارې د بریالي تطبیق لپاره پوره ژمن دی او وار له مخکې یې هم په دې لاره کې ځینې ګامونه پورته کړي دي چې په افغانستان کې د معاشونو د ادغام او اټوماتې ادایېنې پروژه چې نړۍوال بانک یې تمویلوي او همدارنګه د افغانانو د هوساینې د کچې د ښه کولو لپاره په مالي سکتور کې د یو لړ اصلاحاتو او د دې سیستم د پراختیا لپاره چمتووالی په کې شامل دي.

 


Join the Conversation

The content of this field is kept private and will not be shown publicly
Remaining characters: 1000