د طبیعي پېښو د ګواښونو په وړاندې د یو انعطاف منونکي افغانستان پر لور

This page in:

هغه شمېر افغانان چې د افغانستان په غرنیز طبیعت کې ژوند کوي د طبیعي پېښو څخه د رامینځته کېدونکو ګواښونو سره چې د دوی لپاره ځاني او مالي زیانونه له ځانه سره لري، مخ دي.

له ۱۹۸۰ زېږدیز کاله راپدېخوا، شاوخوا ۹ میلیونه افغانانو د طبیعي پېښو او د اقلیم د بدلون له امله زیان لیدلی چې له دې جملې څخه ۲۰۰۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښټې دي.

د اقلیمي بدلونونو او د هوا د حالاتو د تغییراتو له امله د طبیعي پېښو رامینځته کېدل په افغانستان کې د معیشتي وضعیت د لا کړکېچن کېدو لامل ګرځي.

موږ دې ته اړ شو څو یو ځل بیا خپل کورونه او ځمکې پرېږدو، خو دا ځل د جګړې له وجې نه؛ بلکه د سېلابونو راوتل یې وجه وه. تېر کال د وچکالۍ د دوام له امله او پر کرنې او زموږ کاروبار باندې د هغې د منفي اغېزو له وجې زما د کورنئ ټول غړي دې ته اړ شول چې کلی پرېږدي، خو اوس د بارانونو د زیات ورښټ سره مل د سیلابونو د راتلو له وجې زما کرنیزې ځمکې او کور ته خورا زیان رسېدلی.
خلیل الرحمن
په کندهار ولایت کې بزګر

په ورته مهال، هغه بنسټونه چې د خلکو د شتمنیو او ژوند د ساتنې مسئولیت پر غاړه لري؛ تل یې دا هڅه کړې تر څو د طبیعي پېښو څخه د راپېښیدونکو ستونزو د ګواښونو د ښه مدیریت لپاره، د دې پېښو پر وړاندې د افغانانو د مقاومت د کچې لوړولو او د دې پیښو سره د مبارزې او د هغې لپاره د زیربناو د جوړونې په برخه کې، اړینو معلوماتو ته لاسرسی ومومي.

له همدې وجې د جاپان هېواد او د طبیعي پېښو د ګواښونو د کمولو نړیواله ادارې په ملاتړ؛ نړیوال بانک د نورو کاري شریکانو سره په همغږئ شاوخوا ۸۰ تنه افغان انجینرانو او پالیسي جوړونکو ته په دولتي ادارو کې د طبیعي پېښو د رامینځته کېدو د عواملو د تحلیل او ارزونې په موخه او د زیان منونکو ټولنو د ملاتړ او انسجام د څرنګوالي لپاره روزنه ورکړه.

په دغه روزنیز پروګرام کې د بېلابېلو وزارتونو او دولتي ادارو؛ لکه د افغانستان د ښارجوړولو او ځمکو وزارت، د برېښنا او اوبو وزارت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او د طبیعي پیښو پر وړاندې د مبارزې د ملي ادارې متخصصینو او مسئولینو ګډون کړی وو.

د مثال په توګه د کلي د پراختیایي شوراګانو غړو ته چې د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت  له خوا دې پروګرام ته ورپېژندل شوي وو، دا زمینه برابره شوه څو د هغه زېربناوو په هکله مسلکي پوهه او پېژندنه تر لاسه کړي چې د طبیعي پېښو او اقلیمي بدلونونو د ګواښونو له اړخه د زیانمننې له احتمال سره مخ دي. د طبیعي پېښو د رامینځته کېدو څخه مخکې د تشخیص لپاره د افغانستان د طبیعي پېښو د معلوماتو له سیستم څخه چې د جغرافیایي اطلاعاتو یو خبرداری ورکوونکۍ سیستم بلل کېږي او دا وړتیا لري چې معلومات ذخیره کړي او د پېښو د ګواښونو په هکله معلومات وړاندې کړي، او همدارنګه د افغانستان د ګواښونو له نقشې څخه ګټه اخیستل کیږي.

د پورته ذکر شوي پوهاوي او آسانتیاوو څخه په ګټه اخیستنې سره؛ اوس د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت کولۍ شي چې نوې زیربنایي پروژې د طبیعي پیښو پر وړاندې د مقاومت د اصولو او اساساتو پر بنسټ طرحه او تطبیق کړي. د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت متخصصینو هم په خپل وار سره د کلي څه باندې ۴۵۰۰ پراختیایي شوراګانو لپاره د زدکړو او روزنې زمینه برابره کړې ده.

