څرنګه چې د جون ٢٠مه د کډوالو نړيواله ورځ نومول شوې، بايد په ياد ولرو، چې د کډوالو ناورين يوازې په يوه هېواد کې د پرمختګ مخنيوى نه کوي، بلکې يو بل داسې بحران، چې د ودې په حال کې دى، په خپل هېواد کې د ګڼو نورو خلکو کورنۍ بې ځايه کېدنه ده، دغه خلک د کورنيو بې ځايه شوو په نامه يادېږي. د دغې ستونزې د حل په موخه د سترو سياسي او ټولنيزو فشارونو تر څنګ، دا موضوع د نړۍ په څو هېوادونو کې د ودې په حال کې ده.
په افغانستان کې نږدې ۱،۲ميليونه بې ځايه شوي وګړي شته، چې د امنيتي او طبيعي پېښو په سبب د کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي. شپږ ميليونه نور کډوال له ٢٠٠٢ زېږدیز کال راهيسې بېرته خپل هېواد ته راغلي، چې په پورتنۍ ياده شوې شمېره ور زيات شوي، کولى شو ووايو، چې په هرو پنځو افغانانو کې يې يو راستنېدونکى دى. په ٢٠١٦ زېږدیز کال کې څه باندې ۶۲٠،٠٠٠ افغانان يوازې له پاکستان څخه افغانستان ته را ستانه شوي دي. د بې ځايه شوو او راستنېدونکو دغه ستر هجوم د افغانستان پر ټولنه او اقتصاد ستر فشار راوړى او تر څنګ يې د هېواد سيمه ييز ثبات ته ستر خطر ګڼل کېږي.
کله چې په افغانستان کې د نړيوال بانک د مسوول په توګه وټاکل شوم، د بې ځايه شوو او بېرته را ستنو شوو ستونزو او د دغوستونزو د افغان حکومت هڅو ستومانه او خپه کړم. د خپلو لومړيو کاري ورځو په ترڅ کې مې د ٢٠١٦ زېږدیز کال په نومبر کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري مرکز څخه ليدنه درلوده. دې مرکز د افغان بېرته راستنېدونکو لپاره د لومړي مرکز په توګه دنده اجرا کوله. په همدې مرکز کې د بېرته راستنو شوو لپاره نغدي، غير نغدي مرستې، د عامه پوهاوي او ساتونکي پروګرامونه تر سره کېدل.
ما هم هغه ستونزې وليدې، چې د کابل ښار شاوخوا سيمو کې بې ځايه شوي وګړي په خپلو لنډ مهاله مېشت ځايونو کې ورسره مخ وو. دوى په خپل ژوند کې ګڼې ستونزې درلودې، ځکه چې اکثره يې له سرپناه او حتى خوړو پرته ژوند کوي. دا چې ټولو بې ځايه شوو خپل کورونه له جامو او توکو سره پرېښي، ستونزې يې زياتېږي. ٥٠ کلن افضل خان د ننګرهار د اچين ولسوالۍ اصلي اوسېدونکى دى او وايي: " خو د جګړې او نا امنۍ په سبب له خپلو کورونو خالي لاسونه کابل ته را وتښتېدو." افضل خان په ٢٠١٥ زېږدیز کال کې خپل کور پرېښى او له همغه وخت راهيسې کابل کې د خپلې کورنۍ له ١٤ غړو سره له ستونزو ډک ژوند تېروي.
له کډوالۍ او بې ځايه کېدنې پرته د کار موندلو هڅه کوي، د کاري فرصتونو نشتوالي له هغوى نه اقتصادي خپلواکي اخيستې ده. په دې اړه افضل خان وويل: "کاري فرصتونه ډېر کم دي، موږ هېڅ عايد نه لرو."
مرستندوى کارونه او پراختيايي پانګونه کولى شي، چې د بې ځايه شوو او راستنو شوو لپاره د هغوى په کوربه سيمو کې دايمي حل لاره ومومي. پر دې بنسټ نړيوال بانک د دغه هېواد له اقتصادي او ټولنيز جوړښت سره د بې ځايه شوو او راستنو شوو د ډاډمنې او بريالۍ يو ځاى کونې لپاره د افغان حکومت له پروسې او کړنلارې ملاتړ کوي. دا ملاتړ د هغې څېړنې پر بنسټ ولاړ دى، چې د نړيوال بانک او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري ادارې په دوه اړخيزه همکارۍ تر سره شوې ده.
د بې ځايه شوو او راستنو شوو د بحران د لرې کولو او ستونزې د حل لپاره يوې سيستماتيکې او جامع پاملرنې ته اړتيا ده، د بېلګې په ډول د افغانستان د ولسي تړون پروژې په نوم پراختيايي پروګرام لومړى په هغه ولايت کې چې بې ځايه شوي په کې ژوند کوي، پلى شي. په وروستيو پړاوونو کې نړيوال بانک نور ۱۲۷،۷ میليونه ډالر د افغانستان د ولسي تړون پروژې لپاره چمتو کوي، څو پر مټ يې خدمتونو ته پراختيا ورکړي، د عامه دندو له لارې د بې ځايه شوو او راستنو شوو لپاره لنډمهاله کاري فرصتونه چمتو کړي. دا پانګونه په ټولنو کې له عامه دندو د ورها خوا همغږو اقداماتو ملاتړ کوي، څنګه، چې بې ځايه شوي د لنډه مهالې سرپناه خاوندان شي، راستنو شوو ته هم د حکومت له لوري بېرته استوګنځايونه ورکول کېږي.
۱۲۷،۷ ميليون ډالري مرسته، چې د جون په ١٣مه تصويب شوې وه ، د نړيوال پراختيا اداری د بېړنيو واحدونو صندوق له لوري تمويلېږي. د يادې مرستې موخه په ښاري او کليوالي سيمو کې له زيانمنو خلکو سره مرسته او ساتنه او د اجتماعي کېدو لا زيات دودول دي. دا چې د دولت سترې پروژې د ګڼو بې ځايه شوو او راستنو شوو لپاره ګټورې واقع شوې، نړيوال بانک چې د افغان حکومت د پراختيايي بوديجې له بنسټيزو تمويلوونکو څخه دى، ډاډ ورکوي، چې دغې مرستې د افغانستان ټولو قشرونو ته ورسېږي.
په تېرو ١٥ کلونو کې نړيوال بانک په افغانستان کې له پرمختګونو ملاتړ کوي او په دې هېواد کې به د يوه سوکاله او سوله ييز راتلونکي لپاره مرسته وکړي.
Join the Conversation