د روزنیزو پروګرامونو پایلې دا څرګندوي‌ چې اوس د کلیود بیا رغونې او پراختیا وزارت کارکوونکي د طبیعي پېښو څخه د راپېښیدونکو ګواښونو  پر وړاندې د زیان منونکو زیربناوو په جوړښت کې د وقایوي تدابیرو په نیولو کې ژور پوهاوی لري او په دې توګه په دې برخه کې اغېزمن رول لوبولی شي. په روزنیز پروګرام کې له ۲۵ تنو ګډون والو څخه چې موږ ورسره مرکه کړې، د هغوی ۱۷ تنه وروسته له دې چې په روزنه کې یې ونډه واخیسته، په خپلو ورځنیو دندو کې د طبیعو پېښو د ګواښونو مدیریت، په پام کې نیسي ـ او څه باندې نیمایي ګډونوال په خپلو ورځنیو فعالیتونو کې له نوې ټکنالوژۍ څخه ګټه اخلي.

د انرژۍ او اوبو وزارت د هوا پېژندنې ډیپارتمنت کارکوونکيو په خپلو خبرو کې وویل چې دغه وزارت په نظر کې لري چې په خپلو عملیاتي تګلارو کې د جیونوډ له سیستم څخه کار واخلي.

د دغو هڅو د پراختیا او دوام په موخه، نړیوال بانک هوډ لري څو هغه فرصتونه وڅېړي چې پر بنسټ یې وشي کولئ د طبیعو پیښو د ګواښونو پر وړانډې د چمتو والي او مبارزې په خاطر د اړوندو وزارتونو او بنسټونو لپاره د مرستې اختصاصي مرکزونه جوړ کړي.

Image
Photo Credit: World Bank
ډیره اړینه ده چې هر وزارت په خپل تشکیل او جوړښت کې د طبیعي پېښو د ګواښونو د مدیریت واحد جوړ کړي. پرته له دې د طبیعي پېښو د ګواښونو مطلوب او اغېزمن مدیریت یو ناممکن کار دی.
د روزنیز پروګرام یو تن ګډونوال
کابل

د روزنیز پروګرام د عملي زدکړو په بهیر کې موږ یو سلسله حقایقو او مهمو معلوماتو ته لاسرسۍ وموند:

لومړۍ واقعیت چې موږ پرې پوهاوی ترلاسه کړ هغه دا ده چې ټول وزارتونه او دولتې ادارې د طبیعي پېښو د ګواښونو پر وړاندې د مدیریت لپاره په خپل اداري او بودجوي جوړښت کې هیڅ ډول برنامه نه لري.

دویم دا چې د زېربنایي او ودانیزو پروژو د پلان او ډیزاینولو په برخه کې په ټولو وزارتونو کې د هغوی لپاره د تګلارو د ټاکنې شاخص او یا هم د طبیعي پیښو د ګواښونو د مدیریت په موخه کوم مشخص لارښود شتون نه لري.

او بالاخره دا چې د طبیعي پېښو د ګواښونو پر وړاندې د مبارزې او مخنیوي د اړوندو دولتي وزارتونو او ادارو ترمینځ کومه پياوړې همکاري او همغږي شتون نه لري.

د طبیعي پېښو د احتمالي ګواښونو په هکله د معلوماتو د مدیریت ژوره ارزونه او تحلیل د طبیعي پېښو د ګواښونو پر وړاندې د یو انعطاف منونکي افغانستان پر لوري لومړۍ ګام بلل کېږي. اوس مهال د دوام داره مالي او تخنیکي مرستو د برابرولو لپاره او همدارنګه د طبیعي پېښو پر وړاندې د زیانمنونکي نفوس د ساتنې په خاطر د تګلارو په جوړونه او د هغې پراغېزمن تطبیق د افغانستان له دولت سره همغږي او همکاري جریان لري.


Authors

Julian Palma

Urban Development and Disaster Risk Management Specialist (Consultant), Social, Urban, Rural and Resilience Global Practice

Ditte Fallesen

Senior Social Development Specialist

Join the Conversation

The content of this field is kept private and will not be shown publicly
Remaining characters: 1000